(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.11.14 د ولسمشر حواس

29.11.2014 لیک: عبدالستار سعادت

د انسان له وجوده طبېعت ته پنځه کړکۍ خلاصې دي؛ دا پنځه کړکۍ د هغه حواس دي. که څه په اوسنۍ نړۍ کې شپږم حس باندې هم بحث روان دی او حتی تر شپږو حواسو په ډېرو هم ځینې علما بحثونه کوي، خو؛ ځینې یې نه مني او شپږم حس، د څو حواسو ګډ حکم بولي. ښه نو د حواسو شمېر زمونږ د بحث موضوع نه ده؛ نو جزئیاتو ته یې هم نه ځو.

حواس د شناخت وسایل دي، هر حس د انسان عقلاني قوې ته مشخصه اطلاع ورکوي.

د بېلګې به توګه؛ باصره حس دی چې د انسان مغزو ته تصویري اطلاع ورکوي، د انسان تر ټولو ډېره اتکاء په همدې حس ده. یا په بل عبارت؛ دا حس په یوازېتوب سره کولای شي چې د انسان د شناخت یا پېژندنې وسیله یا دلیل وګرځي. د انسان تصمیم او عکس العملونو په ټاکلو کې د دې حس رول ډېر مهم دی، خو؛ د دې حس فعالیت یوه انسان پورې محدودېږي؛ یعنې هغه ځای کې کار کوي چې انسان هلته موجود وي. که څه د ټلویزیونو، ورځپاڼو او انټرنټ موجودیت د دې حس د کار جغرافیې ته پراختیا ورکړې ده، خو؛ په همدې اندازه یې د دې حس په اعتبار هم بد تاثیر کړی دی. په دې مانا؛ په نننۍ نړۍ کې د ټلویزیونو ، ورځپاڼو او انترنټ کې د خپرو شویو کمرو لېنزونه له هغو ځایونو نه تصویر اخلي چې د کمرو خاوندان یې غواړي او دا غوښتنه اکثر د واقعیتونو انعکاس نه، بلکې حتی د واقعیتونو معکوس ښودل وي

یعنې انسان د دې حس د لارې تېراېستل کېدای هم شي.

بل یې سامعه حس دی، که څه د دې حس اعتبار د باصره حس په اندازه نه دی، خو؛ د کار ساحه یې ډېره ده. مونږ هره ورځ، د هر انسان څخه د مختلفو واقعاتو په اړه اورو، ځینې یې منو او ځینې یې نه منو. د دې حس اهمیت هغه مهال زیاتېږي چې یو څوک په چا باور ولري، نو په دې حالت کې د دې حس اعتبار تر باصره حس کم نه وي

ولسمشر هم انسان دی، هغه هم حواس لري، د حواسو په رڼا کې یې شناخت تکمېلېږي؛ باصره حس یې څه ورته وایي؟ سامعه یې څه کیسې ورته لري؛ شامه حس یې له محیطه څه ډول بوی مغزو ته ورانتقالوي؟ لامسه حس یې څه ورته کلک او څه ورته نرم ښکاروي؟ ذایقه حس یې څه خوندور او څه ورته بېخونده ښکاروي؟

شاه، ولسمشر او یا بل هر هېوادمشر د بشریت په تاریخ کې محدود پاتې کېږي؛ دلیل یې دا وي چې د هغه په وجود کې د قدرت روح وي او دا روح؛ هغه ته ښکاره او پټ دښمنان پیدا کوي. همدا وي چې هغه ځینې کسان پیدا کوي او په هغوی اعتماد کوي

د ولسمشر حواسو جغرافیه بیا همدې کسانو پورې محدوده وي. هغه خپل د دفتر رئیس ویني، خپل مشاورین اوري، خپل سکرټران څاري ... د دې کسانو د لارې چې کوم کسان ولسمشر ته لار پیدا کوي، له هغو نه چې څه اوري، همدا د هېوادمشرانو شناخت جوړوي او د همدې اطلاعاتو په رڼا کې تصمیم نیسي

په بل عبارت؛ د هېوادمشرانو حواس د هغو د معتبرو کړیو حواسو ته محتاج وي؛ هغوی چې څه ډول شناخت له نړۍ نه درلود، څه ډول جهان بیني یې چې وه، هېوادمشران هم هغسې لیدلوري لري

البته دا حکم مطلق نه وي، د هېوادمشرانو ماضي هغوی سره مرسته کوي چې خپله پېژندګلوي هم له خپل چاپېریال نه ولري، که یې کړۍ ورته څه ناسم ووایي، هغه یې تحلیلولی شي، خو؛ دا حلقې معمولاٌ ډېرې زیرکې وي. دوی رو، رو هېوادمشران د خپلو حواسو تار پورې تړي او ځان پسې یې روانوي، په دې کې بیړه نه کوي

همدا ده؛ کله چې د بشریت تاریخ مطالعه کوو، د هېواد مشرانو اکثرو ناکامیو کې د هغه نږدې کسان دخیل وي. د هر بریالي هېوادمشر د کامیابۍ مهم دلیل هم د هغه کړۍ وي.

نو؛ هېوادمشر لپاره ډېره اړینه ده چې هڅه وکړي؛ د خپلو حواسو جغرافیه د امکان تر حده پراخه وساتي. په دې حالت کې څوک ورسره خیانت نه شي کولای، څوک یې د شخصي یا ګروپي ګټو د تامین لپاره وسیله ګرځولی نه شي؛

دویم دا چې خپله هغه حلقه چې د ده حواسو نهایتاٌ هغوی پورې محدودېږي؛ هوښیار، وطندوست او وفادارو خلکو نه جوړه کړي.

- بېرته شاته