(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

16.12.14د پوهاند زيار په اړه يو څوخبرې

په بلجيم کی  د استاد پوهاند دوکتور زيار نمانځغونډې ته د دېپلوم اېنجينرمحمدحکيم اګدري او امين الله دريځ پيغام
ويانا،۱۱-۲۹- ۲۰۱۴
16.12.2014:د ټولمنلي استاد پوهاند دوکتور زيار په اړه يو څو لنډې خبرې
د نويو پوهنيزو ميتودونو پر بنسټ هغه پاخه او بنسټيز ګامونه، چې پوهاند زيار ايښي، په رښتيا، چې د پښتو ژبې او ادب د ودې او سيالۍ په بهير كې سيال و سارى نه لري. د دې څرګندونې د پخلي لپاره يې ژبپوهنيزې څېړنې، ژباړنې او ادبي پنځونې يادولاى شو، چې د رسنيزو ليکنو او كتابونو په بڼه يې پر پښتو او پښتنو لورولې دي.
استاد پوهاند دوکتور زيار د نويو پوهنيزو اړتياوو او نړيوالو پوهنيزو كولتوري پرمختګونو له غوښتنو سره له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې له نورو پرمختلليو ژبو غوندې د (( يوې يوا زېنۍ ليكنۍ پښتو)) او ورسره ورسره د نوى، ازاد او سپين پښتو شعر غبرگ غورځنگ له ډېرو برياوو سره پر مخ وړی دی او ډېر پلويان او پليوني راپيدا کړي وي.
دغه ټولمنلي استاد  پر پورتنيو هڅو سربېره د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنې ترسره کړې او تر هېواد دننه او بهر يې په پښتو، پارسي، الماني او انګرېزي ژبو څه له پاسه درې زره پوهنيزې، ادبي او رسنيزې ليكنې، ژباړنې او ويناوې کړې چې د بېلابېلو رسنيو له خوا خپرې شوې، او په دې توګه يې د سيمې او نړۍ په كچه د سترو پوهانو په شمېر كې را وستي دي.
د ويلو بله خبره داده، چې پوهاند زيار يوازې د ژبپانګې د بډاينې لپاره كار نه دى كړى، هغه د نژدې سلو پښتو ګړدودونو د څېړنې په رڼا كې لويه او پرمختللې پښويه وليكله، چې پښتو يې تر ډېره ځايه له پرمختلليو ژبو سره سياله كړه. دا پښويه همداسې، چې پر هېڅ ځانګړي ګړدود تكيه نه كوي، په ټولو پورې اړه لري. په هغه كې د ژبنيو جوړښتو تر ټولو لنډ، اسانه او سم واريانټونه ټاكل شوي، چې د اوږد مهالي گرامري رنګارنګۍ يا ګډوډۍ ته يې پاى ټكى كېښود او له دې پلوه يې د پښتني-افغاني كولتوري ملي سيالۍ او برابرۍ يو والي ته لار هواره كړه.
همدا يوه مياشت له مخه يې د((گړنو-څرگندنو)) يوه بل ژبپوهنيز او يوه ادبي اثر(ناول) تر څنگ د ويپوهې ۸۰۰ مخيز کتاب له چاپه راووت، چې مينه والو ته يې د وييرغاونې او په ټوله کې د خپلې مورنۍ پښتو د ښه ترا نومهالې ليکنې څېړنې لپاره د لوستنې سپارښت کوو. هيله ده، زموږ ځوان ليکوال، شاعران، رسنوال او څېړنوال چې استاد يې کمپيوټري پښت بولي، لږ تر لږه پر هېوادني کچ له (دري) پارسي ژبې سره د مثبتې ملي سيالۍ په موخه د (( يوې-کره ليکنۍ پښتو ليکلاره راخپله کاندې او نور د ((خپلې سيمه ييزې گړنۍ پښتو)) کارونې ته پايټکی کېږدي!
د پښتو ژبې نومياليو ليكوالو لا هاغه مهال د پوهاند زيار پوهنيزو هڅو ته په درناوي كتلي، په ځانګړې توګه استاد حبيبي، استادبېنوا، استاد الفت، ناروېژي استاد مارګنستېرن او داسې نورو پوهانو يې د نوې پښتو ژبپوهنې په رڼا کې يې پرلغښتې ليکنې څېړنې پوره ستايلې او لوړې ارزولې دي
موږ داسې مهال د استاد پوهاند دوكتور زيار د پوهنيز- ادبي ژوندانه په اړه څه ليكو، چې له هېواده لرې په جلاوطنۍ كې اوسي، نه يې كوم اداري، سركاري واك و واګى په لاس كې دى او نه يې هم د لرلو هيله لري. همدا ټكى موږ ته په ځانګړې توګه د دې زړورتيارابښي، چې د استاد د کمسارو او تلپاتې پو هنيزو اومانيزو کارنامو يادونه وکړو.
بويه، هر څوك د ليكلو رښته لري، خو د څنګه ليكلو د لارښوونې رښته يوازې د ژبپوهانو ده. دوى د ټاكلې پوهې پر بنسټ ښه پوهېږي، چې "څه" "څنګه" وليكل شي؟ او د دې لپاره پوهنيز لاسوندونه وړاندې كوي، چې هغه په نړيواله كچه منل شوي او علمي ارزښت لري. كه څوك د دوى پر وړاندې درېږي او وايي، چې زه هم ليكوال يم او خبره مې سمه ده، دې ته به ورته وي؛ لكه يو څوك، چې د ودانيو چارې يې زده كړې او ودانۍ جوړولاى شي يا دچا خبره،  يوخټګر ووايي، چې د ودانيو د انجنير خبره سمه نه ده، زه تر هغه ښه پوهېږم. ددې مانا به دا وي، چې هغه د يوې ودانۍ د جوړښت لپاره د رياضي، فزيك، هندسې، مېخانيک و ډېناميک ټولې شمېرنې بېځايه ګڼي او د ودانۍ انجنيري نقشه بې مانا ورته ښكاري.
بله ښه بېلګه يې دا هم كېداى شي، چې نن ورځ ميليونونه انسانان له كمپيوټر سره سر و كار لري او ورسره بوخت دي؛ خو دا ټول كمپيوټرپوهان نه دي او په دې هم نه پوهېږي، چې كمپيو ټر څنګه جوړېداى شي او پروګرامونه يې څنګه هره ورځ نوي كېږي او اسانېږي؟!
په دغه كار يوازې هغه انجنير پوهېږي، چې د كمپيوټر په برخه كې يې ځانګړې علمي - تخنيکي زده كړې كړې وي، نه هر هغه څوك، چې تش كمپيوټر كارولای شي.
ژبه هم د يوې ودانۍ يا يوه كمپيوټر غوندې څيز يا Object دى، چې موږ ټول يې وايو او ليكو يې؛ خو په موږ كې د ګوتو په شمېر انجنيران شته، چې دغه Object له Subjective پلوه پېژني او پرې پوهېږي، چې هغوى ته ژبپوهان وايو.
موږ كړاى شو د پوهې په يوه څانګه كې يو څه ووايو؛ خو د سپيناوي واك به يې د هماغې څانګې ځانګړيو پوهانو ته وركوو او استدلال ته به يې غوږ نيسو.
پښتو د بلې هرې ژبې غوندې خپله بېله ژبپوهنه، پښويه (گرامر) او نورې څانگې خرانگې لري. نن ورځ د پښتو ژبې يوازېنى ژبپوه ښاغلى پوهاند ډاكتر زيار دى، چې د ټولو نړيوالو پوهنيزو معيارونو په رڼا كې يې دغه پازه منلې ده، بې له دې، چې د كوم سركاري ټولنې، بنسټ يا بلې ما لي سرچينې ملاتړ ورسره وي، په يوازې سر يې د خپلې اکادېمۍ په چوکاټ کې پر مخ بيا يي.
په کارده، ډېره مننه يې وكړو، چې نه پيسې غواړي، نه څوكۍ او زموږ تاسې ټولو د ګډې ژبې لپاره "خدايي خدمتګار" دى. داسې انسان تاسې چېرته پېژنئ، چې دومره ځان ځورولو ته يې د يوه بېوزلي ولس د كولتوري ودې، بډاينې او سيالۍ لپاره اوږه وركړې وي او له هېچا د هېڅه هيله هم ونه كړي، هغه هم داسې مهال، چې په ننني خيرن پانګوال سيستم كې بې پيسې څوك يوه شېبه تشې خبرې هم نه درسره كوي.
موږ ته ښايي خپل ښه او بد وپېژنو او په ناخبرۍ كې بېځايه سر زوري ونه كړو. هماغسې، چې د نورو ژبو د زده كړو كړاو ګالو، لومړى بويه د خپلې ژبې د سمې زده كړې په لار كې ستونزې وګالو. دا خبره هسې يوه پلمه ده ، چې وايي: (( زه د زيار په ليكنه نه پوهېږم))! (همدا ښاغلي او اغلې چې په بهر كې اوسي د ډېرو نا اشنا ژبو زده كړې ته يې ملا تړلې او سختې ورته نه ښكاري؛ خو د زيار صاحب په ليكنه كې چې ځينې آر پښتو ټكي وويني بيا وايي موږ پرې نه پوهېږو. دا سمه ده، چې نه به پرې پوهېږي؛ خو هماغسې، چې په كورونو كې فرهنګ عميد، المنجد او د اروپايي ژبو ډيكشنريانې پرانيزي او د نااورېدليو وييونو ماناوې لټوي، پښتو سيندونه او بيا له امير شېرعليخانه تر ننه پورې د استاد د نويزونو(نويو لغتو) سيندگی دې هم په كورونو كې وساتي پرادې يې نيزي او د ځينو وييو ما ناوې دې ولټوي. دا خو نه شي كېد اى، چې د يوه انسان دې په سلو كې سل ټوله ليکنۍ او علمي- ادبي ژبه زده وي. كه داسې واى؛ نو بيا د هرې ژبې لپاره د دومره سيندونو او ان سمندرونو ليكلو ته څه اړتيا وه؟
موږ ټول، چې په رسنيزو- ښوونيزو چارو كې بوخت يو، په کارده، د استاد پښويه(گرامر)، وييپوهنه او ليکلار څو څو ځله ولولو، ځانونه پرې وپوهوو او خپلې ليكنې يې له مخې سمې كړو كه نه نا ليکلوسته به پاتې شو.
د پوهاند زيار په ژبپوهنيزو هاندوهڅو پښتو ژبه تردې پړاوه را رسېدلې، چې نن سباله فلسفې نيولې تر دوتري ليکه پورې دژوندانه هرډول ويناييزو اړتياوو ته ځواب ويلای شي. که په خوبولې پښتني ټولنه کې د زيارصاحب غوندې ککرۍ نه وای، د هر ليکوال، څېړنوال يادبلې هرې علمي- فرهنگي څانگې پوهيال او فرهنگيال له لاسه پوره نه وه. 
پايلنيوی
موږ په پوره ډاډ و خوښۍ وايو، چې پوهاند زيار د پښتو ژبې لپاره يوه لويه شتمني ده. دا پر ځاى ګام دى، چې له دغې شتمنۍ د پښتني كولتور د بډاينې او سيالۍ لپاره ګټه واخلو او پرېنږدو، چې ايډيولوژيك، ګوندي او سيمه ييز توپيرونه مو د پوهې له رڼا بې برخې کاندې.
موږ اړ نه يو، چې له پوهاند صاحب زيار سره د اړوند فلسفي، ايډيولوژيك يا سياسي ليدلوري په اړه هرومرو همغږي و اوسو؛ خو د ژبپوهنې او ادبپوهنې په برخه كې وسمهال يوازېنۍ ستره سټه او سرچينه ده او پوهنيزه لارښوونه به يې منو.
موږ د استاد منندوی يو او د هڅو يې زښت ډېر درناوى كوو ، او لااوږد ژوند، روغتيا متره او زغم ورته غواړو چې د پښتو ودې، ځلونې سمسورتيا او سيالۍ ته يې د زړه وينه ورکړه او دغه ژبه يې له« ټبرني  او سيمه ييز » اکره ساينټيفيک پړاو ته را ورسوله.
موږ د هېواد ټولو ليكوالو، استادانو، رسنوالو،كولتوري او اكاډيميكيو بنسټونو او د افغا نستان دولت ته وړانديز كوو، چې د پوهاند صاحب ډاكتر مجاور احمد زيار د دومره سترو پوهنيزو- ادبي هلو ځلو او هاند و هڅو د درناوي په پار د لوى استاد او د پښتو ژبې و ادب د ستوري په نامه وپېژني او په دې توګه يې پر افغاني پوهې او فرهنگ باندې ټاكلې رښته پر ځاى كاندې!
په پښتني- افغاني مينه او مننه
 
 

- بېرته شاته