(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

9.12.14 څادر - لنډه کیسه

لیک: لایق زاده لایق

09.12.2014: هغه د څۀ ساعت دپاره ځوړند سر ولاړ ؤ او د سوچونو په لوئے درياب کښې ئې غوپې وهلې ـ بيا ئې سر راپورته کړو ـ يو نظر ئې د خپل کچه او خاؤرين کور ٫٫برګو،، ته وکتل چې جولاګانو ورکښې جالې جوړې کړې وې ـ بيا ئې خپلو لاسونو وکتل کوم چې داسې چاؤدلي وو لکه چې چا په تېرۀ چاړۀ غوڅ کړي وي ـ د هغۀ د لاسونو رنګ که هر څو سُور سپين ؤ ـ ولې ٫٫جاولو،، بېخي تور کړے ؤ ـ د هغۀ سترګو کښې يو څو اوښکو يو بل له غاړې ورکړې خو هغۀ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې دا د خوشحالۍ اوښکې دي او که د خپلې بې وسه ورځ اظهار دے ـ

د هغۀ بوډۍ مور چې د کلونو راسې د ټي بي مريضه وه د ټولې شپې د ټوخېدو نه پس ايله اوس غلې شوې وه ـ پېغله خور ئې د سحر رڼا لګېدو سره ٫٫چينې،، ته اوبو له تلې وه ـ هغه څۀ فکر يوړو بيا ئې د خپلې بوډۍ مور په مخ سترګې ښخې کړې چې ورباندې وخت د ټول ژوند ناکړدې بې ترتيبه ليکلې وې ـ د هغې سترګې پټې وې او د سپينو وېښتو نه ئې شليدلے تور سرپيچک يو طرف ته خوئېدلے ؤ هغۀ په دوېم نظر په خپلې مور باندې خورې بړستنې ته وکتل ـ چې دومره خيرنه شوې وه چې د ٫٫رنګ،، ئې هډو پته نۀ لګېده ولې مور ئې پرې اوس هم مئينه وه ځکه چې دا د هغې د وادۀ نخښه وه ـ

هغۀ يو ډېر اوږد اسوېلے وکړو ـ او د خپل کور هغه المارۍ له ورغے کومې چې لا تر اوسه پورې ٫٫ور،، نۀ ؤ ليدلے ـ هغۀ د المارۍ په بره تاخ کښې پروت قرآن شريف را اوچت کړو هغه قرآن شريف چې د ٫٫ تبرک،، دپاره د دوي په کور کښې پروت ؤ ـ ولې د کلونو تېرېدو باوجود لا اوسه چا پرانستے هم نۀ ؤ ـ هغۀ يو ساعت قرآن شريف خپلو سترګو پورې کلک نيولے ؤـ بيا ئې د هغې د لاندې پرتې څو روپۍ راواخستې ـ په ژور نظر ئې روپو ته وکتل ـ وښکي ئې تښتېدل ځان سره ئې ووې ٫٫ نن نه صبا له که خېر وي،، هغه روپۍ يو ځل بيا د قرآن شريف لاندې کېښودې او ځان سره ئې غلي غوندې وخندل ـ

د هغۀ نوم ٫٫ کشمال خان ،، ؤ ـ ولې غريبۍ کشمالے کړے ؤـ د لوئے کلي نه لرې په يوه بانډه کښې وسيدو ـ په ټوله بانډه کښې لس پنځلس کورونه او يو جومات ؤ او هم دغه د کشمالي دنيا وه ـ د هغۀ پلار به کلي ته روزانه د لرګو ګېډے راؤړو ـ او د هغې په پېسو به ئې ٫٫کډه ،، ساتله ـ د پلار د مرګ نه پس چې کشمالي په وړمبي ځل تبر په اوږه کړو نو مور ئې ورته بې اختياره په ژړاشوه ـ او سينې ته ئې راجوخت کړو ـ د هغۀ په نازکو اوسرو سپينو لاسونو کښې تبر کله ښۀ ښکارېدو خو غريبۍ ورسره هم دغه ٫٫ ښۀ ،، کولے شو ـ ځکه نو ورو ورو عادت شو او بيا ئې دغه معمول ؤ چې سحر وختي به ئې د لرګو ګېډے په شا کړو کلي ته به راغے او چې کله به لرګي خرڅ شول نو څۀ به ئې د مور دوائي شوه او څۀ ٫٫چائې ګوړه،، ـ

هغۀ به دا هر څۀ د خپل خيرن او شيلدلي څادر په پڅکي پورې وتړل او کور ته به ستړے ستړے روان شو ـ چې کله د کلي د لوئے سکول خوا ته ورسېدو نو د څۀ ساعت دپاره به اورېدو ـ هر ماشوم ته به ئې په زير زير کتل ـ او چې د سکول ماشومانو به په اوچت اواز د قرآن پاک تلاوت کولو نو کشمالے به ورته ځوړند سر ولاړ ؤ ـ په مخ به ئې غټې غټې اوښکې راتلې او هر يو ټکے به ئې د زړۀ تل ته کوزيدو ـ هغۀ به هر ځل ځان سره وئيل چې ٫٫ دا ځل به کۀ خېر وي د جومات د مولوي صېب نه سبق شروع کوم ،، خو غريبۍ مسلمانۍ ته نۀ پرېښودوـ

د لوئے سکول نه وړاندې د بسونو او ټانګو اډه وه چې ورته بالکل مخامخ د ټوکو يو غټ دوکان ؤ ـ په دغه دوکان کښې به هره ورځ ټوکي خرڅېدل ـ کشمالے به کله کله ددغه ټوکو د رنګونو تماشې ته پښه نيولے شو ـ خو چې کله به ئې خپلې څيرې لمنې ته وکتل نو په اوچو شونډو به ئې ژبه راښکله او د هاغه ځائے نه به چاق چاق روان شو ـ ولې د څو مياشتو راسې به کشمالے دغه دوکان ته هره ورځ ودرېدو ـ لږ ساعت نه ډېر ساعت ـ هغۀ به په دوکان کښې مخامخ يو ځوړند څادر ته کتل او د دغه څادر د هر تار په هر يو رنګ کښې به ورته خپله پېغله خور ٫٫ ګل جانه ،، ښکارېده ـ

هغۀ به په خيال او تصور کښې دغه څادر ګل جانې ته په سر کړو ـ ورته به ئې په غور وکتل ـ په سترګو کښې به ئې د خوشحالۍ اوښکې لاړې راغلې ـ هغه به ئې په تندي ښکل کړه ـ سينې ته به ئې راجوخته کړه او ورته به ئې ووې چې ٫٫ ګل جانې زۀ نن ډېر خوشحاله ،، خو هره ورځ به د لارو بسونو هارنونو د کشمالي د فکرونو دغه رنګينه سلسله شلوله ـ هغۀ ځآن سره دا کلکه فېصله کړې وه چې هم دا څادر به خپلې خور له يوه ورځ خا مخا اخلي ـ ځکه نو د څو مياشتو راسې به ئې هره ورځ د لرګو د پېسو نه څو روپۍ بچت کولې او غلې غوندې به ئې د قرآن پاک د سېوري لاندې کېښودې ـ هغۀ دوه درې ځله ګل جانې ته ذکر هم کړے ؤ خو ګل جانه به ورته د خندا شنه شوه او ورته به ئې وئيل چې ٫٫لالا تا دې خدائے لري زما د سر څادر خو تۀ ئې ،، کشمالے به د خپلې خور په دې خبرو ډېر خوشحالېدو ـ

نن چې کله ګل جانه سحر وختي اوبو له لاړه ـ نو د کشمالي دغه د مودو ارمان راؤپاريدو ـ خو ځان سره ئې ووې ٫٫نن نه سبا له کخېر وي ،، ـ

د خيالونو د ګرداب نه د راوتو نه پس هغۀ ګېډے په شا کړو او کلي ته راغے ـ نن د هغۀ ګېډے ګران خرڅ شو ځکه نو مور له ئې دوائي هم واخسته او ځان ته ئې د دوؤ روپو کباب هم واخستل ـ کباب د هغۀ ډېر خوښ ووـ خو د غريبۍ پرې مړه ګېډه هم سود نۀ وه ـ نن چې هغه کلي ته راغلو نو د ټوکو لوئے دوکان ته په ډېر اعتماد سره اودرېدو څادر ته ئې لاندې باندې وکتل ولې لاس ئې ورنزدې نۀ کړۀ ځکه چې جېب ئې خالي وو ـ

کشمالي ټوله شپه د خوشحالۍ نه پۀ ويښه تېره کړه ـ کله به ئې وئيل چې هسې نه ګل جانه په دغه څادر کښې د نظره شي ـ کله به ئې سوچ کولو چې هسې نه چې څوک ئې رانه رشته وغواړي ـ ګل جانه د ورور د احساساتو نه خبر وه ځکه نو ورسره ويښه ناسته وه ـ کشمالي ورته څو څو ځله ووې چې ٫٫ جينۍ اوده شه ،، خو هغې به ورته ووې چې ٫٫ماله خوب نۀ راځي ،، اخر شپه صبا شوه کشمالي نن خپلې هاغه جامې واغوستې کومې چې ئې پينځۀ کاله وړاندې غټ اختر له جوړې کړې وې خو په هر ورکوټي او لوئے اختر کښې د اغوستو باوجود لا اوس هم نوې وې ـ د پلاسټکو هغه بوټان ئې په پښو کړل په کومو پورې چې ورله خور په ډېره مينه رنګا رنګ ټوټې کلکې کړې وې ـ په وېښتو کښې ئې ډېره موده پس ګومنز ووهله ـ نن هغه لرګي نۀ راؤړل ځکه نو چاق چاق روان شو ـ په لاره چې به ورله څوک هم مخې له ورغلل نو کشمالي به ورته د څۀ تپوس نه بغېر ووئيل چې ٫٫ کلي کښې مې څۀ کار دے ،، چې څو قدمه به لاړو نو رو غوندې به ئې په جېب لاس ووهلو او دا تسلي به ئې وکړه چې د قرآن پاک د سېوري نه را اخستې روپۍ لا اوس هم د هغۀ په جېب کښې دي ـ

چې کلي ته راؤرسېدو نو نېغ د ټوکو لوئے دوکان ته ورغے او د څۀ تپوس نه بغېر په ړومبي ځل څادر ته نزدې ودرېدو ـ څادر ئې په ګوتو کښې واړولو را واړولو ـ د هغۀ په سختو او چاؤدلو ګوتو هغه څادر نور هم نرم لګېدو ـ دوکاندار کشمالي ته لاندې باندې وکتل خو د هغۀ په مخ د اعتماد په وجه غلے پاتې شو ـ ٫٫ دا په څو روپۍ دے؟ ،، کشمالي غلي غوندې ووې ـ ٫٫ په دولس سوه ،، دوکاندار خبره په لنډو کړه او د کشمالي د سر نه لکه چې شنه لوخړه ختلې وي ـ هغۀ چرته په عمر کښې هم دا سوچ نۀ ؤ کړے چې د څادر قيمت دولس سوه روپۍ هم کېدے شي ـ

د کشمالي په سترګو تيارۀ خوره وه ـ د دوکان نه يوې ډډې ته کښېناستو او خپل جېب ئې راؤسپړدو ـ هغۀ په رپېدونکو لاسونو د خپلو پينځو مياشتو جمع کړې روپۍ شمارلې ـ دوه درې ځله ترې شمېر هم خطا شو خو بيا ئې حوصله وکړه او چې ټولې روپۍ ئې شمار کړې نو ايله پنځۀ سوه او درې اويا اوختې ـ

د هغۀ په تندي خوله راماته شوه ـ او مرۍ ئې ونښته ـ بيا ئې زړۀ ته راغلل چې ٫٫ زۀ به خپل ګېډے دې دوکاندار سره ټيکه کړم او په څو ورځو کښې به ورته د ګل جانې د څادر قيمت پوره کړم ،، دغه وخت هغۀ نه د خپلې بودۍ مور علاج او د خيټې غوښتنې بيخي هيرې وې ـ هغه راپاڅېدو خو دا ځل ئې داسې محسوسه کړه لکه چې د ټولې دنيا بوج هم د هغۀ په سر وي ـ دوکان ته ورغے خو هلته څادر نۀ ښکاريدو ـ په هغۀ سر وچورليدو او د خولې نه ئې بې اختياره وختل ٫٫ ـ ـ ـ ـ آغه ـ ـ ـ ـ ـ آغه څادر؟ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ،، دوکاندر به څۀ وئېل غوښتل چې د موټر هارن د کشمالي پام سړک طرف ته راؤګرځولو د دوکان مخې ته ولاړ موټر کښې يوه ديسي ميم صېبه ناسته وه ـ د هغې په مخ باندې د ميک اپ ٫٫ پيخې ،، واضحه ښکارېدې ـ د هغې سر سرتور ؤ ځکه نو کشمالي د حيا نه ښکته وکتۀ او چې په دوېم نظر ئې ميم صېبې ته کتل نو د هغې هم هاغه څادر په سر ؤ ـ د هغۀ په ذهن کښې د ګل جانې خيال په تيزۍ سره چورلک وخوړو ـ زر ئې مخ دوکاندار ته راواړولوـ ٫٫ د ـ ـ ـ ـ داسې بل څادر شته ـ ـ ـ ـ ،، ٫٫ ولې نشته خو په نغدو،، دوکاندار د هغۀ په لاس کښې پنځۀ سوه او درې اويا روپۍ ليدلې وې د کشمالي په سترګو کښې منت او بې وسۍ غاړې وکړې خو دوکاندر هغۀ ته هډو ونۀ کتل ـ هغۀ د خپل ضمير سره خپله غريبه ورځ ژړله او په درنو قدمونو د لوئے دوکان نه روان شو ـ هغه د فکرونو يوې داسې چپې په مخه کړے ؤ چې نۀ ورته د ګاډو د شور احساس ؤ او نۀ د کلي د خلقو ـ د هغۀ زړۀ راډک شوے ؤ ـ خو ژړلے ئې نۀ شو ـ نن هغه د کلي د لوئے سکول په خوا کښې هډو پښه نيولے نۀ شو ـ د قرآن پاک اياتونه هغۀ واؤريدل خو په وړومبي ځل ئې د زړۀ تل ته کوز نۀ شول ـ د هغۀ ذهن ته ډېر داسې سوالونه راتلل چې تر اوسه ئې په هغې سوچ کول کفر ګڼلے ؤ ـ

هغۀ به کله پورته اسمان ته اوکتل او کله به ئې لکه د لېونو د ځان سره خبرې شروع کړې ـ د هغۀ مرۍ اوچه وه او چې کله به ورته د خپلې خور خيال لکه د دېوال مخې ته اودرېدو نو هغۀ به يوه کريکه اووهله ـ د کلي خلقو د کشمالي دغه لېونتوب ته کتل خو چاته هم دا معلومه نۀ وه چې د هغۀ دننه انسان ټوټې ټوټې شوے دے ـ او چې کله هغه د بازار د يوې غاړې نه بلې ته منډه وهله نو بيا د يو موټر د لاندې راپرېوتے ؤ ـ د کلي خلقو رامنډې کړې ـ د کشمالي په مخ تودې تودې وينې راماتې وې ـ هغه په خپل لاس کښې لا اوس هم هاغه روپۍ کلکې نيولې وې ـ د کومو په لوئے ډاډ چې هغه د خپلې خور د څادر د اخستو دپاره بازار ته راغلے ؤ ـ د موټر نه دوه کسان وارخطا راکوز شول ـ د هغوي د مخ رنګونه تختيدلي وو ـ په دغه دوؤ کسانو کښې يوه هاغه ميم صېب هم وه د چا په سر چې کشمالي د خپلې خور ٫٫ارمان،، ليدلے ؤ ـ

ميم صېب چې د خلقو په ګڼه ګوڼه کښې کشمالي ته اوکتل نو خوله ئې وازه پاتې شوه ـ د هغې د مخ نه رنګونه په تيزۍ سره والوتل ـ هغې د کشمالي په مخ د وينو سيلاب نشو ليدے ـ په رپيدونکو لاسو نو ئې د سر نه څادر راکوز کړو او چې کله ئې د هغۀ په مخ اچولو نو د کشمالي په سترګو کښې سلګۍ سلګۍ ارمان يو ځل بيا مسکے شوـ خو هغۀ د خپلو جذبو اظهار نۀ شو کولے ـ هغه خپل هاغه رپېدونکے لاس ميم صېب ته ور اوږد کړوـ په کوم کښې هغۀ لا اوس هم هاغه پنځۀ سوه او درې اويا روپۍ کلکې نيولې وې ـ ـ ـ د کلي خلقو يو بل ته په سواليه نظرونو کتل ـ ـ ـ او ـ ـ ـ د کشمالي لاس هم هاغسې عزېدلے پاتې شو ـ ـ ـ هغه يو دوه ځله اوږده ساه راښکه او بيا ئې توده وينه په سړېدو شوه ـ

ساعت پس چې کله د کلي خلقو د کشمالي مړے د هغۀ کور ته وړلو نو په دغه خلقو کښې هاغه ميم صېب هم ځوړند سر روانه وه ـ بل خوا ٫٫ ګل جانه ،، لا اوس هم د خپل کور قبلې اړخ ته د لوئے ګټ په سر ناسته د خپل لالا په انتظار وه ـ هغې چې د خپل کلي په لور دغه روانه ګڼه ګوڼه اوليده ـ ـ ـ نو زړۀ ئې اودرزېدو ـ ذهن ته ئې ډېرې وسوسې راغلې ـ ـ ـ هغې په خپلې مور پسې دننه کوټې ته منډې کړې ـ مور ئې ټوخي په سر را اخستې وه ـ ـ ـ او چې کله ورته ګل جانې خبره اوکړه ـ خو د هغې په مرۍ کښې لاړې اونختې ـ ساه ئې راماته شوه ـ

هغه لا د مور خوا کښې ناسته وه چې د ګڼو کسانو خبرې ئې واؤريدې ـ هغې په وار خطايۍ د کوټې نه باهر رامنډه کړه ـ هغې يو ځل د خلقو خاموشۍ ته اوکتل او بيا ئې په کټ غوړېدلي ٫٫ څادر ،، ته اوکتل ـ څو لحظې لکه د بُت خاموشه ولاړه وه ـ ـ او چې بيا ئې په رپېدونکو لاسونو د کټ نه څادر راښکلو نو د خپل لالا په وينې وينې مخ ئې سترګې اولګېدې ـ هغې بې اختياره چغې کړې ـ ـ ـ ٫٫ دا چا ؟ لا لا ـ ـ ـ دا ولې؟ ،، هغې په دواړه لاسه خپل مخ وهلو ـ ـ ـ وېښتۀ ئې شوکول ـ خو د هغې د دلاسې دپاره څوک هم نۀ وو ـ څوک هم نه ـ

او چې کله په ژړا ژړا د هغې مرۍ اونخته نو لکه د لېونو په خپل ورور راپرېوته او چې په سلګو سلګو ئې د خپل لالا مخ ته په غور اُوکتل ـ نو داسې ئې محسوسه کړه لکه چې هغه ورته په مسکا کښې وائي ٫٫ زما لېونۍ ـ ـ ـ زما ګل جانې ـ ـ ـ مــۀ ژاړه ـ ـ ـ تۀ ولې خفه کېږې ـ ـ ـ تــۀ اوګوره کنه ـ ـ ـ ٫٫ ما ـ ـ ـ ما ـ ـ ـ خو درله دادے ٫٫ څادر ،، راؤړے دے ،، ـ

 

چې خنــدا ئې پـرې تر مرګه پيرزو نشي

د غريب سړي ٫٫ لوئے جرم ،، غريبي ده

 Tzadar-Writen By Layaqzada Layaq

- بېرته شاته