(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

30.9.14ملك امان الله كاسي څوك دي

30.09.2014 ليكونكى:عبدالجبار كاكړ

 ملك امان الله خان كاسي په خپل صبر همت سرشندني او دخپلي نظر يې او فكر سره تړلي څوك وو چي دهيچاپه ملاتړ و دهغه ځائي ته رارسيدلي وو لكه ځموږ دټولني چي دا دود او دستوره جوړ شوي دي چي زياتره سياسي مشران داسي هڅي كوي چي دده وروسته دده ځوي او دهغه وروسته يې لمسي دپښتنو مشري وكړي چي ددي څخه د وراثت سياست په موږ كښې رامخ ته شوي دي چي ددي څخه ولسواكي او جمهوريت ته زياته زيان رسيدلي او درسيږي په پښتني ټولنه كښې چي ښه پوه دمشري وړ سړي نه رامخ ته كيږي ددي يوعلت هم دهغه دي هوكه ديوه سياسي مشر په ځامنو كښې داسي پوهنه او قابليت وي نو بايد چي هغه رامخ ته شي او هغه هم دجمهوري او دټاكنو دلاري ولي چي په سياسي ګوندو كښې ټاكني هم ددي دپاره كيږي خو دبده مرغه دپښتنو په ټولنه كښې تراوسه ډيري ناخوالي شته دي چي په هغه كښې قبائيلي دفكر او نظر په ګوندو كښې شتون يا سيمه ايزه سوچ او بل دا چي دپښتنو زياتره ګوندو يو بشپړه موخه او هدف نه لرلي دګوندومشري چي د وراثت بڼه يې خپله كړي وي نو دګوندو مشر چي وغواړي دګوندو موخي او تګ لاري ته بدلون وركړي چي دسياسي كاركونكو څخه لاره وركه شي او زياتره ګوندونه او مشران نه شي كولي چي وخپل ولس ته خپله څرګنده لارو په ګوته كړي ځموږ دسياسي ګوندوتراوسه يوه خوا نه ښكاره كيږي چي دوي څه غواړي ؟ كه نن هم دچا څخه پوښتنه وشي چي ستاسي ګوند څه غواړي نو يې ځواب نه شي ويلي او كه ورته ووائي چي كاله دوه خو تاسي داخبره كوله نونه خو په بله لار روان ياست بيانو خواتر څخه بدوي دانن چي په څو لسيځو ولاړ دپښتنو سياست ولس او خاوري ته څه نه دي وركړي ددهغه لوئي علت هم دا دي خو ددي دڅنګه په سياسي ګوندو كښې نوري بلاوي ځيني كسان لوړ ځائي ته رسوي خو ملك امان كاسي ودي ځائي ته نه وورسولي دي خپلي پوهي لوست او لوړ شعورو دهغه ځائي ته پورته كړي وو ملك ارواښاد چي كومي سرشندني اوقرباني وركړي دي وړاندي موږ اشاره ورته كړي وه خو ملك سياست دشعور او پوهي په ډانګ كاوي خپله پريكړه اوووډ چي كړي وو دهغه سره ټينګ ولاړوو كله هم داهڅه نه دكړي چي دچاد خوشالولو څخه به دي لوړ ځائي ته ورسيږي ارواښاد ملك امان الله خان كاسي يو ولسي څوك هم وو او دخپل ولس ستونځي دهوارو دپاره يې ځان نه سپماوي دخوار او غريب حال يې ساتي كله چي دملك امان كاسي دكلي چشمه اچوزي ګډي مځكي چي ډېره لوړه بيه يې لرله دبلوچستان ايالتي چارواكو سياسي او قبائيلي مشرانو پخپلو كښې دهغه مځكه وويشله او په دامځكه يې دكورو او مانيود جوړولو تياري ونوي و دهغه مځكي ته پوليس او نورخواكونه راغلو ارواښاد ملك امان كاسي لومړي يواځي وروواتي او ومخالفت ته يې ملاوتړله چي وروسته ټول كلي دملك امان په مشري كښې راووتي او دپويس او ځواكونو سره يې جګړه وشوه دملك دنيولو حكم وشودچشمه اچوزئي دكلي ډېر كسان ونيول شول او بندي خاني ته ورسول شول ملك امان دافضل خان لالا سره خبري وكړي چي هغه وخت دبنيظير بهټو په حكومت كښې مركزي وزير وو چي په ايالتي چارواكو باندي دهري خوازور اودباؤ راغلي دوي اړ شول چي خپل حكم واخلي او دهغه پراخه مځكه دچشمه اچوزئي مالكانو ته بيرته دملك امان كاسي په هلو ځلو بيرته ترلاسه شوه كه دي نه وي راولاړ شوي نو به دهغه مځكه نورو په نه څه ترلاسه كړي وي خو نن چي دهغه مځكه دهر سړي دپاره د كروړوبيه لري د دووي په قبضه كښې ده ملك امان كاسي ډېر بي روزګار ځوانان په سركاري نوكرلو كښې لګولي دي په ځانګړي ډول په واپډاكښې ولي دواپډا لوئي مركز او دحبيب الله پراچه بجلي ګهر ددوي په مځكه او د دوي وكلي ته نز دي جوړ دي اوحق هم د دوي كيږي داسي ملك امان كاسي ډېر نوري قرباني وركړي دي چي هغه دكلي په ګټه دي خپلي مځكي وركړي دي داخبري مي په دي خاطر وكړي چي ددي سره سره چي ملك امان الله خان كاسي زياته وخت سياست او لوست ته وركړي وو او داهڅي به كومي چي په زياتره سياسي غونډه ادبي ناستو په مشاعرو او ولسي چارو كښې ګډون كاوي خودكور كلي سيمي دچارو څخه هم ناخبره نه وو او تر خپله وسه يې برخه په كښې اخستله.

 دملك امان الله خان كاسي چي په سياست كوم نظر وو يا دده سياسي شته وه هغه بيله دڅه  ځنډه هم دخپلو ملګرو سره ګډه وله هم يې په رسنېو كښې په ډاګه ګوله خو سياسي تحليل يې ډېر رښتني او په وخت وو داهر څه يې دتاريخ په رڼا يا د زمان او مكان سره سم وړاندي كول ځكه دوي ته سياسي ګوند او رسنېو زياته ارزښت نه وركاوي داسي هم وشول چي دده نوم به په يوه غونډه ياجلسه كښې واخستل شو او دي به وينا ته ودريدي نو لاړ ډسپيكربه باندي بند كړي يا به ارواښادملك ته وارنه وركاوي چي ويناوكړي ولي چي ارواښاد رښتيا ويل او رښتيا لاري وولس ته ښووله او ځموږ په سياسي مشرتابه او سياسي ګوندو كښې در ښتيااوريدلو ځغم نه شته نه دوي هغه سياست كوي په كوم سياست چي دوي ولس په ځان راټول كړي دي نه يواځي سياسي مشرتابه او سياسي ګوندو دا هڅه كوله چي ملك امان د ځان ملګري كړي بلكې خپله دوي ځان داوسنېو سياسي ګوندو ځان ليريكړي وو بلكي دابه ويل چي سياست اوس درواغ دي سياسي ګوندو او مشران د خپلي لاري څخه اوښتي اوداتوان نه لري چي خپل ولس ته رښتيا ورڅرګند كړي هم دهغه خبره وه چي ارواښاد ملك امان كاسي دخپل مرګ څخه څو ورځي دمخه په كابل كښې دپښتو ټيلي ويژن سره په مركه كښې هغه ټولي ناخوالي چي پښتون افغان ولس د ډېرو لسيځو څخه ورسره مخامخ دي او هغه سياسي تيروتني چي مشر تابه كړي دي هغه يوه يوه خپل ولس ته ور په ګوته كړي ځكه دلته رسنېو داسي خبري نه شوي خورولي داټولي تاسوته وړاندي كړي چي ارواښاد ملك امان كاسي دخپل هدف اودخپل هري چاري سره رښتني وو او خپله سپيڅلي او سوچه والي دكبله دهر چاسره ښې اړيكي ساتي.

 خلګو خپل سياستونه وپلورل يا يې نوري داسي چاري خلي كړي هم ددي دپاره چي ځان ته ښه ماڼې ښه موټران او نور ډېر ښه ښه شيان ولري چي ددي لاري په ټولنه كښې معبز او ښه سړي وبريښې په ملك امان كاسي باندي هم ډيري خواري تيري شوي خوتر پايه دا اټكل چاونه كړل شو چي دي لك لري كه كك لري داسي نه چي ملك باغ زمينداري مځكه نه لرله اوس يې هم لري خو په دهغه عياشنو په سي دوي منډه نه وهله ددي په پرتله ځموږ ډېرومشرانو او كشرانو خپل هر څه هم ددهغه دپاره په داؤ ولګول خو ملك امان يو صبرناكه سړي وو څو كاله دمخه ده او دده ورور ملك عنايت الله دخپلو مځكو څخه څه مځكه و پلورله په هغه دواړو جلا جلا ښه ماڼي او ښه ميلمستونونه جوړ كړو چي دنورو ډېر وزاري پسي وچاوديدي خو دوي ته بيله دڅه مشكلا ور په برخه شوي خو ددي دڅنګه دواړه وروڼو چي څنګه ميلمستونونه جوړ كړي دي هم هغه ډول ميلمانه يې هم خورول اوس يې هم خوروي.

مرګ حق دي اوهر ژوندي به دمرګ پياله په سرپورته كوي ارواښاد ملك امان الله خان كاسي په ازل هم په دهغه  ۱۱م دستمبر ۲۰۱۴ء دده دمرګ نيټه په كابل كښې دكوره څخه ليري ټاكل شوي وه او داسي وشول چي په ډېره درناوي دكابل څخه يې جنازه دجمه په ورځ وكوټي ته راورسول شوه هم په دهغه ورځ د ډېرو خلګو په شتون كښې وخاورو ته وسپارل شوه خو دايوه خبره وهر پښتانه افغان ته ورڅرګنده ده چي دملك امان الله خان كاسي وارو دڅومره پښتنو سره هم په هره خواكښې څه څه ونه شول؟ څومره دخولي او دعمل څښتان يې دموږ څخه بيل كړو او په څه ناورين...؟

 ملك امان كاسي او زه ډېر نز دي سره پاته شوي وو د دوي په مرګ زه خپله دومره خواښني يم چي هر وخت مي په مزغو كښې ګرځي راګرځي ارواښاد ځماومخ ته دومره تشه رامنځ ته كړه چي زه ګمان هم نه شوي كولي داسي نه چي ځمادده څخه څه تمه وه ځموږ ملګري سوچه او رښتني وه چي دروپو خبره به موږ كله هم نه وي كړي كله چي دوي مځكه وپلورله نو ملك عنايت الله خان ماته ټيلي فون وكړي چي اته لكه روپى زه تاته دركوم بيامه راكوه ولي چي ته دپښتو په ورځپاڼه كښې ډېر خوار شوي يې ما په ځواب كښې د دوي څخه مننه وكړه ورته ومي ويل چي زه سم روان يم ستاداپيزينه ځما دپاره ډېر څه دي اصل خبره دا ده چي داشتمني داښي او ښادي هيڅ نه دي دسړي اهل دهغه سپيڅلتيااو سوچه والي دي چي په ملك امان الله خان كاسي كښې دهغه او ډېر نور وياړونه وو چي مابه خو په داټول چاپيريال كښې بل داسي څوك نه ښكاري راسي چي موږ ټول لاسونه لپه كړو چي خدائي (ج) دي واروا ښادته دده په صداقت په جنت الفردوس كښې ځائي وركړي او دده خپلوانو ته صبر جميل (امين)

- بېرته شاته