(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.10.14د غني خان خبرې او ټوکې ټکالې

د ارواښاد غني خان ژورې او خوندورې خبرې او ټوکې ټکالې

لیک: قانونپوه علي خان محسود

18.10.2014: ماته ښه یاد دي،چې ما غني خان لومړي ځل په سپټمبر ۱۹۶۵ کې ولیدو. مونږ د اسلامیه کالج پېښور په لومړي کال کې داخل شوي ؤ، او په بټلر هاسټل (لیلېه) کې شپږ کسان په یوه کوټه کې ؤ. زه او شال امیر خان محسود د سهیلې (جنوبي) وزیرستان ؤ او هغه نور درې پوهیدونکي (محصلان)  میا رفیق، غلام محمد او نثارخان د چارسدې او څلورم نواز خان  د شبقدر ؤ.

یوه ورځ رفیق، نثار، غلام محمد او زه لمبا ته لاړو، هغه وخت یو ستر تالاب و، چې Swimmingpool  به ورته ویلو،چې د Bachelor Hostel  مخې ته ؤ.(دغه هاسټل دځوانانو او ناواده کړي لکچررانو لپاره جوړ ؤ.)

مونږ په دغه تالاب کې و، چې یو موټر راغی او د هاسټل مخې ته  ودرید او یو ښایسته، دنګ ببر سری سړی ځنې راکوز شو، زما د چارسدې رومټانو(د کوټې ملګرو) فورا  چغه کړه چې غني خان صیب راغی. تر دغه وخته پورې ما د غني نوم نه ؤ اوریدلی، زمونږ اړخ ته یو غني و، هغه د بسونو مالک ؤ.

غني خان هاسټل ته دننوتو وروسته مالومه شوه چې زمونږ د انګریزي ژبې استاد  ښاغلی هاشم بابر چې په همدې هاسټل کې اوسیدو  اود پښتو ژبې یو ښه شاعر ؤ ملاقات ته راغلی ؤ. هاشم بابر د مشهور جنرال عظیم خان کشر ورور  ؤ اود هاشم بابر لپاره غني خان د مشرۍ او شاعرۍ په نړۍ کې د لارښود حیثیت درلوده. هاشم بابر وروسته C.S.P.  وکړه او یو سترپاکستانی بیروکریټ ترې جوړ شو، خو تر نن ورځې پورې قامپرست (ملتپال) او ښه شاعر پاتې شو.

د ۱۹۶۵ نه تر ۱۹۷۱ کال پورې مې بیا نه غني ولید او نه مې په یاد کې پاتې ؤ. د ۱۹۶۵ نه تر ۱۹۷۱ پورې مونږ ډېرې لبړې چبړې (لوړې ژورې/سړې تودې) ولیدې او هغه د انګریزۍ متل دی چې ٬٬ تر پلونو ډېرې اوبه تېرې شوي وی٬٬

اوزه د پېښور پوهنتون (یونیورسټۍ) کې وم ، د تنکي ځلمیتوب نه د بریتونو خاوند شوی وم، په سیاسي لوبو پوره خبر وم، د پښتون سټوډنټس فیډریشن په مشرانو کې وم، د باچا خان د کورنۍ نه مې پوره مالومات لرل.

یوه ورځ هلکانو ویل چې ځئ غني خان ته لاړ شو، دغه لومړی ځل و،چې زه په ډله کې لاړم. ماته یاد دي چې دده کور تیار میوزیم ؤ،ما ته داسې احساس وشو، چې حضرت ګوتم بدهـ  اوس اوس د غني خان د کوره وتی دی، لږه شیبه وروسته هغه غني خان چې ما په کال ۱۹۶۵ کې لیدلی و ړنګ پنګ  راڅرګند شو. زه پکې نوی وم او دغه نور ملګري ورسره اشنا ؤ. د ستړي مه شۍ نه وروسته ئې زر پوښتنه وکړه چې دا مو څوک راوستی دی. دوۍ ورته په خندا وویل چې دی مو د وزیرستان د غرونو نه راوستی دی، محسود دی او نوم ئې علیخان دی.

بیا غني خان یو سپین پلن کاغذ او تور پنسل راواخیست زمونږ خیال و، چې څه به لیکي، خو د څه وخت پس ئې ځما sketch  جوړ کړی ؤ. بیا ئې مونږ ته راښکاره کړو ویل ئې چې ستا پوزه یوناني ده، ځکه مې ستا سکیچ جوړ کړ، دغه نورو ورته په حندا کې وویل چې ولې زمونږ پوزې تر علي خان څه کمې دي. بیا ئې د لایبررۍ نه کتاب  The Pathanراواخیست چې په اولیف کیرو ئې لیکلی ؤ. دغه کتاب کې د سکندراعظم انځور (عکس /تصویر) ئې د یو محسود سپاهي سره پرتله (مقایسه) کړی ؤ،چې دمحسود پوزه او د سکندر پوزه تقریباْ سره ورته ؤ.

په جرمنې کې زښت ډېر یونانیان میشت  دي زه چې روستو جرمنې ته راغلم نو ځما سره ډیرو یونانیانو سړو او ښځو اول خبره په یوناني کې کړی ده، ما به ورته ویل چې زه دیونان نه یم نو بیا به ئې په جرمني کې راسره خبرې کولې. ما ته به سمدستي ځیرک غني خان رایاد شو.

زه شاعر نه یم چې د غني خان په شاعرۍ طبع ازمائې وکړم  زه به تاسو سره دده  هغه خوندورې  خبرې ، کیسې (قیصې)او ټوکې ټکالې ګډې کړم، چې په بیلابیلو وختونو کې ترې ما اوریدلي دي:

۱ ـ  لومړۍ خبره چې زما په یاد ده هغه داده چې ده به ویل چې زه ولې د باچاخان  په ګوند (پارټۍ) کې نه یم؟ . مونږ ترې ځنې پوښتنه وکړه چې ولې؟ ویل به ئې چې دغه خبره باچاخان هم کوي. خندل به ئې باچا خان ته ما ویل چې جناب تاسو ته د شیخانو ضرورت دی، چې تاسوپسې په پټو، سترګو روان وي، او هغه سړی ستاسې بدې شي ، چې د ولې؟ ژغ کوي.  زه د ستاسو شیخ نه جوړیږم  زه به سوال کوم او زه د ولې (سوال) نه نه قلاریږم او باچا خان شیخان غواړي ، هم په دې مو ورانه ده.

۲ ـ  غني خان ډېر خرچي ؤ، که یو لاک اویا لس روپۍ به ئې جیب کې وې نو سبا به خلاصې وې چې باچاخان به ورته پقار شو نو غني خان به ورته ویلې چې ولې دې راباندي غني نوم ایښی دی، خو قارون به  دې نومولی وی چې په همدې د غني خان او باچا خان ورانه وه.  غني خان تر اخره پورې د باچا خان  نه د جیب خرچه داسې اخستله لکه د ښوونځي (سکول) هلک. چې کله به باچا خان غوړ جیب خرچه ورکړېوه نو بیا به ئې غني خان په صفتونو نه مړیدو او چې کله به ئې شړلی ؤ نو بیا به ئې هغه بدې ردې پسې ویشتلې چې د لیکلو نه دي.

۳ – یوه ورځې اسفندیار ولي خان راته خبره کوله چې مونږ هلکان ؤ او د غني موټر زوړ شوي ؤ اوس ئې چل جوړ کړی و، چې د باچاخان نه پیسې واخلي ، باچاخان اول سر کې شړلی ؤ او ورته ویلې ئې و، چې ما تاته، ولي ته او علي ته ځمکه درکړیده. هغه دواړه د ځمکې په حاصل موټرې ساتي او او اولادونه ساتي ته بیا هم پېسې غواړي. اسفندیار ویل، چې غني مونږ ته ویل چې خاندۍ مه ماله ئې چل راځي. په اخر کې ورته باچاخان پنځه جریبه پټی نور هم ورکړی ؤ، غنې خان هغه ځمکه خرڅه کړه او ښه نوی موټر ئې پرې واخستو. غني خان باچا خان ته ډېر منت وکړو چې ما سره په دې نوي موټر کې سپور شه چې بختور شي. اول ئې انکار وکړو، خو غني خان ته ئې چلونه ورتلل. مخکې باچا خان او وروسته مونږ هلکان او جینکۍ وروختو . اتمانزو کې ئې چکر ورکړو، چې واپس کورته راغلو باچاخان طبیعت برابر ؤ، چې راکوز شو موټر ئې وکوت ویل ئې چې هلکه ښایسته موټر دې اخستی دی. اسفندیار ویل : چې غني خان خندل او ویل ئې چې بچو د باچاخان چل ماله راځي.

۴ ـ د ګاندهي خبره

د ګاندهي جي د غني خان سره جوړه وه او غني خان پرې ډیر ګران ؤ، کیدای شې چې دا وجه وي چې د ګاندهي جي مشر ځوی د پلار نه باغي شوي ؤ او په نورو سر ؤ، ده به ویل چې په ټول هندوستان کې دوه کسان زه نه شم قانع کولی چې یوئې خپل مشر زوي یادواوه او بل جناح.

غني خان په امریکا کې و، زما په خیال چې دده او د باچا خان د پیسو په سر ورانی راغلی ؤ، ددې نه ګاندهي جي خبر شوی و او غني خان ته ئې ویلې و، چې هندوستان ته راشه ځما سره به اوسې ، غني خان وئیل چې د ګاندهي دغه اصول وچې څوک به دده په مرکز کې اوسیدل نو لومړۍ دوه شپې به ئې میلمستیا ورکوله په دریمه ورځ به ئې وار ؤ چې تشنابونه (ټټۍ) به ئې پاکولې، زه ددې اصولو نه خبر نه وم.  غني خان ویل چې ګاندهي چې کوم ښار کې دېره وه، نو هغه به د ښار د چټلې نه چټله برخه وه، ده به اعلان وکړو چې د بیلګې (مثال) په ډول بل کیمپ به په مدراس کې وي. د مدراس  مقامي خلکو به د ګاندهي جي له ویرې دغه چټله  (ګنده / پلیته) برخه پاکه کړه همدغه غیرمستقیم Indirect  د ګاندهي پالیسي وه.

غني خان وئیل چې د چا به ګاندهي جي سره څه خبره وه نو هغوۍ به خبره ژر خلاصه کړه، بیا به ئې پښې سپکې کړیوي، هغوۍ ته پته وه چې ټټۍ هم پکې شته ، چې دغه د ګاندهي سیاست ؤ چې د شیخانو، پیرانو او مفت خورو لښکر جوړ نه شي، خو چې چا به د ټټۍ صفائې ته ملا وتړله نو نور به ئې ګاندهي جي په علاج نه پوهیده، هرڅوک چې به راتلو نو منشي به ئې نوم لیکلو. غني خان وئیل چې ماته منشي په یوه خېمه (تنبو) کې ځای جوړ کړو، زه پکې بې غمه وغزیدم . منشي به کتل چې په میلمه څو ورځې تېرې شوي دي . غني خان وئېل چې یوه ورځ مې کڼ پڼ واوریدل ، جمه دار راته وئیل چې پاڅه ستا نمبر دی. ما ترې تپوس وکړو چې د څه شې نمبر ؟ د ډکو متیازو (بولو)شي ته اشاره وکړه چې ټټۍ به پاکوې. غنې خان وئېل چې شي ته مې لته ورکړه، جمه دار د وېرې وتښتیداو د کېمپ مشر او ګاندهي جي ته ئې رپورټ کړی و، خو ګاندهي جې ورته وېلې ؤ چې دغه ځوان ځما خاص میلمه دی دې سره به غرض نه کوۍ چې دغه ځما غټ بغاوت و.

وئېل ئې چې کله به زه د ښار نه کېمپ ته راتللم نو بیا به ټول راته نمستې نمستې (سلامونه) کول.

۵ – انګلستان کې د زده کونکو (طالب العلمانو) احساس کمتري Inferiority complex

غني خان وئېل چې په ۱۹۳۰ خواوشاکې زه  لندن کې وم ، نو هندي طالبعلمانو کې بې حده احساس کمتري وه. ما ته ملګرو ویل چې ته خو تیار پېرنګي ښکارې، اسلم خټک ویل چې زه پیرنګیانو ته د هندوستاني پر ځای د هسپانې (سپین) ښکارم ، او ځنې هندوستاني پښتنو نوابانو اولادونو به ویل چې د هندوستانیانو شک راباندې نه کیږي. غنې خان ویل چې مونږ دغه د دروغو ماڼۍ جوړه کړیوه. ښه سوټيټ بوټیټ د بس چت ته وختو چې څه وخت د ټکتونو پیرنګی راغی نو ټولو ته ئې ویل چې ون  ون پېنس ، دغه حرامي چې مونږ ته راغی نو په مونږ باندې ئې ژغ وکړو چې ون ون انه ، ما دغه خپلو ملګرو ته وویل چې پیرنګي وپيژندو نو ټول خجالت (کچه) شول.

۶ – د نیکه د کولنګي چرګ خبره

غني خان ویل چې زما مور په ځوانۍ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې وی، پلار مې د پیرنګي سره په جنګ ؤ، په جیلونو کې به پروت ؤ، زمونږ پالنه نیا او نیکه کوله. وئېل ئې چې پخوا وختونو کې ځانله ځانله کوټې رواج نه وې، په اتمانزو کې زمونږ یوه لویه کوټه وه، په ژمې کې به ټول پکې پراته ؤ، زما نېکه یو کولنګي چرګ ساتلی ؤ، چې ډېر تیره اذان (بانګ) به ئې کاوه، ځما د کټ مخامخ دیوال ته دده تاک و، نیکه به تهجد کول چرګ به بانګ وهلو، نیکه به مې تهجدو ته پاڅیدو چرګ به ټول ویښ کړلو ، زه دغه وخت کې هلک وم او ډیر ځنې په عذاب وم، خو په چل ئې نه پوهیدم، په اتمانزوکې ځما یو اشنا و په عمر کې مشر و، خو شیطان خویه و، ده راته وویل چې چرګ ماښام په چل ونیسه کونه ورته په غوړو غوړه کړه، بیا ئې ګوره ما هم دغسې وکړل ، غنې خان وئېل چې ما ټوله شپه په انتظار تیره کړه چې نسخه کار کوي او که نه ؟ خوچې د چربانګ وخت راغی نو چرګ به وزرې وډبولې خو اذان ئې نه شو کولی او زه په پټه په خندا مړ وم . سهار مې نېکه راپاڅیدو تهجد ئې پاتې ؤ، نېکه مې حق حیران ؤ چې په چرګ مې څه چل شوی دی. ځما نه هغه خپل ملګرې تپوس وکړو چې غنې خانه ځما نسخې کار وکړو، ماورته خندل چې سل په سلو کې . ما ورته وئېل چې ددې تعلق څه دی ؟ یار مې ویل چې چرګ کله بانګ وهي نو کونه ټینګه کړي، نو بیا بانګ وهلی شي او چې کونه ئې غوړه وي نو بیا باد ټینګولی نه شي او باد ترې وزي او بانګ نه شي وهلی.

غنې خان ویل چې زه ډېر زیات خوشاله وم . نیا ښکل کړم راته ویل ئې چې لمسیه ولې خاندې زه خو دې نیا یم ماته حال ووایه، نیا چې مې دا قیصه واوریده نو د خندا نه رغړیده ، په دې منځ کې مې نېکه راغی نیا ته مې پقار شو چې ځوې دې په جیل کې دی او ته خاندې. نېکه مې هم خبر شو خو نور څه ئې نه راته  ویل خو ګوته به ئې راته خوځوله چې ځما د ملا  یانې چرګ نه قلارشه.

۷ ـ جنت، عبادت، حورې ، غلمان ، نېکه او پښتو:

غني خان وئېل چې یوه ورځې مې نېکه لمونځ خلاص کړ، تسپې ئې اړولې رااړولې ، نو دغه تپوس مې ترې شعوري او په شیطانت وکړو ، نیکه سره مې ټنډي (امسا) ؤ،زه په داسې حد ورته کښیناستم چې د ټنډې د وار نه لرې وم.  د نېکه نه مې تپوس وکړو چې بابا دا لمونځ تهجد او وظیفې د څه لپاره کوې ، د نېکه مې دا خیال ؤ چې زه نه پوهیږم. نیکه مې پیل شو چې څوک په دې دونیا عبادت کوي، ښه کارونه کوي، چې مړ شي خدای ورته جنت ورکوي. ما ځنې تپوس وکړو چې جنت کې څه دي؟ وئېل ئې چې هلته ټول عمر ژوند، حورې او غلمان وي، د ګبینو او شیدو رودونه وي. ما ورته وئېل چې نیا مې هم عبادت کوي او ښه کارونه کوي جنت کې به ښایسته ښایسته او غټ غټ غلمان ورکړي. غني خان ویل چې ماته پته  وه چې نېکه مې دې پقارېږي د ټنډې ګوزار ئې راباندې وکړو، په منډه له کوره ووتم، غنې خان وئېل چې ځان ته ئې هر څه خواهش ؤ، خو پښتون ؤ ځما نیا ته ئې په جنت کې هم غلمان خواهش نه ؤ. 

غني خان وئېل چې یوه هفته ورک وم کورته  نه راتللم د تروریانو او نورور خپلو خپلوانو کره به ومه، یوه هفته پس مې د نېکه سره روغه وشوه اوبیا کورته راغلم.

۸ -  یو ماښام راته چا ووېل چې غني خان د پېښور په يونیوسټۍ ټاون کې دی. چې دغه زمونږ په ملګرو کې د یو ملګرې کور (بنګله) ؤ، مونږ ژر ژر ډلې ډلې ټاون ته لاړو . غني خان چې مونږ ولیدلو نو راته په خندا ئې وویل چې دلته هم درنه خلاص نه شوم ، ډېر ښه موډ کې ؤ، ډېرې ښې او خوندورې کیسې او ټوکې ئې کولې ، په دې مجلس کې خېبر اپریدی صیب هم ناست ؤ، خېبر صیب شاعر ؤ او په ښوونځي (سکول) کې استاد ؤ، زمونږ نه به اته یا نهه کاله  مشر ؤ،ډېر معقول به ژغیدو خبرو خبرو کې ئې غني خان ته وویل چې زه به درته نوی غزل او که نظم ؤ پیش کړم، غني خان ورته ویل چې ارشاد، خېبر صیب ورته خپل غزل ډېر په خوند خوند واورولو مونږ ورته واه واه کول، د غني خان خپل موډ ؤ ، نظم یا غزل چې خلاص شو مونږ لاسونه وپړقول، خېبر د غني خان نه تپوس وکړو چې خوند ئې وکړو، غني خان ورته ووېئل چې هیڅ خوند ئې ونه کړ، خېبر صیب په دې ځواب سره وارخطا او خجالت (کچه) غوندې شو مونږ په زور خنداګانې  په زړنوکې اېسارې کړې. لږ وخت نه پس خېبر صیب ځنې تپوس وکړو چې د باچا خان متعلق دې څه خیال دی؟ غني خان ورته وویل چې ډېر خراب او بد سړی دی. خېبر صیب ورته وویل چې ولې؟ غني خان ځواب ورکړو ، چې څوک دې هره شپه په مور خېژي هغه ښه سړی وي، اول خو مونږ هم وارخطا شو، خو ژر ټول په ټوله پوه شول چې پلار دغه کار نه کوي، څوک به ئې کوي. غني خان ، خېبر صیب او مونږ ټولو وخندل، خېبر صیب بیا ځای ته راغی ..دغه غني خان ؤ.........................  نور بیا

Writer: Adov. Ali Khan Mahsood 

(President Pashtoon Social Democratic Party (PSDP

- بېرته شاته