(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21.12.14 پېښور اوس هم ژاړي

21.12.2014 لیک: نورالبشر نوید
دغه ورځ لاړه تېره شوه خو پېښور اوس هم ژاړي! ۱۶ دسبمر خونړۍ ورځ په وینو وژړل، د ماشومانو جنازی پورته شوې، د ورسک روډ پېښور آرمي پبلک سکول ماشومانو شهیدان سوالیه نشانونه شول، په شلګونو ټپیان شول، د ظلم وحشت او بربریت یوې خونړۍ واقعې د کاڼي زړونه هم نرم کړل.
دغه ورځ لاړه تېره شوه خو پېښور اوس هم ژاړي!
هاو پېښور اوس هم ژاړي!
پېښور او کابل د دریو لسیزو راهیسې یو بل ته وژړل، داسې لکه:
سحر په دروازه کې مازیګر په دروازه کې
موږ یو بل ته ژړلي دي اکثر په دروازه کې
د افغانستان او پاکستان دروازه، ژړا، سترګې، اوښکې، سلګۍ، آهونه، دردونه، زخمونه، هیلې، او ارمانونه هر څه یو دي.
د ۱۶ دسمبر واقعې سمدستي وروسته د پاکستان پوځ سر لښکر راحیل شریف کابل ته لاړو او د افعانستان ولس مشر ډاکټر اشرف غني سره یی لیده کاته وشول.
دا لیده کاته په ځان کې یوه لویه معنا لري او هغه معنا د افغان ولس مشر په وینا کې داسې برېښي چې هغه وویل:
د وینو د لیکلو دا رسمونه زموږ لپاره نوي نه دي خو د ۱۶ دسمبر ۲۰۱۴ د آرمي پبلک سکول د ماشومانو وینو څه بله خونړۍ لوبه وکړه. داسې لوبه چي د مرګ لوبغاړي یې په کرکجن مرګ مړه شول، ماشومان شهیدان په ورځپاڼو کې زاړه شو، په رسنیو رپوټونو کې د ماضي د واقعاتو کیسه شوه خو، پېښور اوس هم ژاړي!
موږ د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف چرې هم نه کاروو. د دې وینا په شا پرده د سوات د ترهګرۍ مرکزي کردار ملا فضل الله ښکاري.
اوس پوښتنه دا ده چي افغان حکومت ملا فضل الله څنګه پاکستان ته سپاري او پاکستان خپل مطلوب څنګه ترلاسه کوي!؟
دا خبره د هر ملاقات نه وروسته کېږي چي موږ به خپله خاوره د ګاونډي خلاف نه کاروو خو لویو طاقتونو دا خبره په وړو ملکونو دروغ ثابته کړې ده. لوی طاقتونه خپل جنګونه کوي، ځمکې زموږ سوځي!
د ځمکې سوځېدو او په دغه لاره کې زنانه، بوډاګان او ماشومان هم معاف نه دي حالانکې پښتو، مذهب او کلتور دوی معاف کوي خو د ترهګرۍ واقعاتو اجتماعي قاتلانو په رسم کې هغه کانې وکړې چې د پښتونخوا وینو پاکستان په نړیواله کچه د ترهګرۍ واقعاتو کې په دویم نمبر راوستو.
روسیه، امریکا، جرمني، اسرایل، کاناډا په مکتبونو د ترهګرو د حملو په نتیجه کې د ماشومانو د اجتماعي قتل نه وروسته پښتونخوا د خپلو ماشومانو په وینو ځان ولیکلو!
د وینو د لیکلو دا رسمونه زموږ لپاره نوي نه دي خو د ۱۶ دسمبر ۲۰۱۴ د آرمي پبلک سکول د ماشومانو وینو څه بله خونړۍ لوبه وکړه. داسې لوبه چي د مرګ لوبغاړي یې په کرکجن مرګ مړه شول، ماشومان شهیدان په ورځپاڼو کې زاړه شو، په رسنیو رپوټونو کې د ماضي د واقعاتو کیسه شوه خو،
پېښور اوس هم ژاړي!
هاو پېښور اوس هم ژاړي ځکه چي د ټولې نړۍ د دومره ډېرې شمېرې ماشومانو مقتولانو تاریخ یی تازه کړو.
د پښتون افغان وینو او قربانیو همېشه هېرې سانحې تازه کړې دي. ۱۶ دسمبر د پښتونخوا ماشومانو درې څلویښت کاله وروسته په خپلو وینو ولمانځلو!
۱۶ دسمبر ۱۹۷۱ د بنګال په شنه ځمکه سور رنګ اخر هم د بنګله ديش په نوم ځان معرفي کړ. د جناح پاکستان د ۲۴ کالو په عمر وفات شو او ځواني مرګ شوه.
۱۶ دسمبر ته بنګالي قوم د انقلاب د نجات ورځ وايي. پاکستان ورته توره ورځ ویله خو اوس تورې ورځې دومره زیاتې شوې چې ۱۶ دسمبر ۱۹۷۱ د خلکو هېر شو.
اوس چي د اسلام آباد چارواکي بنګله ديش ته لاړ شي نو هلته د شهیدانو په یادګار ګلونه ږدي. دا هغه شهیدان دي چي پاکستاني پوځ په ګولو ویشتي وو.
د پښتون افغان وینو او قربانیو همېشه هېرې سانحې تازه کړې دي. ۱۶ دسمبر د پښتونخوا ماشومانو درې څلویښت کاله وروسته په خپلو وینو ولمانځلو! ۱۶ دسمبر ۱۹۷۱ د بنګال په شنه ځمکه سور رنګ اخر هم د بنګله ديش په نوم ځان معرفي کړ. د جناح پاکستان د ۲۴ کالو په عمر وفات شو او ځواني مرګ شوه.
اوس حالات بدل شوي دي خو د وینو حالات اوس هم هغه شان دي. ټوله دنیا به بدله شوي وي
خو پېښور اوس هم ژاړي!
هاو پېښور اوس هم ژاړي!
د پېښور په ژړا کې د اسلام آباد د عمران خان ګډا، د نواز شریف د سیاسي روغې سلا، د جنرال راحیل شریف د ترهګرۍ خلاف مدعا، د ټولو سیاسي ډلو شریکې ناستې یوه خله او یوه وینا داسې ښکارې چې ټول پاکستان ټولې نړۍ پېښور سره وژړل خو په دغه ویر ژړا کې ځینې شکمن اوازونه هم راغلل. دا شکمن اوازونه د افغانستان خلاف وو.
بدبختانه پاکستان ځان له پخپله د ترخ جیبونو کې بارود ایښي دي، یو د ترخ جیب افغانستان او بل هند دی خو که پاکستان د ترخ د جیبونو نه لاس رابهر کړل او د ګاونډی دوست په حیث یې افغانستان او هند له لاس ورکړ نو یو خوا (پاک بهارت دوستي) بل خوا (پاک افغان دوستی) څومره پراخه ذهن جوړوي.
خو له بده مرغه د اسیا ځمکه په ځان کې څومره اورونه ګرځوي.
ځمکه خو که د هر وطن هرې جغرافیې ده، یو شان ده. اورونه خو که د ټولې نړۍ دي یو شان سوځول کوي. انسانان که د هرې سیمې دي، مذهبونه قامونه به یې جدا وي خو د انسانیت رشته یې یوه ده. زموږ په یوه رشته کې دا دومره تاو تریخوالی ولې!؟
اوس خو ځمکه د وحشت له پلارانو پاکول دي چې نور نور د اور بچي پیدا نه کړي!
بدبختانه پاکستان ځان له پخپله د ترخ جیبونو کې بارود ایښي دي، یو د ترخ جیب افغانستان او بل هند دی خو که پاکستان د ترخ د جیبونو نه لاس رابهر کړل او د ګاونډی دوست په حیث یې افغانستان او هند له لاس ورکړ نو یو خوا (پاک بهارت دوستي) بل خوا (پاک افغان دوستی) څومره پراخه ذهن جوړوي.
اوس ماران د غارونو، ډډونو نه بهر ته رایستل، راکاږل غواړي خو د پاړوګانو بیمونه هم ماتول پکار دي چي ماران هم ختم شي او د پاړوګانو دنده او کاروبار هم له منځه ولاړ شي. ماران اوس هم د زهرو ډک پراته دي.
پېښور اوس هم ژاړي!
هاو پېښور اوس هم ژاړي!
د پېښور د ماشومانو وینې په دېوالونو نه ورانېدونکي نقشونه دي. دغه پاکې وینې د ټولې نړۍ د امن د علمبردارانو څخه غوښتنه کوي.
ای د نړۍ د امن دعوه ګیرو!
ای د سپینو کوترو په هوا الوزونکو!
د وحشت تخم زموږ د خاورې نه داسې ورک کړئ لکه تاسو چي د اپینو ولاړ فصلونه څنګه ختموئ او د اپینو په سر ډالرې ورکوئ.
ای د خپلو خپلو خاورو امینانو!
ځمکه مور ده، مور خو مور ده، که د هر چا وي. که د یوې مور د سر نه د بلې مور سر ته سپګې ورځي نو دا د مور مینې سره جفا ده!
موږ د پښتونخوا تنکي ماشومان شهیدان د لوی پښتون افغان د امن صدقه کړل خو زموږ جنتي خوبونه د سیاست په دوکان کې مه خرڅوئ.
زموږ د وینو او زموږ د میندو ازار به مو ووهي، دا یاد ساتئ.
له ازاره چا بازار موندلی نه دی

 

- بېرته شاته