(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.10.14خدايي خدمتګار عبدالخالق خليق

31.10.2014: عبدالخالق خليق- خدايي خدمتګار پبلشر او د پښتون او پښتو مجنون

 حکيم عبدالخالق خليق د نوښار د خاؤرې په مانکي کلي کښې په ۱۸۹۵ع په يوه خټکه علمي کورنۍ کښې پېدا شو. د پښتو ژبې غښتلې اديب' شاعر او ډرامه نګار و.دخليق صېب ژوند ګڼ اړخيز جهتونه لري.طبابت' صحافت' سياست' طباعت'سوشل ورک' استازي 'د کتابونو او څپلو کاروبار حتيٰ چې د ټيکه دار د منشي دنده يې هم کړې ده. د پښتون د ښېګړې او د پښتو ژبې د ودې سودا يې په سر کښې لکه د مجنون لرله.د ازادۍ د مشال پتنګ و او د پښتون اولس د بېدارۍ' پرمختګ او خپلواکۍد خوځښت يو ناټيکاوه سر تېرې پاتې شوې دې.د خپل ډېر مخيز ژوند قيصه يې په خپله د" زه او زما زمانه"په بڼه ليکلې ده.د باچاخان د " انجمن اصلاح افاغنه" د سيوري د لاندې چې کومه کليزه مشاعره په ۱۹۲۷کښې په اتمانزو کښې شوې وه هلته د هغه نظم د وړومبي انعام حقدار ګرځولې شوې و. مخفي صېب او د کوهاټ احمد ګل دوېم او درېم انعام ګټلې و. د خليق صېب پښتو ژبې د درنښت په اړه يې دا شعرونه د کتو دي
زهر قاتل د غېر د جام آبِ حيات کښې وينم -- جادوګري د غېرو ژبو کرامات کښې وينم 
طبيبه ته که دارو کړې زما د ژبې وکړه -- زه خپل ژوندون د خپلې ژبې په حيات کښې ويم
باچا خان په ۱۹۳۰ع کښې د خليق صېب د ليکلې يوې انقلابي ډرامې " خدايي خدمتګار" نه دومره متاثره شۀ چې خليق صېب ته يې د خپلې " پښتون" رسالې ادارت اوسپاره' چې هغه څو کاله په پښتانه مينه اوپاله. " شهيده سکينه" ېې يوه بله خوښه شوې ډرامه وه .د پښون سياست او باچا خان د ملګرتيا په دې ازغنه لار کښې خليق صېب څو وارې د قېد و بند تکليفونه زغملې دي خو په خپلې وفا لکه د غر مستقيم پاتې شوې دے. خليق صېب د " اداره اشاعت سرحد" په نوم يو پبلشنګ هاوس هم چلولې دې چې د پښتو د ليک لوست ارزغښتناک خدمتونه يې پکښې کړې دي. د خپل ژوند دا نابغه پښتون شخصيت په ۲۶ جنورۍ ۱۹۷۸ع کښې د مرګ په خوب اوده شه او وزير باغ پېښور کښې خاورو ته وسپارلې شه
د خليق صېب د اتمانزو د مشاعرې(۱۹۲۷ع) د انعام يافته نظم څو کړۍ پښتنو سره شريکوم
د سرحد صوبه به هم يو ګلستان شي --- که زلمي چرې په خپل وطن قربان شي
که زلمو د ازادۍ قدر معلوم کړو ---- خپل وطن به ورښکاره لکه زندان شي
په دې ژوند د غلامۍ به شي پښېمانه--- که حقوق ورته معلوم د کل انسان شي
چې د خپل وجود اختيار يې په لاس نه وي ---په تش نوم به څه امير شي څه به خان شي
چې اختيار يې د رفتار په مزکه نه وي-- دغه قام به څه په خپل وجود شادان شي
چې د حق اظهار کولې چرته نه شي --- څۀ پکار که علامه د ټول جهان شي
يتيمان پښتانه واړه سائلان شو ----- نا خبر پښتون لا هغه شان شادان شي
که چا سر په محبت د ملک کښې ورکړه-- دغه موت به يې حياتِ جاودان شي
که نواب او لک پتي وي رنګ يې ورک شه-- چې يې وينې د خوارانو نوشِ جان شي
هيڅ مشکله ازادي نه ده خليقه ---- که پښتون د اتمانزو په لار روان شي 

د عبدالخالق خليق ليکلې ډرامه " خدايي خدمتګاري" :
--------
خليق صېب دخپلې دې ډرامې په حقله وايي چې" دا ډرامه ما د فخر قوم ميا صېب په وېنا په ۱۹۳۰ع کښې ليکلې وه. او دزيارت کاکا صيب په کلي کښي د خدايي خدمتګارو په سټېج ښودلې شوې وه.د ډرامې هيرو زما کشر ورور عبدالمالک و". په خپله يوه رېډياييي مرکه کښې خليق صېب زياتوي چې " په نولس سوه يو ديرشم کښې د آزادۍ جنګ و. د انګرېز خلاف پښتون اولس ډېر په زور او شور کښې راپاسيدلې و.نو ما هم يوه سياسي ډرامه اوليکله.ما د چاپ د پاره دا ډرامه امرتسر ته وليګله خو د پېښور په ريلوې سټېشن پوليس اونيوله او ضبط يې کړه." ددې درامې په اړه خليق صېب خپلې منظومې سوانح عمرۍ " زه او زما زمانه" کښې داسي ليکي : 
ما ليکلې په پښتو يوه ډرامه وه --- خدايي خدمتګار ښه ددې نامه وه
چې مقصود مې يو تحفه وه باچاخان ته-- کړه يو ورځ مې حواله فخر افغان ته
بلې شپې ته دا ډرامه دوي واورېدله -- مقصود جان د بنو دوي ته واوروله
ټولو خوښه دا ډرامه کړله بې شانه --- باچاخان ويل ډېر خوشاله شوم له تانه.
-----
ددې نه وروستو باچا خان خليق صېب د " پښتون" رسالې مدير اوټاکه.

د خدايي خدمتگارﺉ مرامنامه
بسم الله الرحمن الرحيم
ولتکن منکم امهّ يدعون الی الخير ويامرون بالمعروف وينهون عن المنکر و اولّک هم المفلحون ـ قرآن مجيد . ترجمه : او تاسې څخه دې همېشه يوه ډله وي چې خلق د خير خواته غواړي او په نېکو کارونو حکم کوي او خلق د بدو کارونو څخه منع کوي . همدوی دي خپله مطلب ته رسېدونکي .
خدايي خدمتگاري د هغه تحريک (خوځښت) نوم دی چې په خلکو کې د خدای د مخلوق د خدمت جذبه راپیدا کوي . او څرنگه چې خدای پاک ته د خدمت ضرورت نشته نو د هغه د مخلوق خدمت د خدای خدمت گڼي . او د هغه ډلې نوم دی چې بې بدله د خدای د مخلوق خدمت کوي . دا يو سوشل (مجلسي،ټولنيز)اصلاحي او اخلاقي تحريک دی . ددې باني او محرک خان عبدالغفار خان دی . د دې تحریک ابتدا په سنه ۱۹۲۹م زېږديز کې د هشنغر په اتمانزو کلي کې شوې وه .
اول ـ هر خدايي خدمتگار به د خپلې ژبې او لاس نه د خدای مخلوق ته ضرر نه رسوي او کوم کار چه د ځان دپاره نه خوښوي هغه به د بل دپاره هم نه خوښوي .
دوهم ـ هر خدايي خدمتگار به د چا غيبت او سپکه نه کوي او درواغ به نه وايي .
درېيم ـ هر خدايي خدمتگار به صابر وي او د زور ظلم او زياتی مقابله په ښو خويونو کوي او په مينه محبت به تيري کوونکي د بدکار نه اړوي .
ځلورم ـ هر خدايي خدمتگار به د ظالم ملگرتيا نه کوي او د مظلوم مرسته به کوي .
پينځم ـ هر خدايي خدمتگار به پرې جنبي تربگنﺉ او دښمنﺉ نه کوي .
شپږم ـ هر خدايي خدمتگار به غلط رسمونه او رواجونه ، چه قام او وطن ته ترې تاوان رسي ، پرېږدي او د بدو رسمونو د ورک کولو دپاره به مجاهده ، مجادله او تبليغ کوي .
اووم ـ هر خدايي خدمتگار به ساده ژوند اختياروي .
اتم ـ هر خدايي خدمتگار به خپل حلال کسب و کار کوي د تيارخورﺉ او بېکارﺉ ژوند به نه خوښوي .
نهم ـ هر خدايي خدمتگار به په قام او وطن مين وي او په ايماندارﺉ به يې خدمت کوي . قام او وطن به په پیسو او منصب نه خرڅوي . د قام وطن دپاره به د هېڅ قسم قربانﺉ نه درېغ نه کوي .
لسم ـ هر خدايي خدمتگار به د خپلې ډلې اکثريت منلې فيصله او پرېکړه مني او په هغې به عمل کوي .
د خدايي خدمتگارو وعده (ژمنه)
زه خداې حاضر ناظر گڼم او ورسره وعده کوم چه زه به د خپلې ډلې سره وفا داريم او د پاس لسو موادو پيروي به کوم . ان الله لايغير ما بقوم حتی يغيرو اما بانفسهم . ترجمه: خدای پاک هغه قام ته تغير نه ورکوي چه قام پخپله ځان له ترڅو تغير ورنه کړي .

- بېرته شاته