(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.10.14په کابل پوهنتون کې علمي فساد او

په کابل پوهنتون کې علمي فساد او ژبنی تبعیض
26.10.2014: لومړئ برخه
د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې مو پښتو کتابونه ندي پکار
لیکوال : افغان
کابل پوهنتون د تعصب د ګړنګ په  غاړه ولاړ او دا حالت د پښتنو په وړاندې د کابل پوهنتون د اداري مرستیال او د مرکزي کتابتون  د امر له لوري تر دې اندازې مخکې تللی، چې  په خوله یې ویل اسانه ولې زغم یې ډېر ستونزمن دی. نوموړي د پښتو او پښتنو پرضد زیات کار کوي، چې څنګه وکولای شي خپلې شومې موخې ته ورسیږي او خپل دې کارته ته ادامه ورکوي.
دا کمپاین له پخوا څخه په لاره اچول شوی وو خو په وروستیو دوه درې کالو کې، چې د پوهنتون اداري او مالي مرستیال محمد هادي هدایتي په دنده ګمارل شوی، نوی رنګ او چټکتیا واخیسته. یواځې اداري مرستیال نه بلکې د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون امر حبیب الله جهانیار لمر، چې پدې وروستیو څو میاشتو کې د کتابخانې د امر په توګه یې دنده پیل کړې یو د هغو کسانو څخه دی، چې د پوهنتون د اداري او مالي مرستیال جاسوس او خواخوږی دی. د پوهنتون اداري مرستیال د نوموړي په ګمارنه کې زیاته مرسته کړې او لا یې ملاتړ کوي.
د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون امر حبیب الله جهانیار لمر د خپل امریت په لومړیو کې خپل شوم هدف، چې د کابل پوهنتون د اداري مرستیال سره په همغږي جوړ کړی د رسېدو لپاره له مختلفو لارو څخه کار واخیست او تر ډېره په خپل کار کې بریالي شوي او هغو شومو موخو ته رسیدلي.
نوموړي د تعصب، نشنلیزم او پښتون شخصیت وژنې پراخ کمپاین کوي او تل هڅه کوي، چې په کابل پوهنتون کېد پښتنو د پرمختګ مخه ډب کړي. تر اوسه کوم کارونه  دوی ( محمد هادي هدایتي د کابل پوهنتون اداري او مالي مرستیال او حبیب الله لمر جهانیار د مرکزي کتابتون امر او د اداري مرستیال هدایتي جاسوس) په ورستیو څو کلنو کې کړي د اندېشنې وړ دي.
د کتابخانې امر په نیغه توګه بغیر د کومې وېرې د پښتو او پښتنو د له منځه وړلو لپاره په ډېره چټکی سره خپل فعالیت کوي او د کتابخانې د امر په توګه د نومړي په دنده ګمارنې څخه تقریبآ څو میاشتې تېريږي؛  پدې دوره کې نوموړی په خپل کار کې بریالی شوی او په مرکزي کتابتون کې یې د پښتو کتابونو د کتلاک برخه له منځه یوړه  او اوس پښتو کتابونه نه کتلاک کیږي او بهانه کوي، چې د کابل په پوهنتون کې پښتانه نشته او پښتو کتابونو کتلاک ته هم اړتیا نشته.
د مرکزي کتابتون امر حبیب الله جهانیار لمر خپلو نږدې ملګرو ته ویلي دي ما له پخوا څخه دا پروګرام درلود، چې څنګه وکولای شم د پښتو کتابونو د کتلاک کولو او کار اخیستنې مخه ډب کړم ولې په ډېره اسانۍ سره خپلې موخې ته ورسېدم او دا کار مې د پوهنتون د اداري مرستیال په مرسته په ډېره اسانی سره وکړ.
نوموړي د خبرو په یوه برخه کې ویلي:
( د کابل پوهنتون او په ځانګړي توګه د مرکزي کتابتون په پنځوس کلن تاریخ کې پښتو کتابونه  نه وو کتلاک شوي او پدې دوه تېرو کلنو کې د پښتو کتابونو کتلاک او استفاده کول شروع شوي باید زه دا کار یو ځل بیا ودروم او اوس زه پدې کار کې بریالی شوی یم. پدې کار کې له ماسره   د پوهنتون اداري او مالي مرستیال نیغه مرسته کړې او کوي یې او د نومړي په مرسته زه د کتابتون امر وټاکل شوم او دا پروګرام  مو له پخوا څخه درلود. هغه څوک مې د کتابخانې څخه لرې کړ، چې پښتو کتابونه یې په پښتو ژبه کتلاک کول او اوس مې داسې کس د هغه په ځای راوستی، نه په پښتو پوهیږې او نه د کتاب او کتابتون په اصولو.)
په کابل پوهنتون په ځانګړي توګه په مرکزي کتابتون کې د پښتو او پښتنو د شخصیت وژنې یو منظم پرګرام په لاره اچول شوی او تل هڅه کوي هغه پښتانه له مخې لرې کړي، چې ریښتینې پښتانه وي.
دا حالت څو کاله وړاندې هم رامنځته شوی وو او په هغه وخت کې پښتو کتابونه او مونوګرافونه به د ژمي په موسم کې په بخاریو کې سوزېدل، چې مونږه یې اوس په کتلاک کې کارت لرو ولې کتاب او مونوګراف وجود نلري او اوس یو ځل بیا دا حالت رامخې ته شوی، چې تر کومه به روان وي!
د کابل پوهنتون اداري او مالي مرستیال محمد هادي هدایتي پښتنو کارکوونکو ته، چې په ريښتیني ډول ملي او پښتني احساس لري په بورسیو کې د تلو مخه ډبوي داسې ډېرې پېښې شته دي، چې د نوموړي له لورې شوي او له بل لوري د کتابخانې امر حبیب الله جهانیار لمر سره لاس په لاس او نېغه مشوره د پښتو کتابونو د له منځه وړلو منظمه برنامه په لاره اچولې او هڅه کوي تر څو پښتو کتابونه له منځه یوسي او هغه کارکوونکي، چې با احساسه پښتانه دي په یو ډول نه یو ډول د پوهنتون د علمي ادارو، چې د ملا د تير حیثیت په څېر دي لرې کوي او په ځای یې غیر پښتانه راولي. د یو پښتون لرې کول او په ځای یې د بلې ژبې ویوونکي ټاکل په اصل کې د پښتو ژبې د له منځه وړلو باعث کیږي، چې مونږ یې عملآ د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې وینو او یو پښتون لرې کیږي او په ځای تاجک یا هزاره راوستل کیږي، بلکې د تاجک  او هزاره تر څنګ پښتون هم حق لري، چې په خپله ژبه لیکل شوي کتابونه په خپله د کتاب په ژبه کتلاک او د محصلینو په خدمت کې د ګټې اخیسنې لپاره وړاندې کړي.
له یو لوري د غیر پښتنو له لوري د پښتو او پښتنو په وړاندې تبعیضي چلند او له بل لوري خپله پښتنو استادانو له لوري د پښتو او پښتنو سره ناسم چلند د دې باعث کیږي، چې پښتانه د صحنې څخه ووځي اوپښتو ژبه په نوم د ملي ژبې په نوم افغانستان کې یادیږي ولې نه اداره کې شته او نه تدریس پرې کيږي.
که پښتانه استادان په کابل پوهنتون کې خپلې څېړنې، علمي مقالې او علمي اثار او ژباړې په پښتو  وکړي له یو لوري به یې خپلې ژبې ته ارزښت قایل شوی وي او له بل لوري به د نورو ژبو ویونکي د پښتو ژبې زده کړې ته لېواله شوي وای او د پښتو ژبې د زده کړې تر څنګ به یې ورته  د قدر په سترګه کتل. په خواشینی سره پښتنو استادانو له لومړي سره تر اوسه خپلې ژبې ته نه خدمت کړی او نه یې د خدمت کولو تکل لري.

پښتانه استادان تل خپل چيپتر او څېړنیزې مقالې او کتابونه په دري ژبه لیکي، چې په اصل کې خپله ژبه د ناموس حیثیت لري او زیات شمېر پښتانه استادان له خپلې ژبې سره خیانت کوي او له ژبې سره خیانت له ناموس سره خیانت کول دي او له ناموس سره خیانت کول بیا په څه مانا دي.

مونږ د پښتنو استادانو څخه غوښتنه کوو، چې خپلې ژبې او خلکو ته په ریښتینې او بااحساسه توګه  خدمت وکړي او خپلې څېړنې، علمي مقالې او کتابونه او یا ژباړې په پښتو ژبه وکړي. د دوی دا کار به له یو لوري د پښتو او پښتنو هغه لرونکی حق، چې په نوموړي یا نوموړو لري ادا کړي او له بل لوري به یې خپل مسوولیت ادا کړی وي.

ای پښتنو استادانو او څېړونکو خپلې لیکنې، څېړنې او ژباړې مو په پښتو وکړئ تر څو مو پښتو ژبه ملي شي او د ژباړې او دوهمې ژبې څخه راووځي.


دوهمه برخه

کابل پوهنتون کې علمي غلا او مالي فساد د ډنډورې تر کچې
لیکوال: افغان
کابل پوهنتون
[Received: October 25, 2014]
یادونه : تاسی ټولو څخه په درناوی یادونه کوم چی دا لیکنه په ټولو ویب پاڼو، ورځ پاڼو، او فسبوک پاڼو ..... او داسی نورو کی خپره کړی!!!  
له ښی خوا څخه لومړی د کابل پوهنتون رییس حبیب الله حبیب او اداری مرستیال محمد هادی هدایتی
دریم مرکزی کتابتون امر حبیب الله جهانیار لمر او د توزیع شعبې  مدیر احمد ولي د عکس په اخستلو باندی کامیابله نه شوو
 کابل پوهنتون د وحشت او ویرونې په لور روان دی او هر څه  د یوشمېر کسانو په لاس کې دي، چې له تېرو څو کلنو راهیسې یې پوهنتون په انحصار کې راوستی او هره ورځ هر څه د خپلو مالي او شخصي ګټو څخه قربانوي اومونږعملآ د کابل پوهنتون کې لدې سره مخ یو او هره ورځ یې وینو.
کابل پوهنتون کې څو ډوله معاش او ډول – ډول چلند هغه څه دي، چې پوهنتون ورځ تر بلې د بحران په لوري بیایي او محصلین هم ورځ تر بلې د زده کړې پر ځای د همدې ناولو څېرو څخه د هیوادنۍ او هیوادوالو سره د ښه سلوک پرځای ژبني، قومي  او مذهبي تعصب او د قومونو تر منځ کرکه او نفرت  زده کوي. دا لړۍ ورځ تر بلې په چټکی پر مخ روانه ده، او له کومی ورځی چی حبیب الله حبیب او مرستیال یی محمد هادی هدایتی کابل پوهنتون ریاست محاصر کړی له همغه ورځی دی د پښتو ــ فارسی ــ هزاره، اوزبیک او بلاخصوص  سعنی شعیه جنګونه زیات شوی چی تاسی یی د دی دوکلونه ښه شاهدان او قضاوت پری کولای شی، پخوا هم چی حبیب الله حبیب د بلخ پوهنتون رییس وو تمامه ورځ به یی همدغو خبرو ته لمن وهله چی بیا یو ځل برطرفه او بیا دی یو مودی نه وروسته د کابل پوهنتون رییس شو او هغه پخوانی ناروغی لا ورسره شته او نور هم پړسیدلی. چې خبرې زیاتې نشي غواړم خپلې اصلي خبرې ته راشم او د کابل پوهنتون کې علمي غلا او مالي فساد، چې تر اندازې پورته دی او نږدې د یو قانون په توګه د یو شمېر کسانو له لوري په پوهنتون کې د خپلو ګټو لپاره ورڅخه ګټه پورته کیږي، یو څه ووایم:
1- په معاش کې د مور او میرې چلند هغه څه دي، چې د یو شمېر کسانو تر منځ یې بې اتفاقي  او ناانډولي رامنځته کړې؛ د کابل پوهنتون د یو ریاست تر څنګ درې معاونیته لري او یواځې د رییس حبیب الله حبیب او اداري مرستیال محمد هادي هدایتي سوپرسکېل معاش، چې 100000 افغانۍ کیږي، اخلي او دوه نور علمي مرستیاله ریحانه پوپلزی او د محصلانو مرستیال ګهري بیا خپل عادي معاش اخلي، چې دا په خپل ځای کې يو ډول ناانډولي ده، چې په یو پوهنتون او یو دهلېز کې دوه ډوله معاشونه اخیستل کیږي.
2- د کابل پوهنتون د یو اتیایمې کلییزې په ویاړ د کابل پوهنتون مرکزي ایدیتوریم د اهن پوش او رنګ  اټکلییز لګښت، چې د کابل پوهنتون د ساختماني آمریت  له لوري شوی وو تقریپا د 2100000 افغانیو په شاوخوا کې شوی وو. اداري مرستیال محمد هادي هدایتي د پوهنتون رییس حبیب الله سره په مشوره د ساختماني چارو د امریت اټکلییز لګښت نه مني او تاکید کوي، چې مونږ باید دا قرارداد یو بل بیروني شرکت ته ورکړو. همداسې وشول او یو بل بهرنۍ شرکت راولي او دا قرارداد د کابل پوهنتون د ساختماني امریت د اټکلییز لګښت دوه برابره په 4600000 افغانیو په بدل کې ورکوي، د دواړو تر منځ توپیر 2400000 لکه افغانۍ دی، د پوهنتون د رییس او اداري مرستیال په ګډون یو شمېر کسان دا پیسې په خپل منځ کې ویشي او خپل عیش و نوش پرې کوي.
3- د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون آمر حبیب الله لمر جهانیار بیا د مالي فساد او غیر قانوني څخه څو قدمه وړاندې ځي او علمي غلا کوي. نوموړی په یو وخت کې د مرکزي کتابتون آمریت معاش، اضافه کاري او د نړۍ وال بانک څخه معاش اخلي، چې دا د کار د قانون په رڼا کې یو کس په یو وخت کې نشي کولای په دوه ځایه دولتي او غیر دولتي اداره کې کار وکړي. همدارنګه نوموړی د نویو فارغ شویو محصلینو، چې د کابل پوهنتون او یا په کابل کې د نورو خصوصي پوهنتونونو څخه فارغیږي مونوګرافونه خرڅوي، چې دا کار په اصل کې یو جرم دی او څوک، چې دا کار کوي هغه کس مجرم دی او همدارنګه د هغو محصلینو په خلاف یو لوی خیانت دی، چې خپل مونوګراف په خپله لیکي او د کتابتون امر بیا د هغوی زحمت او تکلیف په غیر قانوني ډول د څو زرو افغانیو په بدل کې خرڅوي.
د مرکزي کتابتون د امر له لوري د هرې ژبې مونوګراف لپاره قیمتونه تعین شوي او په لاندې ډول دي:
• د دري مونګراف قیمت 5000 افغانۍ.
• د پښتو مونوګراف قیمت 7000 افغانۍ
• د انګلیسي مونوګراف قیمت بیا 10000 افغانیو په شاوخوا کې دی.
د مرکزي کتابتون د امر حبیب الله جهانیار لمر دا غیر قانوني کړنې یو زورېدونکي حالت ته رسېدلي او کله – کله د استادانو د ماستري تیزسونه هم د خصوصي پوهنتونو په فارغینو خرڅوي، چې د د تېزس قیمت بیا پورته دی او تقریبآ د ۴۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې پلوري. د نوموړي پدې کارونو د کابل پوهنتون رییس حبیب الله حبیب، اداري مرستیال محمد هادي هدایتي ( چې د کتابتون د امر له اصلي ملاتړ کوونکو دی) علمي مرستیاله ریحانه پوپلزی او د محصلینو مرستیال ګهري او یو زیات شمېر کارکوونکي پرې خبر دي؛ ولې داسې څوک نشته، چې د نوموړي د غیر قانوني کړنو مخه ونیسي او د ده د غلا او لوړ فساد مخه ډب کړي.
4- د مرکزي کتابتون د توزیع شعبه یو د کتابتون د هغو شعبو څخه ده ،چې د محصلینو د جریمې څخه د کال په لس ګونه زره افغانۍ تر لاسه کوي. دا شعبه د پوهنتون د شاوخوا 25000 زره محصلینو سره نېغې اړیکې لري او د کابل پوهنتون ټول محصلین د مرکزي کتابتون د غړیتوب کار لري تر څو وکولای شي د دې کارت په بدل کې د کتابتون له شته موادو څخه ګټه پورته کړي، کورته یې ویسي او یا یې په کتابتون کې ګټه ترې پورته کړي.
د توزیع شعبه سره له دا دومره کاره همدومره عاید هم لري او د کال تر پایه لسګونه زره افغانۍ له همدې محصلینو څخه تر لاسه کوي، چې یو شمېر محصلین د کال په اوږدو کې د غړيتوب کارتونه ورکوي او یا قرض اخیستونکی کتاب ترې ورکيږي او یا تر ټاکلي وخت ورسره زیات وخت پاتې کیږي، چې دا ټول څه د مرکزي کتابتون د عاید سبب کیږي. په خواشینۍ سره باید وویل شي، چې دا ټولې د جریمې پیسې بیا د کتابتون د آمر حبیب الله جهانیار لمر او د توزیع شعبې د مدیر احمد ولي تر منځ ویشل کیږي او دا دجریمې پیسې بغیر لدې د کتابتون د اړتیا وړ توکي پرې واخلي او یا د حکومت د خزانې ته تحویل شي د امر او مدیر شخصي جیبونو ته ځي.
د دې شعبې یوه بله لویه ستونزه  له پښتنو محصلینو سره ناسم او تبعیضي چلند دی، چې له دوی څخه د پښتو کتابونو غوښتنه کوي؛ نوموړي په ډېره بې احترامي د محصل غوښتنه ردوي او ورته وایي، چې مونږ پښتو کتابونه نلرو او که لرو یې نو مونږ په پښتو نه پوهیږو.
     د دوی دا تبعیضي او بې مانا چلند د یو زیات شمېر محصلینو د زورېدنې سبب ګرځي او د پوهنتون له ماحول سره عقده یي او د محصلینو په منځ کې د یو ډول مایوسي سبب کیږي، چې په راتلونکې کې کېدای شي دا حالت په پوهنتون یو ډول ستونزې راولاړې کړي، چې حل به یې اسانه نه وي.
که چېرې د کابل پوهنتون رییس مفسد، اداري مرستیال مفسد، بداخلاقه او د پښتنو لوی مخالف، د کتابتون آمر مفسد، بداخلاقه، غل او خائن، د توزیع شعبې مدیر احمد ولي غل او خائن نه وای کېدای شي مونږ اوس په پوهنتون کې د سمون په لوري تللي وای؛ ولې د دوی دا غیر قانوني کړنې د دې سبب کیږي، چې پوهنتون مو په چټل تون بدل شي ...
په کابل پوهنتون کې دا ستونزې او دېته ورته نورې ستونزې، چې په راتلونکو ليکنو کې به یې یادونه وکړم، ډېرې زوروونکي دي او د کابل پوهنتون کې داسې وحشت روان دی، چې د وخت په تېرېدو سره سړي ته هر څه روښانیږي او داسې فکر ورته پیدا کيږي، ګواګې په کابل پوهنتون کې د ژوبڼ (باغ وحش) قانون دی نه د یو علمي او اکاډمیک مرکز قانون.
یادونه: دا لړئ روانه ده او کېدای شي دا لړۍ تر زیاته دوام وکړي او داسې څه به د کابل پوهنتون په هکله خپاره شي، چې  تر اوسه نا ویلي پاتې او تاسو ګران لوستونکي او دولتي مقامات، چې د کابل پوهنتون د پرمختګ په هکله یې تر اوسه په فکر کې څه نشته -  درته خپاره او ستاسو د لوستو او مقاماتو سره د شریکولو په هیله.  
لیکوال: افغان
کابل پوهنتون  

[ Received: October 25, 2014]

 
 

- بېرته شاته