(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.11.14 د خپلواکۍ خواږه يادونه

(د انګریزانو په وړاندې د کونړ د ولسونو د میړنتوب کيسې او نکلونه)

محمد نواز حقيقت سانين

سریزه

ددې لیکنې په هکله مې د هیواد نامتو ليکوال او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړى حبيب الله رفيع سره چې د ټولو افغانانو لپاره د درناوي وړ شخصيت ګڼل کیږي مشوره وکړه، هغه راته په ډېره مهربانۍ وويل، چې ددې تاريخي کيسو ليکل د وطن او ولسونو لپاره يو تاريخي وياړ دى او د تاريخ په زرينو پاڼو کې ددې کيسو خوندي کول د فرهنګيانو او وطنپالو سپیڅلې دنده ده، د هغه همدا هڅونه وه، چې زه يې په خوږه مينه ورته تشويق کړم او ددې تاريخي کيسو په اورېدو او ليدو ډېر خوشحاله شو. دا هغه کتابګوټى دى، چې زه يې ليکلو ته خپل افغاني احساس مجبور کړم، دا هغه کتاب دى، چې زموږ ولسونو په خپلو سترګو دا حالات ليدلي دي. دا چې د کونړ او چترال جبهه د افغانستان د استقلال د څلورمې جبهې په نامه يادېږي، نو ددې تاريخي جبهې مرکز د کونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ مرکزي ساحه وه. په بريکوټ، دوکلام، پاشنګر او باغچه کې د افغان اتلو غازيانو مورچلونه وو. بريکوټ او دوکلام ته مخامخ د ارنوۍ کلى دى، چې په هغه وخت کې د انګرېزانو پوځيان د عصري وسلو سره په کانکريټي (سيمټي) مورچلونو کې اوسیدل او شاوخوا ته، لکه لام بربټ، کواتى، دميل، ميرکنډى او نورو لوړو غرنيو ساحو کې د انګرېزانو پوستې او ګروپونه ځاى پر ځاى شوي وو، خو د شاوخوا پوستو مرکزي ساحه د ارنوۍ تاڼه وه، چې دلته د انګرېزانو مسوول مشران او د چترال د پاچا( مهتر) پوځي عسکر له خاصو کسانو سره يوځاى په دې قرارګاه کې شپه او ورځ ويښ او تيارسۍ پراته وو. د انګرېزانو او دچترال دپاچا (مهتر) هدفونه او ارمانونه يو شان وو، د انګرېزانو لويه عمومي قومانداني او قرارګاه په چترال (جونال) کې وه او زيات پوځونه په دروش کې ځاى پر ځاى وو. انګرېزانو پلان درلود، چې د افغانستان خاورې ته د ارنوۍ پر لار راننوځي او له دې لارې اسمار- چغسراى ته ځانونه ورسوي او د جلال اباد جبهه کمزورې کړي او افغاني غازيانو او مجاهدينو ته نوې جنګې پیښې رامنځته کړي، چې د جلال اباد افغان پوځيان او غازيان پر دوو برخو ووېشل شي، پښتو متل دى، چې وايي: عزت او ذلت د لوى خداى په اختيار کې دى. په هغه وخت کې، چې د جلال اباد په جبهه کې شاوخوا ته د انګرېزانو له خوا تاوده جنګونه روان وو، د کونړ په اسمار کې هم پوځونه ځاى پر ځاى وو، په دغه وخت د ارنوۍ او ناړۍ سيمې ته د پوځيانو له خوا دومره توجه نه وه، د غازي ميرزمان خان په تدبير او اراده، چې د کونړ يو غښتلى پوځي قوماندان و، نوموړي په خپل نوښت له لوړو مقاماتو او په ځانګړې توګه غازي امان الله خان سره نږدې د ورورۍ او ملګرتوب اړيکي لرلې ، د ناړۍ د بريکوټ سيمې ته د لښکر او پوځيانو ، چې ارنوۍ ته مخامخ پراته دي، د تلو پرېکړه وکړه. په خپله غازي ميرزمان خان د سرلښکر په توګه له خپلو غازيانو مجاهدينو لښکر سره د کونړ او چترال جبهې اساسي مرکزي ساحې ته، چې تاريخي، جغرافيايي، سياسي او پوځي ارزښت يې درلود، ځان ور ورساوه. دا هغه وختونه او شیبې وې، چې انګرېزانو تر اسمار پورې د راتګ پلان درلود او له اسمار نه تر بريکوټ ناړۍ پورې کوم پوځي قوت نه و. کله چې غازي ميرزمان خان په ناړۍ او بريکوټ کې ځاى پر ځاى شو او خپل لښکريان يې په بريکوټ، دوکلام، باغچه، سلام کوټ او نورو هسکو ځايونو کې ځاى پر ځاى کړل، نو په ارنوۍ يې بريدونه او يرغلونه شروع کړل، د انګرېزانو ناکامي ولسونو ته څرګنده شوه، د نورستان ولسونه، چې نوي د اسلام په مقدس دين مشرف شوي وو، له هغو سره هم انګرېزانو او د چترال پاچا (مهتر) پټ راز و نياز او اړيکې سره ټينګې کړې وې، انګرېزانو فکر کاوه، چې د نورستان ولسونه به له موږ سره مرسته کوي، نو کله چې غازي ميرزمان خان ناړۍ بريکوټ کې لکه غر په ميدان ودرېد، نو د نورستان ولسونو هم د لوى خان ملاتړ اعلان کړ او د انګرېزانو او چتراليانو ارمانونه، اهداف او دسيسې له خاورو سره خاورې شوې. دا خبره دې پاتې نه وي، چې انګرېزانو د چترال غـــــــلام پاچــــــا (مهتر )ته وعده ورکړې وه، چې کله موږ د ارنوۍ پر لار اسمار، چغسراى او جلال اباد ته ورسیږو، نو تر اسمار پورې سيمه به له چترال سره وتړو. ډېرو درنو ليکوالو، پوهانو او لوستونکو! ددې کتاب دبشپړولو په وخت کې مې له چاپي کتابونو، مجلو، ورځپاڼو او يا له نورو آثارو استفاده نه ده کړې، خو دا چې زموږ هیواد ډېر لرغوني تاريخونه لري او حتى زموږ د تاريخونو زياتې برخې د هیواد دښمنانو قصدي پټې کړي او سوزولي دي، ددې لپاره، چې د استقلال د څلورمې جبهې د برياليتوبونو، د غازيانو د میړانې او د غازي ميرزمان خان په اړه دلته په ولسونو کې د کتاب ذکر شوې کيسې له کلونو راهسې له يوه نسل نه بل ته پاتې دي او د استقلال د جبهې د باتورو لښکريانو کيسې ډېرې خوږې او په زړه پورې دي، نو بايد چې ورکې نه شي. دا د افغان ولسونو او د افغان فرهنګپالو اديبانو دنده ده، چې په خپلو ولسونو او د خپلو ولسونو په اتلانو او کارنامو د تل لپاره ووياړي او د تاريخ زرينو پاڼو ته دغه نالوستې کيسې او کارنامې وسپاري، دا ژوندۍ کيسې ما په وار وار د خپلو ولسونو له خولې اورېدلې وې او اورم يې، نو زما افغاني احساس په مينه ومنله، چې دا د هیواد او د هیواد د اتلانو په اړه تاريخي نه هېرېدونکي يادونه وليکل شي، د هیواد نامتو ليکوال او شاعر مرحوم عبدالخالق اخلاص د استقلال د څلورمې جبهې په نوم کتاب ليکلى، چې خوږې کيسې او کارنامې يې نظم کړې دي، نو دا ښکاره خبره ده، چې د هیواد په وياړونو او تاريخي پیښو ډېر ليکوال او څیړونکي ليکنې کوي، زه د اخلاص صاحب کار ته په ډېره درنه سترګه ګورم. څه چې ما د پخوانيو ژونديو تاريخي ولسونو د سترګو ليدلي حالات ليکلي دا برخه هم د قدرمن ليکوال اخلاص صاحب د ليکنو ادامه بولم. مرحوم اخلاص صاحب د کونړ او د هیواد په کچه يو پیژندل شوى ليکوال و، چې د مهاجرت په کلونو کې پر (١٣٦٦ل) کال د پښتونخوا په صوابۍ کې په حق ورسید او يادونه به يې تل زموږ په تاريخ او د ولسونو په تاريخ کې ژوندي وي، موږ د هغه ادبي _ فرهنګي هڅو ته په درناوي سره ګورو او هغه ته جنتونه غواړو. ددې کتاب د ترتيب او تکميل لپاره ما ډېر کلونه کار کړى دى، له نن نه ډېر مخکې د سردارمحمد داود خان د جمهوريت په کلونو کې له غزني ولايت څخه کونړ ته لاړم، ټولو ته ښکار ده، چې د دېرش کلنو جګړو مخکې به کليوالو په دېرو هوجرو کې خصوصي سازونه او مجلسونه او بنډارونه کول، چې زه هم ناڅاپي يوې دېرې ته، چې مجلسيانو سندرې ويلي ولاړم، د سیتار، منګي او شپیلۍ خوږ ټنګ ټکور په پوره شور سره شروع و او دغه سندره يې په خواږه اواز سره په خوند ويله: وتلى د چترال نه سر اوچت ميرزمان خان خوشحال دي ټول غازيان خوشحال دي ټول غازيان ما چې دا سندره واورېده، د سیتار په پردو او د منګي او شپیلۍ په اواز کې يې زما پر روح او مغزو خوږ او نه هیرېدونکى تاثير وکړ، بيا مې څو ورځې وروسته له کليوالو مشرانو پوښتنه وکړه، چې دا سندره چا ليکلې او ويلې ده؟ مشرانو راته د غازي ميرزمان خان او د چترال د جنګونو په هکله معلومات راکړل، له هغه وخته د غازي ميرزمان خان له کارنامو او میړانې خبر شوم او رښتيا خبره ده، چې په زړه کې مې له نوموړي اتل پښتون سره مينه پيدا شوه، کليوالو مشرانو او د سيمې مشرانو دهغه په اړه ډېرې خوږې کيسې کولې، ماته به دغو کيسو او يادونو خوند راکاوه. په هر صورت! دا کتاب ( د خپلواکۍ خواږه يادونه) د خپلو درنو مشرانو او کليوالو له خولې څخه او د استقلال د څلورمې جبهې له د سترګو ليدلي حالات او د غازيانو په اړه يې کارنامې بيانولې، دوه تنه يې لا تراوسه ژوندي دي، چې يو مشر محترم نورمحمدکاکا چی د احمد شاه زوى په قوم کوهستانی او د ناړۍ د کلي اوسیدونکی دی او بل محترم مشر چې دده نوم هم حاجي نورمحمد کاکا، د نیاز محمد زوى په قوم پښتون چې د ناړۍ په زرو کڅ کې اوسیږي او دواړه سپين ږيري مشران دي، خو د خبرو او کار توان لري، په زړونو بيدار او غښتلي د وخت مشران دي. استاد پيرمحمدخان واحدي، چې پلار يې ددې جبهې د خوراکي شيانو حسابدار په توګه له غازي ميرزمان سره يوځاى وو، هغه راته د خپل پلار د خولې کيسې کړي دي. نور احمد دين ملنګ، چې يو ښه شاعر او ليکوال و او د افغانستان يو تاريخ پوه ګڼل کیده او د سيمې په هکله له پخوا زمانو راهيسې ټولې تاريخي پیښې ورته ښکاره وې، به ويل، چې زموږ مشرانو به موږ ته دارنګه خوږې کيسې کولې چې په سينه کې مې پرتې دي. له نورو ډېرو ځايي سيمه ييزو مشرانو سره مې اړيکي نيولې دي، چې دا کيسې خپلو تیرو مشرانو ورته کړې وې. ډېرو خوږو د ادب مينه والو ادبپوهانو د کتاب لوستونکو! زه په دې خبره وياړم، چې د هیواد د میړنو او وياړمنو په هکله د هغوى يادونه ليکم، زموږ ګران او تاريخي هیواد پنځه زره کلن تاريخ لري او دا تاريخ ځلانده او لکه لمر روښان دى، په دې هیواد او په دې خاوره کې ډېر ملي اتلان، ننګيالي او توريالي ددې خاورې په مينه د ننګونو په ډګرونو کې سپیلني شوي دي، هغو ولسونو او قومونو ته نور وياړونه په نصيب کیږي، چې د خپلو ملي اتلانو او ننګياليو تاريخونه او يادونه وساتي او پرې ووياړي. د هغو ولسونو او قومونو، چې د خپلو ملي اتلانو او ننګياليو تاريخ نه لري او يادونه يې نه کوي تاريخي وياړونه خاورې ايرې کیږي، زموږ هیواد او زموږ ولسونه، چې ددې خاورې غيرتي اتلان دي بايد چې په قدر او ايماندارۍ او وطنپالنې په مينه وستايل شي، دا د اتلانو او میړنيو د سرښندنو برکت او بريا ده، چې نن موږ په خپل استقلال وياړو. دا خاوره او دا ټاټوبى د عظمتونو او د غيرتونو او د ورونو قومونو او ولسونو د ننګونو ګډ کور دى. دا خاوره او دا وطن په خپله غیږه کې د لرغونو زمانو خوږې خوږې کيسې لري، چې دا تاريخي، په زړه پورې، بوږنوونکې او هيبتناکه کيسې د افغان تاريخ په زرينو پاڼو کې ليدلاى شو، حق خبره ده، چې پر خپلو ملي اتلانو ووياړو، د خپلې خاورې پر لرغونتوب ووياړو او پر ځان ووياړو، چې د وياړمنو باتورو ولسونو بچيان يو، څوک چې په خپلو اتلانو مشرانو او په خپله خاوره او ټاټوبي ووياړي، لوى خداى پاک يې لاپسې برکت او نیکمرغۍ په نصيب کوي او د خپلواکۍ خواږه يادونه، چې زموږ مشرانو تراوسه پورې په مينه تر موږ رارسولي، موږ يې بايد په هماغه ډول مينه او جذبه د تاريخ پاڼو ته وسپارو، ځکه په دې وياړونو کې ټولو افغانانو ته د وياړ درسونه شته. په پاى کې د هیواد د اتل بچي او د هیواد د ملي خپلواکۍ اعلانوونکي شخصيت (١٢٩٨ل/٥/٢٨) غازي امان الله خان يوه خاطره راياده شوه: کله، چې غازي امان الله خان د هیواد غيرتي غیږې پرېښودلو ته اړ او ايټاليې ته د خپلې کورنۍ له غړيو سره مهاجر شو او هلته يې ژوند اختيار کړ. شپږ کاله وروسته څو تنه افغان سوداګر ايټاليې ته تللي وو، يو ناڅاپه افغان سوداګر په يوه ځاى کې د غازي امان الله خان پر استوګنځي سترګې لګیدلې وې، چې پر وره يې په پښتو ژبه ليکل شوي وو: ( د اعليحضرت غازي امان الله خان د اوسیدو ځاى) د سوداګرو سترګې په دې ليکل شويو پښتو کليمو ولګیدې او سوداګرو په خپلو کې يو بل ته وکتل او حيران شول. يو تن سوداګر وويل، چې ښه خبره ده، چې له اعليحضرت غازي امان الله خان سره وګورو ، بل سوداګر وويل په کومو سترګو به ورسره وګورو؟ افغان ولسونه، خو دده په حق کې ملامت دي. په هر صورت سوداګرو مشوره وکړه، چې حتمي يې ګورو. د اعليحضرت د کور دروازې ته ودرېدل ، چې د غازي امان الله خان کوچنۍ لور دروازې ته راغله، افغان سوداګرو ته يې سلام وکړ او بیرته د خپل پلار غازي امان الله خان ته ولاړه او ورته يې وويل: پلاره ستا په شان سړي راغلي. ددې خبرې په اورېدو په خپله غازي امان الله خان دروازې ته راغى او له افغان سوداګرو سره يې وليدل، يو بل يې په غیږ کې ونيول او دسوداګرو له سترګو اوښکې روانې وې. غازي امان الله خان سوداګر کور ته دننه بوتلل، وايي سوداګرو غوښتل، چې د کیناستو او يا د ملاقات کوټه کې خپل بوټونه وباسي، خو غازي امان الله خان په ډېره مينه ورته وويل، ورونو بوټان مه وباسئ، سوداګر حيران شول ، غازي امان الله خان سوداګرو ته وويل: ” بوټان ځکه مه وباسئ، چې ستاسې پر بوټانو به د افغانستان او زما د خاورې دوړې پرتې وي، په دې دوړو به زما کور او کوټه کې برکت پيدا شي”. نو تاسې وګورئ، چې ددې خاورې دوړې ملي اتلانو ته څومره لوړ قيمت لري، دا خاوره او دا وطن څومره مينه ناک بچيان لري، څومره مينه ناک اتلان يې په خپله غیږ کې روزلي دي، چې د نامه په اورېدو ټپي زړونه ټکورېږي. په اخر کې له قدرمنو ليکوالو او ادب پالونکو ډېر په مينه هيله کوم، چې ددې کتاب (د خپلواکۍ خواږه يادونه) کې به ډېرې نيمګړتياوې وي، چې په افغاني مينه، په افغاني احساس او په ډېره مهربانۍ يې سره اصلاح کړئ. (دلومړۍ برخې پای) د قرآن شريف ختم او دعا کله، چې غازي ميرزمانخان د ناړۍ لوى کلي ته ورسېد، دده په وياړ د ناړۍ خلکود غرمى ډوډۍ برابره کړې وه، د ډوډۍ او کېناستو لپاره د ناړۍ د لر کلي په ولسي باغ کې ځاى برابر شوى و، په دغه مېلمستيا کې تر زرو کسانو زياتو خلکو برخه لرله، ټولو مېلمنو مجاهدينو د غازي ميرزمانخان په ګډون د غرمې ډوډۍ وخوړه او د ماسپښين لمونځ يې وکړ او د ناړۍ د شيران نومي ملا په مشرۍ د قرآن شريف ختم وشو. ملا محمد شيران مجاهدينو ته د انګرېزانو او د چترال د پاچا د ناکامۍ او د خپل بري لپاره دعا وشوه، مجاهدين په احساساتو راغلل او ځينو يې له غازي ميرزمانخان څخه هيله وکړه، چې پر انګريزانو د بريدونو او غزا امر ورکړي، په همدغه مازيګر د مجاهدينو ګروپونه جوړ شول، د بريدونو، غزا او چريکي جنګونو لپاره، چې د غازي ميرزمانخان جنګي قرارګاه په ناړۍ کې وه د بريکوټ، ارندو، کورتي ، چترال او دروش پر لور د الله اکبر په نارو روان شول. د مجاهدينو دغه ، افغاني او اسلامي احساسات د غازي ميرزمانخان د خوښۍ سبب شول او باوري شو، چې برى د افغانانو په برخه دى. د استقلال کيسې د کونړ د چترال د خپلواکۍ جبهه ډېره يوه ارزښتناکه، بريالۍ او تاريخي جبهه وه، په دې جبهه کې په زرګونو مجاهدينو برخه لرله، د اسمار، غازي اباد او ناړۍ ولسواليو قومونو، ولسونو، پښتنو، ګواريانو، ګجرانو په داوطلبانه ډول ګډون پکې درلود او له نورو سيمو څخه راغليو مجاهدينو ورونو سره څنګ په څنګ يې د جهاد په مورچلونو کې له ناړۍ نه تر چترال، لمبر بت، دروش، ميرکنډى، کواتى، ګډ، ايون، پورې برخه اخيستې وه او ددې سرحدي منطقې ولسونو د چترال په جګړه کې ډېر ستر نقش سرته رسولى دى، چې په دې برخه کې به په يو جلا اثر کې د هغه وخت له موضوعاتو او ترسره شويو فعاليتونو او سرښندنو سره اشنا شئ، غازي ميرزمانخان د چترال په جبهه کې د يو ځلانده ستر مشر او لارښود په څېر ځلېدلى دى او د شهامت او مېړانې کيسې يې خوله پر خوله تر موږ رارسېدلي دي. افغان ولسونه له وطن سره ډېره مينه لري او د وطن په مينه سرښندنه ورته تلپاتې وياړ او جنت ښکاري. انګرېزان په چترال کې د افغانستان خپلواکۍ اخيستل او پر هسکو غرو د خپلواکو ولسونو بيرغ رپول څه ساده او اسانه خبره نه وه، ددې خاورې تورځنو بچيانو او ننګياليو ولسونو د سر په بيه په مېړانه او ايماندارۍ ددې خاورې ساتنه کړې ده او د خپلواکۍ لپاره يې افغانانو ډېره زياته قرباني ورکړې ده. په کونړ کې د بريکوټ او چترال جبهه يوه ډېره تاريخي او با ارزښته پوځي جنګي جبهه وه، په چترال کې تر اندازې زيات انګرېزان ځاى پر ځاى شوي وو، په چترال کې يې پوځي تمرينونه کول او د افغانستان خاورې ته د ننوتلو او جنګېدو لپاره د تيارسۍ په حال کې وو. دانګريزانو يوه لويه قرارګاه په چترال کې وه، چې اوس پکې سپورټي لوبغالى جوړ شوى او ځينې ګروپونه يې په اوچتو غرونو کې اوسېدل. بله لويه قرارګاه يې په دروش (Drush) کې وه، د قرارګاه څلورو خواووته په حاکمو محلونو کې نور پوځي ګروپونه په درنو او عصري تجهيزاتو سمبال پراته وو. بله لويه قرارګاه د انګرېزانو په ميرکنډي (Mirkandi) کې جوړه شوې وه، چې ددې قرارګاه يو شمېر انګرېزي پوځيان په کواتي کې ځاى پر ځاى شوي وو او يو شمېر يې په لمبربټ کې له توپونو او عصري وسلو سره په عصري او پخو مورچلونو کې پراته وو. همدا راز يو شمېر انګرېزان په ارندو، کوري او ګډ خوړ کې پراته وو، پر دې سربېره انګرېزان د چترال په ځينو نورو سيمو کې، چې د ختيز نورستان په بريد د تګ راتګ لارې وې، په توپونو او وسلو سمبال ځاى پر ځاى شوي وو. دا کار ددې له امله شوى و، چې انګرېزان ډارېدل، چې د افغانستان له استقامت څخه پر موږ د غازي ميرزمان خان لښکرې حمله ونه کړي. د چترال پاچا او نور واکوال خبر شوي وو، چې غازي ميرزمان خان بريکوټ، ناړۍ او دوکلام ته له خپلو لښکرو سره راغلى او نن سبا پر چترال او دروش باندې يرغلونه کوي، نو د چترال پاچا مهتر او د هغه پوځي افسران ډارېدل او پخپله مهتر شهزاده په چترال کې له انګرېزانو سره اوسېده او د انګرېزانو په لارښوونه او قومانده يې خپل کارونه سرته رسول. دولسو تنو ته تورې ورکول او سلو کسانو ته جامې او لونګۍ تړل د چترال او کونړ د جبهې اتلانو او د څلورمې جبهې لښکريان چې په ارندو کې په مېړانه او افغاني غرور انګرېزانو ته د چترال په ارندو کې ماتې ورکړه، نو په ارندو او لام بربټ، کواتي، کورۍ، ميرکنډي کې انګرېزي پوځونه او مورچلونه د هغوى په وينو سره شول او په بريکوټ او دوکلام کې زموږ د ملي اتلانو له خوا د خپلواکۍ بيرغونه ورپول شول. په بريکوټ کې دڅلورمې جبهې د اتلانو د سرښندنو او مېړانې په وياړ يوه لويه غونډه جوړه شوې وه، په دې غونډه کې د کونړ غازي ميرزمان خان مجاهدينو ته د برياليتوب او د خپلواکۍ مبارکي ورکړه او ويې ويل ستاسې له مېړانې او سرښندنو څخه غازي امان الله خان خبر دى او هغه انعامونه او سوغاتونه ، چې له کابل څخه تاسې ته رالېږل شوي په دې لويه غونډه کې تاسو ته سپارم. نور نو د انګرېزانو ارمانونه خاورې ايرې شول چې غوښتل يې، چې د کونړ پر لاره ځانونه د تورو اهدافو د عملي کولو لپاره جلال اباد او کابل ته ورسوي او زموږه خپلواکۍ له خطر سره مخ کړي. د لوى خداى(ج) په فضل او ستاسې په همت او جرات انګرېزان ناکام شول او په خپلو وينو کې ولمبېدل دا تاريخي وياړ اوس ستاسې په برخه شو. يو شمېر نورو مشرانو هم په دې لويه غونډه کې خبرې وکړې او د غازي ميرزمان خان مېړانه، شجاعت او ايمانداري يې وستايله او د څلورمې جبهې د لښکرو د برياليتوب مبارکي يې ورکړه. په دې غونډه کې د قومونو مشرانو غازي ميرزمان خان ته ډاډ ورکړ، چې ددې سيمې ولسونه هر وخت ستاسې په لارښوونه د وطن د خدمت په لاره کې سرښندنې ته چمتو دي. دغه لويه او درنه غونډه د بريکوټ په سلام کوټ کې شوې وه، چې د ناړۍ او د اسمار ولسواليو، د کونړ د مرکزي سيمو او ختيځ نورستان له کليو زياتو ولسونو پکې ګډون درلود. د خان ميرزمان خان له خوا دغو (١٢) تنو ته په خپل لاس پوښلې تورې (شمشير) د مېړانې او غوره خدمتونو له امله ورکړل شوې: ١- ملک رحمن الدين ٢- ملک محمد يوسف ٣- ملک جلات خان ٤- جمروزخان ٥- ميرزا حياوالدين ٦- عبدالله پهلوان ٧- ملک عبدالمنان ٨- مولوي غلام سيد، مشهور په ناړۍ ملا ٩- ملک ګل ولي خان، د نشه ګام ١٠- احمدشاه ١١- ملک سيدعلي ميرزا ١٢- عرب الدين سلو تنو مجاهدينو ته يوه يوه جوړه جامې او هر يو ته يوه يوه لونګۍ ورکړل شوه. دا درنه غونډه په دعا سره پاى ته ورسېده او د غونډې برخه والو په دې کار دغازي ميرزمان خان ډېره قدرداني وکړه او د الله اکبر په نارو يې د انګرېزانو ناکامي په دې جبهه کې ټولو مجاهدينو خپل برياليتوب وباله. ددې غونډې په اخر کې د ملک رحمن الدين په لاسونو د غازي ميرزمان خان په اوږو باندې يوه سپينه شوقه واچول شوه او د غازي ميرزمان خان په وياړ په ناړۍ کې يوه درنه مېلمستيا وشوه. لوى خان له خپلو مشرانو ملګرو سره د زين شويو اسونو په بدرګه ناړۍ ته خپلې بريالۍ جبهې عمومي قرارګاه ته تشريف يووړ. د چترال دپاچا (مهتر) ليک د کونړ او چترال د جبهې مجاهدينو په ډېره مېړانه پر ارندو او کواتي لام بربټ باندې چې انګرېزان پکې ځاى پر ځاى شوي وو مسلسلې حملې او يرغلونه وکړل او ډېر تاوانونه يې ور ورسول او زيات انګرېزان يې په خپلو مورچلونو کې ووژل ، نور، نو انګرېزان په دغو سيموکې له وېرې نه شو پاتې کېدلاى او د دروش او ميرکنډي پر لور تېښتې ته مجبور شوي وو، کوم انګرېزان چې په ارندو چوڼۍ کې وو يو هم ژوندى بېرته دروش او چترال ته ستانه نه شول. په دروش او چترال کې انګرېزان په وېره کې شول، نو انګرېزانو خپل دچترال مريي مهتر مشوره ورکړه، چې د غازي ميرزمان خان ته د ځان لخوا يو ليک واستوي، چې نور له افغاني لوري نه پر ارندو او ميرکنډي کواتي يرغلونه ونه کړي او د انګرېزانو له خوا به هم دې سيمو ته پوځيان نه لېږل کېږي. د چترال مهتر (پاچا) دغه ليک د خپل زوى خاص استازي ناصر الملک په لاس غازي ميرزمان خان ته واستاوه، نوموړى ارندو ته راغلى و او غوښتل يې چې له غازي ميرزمان خان سره په بريکوټ او ناړۍ کې وګوري او د خپل پلار ليک ورته په خپلو لاسونو وسپاري. له افغاني لوري د چترال د پاچا زوى ته اجازه ور نه کړل شوه، چې بريکوټ ته راشي، نو ليک يې په دوکلام کې مجاهدينو ته وسپاره. غازي ميرزمان خان ته ليک ډېر ژر راورسېد، دا وخت غازي ميرزمان خان په ناړۍ کې په عمومي قرارګاه کې و، ليک يې پوره په غور سره وکوت او د چترال د مهتر په نامه يې سمدلاسه دا ځوابي ليک وليکه: «د چترال مهتر پاچا! ستاسو ليک ستاسو د زوى ناصرالملک په لاس راورسېد، په مطلب پوره پوه شوم، ستاسو بادارانو (انګرېزانو) غوښتل، چې د ارندو او بريکوټ پر لار کابل ته خپلې لښکرې ورسوي، د انګرېزانو دا پلان ناکام شو او د کابل ليدل يې په زړه کې ارمان پاتې شو، نو تاسو ته بيا هم په افغاني غرور خبردارى درکوم که چېرته دا ځل بيا انګرېزان ارندو، لامبربټ، کواتي او يا د ميرکنډي شمال خوا ته وخوځېږي، نو افغاني مجاهدين به د دروش او چترال پر مرکز يرغلونه وکړي، تاسو د افغان مجاهدينو جرات او ايمانداري وليدله، چې په څومره مېړانه او سربازۍ يې د انګرېزانو مورچلونه د هغوى په وينو سره کړل، نور به زموږ د خاورې او سرحدونو په خوا ګام نه پورته کوئ او سترګې به زموږ د ټاټوبي په دنګو غرونو نه لګوئ». دا ځوابونه د ليک په ذريعه په ارندو کې د مهتر پاچا زوى ناصرالملک ته د يو تن مجاهد له خوا وسپارل شول، چې خپلو بادارانو ته يې واوروي. دباغچې او ارندو پلونو سېزل باغچه چې د بريکوټ په درې کيلومترۍ کې پرته سيمه ده، د ختيځ نورستان د دروازې حيثيت لري، چې ختيځ ته يې ارندو کڅ او لويديځ خواته يې نورستان پروت دى.. له باغچې نه د ارندو کڅ ميزرو کڅ ته پر لنډي سيند دلرګيو يو پل ايښودل شوى و او بل پُل له ميزرو کڅ نه د ارندو کڅ ته ايښودل شوى او د دواړو پلونو منځ کې د ميزرو کڅ او کوټو ګوړوک په نامه يو لوړ غر دى، پر دې پلونو باندې کله کله د انګرېزانو او د چترال د مهتر (پاچا) جاسوسانو د شپې له خوا تګ راتګ کاوه او دافغاني مجاهدينو راپورونه يې ټولول او مورچلونو او د مجاهدينو شمېر به يې کاوه او بيا به يې انګرېزانو او د چترال مهتر کسانو ته راپورونه ورکول. د څلورمې جبهې مشرانو ته خبر ورکړ شو، چې د انګرېزانو جاسوسان په دغو دواړو پلونو تګ راتګ کوي او د مجاهدينو د مورچلونو په هکله انګرېزانو او د چترال د مهتر کسانو ته راپورونه وړي او پوځي رازونه افشا کوي. دغه راپور د څلورمې جبهې مشرانو او غازي ميرزمان خان ته وړاندې شو. غازي ميرزمان خان خپلو ملګرو ته وويل، د تګ راتګ د بنديز لپاره د دواړو پلونو سېزل ضروري خبره ده، نو لس تنه مجاهدين يې وګومارل، چې د باغچي او ميزرو کڅ پلونه وسېزي. ددې کار د سرته رسولو لپاره يې دسيمې لس تنه مجاهدين وګومارل، دغه کسان د شپې له خوا هغو ځايو ته لاړل، دواړه پلونه يې وسېزل او د ميزرو کڅ ٦ تنه د چترال د مهتر او انګرېزانو جاسوسان يې ونيول او له ځان سره يې لاس تړلي دغازي ميرزمان خان مخې ته راوستل، چې په سلام کوټ کې بنديان شول. غازي ميرزمان خان دغه شپږ واړه بنديان جاسوسان د انګرېزانو او د چترال پاچا د ناکامۍ او د څلورمې جبهې تر برياليتوب وروسته په يوه لويه غونډه کې خلکو ته وروپېژندل او بيا يې په مهربانۍ سره وبښل او د دوکلام په لاره ارندو ته ولېږل شول. د کواټي قرارګاه سېزل کله چې په لام بربټ کې د انګرېزانو مورچلونو او د اوسېدو پر قرارګاه د افغاني مجاهدينو له خوا سهار وختي بريد وشو، څه انګرېزان پکې مړه شول او څه يې د چترال پاچا له عسکرو سره د کواتي په لور وتښتېدل او مورچلونه او قرارګاه يې مجاهدينو وسوزوله، له دغه ځايه به پر بريکوټ د توپ ډزې کېدلې او مجاهدينو ته به تاوان او تلفات رسېدل. افغاني غازيانو او مجاهدينو په مېړانه او ايماندارۍ دلته انګرېزان مات کړل، نو هغو انګرېزانو، چې په لام بربټ کې ژوندي پاتې شوي وو، په تېښته يې کوواتي ته ځانونه ورسول. په کواتي کې، چې تر نورو پوستو ډېر انګرېزان اوسېدل، د ماښام تياره کې له دغې پوستې نه انګرېزان په چيريکي توګه د حملې لپاره لام بربټ، ميزرو کڅ او ارنوۍ ته راتلل او تر پوځي عملياتو وروسته به بېرته د کواتي پوستې قرارګاه ته تلل، ټوله شپه به دلته انګرېزانو شوګير کاوه او نورو سيمو ته پورته ختل او کشف او څار به يې کاوه او سهار وختي به قرارګاه ته راتلل. افغاني مجاهدينو ته پوره معلومه شوې وه، چې ارنوۍ چوڼۍ سوزول شوې، په لام بربټ کې د انګرېزانو مورچلونه سوزېدلي، دا يو نيم وخت غلچکي بريدونه څوک او څنګه کېږي؟ افغان مجاهدين په تشويش شو او تر سوچ او فکر وروسته پوه شول، چې په کواتي کې د انګرېزانو قرارګاه فعاله ده، افغاني مجاهدينو ته راپور راورسېد، چې د کواتي له قرارګاه انګرېزان د شپې يو خوا بل خوا ډله ډله نورو ځايونو ته ورځي او سهار وختي دلته راټولېږي، او د ورځې ارام کوي، ددې خبرې راپور غازي ميرزمان خان او نورو مشرانو ته ورسېد، غازي ميرزمان خان د ناړۍ په لويه قرارګاه کې د ماسپښين تر لمانځه وروسته يو شمېر مجاهدينو ته وويل: انګرېزانو ته پوره پوره تاوانونه مرګ ژوبله اوښتې ده او اوس د کواتي په قرارګاه حمله او يرغل په کار ده، چې د انګرېزانو قرارګاه وسوزول شي، يوه ډله مجاهدين راپورته شول او غازي ميرزمان خان ته يې وويل، موږ حاضر يو، چې د کواتي پر قرارګاه مخامخ جګړه او غزا وکړو، غازي ميرزمان خان مجاهدينوته د بريد امر وکړ. د مجاهدينو شمېر (١٥) تنو ته رسېده، چې د باغچې پر لور د ميزرو کڅ ته ولاړل او د ارندو د شمال د لس کيلومترۍ کې يې دکواتي په لور حرکت وکړ. سهار (٩) بجې د کواتي قرارګاه ته ورسېدل، مجاهدينو وليدل، چې انګرېزان لکه د پسونو او ګډو پراته دي او فقط څو تنه پهره داران يې ويښ دي. افغاني مجاهدينو پرېکړه وکړه، چې له دوو خواوو بايد بريد او يرغل پرې وشي، څو تنه مجاهدين پر سين لمر خاته خواته پورې وتل او په هسکو سرونو کې يې مورچې ونيولې او په انګرېزانو يې يو ناڅاپه ډزې او يرغل پيل کړ، انګرېزان د قرارګاه په شاوخوا کې يوخوا او بل خوا په تېښته کې شول، پهره داران يې ووژل شول او نورو پاتې کسان د ميرکنډي او د دميل پر لور په تېښته شول او شپږ تنه انګرېزان په قرارګاه کې ووژل شول، افغان مجاهدينو له خوا دوه تنه، چې يو صافى او يو شينوارى و، په شهادت رسېدلي وو. افغان مجاهدينو قرارګاه ته اور واچاوه او خپل شهيدان يې بريکوټ ته راورسول، چې د بريکوټ په سرحددارۍ کې خاورو ته وسپارل شول، په جنازه کې غازي ميرزمان خان په خپله برخه لرله او مجاهدينو ته يې د شهيدانو د مقام په اړه د غيرت او ايماندارۍ له جذبې نه ډکې خبرې وکړې، چې د مجاهدينو له خوا د الله اکبر په نارو استقبال او د تاييد وړ وګرځېدې او په دې توګه له کواتي څخه هم د انګرېزانو ټغر ټول شو. امنيتي ګارد او غازي ميرزمان خان غازي ميرزمان خان، چې کله د لومړي ځل لپاره د استقلال د څلورمې جبهې د سر لښکر په توګه ناړۍ ته تشريف راووړ، د سيمې د مجاهدينو له خوا يې تود هرکلى وشو. غازي ميرزمان خان له دوه سوو مجاهدينو سره، چې (١٥٠) تنه يې بريکوټ ته لاړل او پخپله لوى خان له (٥٠) تنو سره په ناړۍ کې پاتې شو، د څلورمې جبهې اصلي قرارګاه يا ګارد د ناړۍ نومي کلي لمر خاته خواته په شاليکوټ کې غوره شوى وه. د ګارد مجاهدين شا و خوا خواره شوي وو، د څلورمې جبهې د سنګر چارې روانې وې، دلښکريانو دخوړو لپاره به د ولس خلکو په اخلاص سره اوړه، وريجې، کورني غوړي سنګر ته وړل، دمجاهدينو بله قرارګاه په بريکوټ کې وه. دغازي ميرزمان خان يو سپين لنډى ګړندى اس و، د سيمې مشران مجاهدين به له لوى خان سره يوځاى اوسېدل، خو هر چاته به معلومات نه کېده، چې غازي ميرزمان خان چېرته دى؟ کله به په بريکوټ ،کله په دوکلام، او کله به هم پاشنګر کې ګرځېده، خو زيات وخت به په ناړۍ کې اوسېده او ساعت په ساعت به يې د مجاهدينو او خورو ورو ګروپونو معلومات اخيسته لوى خان هېڅکله غوسه نه کوله، تل به په ورين تندي له هرچا سره غږېده، د کندهار او جلال اباد د مجاهدينو د قربانۍ او برياليتوبونو کيسې به يې کولې او دا خبره به يې مجاهدينو ته تکراروله، چې انګرېزان زموږ د وطن د نيولو لپاره راغلي، چې زموږ وطن خراب کړي او موږ خپل مرييان کړي. پر موږ حق دى، چې د مسلمانانو ، پښتنو او افغانانو په توګه دخپلو نيکونو په څېر خپل وطن وساتو، وطن زموږ ملي ناموس دى، په دې لار کې شهادت د جنت لار ده، نو بې غيرتي کول او د وطن ناموس انګرېز ته پرېښودل د مسلمان او افغان له شان سره نه ښايي. که موږ داسې وکړو، نو بيا موږ نه لوى خداى(ج) بښي او نه راتلونکي نسلونه او مرګ به دا وي، چې بې ايمانه له دنيا تېرېږو. دغازي او لوى خان دې خبرو په اورېدو به دمجاهدينو ولولې لا پسې توپاني شوې او غازي ميرزمان خان ته به يې دخپلو سرښندنو ډاډ د الله اکبر په نارو ورکاوه.

- بېرته شاته