(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21.12.14ملګریتوب

ملګریتوب خوند کوي خو چي مرګ پکښي وي لکه زه چي دخپل ګران ملګري مرګ داسي غواړم لکه ..... :ـ
لیکوال :ـ زمری څرګند
ملګریتوب
زماملګری :ـ کم ملګریت توب
زه  :ــ هغه ملګریتوب
زما ملګري :ــ کم یادوې 
زه :ـ هغه
زماملګری :ـ وام کوم ملګریتوب یادوې
زه :ـ وام هغه ملګریتوب چي ........... مرګ پکښي کي وي
زما ملګری :ــ  اه داڅه وایي لیونیه
زه   :ـــ ولي نو مرګ خو ښه دی په ملګریتوب کي
زما ملګری :ـ اه دا څه اورم ستاڅخه ته خوبه له خوبه نه ګډېږې
زه :ـــــــ وام یا یاره یا نه ګډېږم مرګ ښه دی په ملګریتوب کي
زما ملګری :ـ چپ خبردار که دي بلي پلا داسي خبري وکړې بالا دخدای پامان
زه :ـ وام ولي داسي کوې چي ژر راڅخه دخدای پاماني اخلی ته زما ملګري یي
زماملګری :ـــــ  نه نه په دې رقم دي بیخي نه یم انډیوال چي مرګ په انډیوالي کي یادوې
زه :ـــــ اه اه کاشکي دي دومره حوصله وای لکه زما چي تاته یي لرم
زماملګری :ــــ ته څه وایي دانوکله حوصله ده ته خو زما مرګ غواړي
زه :ـ اه بیده ملګریه زه وایم
زما ملګری :ـــ ته څه وایي وایه
زه :ـــــــــ زه وایم په ملګریتوب کښي باید زړونه سره پيوند وي لکه دځنځیر کړې
زما ملګری :ــــــ ښه نو
زه :ــــــ نو کله چي یوزړه درد کوي بل زړه هم دستي ورسره درد کوي
زما ملګری :ــــ هو دامنم
زه :ــ نو چي دامنې داهم ومنه چي په انډیوالي کي چي یوزړه مري بل هم دخپل ملګري زړه سره مرګ غواړي
زما ملګری :ــــــ ښه ښه دامرګ تایادوي یاره زموږ دي خوارابده کړه ماچي وام مخکي دي بل نظر وو
زه :ــــــ نه یاره نو هغه انډیوالي مي یادوله چي یو زړه دبل زړه سره پيوند وي چي دیوه په مرګ بل مري او دیوه په ژوند بل ژوندی دی
زما ملګری :ـــ اه اه قربان دي سم تر ښایسته ملګریتوب زړه مي اوس ستادزړه سره پیوند دی
زه :ـــــ ښه زه ښه دی چي پوه سوې
زما ملګری :ـــــ هویاره که ستازړه مري زه هم مرم که ته ژوندي يي زه هم درسره ژوندی یم
زه :ــ کور ودان ښاغلې نوراسه داسي وکړو چي .
زما ملګری :ـ ښه لکه څنګه .
زه :ــــ چي مینه په مینه بدله کړو زړونوسره وصل کړو او خوشحالي په ګډه سره مشترکه کړو
زما ملګری :ــ هوولي نه یاره قربان دي سم ملګریه
زه :ــــــ نوراسه چي مینه وکړو اوپه ګډه یي خوښي ولمانځو
زما ملګری :ـ ښه
زه :ــ هو یاره
زما ملګری :ــ مننه قربان قربان

- بېرته شاته