(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خلقو د دغسې جمهوري فېصلو احترام ضروري

د 18 فرورۍ 2008 الېکشن کۀ هر څو په ډېرو حوالو نوي حېرانونکي نتائج مخې ته راوړل خو په حقيقت کښې دا د ملک د اکثريت د فطري جمهوري مزاج او نفسياتو هغه اظهار دی کوم چې ئې د 1970 په عامو انتخاباتو کښې کړی ؤ. په خصوصيت سره پښتنو چې په کومه مينه خپلې پارټۍ اې اين پي ته رائې ورکړه دغې عمل نۀ يواځې دلته مصنوعي سياستونه مسترد کړل بلکې دنيا ته ئې دا پېغام هم ورکړو چې پښتانۀ نۀ دهشت ګرد دي او نۀ په تشدد يقين ساتي. پښتانۀ په هر حال کښې د باچا خان د عدم تشدد د فلسفې علم بردار، يو پرامن او د جمهوري مزاج لرونکی قوم دی. د زړۀ غټاوي خبره دا ده چې د يو قامي امتحان په وخت پښتنو نۀ يواځې په پښتونخوا کښې د خپل قامي وجود د ادراک د شعور ثبوت ورکړو بلکې په نورو دوؤ صوبو بلوچستان او سندهـ کښې ئې هم د دې سياست مرسته وکړه. د پښتنو مشرانو خصوصاً اسفنديار ولي خان بيا بيا يادګيرنه کړې وه چې پښتانۀ د حقونو نه زيات د خپل وجود د بقا جنګ کوي او په دغه جنګ کښې يقيناً په هر طرف ميشته پښتنو د خپلو مشرانو خبرو ته جواب ووايۀ. د ملک په سطح چې کوم انتخابي نتائج مخې ته راغلي دي په حقيقت کښې دغه د صدر مشرف او د هغۀ د جوړې کړې غېر جمهوري ډلې (ق) ليګ او د هغوي د آمرانه پاليسو په ضد يوه پرېکړې فېصله ده. صدر مشرف يو طرف ته په نۀ زړۀ او تروش تندي د الېکشن د نتېجو تسليمولو اعلان کړی دی او بل طرف ته ئې د ايوان صدر نه د خپلو بائلونکو جوارګرو دفتر او اډه جوړه کړې ده. ځنې اخباري رپورټونه وائي چې صدر پروېز مشرف د (ق) ليګ د پنجاب اسمبلۍ ځنې ممبرانو ته وئيلي دي چې تاسو د خپلو منصوبو د تکميل دپاره د فنډ د حصول غمونه مۀ خورئ. بل طرف ته نګران حکومتونه چې دا هم د (ق) ليګ خلق دي هر ځائی د لويو لويو پوسټونو په وېشلو او تبادلو کولو بوخت دي. يو تالان ئې جوړ کړی دی چې راتلونکو حکومتونو ته نۀ يواځې مشکلات پېدا کړي بلکې نوي بحرانونه راجوړ کړي. چې دا عمل کۀ يو طرف ته د صدارت د منصب خلاف دی نو بل طرف ته د نوو سازشونو مېدان هم په ګوته کوي. د الېکشن نه پس چې د ملک درېو غټو ډلو پي پي پي پي، (ن) ليګ او د اې ان پي مشرانو د يو مکمل اتفاق او اتحاد کومه مظاهره کړې وه او د تدبر، دانش او پختګۍ کوم اظهار ئې کړی ؤ بايد چې دغه مشران په دغسې سازشونو نظر ولري او په حکومت سازۍ کښې د تاخير کولو په ځائی چټک ګامونه پورته کړي. ګني سازشي عناصرو ته کۀ موقعه په ګوتو ورشي او دغه هر څۀ په يو بل شکل کښې بدل شي نو دا عمل به نۀ يواځې مايوسي پېدا کړي بلکې دا به د دې ملک په خېر ځکه نۀ وي چې اوس د ملک د خلقو د صبر جام ډک شوی دی. کۀ يوه قطره پکښې لوئېږي نو دوه به ترې نه توئېږي. د دې الېکشن نه پس چې کومه د خوشحالۍ خبره ده هغه دا ده چې د ملک ټولې جمهوري ډلې چې خلقو رائې ورکړې ده هغوي حقونو تسليمولو ته غاړه ايښې ده او کۀ دغسې وشي نو په کار او خدمت کولو کښې به شايد چې اسانۍ ډېرې وي. په اصل کښې په تېرو غېر جمهوري دورونو کښې چې کوم غېر سياسي کلچر پېدا شوی دی هغې ډېرې بې اعتبارۍ پېدا کړي دي. د جمهوريت د پرمخ بوتللو دپاره به اعتبار بحالول ځکه ضروري وي چې عوامو هم د دغې ضرورت دپاره په دغو ډلو اعتبار کړی دی. نن اووم مارچ دی او هر څو کۀ نواز شريف وئيلي دي چې د جمهوريت د سبوتاژ کولو دپاره چې په ايوان صدر کښې تراوسه څۀ وشو هغه مونږ په شريکه د ناکامۍ سره مخ کړي دي او بايد چې صدر مشرف مېدان پرېږدي. خو بل طرف ته د امريکې وزير خارجه کنډوليزا رائس وائي چې مشرف د پاکستان صدر دی او صدر به وي او امريکه د مشرف سره کار کول غواړي. دغسې د (ق) ليګ سره بيا بيا ملاقاتونه او په مرکز کښې د پي پي پي پي له خوا تراوسه په وزير اعظم نۀ متفق کېدل، عام خلق په يو تشويش ناکه ويره مجبور کړي دي ځکه چې په دې ملک کښې هر څۀ ممکن دي. بيا هم مونږ د خلقو په ورکړې رائې او د خلقو په شعور او جذبو مکمل يقين لرو. بايد لکه څنګه چې د اې اين پي منتخب شوو خلقو د خپلې صوبې دپاره د وزير اعلي په حېثيت د امير حېدر خان هوتي نوم بغېر د څۀ تاخير نه تجويز کړو او په نننو اخبارونو کښې ئې د صوبې دپاره د پي پي پي پي سره د کاميابو مذاکراتو نه پس د خپلو وزيرانو اعلان هم وکړو. ښه به وي چې د نورو ګټونکو ډلو اتحاديان د دوي تقليد وکړي او وخت ضائع نۀ کړي. مونږ دا هم عرض لرو چې د خلقو په ذهن کښې د صدر مشرف پاليسو او مسلم ليګ (ق) شکست خوړلی دی کۀ خدائي ده د وسيع تر مفاهمت په نوم د (ق) ليګ دپاره د نرم مزاجۍ مظاهره وکړې شوه نو دا به د اسفنديار ولي خان هغه خبره رښتيا کړي چې هغۀ وئيلي وو چې مفاهمت به په پام کوئ ځکه چې د بې غېرتۍ او مفاهمت ترمينځه ډېره لږه فاصله وي. نو کوم خلق چې د خپلو ذاتي مفاداتو دپاره د ازل نه په سازشونو يقين لري هغوي له د عوامو د رائې په ضد د مفاهمت د نوم په جولۍ کښې ځائی ورکول به ځان له دوکه ورکول وي. مونږ د عوامو او په خصوصيت سره د پښـتنو د رائې په لمن کښې د يو مکمل جمهوري امېد سره د موجوده قيادت په شوو تجربو يقين لرو او په دې يقين لرو چې د دې ملک مستقبل د جمهوريت سره وابسته دی. دې پرتوګ ته دومره پتنزي اچولي شوي دي چې د نورو پتنزو لګولو ګنجائش پکښې نشته. مسئلې ډېرې دي خو کۀ ارادې مضبوطې او مثبت وي نو د هرې مسئلې حل موجود دی انشا ء الله. - بېرته شاته