(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

7.10.14 پښتنو مشران ( تکل )

07.10.2014 : اول خو پښتون دَ يَو بل څۀ چې هډو دَ چا مشري مني نۀ ، خو چې کله ئې څوک دَ جنت دَ تلو ذمه واري واخلي نو راشه که تودېږې ، هم دغه ئې مشر وي ـ که بل ورته ؤوې چې دا تياره تياره ژوند به دې روښانه کړم  نو دې په دې سوچ کښې شي چې هم دا دَ سړي بچے دے ـ

که چا ورسره دَ دروغو وعده ؤکړه چې دا دَ غم خزان وهلے ژوند به دي سپرلے سپرلے کړم نو دې ترې دا تپوس نه کوي چې څنګه خو ورپسې وي ـ
دا لا څۀ کے چې څوک ورته دَ غرض دَ پاره په دواړه لاسو سلامونه کوي ، غم ښادۍ له ورله دَ مطلب دَ پاره ځي نو هغه سړے که بدعمله ولې نۀ وي خو پښتون ترېنه خوشحاله وي او ځان ترې قربانوي ـ
دغه شان خو ډېر انتخابات شوي دي ، څوک نه څوک دَ مشرۍ کرسۍ ته رسېدلي خو په يَوه علاقه کښې دغه شان يَو سلام دين او دَ غم ښادو غرضي شوقين دَ علاقې خلقو اسمبلۍ ته ولېږو نو کردارونه خو ئې نۀ شم بيانولے خو دَ ووټونو ګټلو دَ پاره جلسې جلوسونو شروع وو ـ
په يَو کلي کښې جلسه وه ووټونو ته ولاړ دغه مشر يَو غر راخستو او بل ئې پرې ويشتو  ـ پښتنو هم دَ ده په خبرو باور کولو ـ جلسه لا روانه وه چې دَ ماښام دَ مانځه وخت شو ، جلسه ګاه کښې خلقو صفونه جوړ کړل او ده ته ئې ؤوې چې جي ! تاسو مخکښې شئ ، جمع ورکړئ ځکه چې زمونږ مشر ئې ـ دَ زړۀ ئې نۀ وه خو بيا هم دَ خلقو په خوښه مخکشې شو ـ کله چې ئې مونځ شروع کړو او ،، غير المغضوب ،، ته ورسېدو نو غلے شو ، دغه شان يَو فتح ورکړه ،، وتينِ ،، په مانځه کښې هغه ؤوې دغه نۀ دے ،    
بل فتح ورکړه ،، القارعه ،، وئيل ئې دا هم نۀ دے ، دَ ورستي صف نه يَو ماشوم اواز ؤکړو ،، والعصر والعصر ،، ده ؤوې هم دغه او شروع ئې ؤکړه ـ 
بيا دغه مشر منتخب شو ـ په اخبار کښې ئې يَوه ورځ تصوير راغلے وو ـ دې په اسمبلۍ کښې اوده وو ـ دَ تصوير سره ئې ليکلي وو چې دَ فلانکي ځائے قسمت اوده دے ـ ځکه چې نورو ممبرانو دَ خپلې علا قې مسّلې بيانولے او دې بې غمه اوده ؤ ـ
څو ورځي پس ترې دَ پارټۍ ملګرو په يَوه غونډه کښې تپوس ؤکړو چې جي ! تاسو مونږ اسمبلۍ ته دَ اوده کېدو دَ پاره لېګلي يئ که دَ مسّلو حل کولو او دَ خپل حق غوښتلو دَ پاره ؟ هغه ورته جواب ورکړو چې زۀ ټوله شپه فائيلونه ګورم نو دَ ورځي به اوده کېږم نۀ  ـ نور هغه دَ سکول په خوا هم نۀ ؤ ورغلے ـ بل يَو کَس ورله درخواست وړے ؤ چې په دې دسخط ؤکړه ـ ده دا ونه کتل چې په دې کښې ئې څۀ ليکلي دي ځکه چې په ليک لوست خو هغه پوهېدو نۀ ـ ده ورته دَ ګوتې لږولو په ځائے څۀ کوږ کڼ دسخط ؤکړو ، دا ئې هم دَ شرم دَ وجې ايزده کړے ؤ ـ نور په دغه درخواست کښې ئې ليکلي وو چې اسمان ته سړک اوباسو ـ کله چې ئې لاس له اختيار راغے نو داسې نالائقه ئې ، چې چا لسم په تهرډ ډيويژن کښې پاس کړے وو ، چې کالجونو کښې ورته داخله هم نۀ مېلاوېده خو ده په مختلفو پوسټونو هغوئ بهرتي کړل ، چې هغوئ اهل نۀ وو ـ چا ترې تپوس ؤکړو چې تاسو دا څۀ کوئ داخو دَ قابلانو په حق ډاکه اچول دي ، ده ورته ؤوې چې دا قابلانو خو به په خپل قابليت مخکښې لاړ شي خو دا نالا ئقه او جاهلان به څۀ کوي ـ سبا له به نشې شروع کړي او ژوند به ئې تباه وي ـ 
هغه ورته وې دا خو ټيک ده خو نالا ئقه چې دَ سکول استاذ شي نو راتلونکے نسل به بيا څنګه شي ، دَ وطن او دَ خپل ژوند به څۀ خيال اوساتي ـ
په لار چې به په خپل ګاډي کښې روان نو نو چې څوک به په لار پياده روان وو نو ده به خپل ډرائيور ته وې چې دا لاروے راوښېژوه ، ډرئيور به ورته اکثر وې تاسو جي! هر څوک راښېژوئ دا نۀ ګورئ چې مزدوران غريبانان خلق دي ـ سخا په سخا وي ، ټول ګاډے راته سخا کړي په وينځلومې زاره شنه شوه ـ هغه ورته ؤوې کم عقله دې ته سياست وئيلے کېږي ، دا خلق په دې کارونو ووټ راکړي مړه بيا ئې څوک تپوس کوي ، مشر خان که به پياده ؤ يا په ګاډي کښې ، که څوک به مخامخ وو يا نۀ خو ده به دَ سلام دَ پاره لاس بره نيولے ؤ ـ دا ئې بيا عادت جوړ شو نو يَوه ورځ په جاز کښې ناست ؤ نو هم ئې لاس بره نيولے ؤ او سلامونه ئې کول ، خوا کښې ورسره يَو تن ناست ؤ ، هغه ورته ؤوې جي ! دا جاز دے څۀ موټر ، ټانګه نۀ ده ـ ځان له دي لاس هسې لاس ستړے کړو ـ
دا مشر اوله پېره دَ صوبائ او بيا دَ قومي اسمبلۍ ممبر جوړ شو ، دومره وهنه ئې ؤکړه چې حد ئې نۀ وو ، چا ترې تپوس ؤکړو چې ممبر صيب تاسو به بيا دې قام ته نۀ مخامخ کېږئ ، ده ورته ؤوې بيا څۀ پته لګي ـ

- بېرته شاته