(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

5.11.14سوله او امنيت د ټولي سيمي ...

سوله او امنيت د ټولي سيمي او ولسونو غوښتنه  
 (PEACE IS THE  NEED OF MASSES OF THE AREA)                                                                                             05.11.2014: ليكونكى: عبدالجباركاكړ
د هند پاكستان بنګله ديش افغانستان او ددې سيمي اوخطي ولسونو چې نن د خواري غريبې او ناخوالو په منځ كښې څنګه راګيردي كيدي شوي چې ددې پخوا  دوي داسې ناخوالو او بدبختيو سره نه وو مخامخ شوي ددې ټولو ناخوالو علت په څه كيدي په كاردي چي رڼ انده د قلم خاوندان او دانشوران په دي باندي نه يواځي غور وكړي بلكې خپل ولسونه د رسېنو او د ميډيا د لاري خبر كړي او په دي ولس وپوهه وي چې ددې ټولو بدبختيو مسئول او ذمه واره د دهغه ملكو حكمرانان د يا خو هغه باندني زورځواكي دي چې د ملكو ترمنځ يې داسې هميشي دائمي (PARMANANT ) جګړي اچولي دي چې د څو څو لسيځو څخه را رواني دي لكه د هند او پاكستان تر منځ د كشمير لانجه هم هغه زبرځواكو اچوله ده چې هر وخت د هغه دواړه ملكونه په حالت جنګ كښې سره ګوري ددې سره سره چې دا دواړه ملكونه زروي وسلي هم لري او دواړه يو بل ته تهړي هم سره وركوي خو دا سوچ هم دهغه حكمرانان نه كوي كه دوي په جګړه كښې سره ښكيل شې په يوه بل زروي وسله ګار كړي نو  څومره زيان به يو بل ته سره ورسوي او كه دوي يو د بل ښارونه په نخښه كړي نو څوك به ژوندي پاته شې او دوي به بيا په چا باندي حكمراني كوي د جاپان دناګاساكي او ابروشيما حالت باندي ول خبر دي د باندنيو حكمرانانو څخه علازه د دهغه خوارو ملكو حكمرانانو هم د حكمراني نشئه په سر كښې دي او دوي غواړي چې په زور د نورو ملكو په چارو كښې لاس وهنه وكړي و ملكو كورني امنيت خراب او و جګړو ته پكي وو هي چې ددې څخه د جګړي اورهميش تودوساتي چې دهغه ژوندي بيلګه افغانستان دي كه څه هم په دهغه ناورين كښې د نړۍ د زورځواكو لويه په برخه ده خو د ځائي حكمرانانو كړه وړه او كارونه هم د جګړو په جوړولو كښې نه شې مبراكيدي ددې دپاره چې دا ليك ډېر اوږنه شې او موږ د خپلې خبري خبري څخه و بلې خواته ولاړنه شو په لنډ تورو كښې به داخبره داسې وكړو چې نن پوځي زورطاقت ميزائيل زروي وسله او لوئي توپي ددې باور نه وركوي چې يو ملك دهغه ويجاړونكي وسلي ولري نو هغه زبرځواك دي ځكه وسله او بمونه او ميزائيل تباهي وراني او د ولسونو د وژني په چپه بل كرامات نه لري او دا په جاپان كښې په ثبوت ورسيده بلكې د يوه ملك زور نن په اقتصاد كښې نخښني دي چې ژوندي بيلګه يې ولسي چين دي نن چين د نړۍ تر ټولو لوئي يا دويم لوئي طاقت او زور ورځواك دي چين دهغه ځائي ته يواځي د ښه اقتصادي پرمختيا د كبله را رسيدلي دي د جګړي او د وسلي په زور نه دي را رسيدلي هو د خپلې ځغورتيا او سلامتي دپاره يې وسله هم جوړه كړي ده ځكه د نړۍ حالات ( SCINARIO) نورو زبرځواكو ملكو داسې ورته جوته كړي ده خو هم دهغه پخواني چين وو چې د نړۍ تر ټولو زياته وګړي (POPULATION)هم په دهغه ملك كښې اوسيدل پوځي زور او طاقت يې هم لاري خو چايې باك هم نه كاوي خو كله چې اقتصاد ته موخه او مخه كړه نو نن چين د نړۍ يو لوئي اقتصادي ځواك شو او د امريكا په ګډون ټول ملكو و چين ته مخ واړاوي او چين ته ګوري امريكا هم يواځي په پوځي زورباندي نړۍ والو نه وپيژندلي بلكې يو زور ور اقتصاد يې لرلې او اوس هم لري خو امريكا د اقتصادي مرستو د څنګه په نړۍ والو نه وپيژندلي بلكې يو زور ور اقتصاد يې لرلي او اوس هم لري خو امريكا د اقتصادي مرستو د څنګه په نړۍ كښې د زور د څنګه نوري چاري او حربي هم په كار راوړلي خو د چين وارو د دوي دهغه تګ لاره سمه او بريالي ونه بريښيده ځكه د زور د لاري كلى نه كيږي نه په زور باندي يو ولس د بل د هغه تګ لاره سمه او بريالي ونه بريښيده ځكه د زور د لاري كلى نه كيږي نه په زور باندي يو ولس د بل و ولس ملګري او دوست كيدي شي ځكه چې دا د بشر جبلت او خوي دي جاپان ددې سره سره چې د پوځ او وسليڅخه بې برخي پاته كړل  شو خواته يې په نړۍ كښې نوم ددې كبله ترلاسه كړي چې خپله ټوله پاملرنه يې و اقتصاد ته اړولې وه او نن هم د نړۍ ډېرو وروسته پاته ملكو ته مرستي وركوي چې و ټولو نړۍ والو ته څرګنده ده ددې سره سره چې د امريكي او نورو پرمخ تللو هيوادو په پرتله و ملكو ته د مرستي وركولو په وخت دومره غوښتني او شرطونه په مرسته اخستونكو ملكو نه ايښوول ددې د څنګه د شوروي اتحاد (پخواني) بيلګه هم ځموږ و مخ ته ده چې د نړۍ تر هر هيواد يې زياته زروي او ويجاړونكي وسلي او پوځي ځواكونه لرله خو اقتصاد يې بې ودي او كمزوري وو نو ځ:ه چې ړنګ شو او د شوروي اتحاد په ځائي روس ځيني راوواتي او دهغه روسيه نن ټوله پام و اقتصاد ته اړولي دي او غواړي چې د امريكا چين وارو د نړۍ لوئي اقتصادي ځواك په حيث راڅرګند شې ځكه د نړۍ په زياتره كښالو كښې د پخوا وارو لاس وهنه نه كوي نو ددې ټولو خبرو څخه دا څرګنده  كيږي چې د نن ورځي د نړۍ زورځواكي هغه هيواد كيدي شې چې هغه پياوړي او لوئي اقتصاد ولري.
​ځموږ د سيمي زياتره هيوادونه او ددې هيوادو ولسونه چې نن د كومو ناخوالو بد مرغيو او وروسته پاته چارو سره مخامخ دي هغه و ټولو ته څرګنده ده اوس هم دوي د نورو اقتصادي پرمخ تللو ملكو و مرستو ته اړدي و لكه هغه هند دي كه پاكستان افغانستان بنګله ديش يا د آسيا او افريقا نورو ملكو نه دي د دهغه ملكو ولسونه څنګه ژوند كوي چې زياتره خلګه يې دوه وخته وچه ډوډي باندي حريان دي په ډېر لوئي شمير خلګه يې كور نه لري كالي نه لري په ډېرو ملكو كښې داسې هم په لوئي شمير وګړي شته چې دوي بې كوره وژيږي په يوه وړوكي ځائي كښې لوئي ځوان سپين ږيري او بيا ددې نړۍ څخه سترګي پټي كړي د ډېرو ملكو زياته وګړي بې ږدي كړي بې دارو درمله او نور د ژوند داړتياو څخه بې برخي او بيا اواره شې څرګنده خبره ده چې څوك كور اور او د ژوند نوري آسانتياوي نه لري هغه به هم اواره كيږي او كومه خواته چې مخه كړه هغه به كوي نن په دهغه وروسته پاته ملكو كښې خو ګراني بې روزګاري خلګه دومره بيحاله كړي دي چې د يوه جرم څخه مخ نه ګرځوي غلا ډاكي د خلګو برامته وژني په بېلو بېلو نومو باندي كركه او نفرت خورول او ټولنه كښې ګډوډي رامخ ته كول ددې ټوله سرچينه د اقتصاد د كمزورتيا او د ښه حكومت داري د نشتوالي راپورته كيږي د دهغه وروسته پاته ملكو يوه بله بدمرغي د شتمني د د كمزورتيا او د ښه حكومت داري د نشتوالي څخه راپورته كيږي د دهغه وروسته پاته ملكو يوه بله بدمرغي د شتمني او دولت داسې ويش دي چې يو وړوكي ډله د ملك او ولس هر څه د ځان ګڼې او و لويه برخه ته څه نه پريږدي چې ددې څخه په ټولنه كښې ګډوډي رامخ ته كيږي ولي دهغه وړوكي شتمنه ډله د هر ناجائيزه ګټې څخه مخ نه ګرځوي آن دا چې زياتره حكومتي قانون ته هم غاړه نه ټټوي او دا هر څه موږ په خپله ټولنه كښې وينو.
​نن چې ځموږ اسلامي نړۍ د كومو ناناخوالو سره مخامخ ده او د اسلام په سپيڅلي نامه باندي مسلمان ورور خپل مسلمان ورور وژني او په داسې ناترسي يې وژني چې هيڅ بشريت او اسلام ددې اجازه نه وركوي كله د طالب په نامه كله د القائده په نامه كله د تهره ګري د جګړي په نامه او اوس بيا داعش يې رامخ ته كړي چې د ملكونو د ځواكونو سره ښكر په ښكر دي دا به څه پايلي ولري او نور څومره اسلامي ملكونه به په دا اور كښې راګير شې ددې اټكل اوس نه شې كيدي خو په اسلامي نړۍ باندي دا فرض كيږي چې په ګډه يوه كړنلاره وټاكې كنې د ډېرو بدو ناخوالو سره به مخامخ شې او هغه څوك چې ودي اورته پكي وهي هغه هم ددې څخه ځان نه شې ځغورلي.
​ځموږ په دي سيمه كښې په زياته بيا پاكستان او افغانستان چې د كومو شخړو سره مخامخ دي هغه د چا څخه وډراوپټ نه دي نن دا دواړه ملكونه كه يوه خواته د تشدد سره مخامخ دي و بلې خواته د هر اړخيزه اقتصادي ناخوالو سره هم مخامخ دي دواړه ملكونه اداري فساد داسې په مخه كړي دي چې ملكي او دولتي اداري يې خپل هر څه يا وجودلاسه وركړي دي كه ورته ځير شو نو دا به راته څرګنده شې چې دواړه نزدې د يو ډول ناخوالو سره مخامخ دي خو پاكستان تر افغانستان زياتو بد مرغيو سره مخامخ دي دلته د اقتصادي بد مرغيو د څنګه فرقه ايزه كركي په سرحداتو باندي ډزي ډوزي دننه په ملك كښې پوځي ځواكو د جنګياليانو سره په جګړو كښې ښكيدل د هند سره د جګړي خطر د هند لخوا د كشمير په لانجه خبري نه كول او په ملك كښې سياسي ګډوډي او روان حكومت ته خواري او مشكلات رامخ ته كول او تر ټولو لويه ناخواله د پاكستان سره دا روانه ده چې خپل باور يې نه يواځي د ګاونډيو سره بلكې په زياتره نړۍ كښې دلاسه وركړي داسې ښكاره كيږي چې د غيري مسلماني نړۍ په پاكستان باندي دانه ريليږي چې د پوځي ځواك يا اقتصادي ځواك شې آن دا چې د افغانستان هر حكمران چې راغلي دي هغه و پاكستان ته ګوته پورته كړي ده چې د روان تشدد مسئول پاكستان دي او د نړۍ زياتره ملكونه هم دهغه خبره كوي او پخپله په پاكستان كښې دا غوښتنه په پارليمان كښې كيږي چې چارواكي دي په خپله باندني تګ لاره او پاليسي كښې بدلون راولي.
​رښتيا خبره داده چې نړۍ او د سيمي ملكونه يو بل ته ډېر نزدي شوي دي ځكه كه افغانستان د جګړي سره مخامخ وي او تشدد روان وي نو پاكستان هم د رواني جګړي څخه ځان نه شې ځغورلي او كه پاكستان كښې جګړه او تشدد وي نه هند افغان نه ايران او نور ملكونه هم ځان نه شې ځغورلي بلكې نړۍ هم بې اغيزي نه شې پاته كيدي نو ددې د څنګه كه جګړه او تشدد دوام وكړي نو يو ډول اقتصادي پرمختيا نه شې كيدي ددې سره سره چي موږ دا په داګه ويلي شو چې د ياد شو ملكو چې كومي ناخوالي دي دهغه سرچينه اقتصادي وروسته پاته ورځ ده چې ددې تړاو د امنيت او جوړجاړي سره دي نو ځكه دا اړينه ده چې ددې سيمي او خطي ملكونه و اقتصادي پرمختيا ته واړوي خو ددې دپاره به دوي هر يو په خپل خپل ملك كښې د هري لاري چې وي سوله او امنيت به راولي او سوله او امنيت هغه وخت راتلي شې چې هر يو ملك او حكومت دا ژمنه وكړي چې هر ځائي تشدد كيږي دهغه مخ نوي به كوي په ګاونډي ملكو كښې به لاس وهنه نه كوي خپله خاوره به د بل ملك په ضد نه ګاروي نه به ياغيانو ته وسلي وركوي ددې دپاره په كاردي چې دچين په ګډون د سيمي د ملكو دمشرتابه يو غونډه وشې او دا ايجنډا وركول شې چې د هري لاري چې وي دوي به يو د بل په همكاري جوړ جاړي كوي او يو به هم ځان ددې څخه نه سپموي چې په سيمه كښې امنيت راشي نو دهغه ملكونه اقتصادي پرمختيا كولي شې چې اقتصادي پرمختيا وشې زياتره لانجي به پخپله هواري شې ددې سره سره چې د كشمير په ګډون نوري لانجي هم شته چې د سيمي د ملكو تر منځ پرتي دي لكه د چين او د هند تر منځ سرحدي لانجه  خو چين او هند په دهغه لانجه باندي غونډي او خبري هم سره كوي او اقتصادي همكاري هم سره كوي او دواړه په اقتصادي ډګر كښې ډېر مخ په وړاندي روان دي ددې سره سره چې دواړه ملكو په ډېره لويه كچه وسلي هم راسره راټولوي داسې د كشمير لانجه ده چې ددې ثبوت په ملګروملتو كښې موجوددي او پخپله د كشمير ولس دا لانجه د هوارولو داره د څو لسيځو څخه په مبارزه بوخت دي هيڅوك د كشميروالو څخه دا حق نه شې عضب كولي خو يواځي هند دي چې ځان دوري دوري كوي خو يوه ورځ به ارومرو كشميروال دهغه حق ترلاسه كوي خو ددې مانا ده چې لانجه يواځي په زور هواره شې ولي چې زور او جګړه نه يواځي هند او پاكستان پوخ پناه كوي بلكې ټوله سيمه هم دبربادي سره مخامخ كوي داسې هم نړۍ د يوه بې سرحد لوري ته روانه ده چې يو قدغن به د منلو وړنه وي هر ملك چې په اقتصاد كښې پياوړي وو هغه ته به ولسونه مراجح كوي او چې د كومو ملكو اقتصاد ناتوانه او بې ودي وو او ولس يې د ناخوالو او دريدريو سره مخامخ وو هغه سباون نه لري دا اوس د هر ملك د چارواكو خوښه ده چې دوي ددوو لارو څخه كومه يوه خپلوي.

- بېرته شاته