(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.10.14 ملالۍ

18.10.2014: ملالۍ یوسفزۍ په ښوونځي کې د کیمیا د استاد سبق ته ناسته وه چې د نوبل د جایزې د تر لاسه کولو زېری ورباندې وشو. دې ته وویل شول چې خبریالان درته انتظار دي خو دې ونه غوښتل چې سبق په نیمه کې پرېږدي او د جایزې په باره کې خپل احساسات څرګند کړي. دا د درس له تمامولو وروسته مرکې ته حاضره شوه.

 نوبل د دنیا تر ټولو مشهوره او معتبره جایزه ګڼل کېږي او په کوم عمر کې چې ملالۍ ده( اوولس کلني) د ژوند ډېر جذباتي او احساساتي وخت دی، ولې دې احساسات کنټرول کړل او د درس په ساعت کې یې یوازې درس بهتره وباله.

 د ملالۍ په باره کې پاسنۍ خبره مې د سعودي په یوه ورځپاڼه کې ولوسته او ورسره هغه حکایت رایاد شو چې ډېر کلونه پخوا مې د ښوونځي په دوران کې د خپل پلار له یوه دوسته اورېدلی و. هسې وایي چې یوه جذباتي سړي چې د زړه ناروغي یې لرله، د نوبل جایزه واخیسته. معالجو ډاکترانو یې فیصله وکړه چې په ده باندې باید دا زېری ناڅاپه ونه شي چې هسې نه له خوشحالۍ ومري. دوی یو ارواپوه ډاکتر ورواستاوه چې خبره ورو ورو په مدار مدار ورته وکړي. ارواپوه چې ورغی، ورته ویې ویل: که فرضا د نوبل جایزې د ګټلو زیری درباندې وکړم، د زېري په بدل کې به څه راکړې؟ هغه ورته وویل: د جایزې نیمې پیسې. ارواپوه وویل: قول دی؟ او ده لاس ورړاندې کړ، په ټینګه یې وویل: بالکل. د نیمو پیسو تصور په ارواپوه باندې د زړه دوره راوسته، ارواپوه وفات شو او د جایزې ګټونکی ژوندی پاتې شو.

 د احساساتو کنټرول او په غمونو او خوشحالیو کې ځان نه بایلل، د کامیاب ژوند له لرلو سره مرسته کوي. البته، د ملالۍ د کامیابۍ لا لوی راز په دې کې دی چې د وخت اړتیا یې وپېژندله. د فرانسې نامتو لیکوال او شاعر ویکتور هوګو ویلي وو چې که د یوې خبرې د کولو وخت راغلی وي او هغه خبره وشي نو اتلس زره توپونه یې هم مقابله نه شي کولای. هغوی چې د وخت اړتیاوې وپیژني او د غوڅولو لپاره یې ګام واخلي، په تاریخ کې ځای پیدا کوي. د نجونو زده کړه د وروستیو لسیزو یو لوی شعار دی او دنیا دې نتیجې ته رسېدلې ده چې د نجونو له زده کړو پرته د ټولنو پرمختګ او نېکمرغي ممکنه نه ده. ملالۍ په داسې وخت کې د نجونو د زده کړو اواز اوچت کړی دی چې دغه اړتیا تر بل هر وخت زیاته احساس شوې ده.

 زما په نظر د ملالۍ د بري تر ټولو لوی راز دا دی چې له خپلو مخالفانو سره د احترام چلند کوي. په مینګوره کې د دې له ټپي کېدو وروسته ما څو ځله د دې مرکې او خبرې اورېدلې دي خو د دې په خبرو کې مې یو ځل هم د هغو کسانو سپکاوی احساس نه کړ چې د نجونو د زده کړو مخالفت کوي او د دې د وژلو تکل یې کړی و. مهاتما ګاندهي ویلي وو چې د یوه قام اخلاقي سویه له هغه چلنده معلومېږي چې دوی یې له حیواناتو سره کوي. زه د ګاندهي جي له دې خبرې الهام اخلم او وایم چې د یو چا اخلاقي سویه له هغه چلنده معلومېږي چې له خپل مخالف سره یې کوي. زما په باور هر واقعي بری بې اخلاقو ممکن نه دی. هر څوک چې لویو او سپېڅلو هدفونو ته د رسېدو ارزو لري، تر هر څه ړومبی ورته لازمه ده چې د اخلاقو لمن ټینګه ونیسي.

 

- بېرته شاته