(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.10.14 داستاد پرونۍ او ننۍ مخه ښه

15.10.2014: استاد زلمې هېوادمل په تېرو ١٣ کلونو کې د پخواني افغان ولسمشر د فرهنګي چارو سلاکار وزير و چې د يوه حکومتي وزير غوندې يې ټول دولتي امکانات درلودل، خو ورسره په څنګ يې په کابل پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا دورې ته د يوه ژمن استاد په توګه هم تدريس کاوه. ما غوندې به ډېرو نورو محصلانو هم ددغه سرمحقق د پوهې او علم له رڼا برخمن شوي وي، خو د نوي حکومت په راتګ يې له ارګ سره مخه ښه وکړه او په علومو اکاډمۍ کې يې يو ځل بيا خدمت ته بيا ملا وتړله.
د کابل پوهنتون د ماسټرۍ دورې په درسونو کې به اکثره وخت له ټولګې نه ماښام اوه او يا اوه نيمې بجې رخصت شوو. د موټر تر تم ځاى پورې به مو له استاد سره د يوه ملګري په توګه ازاد علمي او ټولنيز بحثونه کول. کله به چې هلته ورسېدو، نو دده دولتي موټر او چلوونکې به راغلل او له موږ ټولو سره به يې په لاس او غېږو مخه ښه وکړه.
تېرماښام بياعجيبه و، له استاد سره تر هغه ځايه راغلو چې ده ته به موټر او کسان ولاړ وو، د نورو ورځو په څېر مو د مخه ښې لپاره مو لاسونه ور اوږده کړل، خو استاد مخه ښه ونه کړه، ويل يې اوس وزير نه يم، مخه ښه نه کوو، ټکسي شته، له تاسره يو ځاى ښار ته ځم.
همداسې وشول، پرون ماښام موږ ورسره د پوهنتون تر دروازې روان وو، شور ماشور او تپه تياره وه، کتابونه په څنګ کې راسره پلى روان و، بهر په سړک په يوه ټکسي کې اوچت او د ښار په لور روان شو. ماته ګرانه ده چې د يو چا په اړه ليکنه وکړم، خو د استاد پرونۍ او ننۍ مخه ښه عجيبه وه، د هغه د عظمت او شخصيت بله ښېګڼه هم راته څرګنده شوه.
هغه يو حکومتوال او سياستوال و، خو هېڅکله له موږ سره د يوه چارواکي او سياستوال په توګه پاتې نه شو، هغه يو پوه، محقق او عالم و او عالمان په څوکۍ نه په خپل علم وياړي. زه د چا په اړه په ګرانه ليکنه کوم، پرون مې د استاد په اړه عجيبه احساس درلود، دا د يوه استاد په اړه د يوه شاګرد يو احساس وبولئ. زه يوازې دا وايم چې کاش همدا کلتور زموږ په چارواکو او څوکيو کې عام وى. 
استاد ښه ويل:"هغه به ډېر احمق وي چې ژوند او دولتي څوکۍ د خپل ځان تلپاتې او دايمي حق او شتمني وبولي."
زما ستاينه دهغه په شخصيت څه نه شي زياتولى، هغه ستاينو ته اړتيا نه لري، ځکه خو د هغه د يوه شاګرد په توګه يوازې ورسره خپله دعا ملګرې کوم، چې خداى دې داسې شخصيتونه په موږ کې زيات کړي او دده سيورى دې تل زموږ په اکاډميک او علمي چاپيريال خور وي.

- بېرته شاته