(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

6.12.14 احمد خان (احمد شاه بابا) درانی

کال ۱۷۴۷ - ۱۷۷۳
کارنامی، ابدالی دولت، او د افغانستان بیا جوړه ونه

 06.12.2014 سریزه: - کله چه دایران صفوی طهماسب پاچا دخپلو لښکرودجوړیدو دپاره تیاری نیووه ترڅو دافغانانو په مقابله کی وجنګیږی دنادرافشار دزړور تیا او کاری ظرفیت نه یی اګاهی پیدا کړه. په خپل لښکرو کی یی نظامی خدمت ته ومانه. دنادر افشار کړنه دپاچا د لښکرو توجه د ځان د پاره جلب کړه. او په کال «۱۷۲۶» په نیشاپور ښار باندی حمله وکړه او هغه یی فتح کړه. او ورپسی یی مشهد، او سیستان یی په کال «۱۷۲۷» فتح او لاندی کړه. او دی بریاوو نادر افشار د شاه د قوی په سر کی ورته ځای ورکړه. او په دی ترتیب د نادر افشار نوم په ایران او خراسان کی مشهور شووه. نادر افشار په کال ۱۷۲۷ د پښتنو قومونو د غلجایی او ابدالی قواو په منځ کی د شرق او غرب څخه واقع شووه اول یی د هرات خواه ته توجه را وګرځوله او تر کال ۱۷۲۷ پوری دابدالی حکومت سره په هرات کی دوامدار جنګونه وکړه. ترڅو چه ابدالی حکومت خپله بی طرفی اعلان کړه. او بیا یی په کال «۱۷۲۹» دولت غلجایی په ایران کی مات کړه اووروسته یی په کال «۱۷۳۶» هرات او فراه ونیوله او په کال «۱۷۳۲» کی دعثمانی دولت سره دایران دازادی دپاره وجنګیده. او په کال «۱۷۳۲» کی دروسانو سره موافقی ته ورسیده او په منځ کی سوله اعلان شووه. او په کال «۱۷۳۶» لویه قومی جرګه جوړه ګړه اود پاچاهی طرحه یی وړاندی کړه. نادر غوښتل چه ایران او افغانستان څخه یودولت جوړ کړی او اداره یی کړی څرنګه چه نادر سنی مذهبی مسلمان وه او د ایران او افغانستان دمذهبی اختلاف طرف دار نووه. او مشهد یی خپل ځای ناستی وټاکه په دی ترتیب نادر افشار دنادر شاه په نوم په پا چاهی ورسیده. او په کال «۱۷۳۷» کی یی دافغانستان دپار متوجه شووه. اول یی قندهار فتح اوتنظیم کړه. پدی وختونو کی یعنی په کال «۱۷۳۸» دکابلستان حکومت ددشیر خان بابری په لاس کی وه او دمشرقی حکومت دناصر خان بابری له خواه اداره کیده. چه دواړه دهندوستان له خواه مقرریدل. دنادر په قواو کی ابدالی اوغلجایی پښتانه تربل هر چاه نه قوی اوخورا مخکی وه. نادر ددوی په وسیله وکولی شووه چه په ډیر اسانی سره تر لاهوراو پنجاب ورسیږی. دخیبر دره کی یی نوی قوت جوړ کړه. اوپه «۱۷۳۹» کی یی دبابری دولت اخرنی قوت دماتی سره مخ کړه. او دهلی ته په هندوستان کی داخل شووه. دهندوستان پاچا تسلیم شووه او خپله لور یی دنادر زوی نصراله ته ورکړه نادر ددهلی ښار بغاوت مات کړه او چور اوتالان یی او چپاول یی په دهلی ګډ کړه ټوله خزانه، طلا، نقره، لعل او جواهراوټول قیمتی شیان او جنسونه دکوه نور دالماس په شمول، تخت طاوس دځان سره واخیستل او پاچاهی یی محمدشاه پاچا دخپل زوی خسرته وسپارله اوخپله دهندوستان څخه دافغانستان په لور راروا ن شووه. نادر خپل عالی افسرانو ته «۵۰۰» اشرفی او منځنی افسرانو ته «۳۰۰» اشرفی او خپلو سربازانو ته «۲» اشرفی چه د هغه وخت په حساب «۲۴» روپی کیدلی مکافات ورکړه. نادر په کال «۱۷۴۰» تر بخارا ورسیده امیر بخارا تسلیم شووه او خپله لور یی علی قلی دنادر افشار وراره ته ورکړه. دبخارا سره یی پوله دامو سیند وټاکه او خپله بیرته مشهد ته راغی. اوخپل داخلی اوبحری کاروته متوجه شووه. او بحری کارونه یی دیو نفر انګلیسی په کومک مخ ته بوتلل. نادر ډیر دټولو قتو حاتو په سر کی وه او ځان ورته قهرمان ښکاریده. نادر همیشه دچټک عمل څخه کاراخیسته اوتر کال «۱۷۴۴» پوری یی مختلف جنګونه په دا خل او خارج کی ترسره کړه. دهغه جملی څخه دکرمان خلک یی قتل عام کړه. او په مشهد کی یی کله منار جوړ کړه دی ټولو جنګونو دنادر اعصاب نارام کړه روحی او روانی تکلیف ورته پیداشوه. او خپل زوی رزا قلی یی چه ولی عهد هم وه په ډیره وړه غلطی ړوند کړه. اوسترګی ورته ویستلی او وروسته بیا یی ټول هغه خلک چه دزوی دړندیو په ورځ وه او دهغه دزوی شفاعت یی نوه کړی دتیغه تیر کړه. له دی وروسته نادر په پوره نارامی اومریضی کی شپی او ورځی تیرولی. او په اخر کی یی غوښتل چه قزلباش اوافشاری لښکر خپل دتیغه تیر کړی. تر څو چه په کال «۱۷۴۷» افشاری اوقزلباش قواو نادر مړکړه. او افغانی قواو حرام سرای دچور او چپاول څخه خلاص اومحافظه کړه. داحمدخان ددی توری په مقابل کی دحرام سرای خزانی او دکوه نور الماس چه هغه وخت دابدالی اواوز بک قواو قومندان وه په لاس راوړل. دنادرافشار تر مرګ وروسته افغانی قواوی بیرته قندهار ته په شا شوی او په سر کی یی احمد خان ابدالی وه. او احمد خان په قندهار کی دافغانی مرکزی دولت په فکر کی شوه. په دی وخت کی په ټول خراسان اوایران کی داخلی جنګونه بیا دسره شووه او احمد خان دوباره خراسان ته لاړه اوحکومت یی نورمحمد خان افغان ته وسپاره او په دی ترتیب خراسان د افغانستان یوه بر خه شووه.

داحمد شاه بابا ابدالی په هکله لنډ اوښکلې معلومات.
د احمد شاه بابا له نامه سره سړي ته معمولاْ د پانی پت جنګ، پر هند باندې حملی، د تورو خرپی، او د میړانی رنګارنګ کیسی وریادیږي. دا خبری دومره ذهن ته راځي چې د ده د شعر ویلو او هنري ژوند برخه ګرد سره د سړي له یاده وځي. چاته دا نه وریادیږي چې ده دی د دومره جنګونو، سیاسی اصلاحاتو او د افغانستان د بنسټ ایښودو د کارنامو تر څنګ کله شعر هم ویلی وي. په داسی حال کې چې دی هم د ځینو لویو پاچهانو او سردارانو په څیر د تورې او قوي مټ تر څنګ د ښه قلم او ښی ادبي قریحی خا وند و او ځانته د نورو شاعرانو په څیر یو بشپړ دیوان لري. ارواښاد عبدالرووف بینوا د افغانستان نومیالی نومی کتاب په دریم ټوک کې د ده په باره کې لیکي چې د شاعرانو او ادب د مینه والو سره یې مجلسونه کول او د شعر و شاعرۍ څخه یې خوند اخیست په تیره یې بیا د پښتو ژبې له ادب سره یې ډیره مینه درلوده او د پښتو ژبې په تاریخ کې د احمد شاه بابا دربار لومړی دربار و جې د پښتو ژبې لومړنی تدریسی کتاب په کې لیکل شوی دی. احمد شاه بابا خپل زامن هم د پښتنوالی په روح روزل نو ځکه یې د پښتو ژبې خوږ ژبي شاعر پیر محمد کاکړ زوی ته د ښوونکي په توګه ټاکلی و. او پیر محمد کاکړ د احمد شاه په امر د شهزاده سلیمان له پاره د معرفت الافغانی په نامه د پښتو تدریسی کتاب ولیکه او د هغه له مخې یې شهزاده ته د پښتو زبې یو اړ لاری چارې وروښودی. بده به نه وي چې اوس په دغه اړ ګې د دغه نومیالي پښتون پاچا د شعر یوه نمونه چې د ډیلي په تخت ناست د وطن په یاد یې ویلې په ګډه سره ولولو:

ستا د عشق له مینو ډک شول ځیګرونه
ستا په لاره کې بایلي ځلمي ســـــرونه 

تاتــــه راشمــــــه زړګی زما فارغ شــــي
بې له تا مې اندیښنــــــــې د زړه مارونه 

که هر څه مې د دنیا ملکونه ډیر شـــــــي
زما به هیر نه شي دا ستا ښکلي باغونه 

د ډیلي تخت هیرومه چې را یاد کــړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه 

د رقیب د ژوند متاع به تار په تار کړم
چې په تورو پښــــــــــتانه کا ګزارونه

د فرید او د حمید دور به بیا شــــي
چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه 

که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا یـــــې
زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه 

احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا
که ونیسي د تمام جهان ملکــــــــونه .


لوي امپراطور احمد شاه بابا يو ملي شاعردی.

لوي احمد شاه بابا د زمان خان ابدالي زوې په کال ۱۱۰۱ هجرې شمسې کي زيږيدلى دى. موريي زرغونه انا نوميږي، مور يې د الکوزو د کورنۍ څخه وه. لوي احمد شاه بابا ټول خلک د يوه لوي پادشاه په حيث پيژني، مګر ډير خلک نپو هيږي چي دى يو لوي ملي او مبارز شاعر هم وو.
احمد شاه بابا يو هيواد دوست او ملي سمبول وو. ده په کوچنيوالې کي ديني علوم او خط او کتابت د خپل وخت دعالمانو څخه زده کړى وو، او د ښه سواد خاوند او په پښتو او دري ژبو کي ليکني کړيدي اوپه دواړو ژبو کي اشعا ر ليکلي دي، او د ښه قلم خاوند و.
لوي احمد شاه بابا د زمامدارۍ او پادشاهۍ تر څنګه د شعر او شاعرۍ سره ډيره علاقه او دلچسپي درلودله، او کله به چي د خپلو فتوحاتو او کارونو څخه فارغيده د مهمو حادثو او واقعو يا دبه يي په خپلو اشعارو کي کاوه او پدي ډول به يي شعرونه ليکل. لکه چي د يوه بري نه راستون شو نو دالا ندي شعريي ليکلى وو.

چي بر کړې مي خداى لاس په رقيبانو 
چي له ياره سره خوښ هم کناره ځم

چي د هند د ملکو فتحه مي روزي شوه 
ترو به زه د هند په لور په تما شه ځـــــم

پر دا کړې داد دې خداي نشي پښيمانه 
نو ايران لره په توغ په نغاره ځــــــــــم

معىشو قې د ايران ډيري تر کي شوخي 
تر نګين مي ايران لاندي شاهانه ځـــــم

زه تسخير د ولايت د خداي په داد کړم 
په مد د د حبيب هره خوا تازه ځـــــم

چي زما د ولايت فتحه روزي شوه 
ترو به څه د يار له نازه کناره ځـــــــــم

احمد شاه دنيا فا ني ګڼم چي نشته 
دنيا پا ته له ايمانه به سره ځـــــم.


دلوی امپراطور احمدشاه بابا ابدالی دلمړی ځل ټاکل کیدل
څه کم نیمه پیړی پخوا د پښتو ژبی د نوی ادب یوه پهلوان عبدالروؤف بینوا د غنمو د وږی په نامه یو اثز له چاپه راویوست. د غنمو وږی د پښتنو د سیاسي تاریخ د هغه فصل په باب لیکل شوې چې پښتانه د ایران د نادر افشار د کورنی د استعمارنه د خلاصیدونه وروسته د یوی واحدی رهبری په هڅه او لټه کې وو. او بالاخره یې د دی واحدی رهبي له پاره د کندهار د شیر سرخ بابا په زیارت کې لویه جرګه جوړه کړه. د دی تاریخی لویی جرګې په نتیجه کې د پښتنو د تاریخ یوه اویه ستونزه حل شوه، پښتنو مشرانو د رایو په یوه خوله لوی احمد شاه بابا د خپل پاچا په توګه وټاکه، او احمد شاه بابا هم د معاصر افغانستان د موسس په توګه د پښتنو د پراخو او تیتو پرکو پرګنو په یو کولو لګیا شو. د شیر سرخ بابا په زیارت کې د پښتنو د خپلواک دولت اساس نه بلکه د یوې لویې امپراطوري اساس کیښودل شو چې د احمد شاه بابا په قول یې هند او ایران تر نګین لاندې وو، عبدالرووف بینوا د پښتنو د دی تاریخي جرګې په باب داسې وایي:
ارغنداو د غرو لمنــــــــــــــــــې
د غاټول په ګلو سرې شــــوې
د دامان هوسۍ دي مستــې
زرغونې ورته دری شـــــــــوې
د باغو ونې ویښـــــــــــیږي
د بلبلو پرې نارې شــــــــوې
آسمان مځکه ټوله خانـــدي
نوې نوې نندارې شــــــــوې 
واه، دا څه نوې ژونــدون دی
دا نسیم راغې له کومــــــه
چې یې نوی روح وطـــن ته
وباسه له خپل قدمــــــــــــه 
به وا جوړ ملــــــــی اختر دی
نجونو سره کړه خپل لاسونه
په ملالو غاړو زانګـــــــــــــــي
د روپو سپین امیـــــــــــــلونه
لور په لور یې خپاره کــــــړي
پرتندي تور اوربلونــــــــــــــــه
له کیږدیو راوتلــــــــــــــــــــي
پر دښتو کړي اتڼونــــــــــــــه
زلمیان هم ټوپک په غــــاړه
پښتنې ترانې وایــــــــــــــي
په ملي جوش او خروش بیا
ننګیالي پلرونه ستايـــــــــي


دلوی امپراطور احمدشاه بابا ابدالی دتاریخ دیرمه برخه.

احمد شاه بابا هم د پښتنو د نورو مشرانو په څیر د خپل قام له بلپاتې بی اتفاقي څخه په تنګ دی او سره له دې چې په خپلو سوبو باندې ویاړي خو په دی هم پوهیږي چې دغه بریالیتوبونه یې د خپلو پښتنو وروڼو په توره بر لاسه کړی دی، خو بیا هم ګوري چې پښتانه په غلجي او ابدال باندې ویشل شوي دي. دی ورته وايي چې ټول غلجي او ابدال یو شان دي ټول وروڼه دي او ښه والی په اصل او نسب کې نه دی. ښه والی په پاکۍ او سړیتوب کې دی، میړانه په ښه عمل کې ده، په ښو جامو او دنیا دولت کې نه ده، دی خپله قام ته وایي چې اوس د احمد شاه په هر لور تاختونه دي او لور په لور باندې غزا پیل شوی ده نو باید لاسونه سره ورکړی او په یوه زړه او یو خوله د ده ترڅنګ ودریږی.
قافله د عشق راغلی له کوم خــــــــوا ده
پر زړګي باندې مې شته که څه غوغا ده

ټوله یو دي که غلجي که ابدالــــــــي دي
ښه هغه چې یې د زړه شیشه صــفا ده

چې عمل یې د نیکۍ دي میړه هـــــــغه
که اغوستـــــې یې ګدله د خامــــــــتا ده

پښـــتانه دې ټولـــه لاس سره یو کانـدي
چې مو نن غزا هر لوري شا و خــــــوا ده

بی زحمته راحت چیرې مونده نه شـــي
د احمد ځکه په هـــــــر لوري غــــــــزا ده.
دوهمه برخه دلوی امپراطور احمدشاه بابا ابدالی تاریخ ته لنډه کتنه.

احمد شاه بابا په داسې عصر و زمان کې ژوند کاوه چې د هند د مغلو عظمت او جلال ختم شوی او تش نوم او درباري القاب او تشریفات ورپاتې وو. په ایران کې د نادر افشار د وژل کیدو نه وروسته د هغه هیواد په هره برخه کې کورنۍ جګړی پیل شوی وی او نور یې د دی توان نه درلود جې زر دی ځان سره راټول کړي. په شمال کې داسې قوي دولت نه و پاتې چې افغانستان ته د خطر ولري او د بخارا امیر نه یوازې دا چې پر بل چا یې یرغل نه شو کولای بلکه له ځان څخه یې د دفاع توان هم نه درلود

ګواکي په دغه وخت کې د زمان د ټولو وختو پر خلاف چې پښتنو ته به یې یوه بلا له ځان سره درلوده دا ځل دوی ته د ګاونډیو هیوادو څخه ګاښ نه و او دوی کولای شول چې په بی غمه زړه خپل کورګی آباد کړي
. خو احمد شاه بابا داسې څوک نه و چې یوازې دی د خپل کورګي په آبادولو قانع شي. هغه ډیر لوړ خیالونه درلودل او غوښتل یې چې د افغانانو پخوانی برم یو ځل بیا راژوندې کړي. داسې ښکاري چې دی په خپل دغه کار کې خپلې آرزو ته رسیدلې هم وي. او داسې وایي:
نن بیا هسې د ګلزار په ننداره ځــــــم
چې له یاره سره خوښ هم کناره ځم

چې بر کړی مې خدای لاس په رقیبانو
ترو به زه د هند پر لور په تماشه ځــــم

چې د هند د ملکو فتحه مې روزي شوه
نور ایران لره په توغ په نغاره ځـــــــــــــــم

پر دا کړی داد د خدای نه شی پښیمانه
تر نګین مې ایران لاندې شاهانه ځـــــم

معشوقې د ایران ډیرې ترکې شوخـــــــې
خدای چې راکي ترکې هند ته دوباره ځم

زه تسخیر د ولایت د خدای په داد کــــــړم
په مدد د حبیب هره خوا تازه ځـــــــــــــــم

چې زما د ولایت فتحه روزي شـــــــــــــوه
تروه به څه د یار له نازه کناره ځـــــــــــــم

احــــمــد شاه دنیا فانی ګڼم چې نشته
دنیا پاته له ایمانه به سره ځـــــــــــــــــم

- بېرته شاته