(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.11.14 دسپرلى رنګونه

15.11.2014: منے په مزه مزه په شا کيدو دے، پوه ما خپله جلوه وښودله، دپښتونخوا دغرونو دنګې دنګې سُوکې لا اوس هم په واورو سپينې دى ځينې خو کال او سر دواورې پټکے په سر کړے وى، هاغه غرونه چې کال او سر په واورو سپين وى لکه سپين غر او دچترال ، ملاکنډ، سوات ديامر، ګلګت او بلتستان ځينې لوړ لوړ غرونه او جهيلونه دپښتونخوا په ميدانى علاقو کښې چې دپيښور وادۍ پکښې دټولو نه زرخيزه او فصل آورينه ده دسپرلى درنګونو خپل انداز وى

دا وادى چې په موجوده ضلع پيښور، مردان، نوښار، صوابۍ او چارسده مشتمله ده خدائې پاک ډير جغرافيائى حسن ورکړے دے ددې وادۍ نه ګير چاپيره دغرونو يوه دائره ده چې په مينځ کښې ئې داجانان جانان ګل آورينه وادى چې پيښور ته دګلونو ښار هم وائى پرته ده. ددې وادۍ په بې شميره ډاګونو او چمنونو کښې دفطرت ښکلا په شباب وى

شنۀ شنۀ چمنونه، پولې لختې او دقدرت دښکلا ټول لوازمات، بې شميره مارغان او مرغۍ، مرغابۍ، چيندخ خورک، ښارونۍ ، طوطيان، سره کُنه بُلبله ، ملا چرګک، توريانۍ او ګوګوشتو دلته په ډير تعداد کښې ميلاويږى، مشران وائى چې کله په پخوا زمانه کښې دپيښور په وادۍ کښې دميوؤ باغونه وؤ نو په هغه باغونوکښې به طاؤسان هم وؤ چې ماشومانو به ورسې منډې وهلې دپيښور په وادۍ کښې هغه ټول فصلونه ميوې او دانې پيدا کيږى کوم چې په چمن او کابل کښې پيدا کيږى دا دهغه وخت خبره ده چې داوادى به دتيراه په اوبو خړوبيده او باړه ئې عين په مينځ کښې تيره وه غالباً هم دهغه وخت خبره ده چې دامتل مشهور شو

باران په تيرا وشو او خرۀ ئې داکبر پورې يوړۀ

ددې وادۍ په جنت جنت زمکه الله پاک بې شميره عنايات کړى دى . دا زمکه دکال درې فصلونه پيدا کوى دپيښور خواؤشاه علاقو کښې نن هم خلق ګلونه کرى، په شهاب خيلو، بازيديخيلو او شيخ محمدو کښې خلق مورى ګلونه او مختلف قسم ګلابونه کرى چې دتجارتى مقصد دپاره دښار قيصه خانۍ ته راوړلے او خرڅولے شى. ددې نه علاوه بلها قسمه ځنګلى ګلونه په دې ورځو کښې کيږى چې نومونه ئې ډيرو کمو خلقو ته معلوم دى ځينې پکښې دادى لکه دلالا ګل، پيغمبرى ګل او نور بې شميره سرۀ ، زيړ ، ارغوانى، ګلابى، بنفشى، سپين او دهر رنګ په درځنونو قسمونه ګلونه ټوکيږى چې نومونه به ئې صرف دباټنى يا دنباتاتو دعلومو ماهرانو ته معلوم وى

په دې ټولو ګلانوکښې چې په پُولو لختو خوړونو سادينونو غرونو او رغونو کښې چې دباجوړ او دخيبر ګلونه خو يوه استعاره جوړه شوې ده يو رنګ مشترک دے هغه رنګ دے زمونږ دمينې او ښائست رنګ، زمونږ دمينې او پت رنګ، زمونږ دجلال او دجمال رنګ دنتکۍ دچارګل دپيزوان او داوږې رنګ دزيارتو په ګورو ګورو ونو دخوزيدونکو مختلفو جنډو رنګ دميلو او دټنګ ټکور رنګ، دا ټول رنګونه لکه دبوډۍ دټال دپښتونخوا په فضا کښې خپل کمان داسې جوړوى لکه ديار وروځې ته به وائې چې په مغل غشى وروى

- بېرته شاته