(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.12.14استاد نور محمد تره کئی

10.12.2014 ليک: پائند خان خروټی    چيرمين: خلق ريسرچ اينډ انفارميشن فورم

عظيم مارکسي دانشور او عهد ساز اديب رهبر کبير استاد نور محمد تره کئی
موږ په تيار کي د رڼا سندري ځکه وايو
د ژوند سهار له موروزنه د رڼا کړې ده.
ظلم په هر چا که وي هر ځای چي وي دا به غندو
موږ دا خبره ډانګ پېيلې ښه صفا کړې ده.

د يو دانشور خپل ليک او وينا هغه وخت خوند او دروندوالی ومومي چي کله هغه حق و انصاف په خپل وخت او مهال باندي ښکاره کړي. ځکه چي په ريښتيا ويلو او ريښتيا ستايلو باندي مظلوم او محکوم طبقات تقويت مومي. خپل ځان د زيارکش طبقې فکري کاروان برخه ګرزولو څخه د خيرو حق تحريک لاپياوړتيا او چټکتيا خپلوي. د طبقاتي جدوجهد او مارکسي جدليات پېژندګلوي وروسته د ريښتني خادم او خائن فرق کولو کي اساني پيداکړي. په د اړوند د اهل علم و دانش انساني غړغشه جوړيږي چي مظلوم دشمن نظام او مسلط مخکشانو باندي نوي نوي سوالات راپورته کړي، د زردار اور زوردار په مخ کښي د زيردست طبقې په دفاع کي سپين خبري وکړي. د بورژوا طبقې معززين او ټولنيز رواياتو تنقيدي جاج واخلي چي ټولنيز معاشي آسودګي او سياسي خپلواکي ته لاره جوړه شي.
​د خلق خدا حقيقي قائد، دويښ ځلميانو د سازمان باني او د افغانستان پخوانی جمهور رئيس ارواښاد استاد نور محمد تره کئ (79-1917) پلارنی ټاټوبئ غزني مکور په لويه ناوه کي سور کلي دی مګر افغان اکيډمي اف سائنسيز کابل پخواني ډائريکټر استاد عبدالروف بينوا په خپل کتاب "اوسني ليکوال" ص 180 باندي د رهبر کبير نور محمد تره کي د زوکړي ځای پای تخت کابل کښي ميمنه بيانوي. د کابل د حبيبه ليسه څه ابتدايي تعليم حاصل کولو وروسته افغان ټريډنګ کمپني سره د منشي په حيثيت د هندوستان ښار بمبۍ ته ولاړی. هلته يې د مزدوري سره سره خپله تعليمي سلسله هم جاري وساتله او د کانګريس سياسي ليټريچر او ترقي پسند ادب يې هم تر خپله مطالعه لاندي وو. يکم ستمبر 1978 هفته روزه "ذوالفقار" ص 15 مطابق چي کله د نور محمد تره کي پلار د 1935 د کوټي ښار په زلزله کي وفات شو نو بيا مجبوراً بيرته پای تخت کابل ته شتون شو.
​د صحافت آغازيې د کابل "اقتصاد" مجلې څخه د محرر په حيثيت وکړو. کله کله به يې د کابل ريډيو اسټيشن په خپرونو کښي هم برخه اخيسته . پريس ډيپارټمنټ کي يې د بلټن ډائريکټر مقرر کړل شو. څۀ وخت وروسته باختر نيوز ايجنسي Bakrtar News Agencyکي مينجنګ ډائريکټر غړغشه تر سره کړله. په 1953 کي د پريس اتاشي په حيثيت په افغان سفارتخانه امريکه کي تعينات کړل شو. دشاه او شاه پرستانو تابعداري نه کول په وجه د پريس اتاشي ذمه واري څخه شپږ مياشته وروسته ليري کړل شو.
​رهبر کبير استاد نور محمد تره کئي يو داسي انقلابي هر اړخيزه شخصيت دي چا چي خپل فکر و عمل د محروم، محکوم او استحصال ځپلي اولس د حق و اختيار لپاره د خانداني حاکميت ، شاهي نظام او مذهبي ټهيکيداري په خلاف انقلابي مبارزه او مجاد له ته وقف کړې وو.هغه فارسي او عربي ده شاه او شاه پرستانو چي په کوراو پارليمان کي په پښتو ويلو باندي شرميده يو ځل بيا خپلي مورنۍ ژبي پښتو ته مجبور کړل شو. دويش ځلميانو او تاريخي افغان خلقي تحريک په برکت پښتو ژبه د سرکار، عدالت، تعليم او رسنۍ ژبه وګرزول شوه. د مارکسي تنقيد او پرولتاري ادب په ذريعه يې د پښتو ادبي و سياسي بڼ ته سمسورتيا او پراختيا ورکړه. د خپلي مورنۍ ژبي علمي ونډه زياتولو لپاره 5ناولان 8 کتابونه او د 1960 د کابل اکيډمي معلومات مطابق 31 افسانې د خپل زړه په وينو وليکلي. د نظرياتي اختلاف باوجود براعظم امريکه اقوام عالم په نړيواله کانفرنس کي په اول ځل د يو پشتون افغان باچا د نړۍ د يو سل شل 120 قامونو او هيوادونو مشرانو مخته په پښتو تقرير کولو باندي د هر سړي له خولي بې ساخته" صد آفرين" ټکي ادا شي. د فکري وابستګي عملي ترجماني او د خپلي مورنۍ ژبي صحيح حق يې ادا کړی.
وايي اغيارچي د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره ځم
​د چاينا انقلابي هيرو چيرمين ماوزې تنګ د خپلي انقلابي نظريه او اوږدې مبارزې په رڼا کښي وايي چي "د کوم اهل قلم و فکر ليک يا وينا په ټولنه کي اغيزه يا بدلون نه کي پيدا نو بيا هغه د قلم او فکر خاوند دی په خپل علم او نظريه شک وکي" د دغه سبق آموز قول په رڼا کي د پرولتاريه او بورژوا، انقلابي او درباري ليکوال يا شاعر تر مينځ توپير په صحيح معنیٰ واضح کيدلای شي. پکار ده چي د شاعر و اديب يو يو شعر او ټکي د ظالم او جابر د شيش محل د شيشي ريچې ريچې کول کردار اد کړي. کني بې عمله پندونصيحت او انفرادي تسکين نفس خو د يو تبليغي، صوفي او رجعتي تر اهل علم و سياست ډير ښه کولای شي. که څوک په دې کشنی کيږي يا غټيږي موږ داخبره په ډانګ پېيلې کوو چي د انقلابي نظريه او مبارزه بغير د قلم او فکر خاوند ليک او وينا د ذاتي مفاد او تعلق وسيله خو جوړيدلی شي. مګر د اولسي پاڅون، ټولنيز بدلون او اعظيم اکثريت يعني زيارکش طبقې استازي توب هڅ کله نه شي کولای.
غټان غټان نيکان نيکان پيدا دي
دوی خوله ځای جنتيان پيدادي
ځی هغه خوارو له جنت وګټو
څوک چي له موره دوزخيان پيدا دي

​استاد نور محمد تره کی چي کله د خپل خلقي انقلابي پليټ فارم څخه د خپل خلقي ځوانانو په مرسته په افغان وطن کي د محرومي، محکومي او جبر واستحصال نشاندهي وکړه نو ټوله اسټيټس کو او شاهي نظام ولړزيده. هغه رښتيا وويل چي غربت، ناخواندګي، بے روزګاري او پسماندګي داټول د ناجوړی علامات دي مګر اصل بيماري په جبرو استحصال ولاړ غير جمهوري او غير انساني شاهي نظام او خانداني حاکميت دي. په اجتماعي وسائل پيد وار باندي ناروا قبضه د فساد او شر بنياد دی. د ټؤلي تباهي او بربادي بنياد په افغان او عرب ملکو کي جبري شاهي نظام او ناروا امريت دی. خلقيانو د شاه سره سره يې د تقدس او تبرک په جامو کښي پټ د هغه آله کارانو خيرني څېرې هم اولس ته بربنډه کړې. د زيارکش طبقې په غم غمجن او د قام په درد دريدلي خلقي ځوانانو د خپل قلم و فکر شعوري جدوجهد په ذريعه د اولس باغي جذبه او ولوله راپاروالو ته انقلابي لار هموار کړه. چي کله په ټولنه کښي د تنقيدي شعور نخښي ښکاره شوې نو په يوه وخت د شاهي محل، خانقا او حجرو څخه د قلم او فکر په مبارزه او پر چار پابندي ولګيدله. درباريانو ته سهولتونه او ازادي ورکړل شوه مګر انقلابيان پابند سلاسل او د ذهني اذيت ښکار شول. په اولس باندي د علم و شعور لاري تړولو لاري سنجولو لپاره پراخه هلي ځلي اوشوې. خپل تسلط ته دوام ورکولو لپاره درباري او رجعتي ليکوالانو بادشاه وقت ، ظل الهي او ظل سبحاني ثابتولو باندي وګمارل شو. ځينو درباري مورخينو يو ځل بيا د اصل وکم اصل پېمانه د تقویٰ او کردار په ځای شجره نسب کښېښودله. د فتوو او فتنوو سوداګرانو د شاهي فرمان مطابق د خوار ځپلي، ځورېدلي او کړيدلي انسانانو په حقيقي نمائندګانو باندي د بل په اشاره توري او شنې فتوې جاري کړي. د خلق او خلقي معني يې بے تعليم د خلګو ته غلطه بيان کړه. ټګمارانو او سودخورو بيا د شاه او شاه پرستانو په دفاع کښي په خلقي قائدين او باشعور سياسي کارکنانو پسي سپکي سپوري پيل کړې. د داټولو تهمتو دسيسو او پابنديانو باوجود ويښ ځوانانو د خپل خلقي قائدين تر درنې څارني لاندي په ډېر همت او جرت د ټولو زهرجن حربو او هتګنډو مخ نيوي وکړی. او په ليک او وينا کي دا خبره څرګنده وه چي د اولس زور د خدای زور دی.
که هر څو اغيار ناوړي په ماوکړي
ماجګ کړي دي د خلقو آوازونه

​په دې خبره په ادب او سياست کي د ډېرو اتفاق شته چي پښتو ادب کي به تراوسه د نور محمد خان تره کي غوندي سترګور افسانه نګار او ناول نګار نه وي پيدا شوی چا چي د افغان ټولني د زيارکش طبقې حقيقي ترجماني او عکسبندي په خپل افسانه او ناول کي کړې وي. او بلي خواته د استحصالي عناصر تنقيدي جائزه ډېره په زړه پوري وي. دغه سماجي تاريخ ترتيب ول او رابرسيره کول د وسني وخت هم کلکه غوشتنه ده کني ټولنه د نفاق شقاق او انتيشار ښکار شي. دويښ ځلميانو او خلقي تحريک، سياسي، علمي، ادبي او صحافتي خدمات او کارنامو به ټولنه کښي د فکري جمود ماتولو او اجتماعي احساس راپارولو په هکله له دريائے امو څخه نيولي بيا د مارګله تر کنډوه پوري په سياست ، ادب او صحافت باندي اغيزې وشيندلې. نور محمد تره کي او د هغه ملګري د ذولف و رخسار اوګل وبلبل په ځای د جبرو، استحصال او طبقات څخه پاک او پاکيزه انساني ټولني بنسټ ايشودلو لپاره ريښتني اولسي پاڅون وکړو. د استاد تره کي د " کرنټ اخبار" بمبی اګست1978 سره انټرويو او زما د اوسني معلوماتو مطابق د دوی علمي و ادبي مطبوعه اثار په لاندي ډول داسي دي.
۱.​بې تربيته زوی1939(اول ناول)
۲.​دبنګ مسافري
۳.​سپين
۴.​څړه
۵.​سنګسار
۶.​زندګي نوين (اقتصادي او معاشرتي فلسفه)
۷.​خاطرات جنګ چرچل (فارسي)
۸.​د کارګري طبقې ګوند
۹.​په ځان باور
۱۰.​د ځلميانو لار ښوونکی
۱۱.​عروسي من در خيبر (له انګريزي څخه ژباړه)
۱۲.​نطق ويشنسکي دريونو
۱۳.​سياسي اصطلاحات
۱۴.​موچي (دلنډو کيسو ټولګه اوسنی ماسکو چهاپ)
د افغان انقلابي پريس د افغان ثور انقلاب په راوستول کي بشپړه انقلابي د صحافتي جدوجهد ډک تاريخ لري. په ارتقايي عمل او فکري رفتار کي تيزي پر اختيا پيدا کړه. "اقتصاد مجله" ، "انګار"، "انيس" او "خلق" سره سره د استاد حفيظ الله امين اباسين دوې مخفي مجلې "رهنما" او "جنبش" هره پاڼه د استاد نور محمد تره کی د مبارزه او مجادله سپيناوی کوي. روښانه دي وي چي رهبر کبير د ځوانانو او پېغلو ذهنونو په جديد علمي او تحقيقي جهان بيني باندي منور کولو لپاره1960 کي د نور دارالترجمه Noor Translation Bureau په نامه اداره هم جوړه کړېوه. 
​​د خلق ديموکرټيک پارټي د قائدين او کارکنانو په زيار او همت افغان اولس د خانداني حاکميت او شاهي نظام د جبر، استبداد او استحصال څخه خلاص کړل. د کوم سره 22 عرب هېوادونه چي نن هم لاس او ګرېوان دي. داسي انقلابي شخصيات جلا جلا اکيډمک تحقيق ته دايم فل او پي ايچ ډي لوستونکو پاملرنه راګرځول اړينه ده. استاد نور محمد تره کي ، کاکاجي صنوبر حسين مومند ، استاد آباسين، افضل خان بنګش، اکيډميسن سليمان لايق وغيره د هيرېدو خلګ نه دي. کوم همت چي ترقي پسند ادب او سياست په هکله چي ليکوال انټرنېشنل پېښور کوي. پکار ده چي لوی کندهار ، لوی کابل، کوټه او پېښور پښتواکيډمي او باچاخان مرکز په مارکسي دانشورانو سترګي پټي نه کړي. د غوړ لستوڼي قدر، يوسکني او بل مورنی ورور رويه د پشتون افغان په ادب و سياست کي بايد له پامه وغورځول شي. زما خواهش او کوشش روان دی چي د قام پرستانو او مذهب پرستانو په شان د پښتونو ترقي پسندانو هم عليحده تاريخ رقم کړل شي. د دې سره سره مستند حوالو په رڼا کي د استاد نور محمد تره کي او حفيظ الله امين پر مرګ کي دکے جي بي لاس په هکله ما نيوي شيان را غونډ کړي دي. ستاسي دلچسپي او تعاون به زموږ دغه داوړه کارونه اسانه کړي.
​په قومي سياست کي طبقاتي جدوجهد جاري ساتل او د ترقي پسند اشخاصو حيثيت تسليمول د ژوندي قام نشاني ده. طبقاتي جنګ نظراندازه کولو څخه قومي سياست په قبيله پرستي ، فرقه پرستي او خاندان پرستي هم بدليدلای شي. طبقاتي جدوجهد د زوړ نظام نسکورول او د نوي ژوند تعميرول دي. د دې پرته د زيارکشانو او کسانانو انقلابي کردار اډېر واضح دی که د زيردست طبقې دغه وګړي په شعوري بنيادو د انقلابي نظرياتي جذبې سره پيوسته راپورته شول بيا به ډېر څه تر پښو لاندي شي.
په اتيا کي غلې غلې زمزمه شوه
را روان دی نازمين کاروان د خلقو
کارګران او بزګران به يې سر په دار کړي
څوک چي نه مني دا سور نښان د خلقو

- بېرته شاته