(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نښتر مشاعرې ته ځو

د مازديګر څلور بجې مو د يار مؤسسې په انګړ کې چېرې چې هره اونۍ د بهیر غونډه جوړيږي، د راغونډېدو ژمنه کړې وه، ځينې ورونه په دوو بجو او ځينې ورونه خو د خپل افغاني دود په څېر آن تر پنځو بجو پورې راتلل، خو خير دوه واړه ملي بسونه ډک شول او څو نور واړه موټرونه هم راسره مله وه، له دې ځايه مو وويلې، چې په عيدګاه کې به تم کيږو، تر څو ټول په ګډه د کاروان په څېر لاړ شو، بالاخره د ترافيکي بېرو بار له امله څوک مخکې څوک وروسته ټاکل شوي ځای ته ورسېدو، هلته مو خورا ډېر انتظار وکړ، چې استاد صميم او انځور صاحب هم راورسېدل، تر روغبړ وروسته د ګرديز په لوري رهي شو، په هر غټ موټر کې مشاعره پيل شوه، خو زموږ د موټر مشاعره ډېر ژر په ټوکو ټکالو واوښته او يوه نيم په کې د شعر ديکلمه هم کوله، د ماښام لمونځ مو د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ په يوه جومات کې وکړ، وروسته تر هغه مو خپل يون ته ادامه ورکړه، ماښام ناوخته شو، تياره خوره شوه د موټر څخه به مو چې بهر خواته نظر واړوو، غرونه – غرونه به ښکارېدل او د غرونو سرونه به په واورو لږ لږ سپين پاتې وو، يو وخت مو موټر د پوليسو له خوا ودرول شو، چې پام مو وکړ، ليکلي يې و، پکتيا ولايت ته ښه راغلاست، زړه مو ښه شو، چې نږدې شو، خو ډېر مزل مو نور هم وکړ، چې ابادۍ مو سترګو ته ښکاره شوې، په همدې کې يوه ډله خلک د يوه هوټل مخې ته ولاړ وو او داسې ښکارېدل، چې چاته په تمه وي، زموږ موټر هم د هغوی خواته شو او دا وويل شول، چې همدا ځای دی، راښکته شی، موږ هم په ډېره مينه د موټر څخه ښکته شولو، په سفر پوه نه شولو، ځکه ټول مزل مو په ټوکو ټکالو او شعرونو وکړ، د ستړيا احساس مو چندان ونه کړ، د ولاړو خلکو سره مو روغبړ وکړ، هوټل دوه پوړيز و، هوټل ته يې د ختلو راته وويل، خو په د زينو لاندې يې پوليس درولي و، وروسته له تلاشي يې اجازه راکړه، تر څو هوټل ته دننه شو، په هوټل کې مو په نورو ملګرو اديبانو هم سترګې خوږې شوې، بلا ډېر خلک و، موږ هم يوې خواته کېناستو، زه (رفيع الله ستانکزی) ، حسيب الله شينواری، سيد نظيم سيدي، مجيب الرحمان اميري، عطاالله حيران، ګل محمد اريوبي او جيلاني جلان سره نږدې و، سم دلاسه دستر خوانونه خواره شول او د ډوډۍ په راوړلو يې غږ وکړ، زه (رفيع الله ستانکزی) او حسيب الله شينواری په يوه غوري کې سره شريک ولو، په ډېره بيړه خو په خوند مو د ډوډۍ چاره وکړله، وروسته تر دې بهر ووتو، هغه د چا خبره هوا خوري مو وکړه، بېرته راغونډ شولو، چې د بېنوا ټولنې مشر محمديار او نور ملګري مې تر سترګو شول، هغو ته ورغلو او روغبړ مو سره وکړ، محمديار صاحب دې خدای لري، ښه يې وخندولو. د مشاعرې د پيل لپاره باز محمد عابد خبرې وکړې، ويل يې چې مشاعره پيل کيږي مشاعره پيل شوه او هارون حکيمي يې ويندويي کوله د شعر ويلو لپاره بېلابېل شاعران راغلل، چا طنزي، چا تراژيدي او چا هم انتقادي شعرونه ولوستل او ټول برخه وال يې په خپلو شعرونو ونازول. په مشاعره کې به هره ګړۍ د عابد صاحب له خوا غږ کېده، چې شعرونو ته غوږ ونيسی او شخصي مجلس مه جوړوﺉ، خو بيا هم په ګوټ ګوټ کې شخصي مجلسونه روان ول، د ويندوی له خوا وويل شو، چې اوس د ټنګ ټکور پروګرام پيليږي، د ټنګ ټکور لپآره يې د کوزې پښتونخوا پېښور څخه نعيم توری راغوښتل شوی و، هغه د سايل صاحب په شعرونو دا شپه تر 2 بجو پورې وغزوله او وروسته تر هغې نورو د سندرو مينه والو شاعرانو خپل شعرونه د موسيقۍ سره زمزمه کول او د برخه والو د خوښي لپاره يې سندرې ويلې. د نعيم توري سندرو په ټولو برخه والو ډېر اغېز کړی و او د هر يوه د خوب مخنيوی يې کاوه، کله چې نعيم توري سندرې بس کړې، نو په هر يوه به د خوب څپه راغله، چې 3 بجې ټول غلي ويده شولو. سهار وختي د هوټل والا او ملګرو له خوا ټول راويښ کړل شول، چې لمونځ وکړي، ځينو ملګرو لمونځ وکړ او ځينو بيا ويلې، چې ناوخته دی، په همدې ځای کې يې د سهار چای هم راوړ، چای مو هم په مړه ګېډه وڅښه. د هلکانو غږ شو، چې موټر ولاړ دي او تاسو بايد د غونډې يا مشاعرې تالار ته لاړ شی، هلته يې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په تالار کې د مشاعرې لپآره ځای جوړ کړی و، ټاکل شوي تالار ته په موټرونو کې لاړو، خو هلته مو هم دوه ساعته انتظار وکړ، تر څو مشران راشي او غونډه شروع شي. مشاعره د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوه او يو يو شاعر به د شعر ويلو لپاره راغوښتل کېده، د غونډې د مشرتابه په ډله کې محمد آصف صميم صاحب، زرين انځور صاحب او اسدالله دانش وو. د پکتيا والي جمعه خان همدرد او د کابل د جنايي جرمونو ريس علي شاه پکتياوال هم ګډون کړی و. احساساتي، انتقادي، حماسي، عشقي او نور شعرونه ولوستل شول، چې تر څه باندې يوې پورې يې دوام وکړ، تر هغې وروسته يې ځينو کسانو ته د سرو زرو مډالونه او ځينو ته ستاينليکونه او ځينو نورو ته تحفې ورکړل شوې. د غرمې ډوډۍ لپاره يې په غونډه کې کارتونه ووېشل، ځکه چې بل څوک نه شي کولای د غرمې ډوډۍ لپاره نومول شوي هوټل ته لاړ شي. د هوټل تر ځايه په موټر کې لاړو، هلته به د مؤظفو کسانو له خوا د ډوډۍ لپاره کارتونه کتل کېدل او هوټل ته به يې پرېښودل. له ډوډۍ خوړلو وروسته د کابل څخه راغلي ملګرو ټولو ويل، چې موږ ځو، په داسې حال کې چې د مشاعرې جوړونکو ويل، مشاعره به تر ماښامه دوام ولري، خو ځينې ملګري ناخوښ ښکارېدل، ځکه چې صميم صاحب زموږ د ټولو مشر استاد دی، هغه ته هېڅ د خبرو کولو وخت ورنه کړل شو، يانې هېڅ د دريځ (سټېج) سر ته را ونه غوښتل شو، په همدې ګيلې سره د کابل په لور روان شولو، په موټر کې به په هر چا د خوب درنه څپه راغله، ځينو په کې خوبونه پوره کړل، ځينو په کې شعرونه ويل او ځينو په کې د خوبولو انځورونه اخيستل. مازديګر ناوخته کابل ته راورسېدو، چې هر يو خپل خپل ځای ته ستانه شول. - بېرته شاته