(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

20.11.14 دسیاسي یوالي بلنه غوره ګام دی

20.11.2014:لیک: رحمتي ګیلانوال

 دولسمشري دریم ځل ټاکني دوهم پړاووته واوښتې ،ټاکنیزو مبارزو نوي رنګ غوره کړ.

ولس له تیروټاکنوپوره تجربه اخیستې وه ،دخپلو رایو په قدر ښه پوهیدل ،او هغه روحیه هم ډيره کمزورې شوې وه چي دپیسو لپاره دایمانونو،ضمیرونو دپلورولو بازارونه تاوده ول .ځکه چاچي په دغه بازارکي سوداکړي وه هغه ورته سور اور او خپله پکي سوځیدلي وو.دولس سیاسي شعورپیاوړي شوی ،دفکر، تحلیل او غوروکولووړتیا يي موندلې .دحکومت کړو، وړو او عملونو ته يي هنداره ایښې  ،پرهرعمل او کړنه يی ښه قضاوت کولای شو.

په دغو ټاکنیزو مبارزوکي  دافغانستان سیاسي وضعه او حالت له ټولو پړاوونو راتیر شو،هغه خبری هم پاي ته ورسیدې چی پرون به خلګو ویل ،دا راستی دی دا چپي دی . دا بنسټ پاله دا پلانی، داپلانی .ټاکنیزو مبارزو  دهیواد سیاسي حالت پردوه برخي وویشه او ترمنځ یې سره کرښه تیره کړه .

دکرښې یوې خواته محافظه کاران ودریدل،دهمدي حکومت دپیاوړتیا،دهمدغو ځورونکو شرایطو دوام لپاره يې مبارزه تنظیم کړه. دوی خپله ګټه دهمدغوشرایطو په دوام کي لیدله ،ځکه دیارلس کاله دنړیوالو ځواکونو دشتون په پایله کي ټولي دولتي شتمنی ،امتیازات تر خيټه لاندي کړل ،دواک ټولي چارې یې په لاس کي ونیولې.هم حکومت کي وواو هم اپوزیسون کي مبارزه کوله ،دوي  دملي کړنلاری دنه شتون له امله ونه شواي کولای داسي کړنلاره غوره او جوړه کړي ،چي دټولو افغانانو دهیلو پوره کونکي او پلي کونکي شي.دوي دخپل قدرت او دولتي موقیفونودساتلولپاره په ټول توان مبارزه وکړه اوپه دغه لارکي یعني چي ددوی دګټو خلاف هرڅوک دریدلی دی، له مخه لري کړیدي ،او له پوره توپیر ځخه یي کار اخیستی دی.تر ډيره ددوی له عملونو او کړنو ځخه د توپیر او تعصب بوی راپورته شوی دی او پورته کیږي .چی زغمل یی دخلګو له توان ووتل او له دغو کړنوسره دولس په وړاندي ودریدل .دولس غږیي دیارلس کاله خپه کړ،په دغه ټول مهال کي دوي دنورو دحقوقو دخوړولو لپآره پلانونه جوړ او پلي کړل .ولی د ولس هوډ یي دناخوالو اوددوی دزبیښاک پروړاندي پیاوړی کاوو.له دغو حالاتوسره يې مبارز ه کوله او دژوند هر ډول ناخوالی یې زغملې .

دکرښي بلي غاړي ته دتحول او دوام ټيم چي ورته اصلاح غوښتونکي وایو، دپراخي کړنلاري سره چي دټول ولس هیلي ،ارمانونه او غوښتني پکی انځور کړې وې ودرید، دخلګوپه ګټه دهرڅه بدلون ته يی ملاتړلې،له روان ځورونکي او زبیښاک حالت دخلاصون ، ټولنیز عدالت دپلي کولو لپاره ژمني کولې ،دوي دولس غږ پورته کړچی نور دغه حالت ته دوام نه ورکوي او دخلګو لپاره به ریښتنی خدمت کوو .ولس خپله پریکړه کړې وه ، په ټول  توان يې له هر ډول امتیاز پرته ،دهر ډول خطرونوپه منلوسره ، داصلاح غو ښتونکو ترشا و دریدل.په خپلو لګښتونويې کمپینونه وکړل ، دجوزا پر۲۴ نیټه يي په لوړه روحیه او ولولوسره نړیوالوته وښوده چي افغانان له مدني لاری دخپل برخلګ دټاکلو وړتیا لری . دخلګو پراخ ګډون په ټاکنوکې کورني سیاست وال څه چې نړیوال هم حیران کړل ، او ولس داپه ډاکه کړه چې دخپلواکې احساس ژوندی ،او دخپل برخلګ دټاکلو اراده او وړتیا لري .

په ډير افسوس ، دملت غوښتنی او هیلي تر پښولاندي شوې ، په وړه سترګه یی ورته وکتل.نړیوالولاس وهنو،کورنیو جاطلبوزورواکانو، پردو پالو، نړیوالو ،سیمیزو، دسیسو دولس پراحساساتو وژونکي ګزارونه وکړل .دولس له رایو،احساساتو،غوښتنو،هیلو سر ه درغلي او جفا پیل شوه .محافظه کاران چي په رایو کي ناکامه شوي ول ،له زوره کار واخیست ترڅوپه قدرت کی شامل شي .شپږمیاشي ولس ډیر ترخه وختونه تیر کړل، له هر ډول ستونزو سره مخامخ شول ، دبهرنیانو په مرسته او زور محافظه کاران په قدرت کي شامل شول او قدرت ددواړو خواووترمنځ وویشل شو.

په نوي عصری ډول ،نوي فکر او نوي لاره،  دخلکو پر پاکو رایو ،احساساتو اوغوښتنو باندی یوځل بیا لوبي پیل شولې . په نوي ډول دمصلحت دوه سري حکومت جوړ او پر ولس باندی وتپل شو.دغه عمل دافغانستان دغمیزی له دوام پرته نوره لاسته راوړنه ،نه شی درلودلای.له بده مرغه چی دا جریانونه او پیښي دخلګو دمایو سي وړو ګرځيدې. په دغسي  حالاتوکي له دغسی حکومت ځخه  دخدمت تمه له سرګرداني پرته نورڅه نه شي بلل کیدای .

دنوي عصري مصلحتي حکومت له جوړیدوځخه میاشتي تیري شوی خو یوه کړې ژمنه یي ترسره نه کړه، چي دخلګو په ژوندکي په مستقیم ډول مثبت اغیز ولری ،بیکاری ورځ تربلی ډيره شوې، دسون او خوراکي توکو بیه لوړه او په هیوا دکي یو ډو ل خپل سري احساس کیږي ،دغو شرایطو هرډول ،اقتصادي،سیاسي ،ټولنیزو،فرهنګي ستونزو ډيروالي ته لاره هواره کړه .خو دمخنوي لپآره يي هیڅ ګام نه دی پورته شوی.لکه څرنګه چي دخلګو هیله وه اصلاح غوښتونکی واک ته ورسیږي او کړې ژمنی پلي کړي هغسی ونه شول ،محافظه کار ان ورګډاو قدرت تقسیم شو.دیوه پیاوړي حکومت دجوړیدولپاره  چی ولس ته خدمت وکړي دبهرنیانو یوه بله دسسیسه ده .دواړه ډلي دقدرت پرویش، دوام او ساتلو لپاره په مبارزه لګیا دي.

له ولس سره کړې ژمني ،کړنلاره، خدمت ، دستونزو هوارول، او ولس ته لوری ورکول ،رهبری کول داټول کارونه له دوي پاته شول .

دلته دولس دلارښوني ، او تنظیم سیاسی نیمګړتیاوو احساس منځ ته راغلی دی.

بله خبره داده چي بهرنیان غواړي دواړه ډلي دقدرت دساتلو لپاره په مبارزه بوختي وساتي ،چي  دولس ستونزي ډيري شي ، او یو بل ډول بحراني حالت ته لاره هواره کړی، ترڅو خپله بله دسیسه  دلته پلي کړي .

په داسي شرایطوکي دخلګو درهبری لپاره داړینو ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده . څوک به وکولای شي ، دا سیاسی نمګړتیا ډکه کړي ؟ خلګو ته هیله او امید ورکړي ؟ خلګ تنظیم او رهبری کړي ؟

په د غسي شرایطوکي دسیاسي ګوندونو دندي پیل کیږي .چي عملي ګامونه پورته کړي . که څه هم افغانستان کی سیاسی ګوندونه ډیر دي  خو ټولو ته سیاسي ګوندونه نه شو ویلای .ځکه یو شمیر ګوندونه دبهرنیانولخوا جوړ او دهغوی دګټودساتلو لپاره کار کوي .

 یو شمیر يي دسیاسی ګوندونوترنوم لاندي استخباراتي انجوګاني دي چي دافغاني ذهنیت دګډوډ ولو،نفاق اچولواو دخلکو ترمنځ دستونزو درامنځ ته کیدو لپآره کارکوي .

ولی داسی سیاسي ګوندونه هم شته چي افغاني ذهنیت،ملی ایدیالوژی لرونکي دافغاني ټولنی له بطن ځخه راوتلي ،دافغاني ټولنی محصول او کلونه ، کلونه يي دافغانستان دخلګو لپآره ریښتنی مبارزې کړی دي او دهر پردي او پردی پال طوفان په وړاندي دریدلي  ،او دولس دلارښوني لپآره يې اړین ګامونه پورته کړي دي، په خلګو کي پراخي ریښي لری ،دوی دافغانی معنوي ارزښتونو دپیاوړتیا او دافعانانو پرځان دباور او دملی افغانی ایډیالوژې لپاره کار کوي .

څه موده وړاندي  دافغانستان دملي یووالی ګوند په نامه یو بلنلیک او یا فراخوان  خپورشو، چی له ټولو ملي وطن پالونکو سیاسي ګوندونو،مدني ټولنو،شخصیتونو او ټولنیزو ځواکونوځخه يې غوښتي ووچي داوسنیو شرایطو دغوښتنوسره سم یوه پراخه ملی  متحده جبهه کی سره راټول او دروانو ناخوالو حالاتو لپاره دهواری یوه لارپه ګډه ومومي .

دسیاسي وضعي له تشریح وروسته يی غوښتي چي په یوازی ډول یو سیاسي ګوند نه شی کولا ولس له دغو ناخوالو وژغوری ،په ګډه په یوه جبهه کي کولای شو دیوه پیاوړي ځواک په څير دهیواد ستونزی هواری او دحکومت سره په ګډه دولس دخدمت لپاره داړینو ګامونو دپورته کیدولپاره چمتو او ځانونه تیار کړو.

زماپه اند ټول سیاسي وطن پالونکي ګوندونه  او شخصیتونه چي دهیواد ولس په وړاندي ځانونه مسول بولی ، دیوه واحد ګوند پر محور سره راټول شي ،او دیوه پیاوړي ملی افغاني قوت په څیر سیاسي ډګرته راووځي .

ـ  ټول ملی وطنپالونکي ځواکونه په یوه ملی متحده جبهه کي سره راټول او دحکومت سره یو ځای دولس دستونزو دهوارولو لپاره ګډ کار وکړي او دیوه پیاوړي ځواک په څير دهیوادپه سیاسي فضا کي راڅرګندشي .او دروانو سیاسي نیمګړتیاووپه پوره کولو کي خپل مسولیت سرته ورسوي .دابه دسیاسي ګوندونوسترخدمت افغان ځوریدلی ولس ته وي . پای   Rahmati Gelanwall

- بېرته شاته