(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

20.12.14دا پاکستان که سوډان دی

20.12.2014 لیک: نفیس ټکر

د پاکستان اوسني حالت د سوډان د روانې پېړۍ لومړې لسيزې(2001-2010) ته ورته ديتوپير یې دومره دی چې پاکستان ایټم بمونه لري او سوډان عامې جنگي وسلې او ټوپکونه لرينوره کيسه یوه ده-

په سوډان کې حکومتي او د جنجوید په نوم تندلارې وسله واله مذهبي ډله د هېواد په غرب کې غیر عرب مسلمانان اوسیدونکي وژنيدغه غیر عرب مسلمانان په ډار فور کې اوسېږي"فورقام او "ډارزمکه – یعني دفور قام زمکه-

د سوډان مرکزي حکومت د پخوا نه شپږو میلینو نه زیات فور مسلمانان وروسته پاتې کړې ووسکول، هسپتال، اوبه، دوا، او خوراک ورکې د نشت برابرؤبیا هم په سوډان کې عمر البشير حکومت ته بې تعليمه او په خوار ځاکۍ اخته فوریان د ژوند وړ نه ښکاريدل-

دغه حال د پښتونخوا دی پښتون "قاماو خوا "سيمه" - دلته پښتانه اوسېږي – د هېواد د پوځ زیاتره برخه پنجابیان دي – هغوئي د هېواد د سرو او سپينو مالکان دي – په ډار فور کې جنجوید یواځې فور مسلمانان او په ټوله پښتونخوا کې طالبان یواځې پښتانه مسلمانان د هېواد او مذهب دښمنان گڼيڅنگه چې د سوډان په پوځ د جنجوید د ملاتړ تور ؤ – هم دغه رنگ د پاکستان په پوځ ټوله نړۍ د طالبانو د ملاتړ تور لگوي-

طالبان په لویه پښتونخوا کې پټ ځایونه لريهلته نه د پاکستان او افغانستان تر منځ لانجمنه ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته سکولونه په بمونو الوزويد سکول ماشومان وژني یا پرې تېزاب اچويپه حجرو او جوماتونو ځان مرگي بريدونه کويسیاسي مشران او سپين گيري وژنياو دا هر څه د پاکستان د نزدې یو میلین پوځ د سترگو وړاندې کېږي-

ورستې مثال یې په پېښور کې د پاکستان د شمالي سيمو لپاره د پوځي قطعې مشر یا کور کمانډر د ماڼۍ نه نزدې یو ميل لرې په سکول بوگنونکې حمله وهبل غټ مثال یې د نړۍ د تر ټولو لویې تر هگر گر ځول شوي القاعده مشر اسامه بن لادن دیهغه هم د پښتونخوا په ایبټ اباد ښارکې د پوځي چهاونۍ شاته نزدې د شپږو کالو نه د دریو ښځو، یو شمېر بچو او نوکرانو سره په یوه لویه حویلۍ کې اوسیدو –

په ډار فور کې د اوږدې ملکي جگړې له امله نزدې 2.9 میلینه خلک بې کوره شويپه پښتونخوا کې ېواځې د شمالي وزيرستان نه 1.4 میلینه کورنۍ بې کوره ديد دوه میلینو نه زیات په یو وخت د سوات نه بې کوره شوي ووهلته په ډار فور کې د عربو جنجوید ملیشا په لسگونو زره غیر عرب مسلمانان وژني او دلته طالبانو په پښتونخوا کې نزدې 50000زره پښتانه تر اوسه وژلي-

د پښتونخوا د روانې جگړې حالت د ډارفور نه په دې حساب زیات سنگين دی دلته د تر هگرۍ "سر چينهیا "ماسټر مائنډپښتون یا د سکول د ماشوم د وژلو د پاره هم پښتون طالب کاروي – په ډارفور کې جگړه او د ښمن زیات ښکاره وو نو ځکه نړۍ د ډارفور د خلکو سره ودریدله –

دلته په پښتونخوا کې د ماسټر مائنډ کمالي لوبې ځاېي پښتانه هم او نړۍ هم حیرانه کړېد جگړې او بشر وژنې پلان چې کوم ځایې جوړېږي هم هغه ځایې د جگړې په سر د مرستو په نوم زیاته گټه اخستل کېږي – دغه شان د وسله وال جهاد او ترهگرۍ مفکوره د پنجاب ځينې مېډیا ادارې او مذهبي شخصیتونه خوه رويخو ټوپکماران ټول په پښتونخوا کې د هغوېي په وینا قتال في سبيل الله"کوي-

په ډارفور کې دجگړې په سياست نړيوال زر پوه شول او په 2009م کې ېې د سوډان صدر عمر البشير د جنائتونو د مخنيوي د نړيوال عدالت لخوا په بشر وژنه تورن کړوخو د پاکستان په روانه شېطاني لوبه د نړۍ سر لا خلاص نه دیاو له بده مرغه دغه شېطاني لوبه کې به لا نور قتل عام او د پښتون نسل وژنه کېږي.

- بېرته شاته