(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.12.14نړۍ دي ټول ولسونه د يوه ...

نړۍ دي ټول ولسونه د يوه لوئي ناورين څخه وځغوري
                                                                                                                    23.12.2014  لیک:محمد نعيم كاكړ
په تېره اوني كښې دوي داسي پيښي وشوي چي په رښتيا هم ددي وړدي چې هر د عقل خاوند غور ور باندي وكړي هو يوه بله پيښه هم ديادوني وړده چې كله يو تورپوستي امريكائي مائيكل براون اتلس كلن ځوان چې د يوه پوليس لخوا ووژل شو چې د امريكا د ميسوري په ايالت د فرګون په ښار ګوټي كښې دا پيښه رامخ ته شوه هم ددې پيښې په ضد په امريكا كښې مظاهري رواني دي چې د سپني ماڼي پوري رسيدلي دي هم د دهغه تور لوستي د وژني په اړه داخبره هم هغه وخت د سړي و مخ ته درسيږي چې د بشر وژنه كه هر چيري كيږي او هر څوك يې كوي په كاردي چې په ټوله نړۍ كښې د داسې پيښو غندنه وشې بلكې د مخ نوي دپاره يې ټوله نړۍ چې موږ ورته يو نړيوال كلې ورته وايو دهغه په ضد راوپارڅيږي چي دهغه نړۍ ولسونه د دهغه ظالمانو د منګولو څخه راوباسي چې د خپلو ګټو دپاره نورو ولسونه په باورنو كښې سوځي چې ژوندي بيلګه يې افغانستان دي چې د تېري نيمي پيړي څخه داور په لمبو كښې خلګه سوځي په وېنو كښې لميږي داسې ورځ نه تيريږي چې په لساو افغانان ددې اوږده  وخته څخه وژل كيږي يوه خواته خو دهغه خوار افغانان په داسې ناترسي وژل كيږي هر څه يې ور ورانيږي خو څوك يې د پوښتني كولو نه شته خو بلې خواته يو امريكائي پور پوستي وژل كيږي ټوله امريكا كښې مظاهري ورباندي كيږي او د نړۍ ميډيا او رسنې خبري باندي كوي دا دومره توپير...؟
​ملالي يوسف زي څه وړوكي كارنامه تېره اوني نه كړه تر سره يو د نوبل د سولي وياړوو چې يوې د ډېر لږ عمر انجلي هغه هم يوې پښتني ترلاسه كړي ددې سره سره چې پښتانه په نړۍ كښې د وران كارو او تهره ګرو په نامه د پيژندلو هڅي وشوي او ددې سره سره چې په ملاله داسې خبري كيږي چې داهر څه د لويديځ او غرب يوه د سيسه ده اوس چې ملاله داوياړ ترلاسه كړي دهغه چاچې دهغه وخته څخه دهغه سوچ لرلې دوي نور ځان ته ډاډ وركوي خو ځموږ دپاره داخبره هيڅ ارزښت نه لري خو ارزښت د ملالى يوسف زي هغه ويناده چې دي د نوبل دوياړ اخستلو په وخت و ټولو نړۍ والو ته د رسېنو د لاري په ټيلي ويژن او په تالار كښې ناستو ته واوروله په زياته بيا د ملالي هغه خبره چې نړۍ وال خو په ياو كښې ټينك (TANK) جوړه وي خو دوي نه شې كولي چې ددي په ځائي يو ښوونځي يا سكول جوړ كړي چې په رښتيا هم د زورځواكو په مخ دا يوه څهپړه ده چې  دي ورسره كړه خو ملالي يوسف زي داخبره نه شم ويلي چې ولي ونه كړه چې تاسي راشې د پښتنو افغانانو ټاټوبى ته چې هم دهغه زورځواكو د خپل هوس او ګټو دپاره څومره ښوونځي او نور د زده كړو مركزونه په دهغه څو كلو كښې په باورد ووالوځول او څومره زده كونكي او ښوونكي ووژل خو د ملالي يوسف زي پيغام د ټولو نړۍ والو په ځانګړي ډول سوله خوښونكو ولسونو دپاره دي چې دوي ږغ راوچت كړي او دهغه زورځواكو او جګړه خوښونكو و مخ ته ودريږي څوك چې د خپل هوس او ګټي دپاره دهغه وخته څخه ولسونه په اوركښې سوځي او په وينو كښې لمبووي او اوس لګيادي چې د دهغه مځكي څخه هر ژوندي ورك كړي او د ځان په ګډون هر څه پوه پناه كړي چې په سر كښې درې لوئي ښاماران دي چې دخپل هوس او ګټې په خاطر بشر ته يو ارزښت نه وركوي او نړۍ وال يې په يوه داسې غوبل كښې راګير كړي دي چې هيڅوك نه څه ورسره كولي شې نه د دهغه ورانيو څخه راګرځوي شي يواځي او يواځي ولسونه په زياته بيا د لويديځ ولسونه كولي شې چې دوي پاڅون وكړي او بشر ددهغه را روان ناورين څخه وځغوري او د وسلي او ټانك په ځائي ښوونځي جوړ كړي د نړۍ د سره څخه غريبي او خواري (POORITY)لري او دهغه نړۍ وال كلي خوشاله او سوكاله كړي..؟
​په روانه اوني كښې هغه جبر او ظلم چي سي.آئي.اې د تهره ګري په نامه په بندي خانو كښې د نيولو بنديانو سره كړي وو هغه هم راڅرګند شو چې ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ كښې ورته پاته شوه او د نړۍ لخوا د دهغه ظلم تشدد او غير بشري عمل غندنه وشوه پخپله د افغانستان ولسمشر ډاكټرمحمداشرف غني احمدزي هم د دهغه غير بشري عمل غندنه وكړه خو ډېر بيا پټه خوله پاته شول چې دا ډېره خواښونكي خبره ده ددې يو بل علت دادې چې په نړۍ كښې داسې حكمرانان ډېر شته چې دوي په دهغه ناوړه عمل كښې ورسره ملګري دي اوس اوس چې زه په دي ليك بوخت هم رسېنو داخبر وركوي چې د پيښور په يوه ښوونځي وران كار او تهره ګر ننوتي دي او يو مخ يې په ګوليو شهيدان كوي چې د زده  كونكو په ګډون يې ۱۵۰ شهيدان او تر دوه سوه زيات ژوبل كړي دي.
​رحمان باپا وائي چې كه دانا يې اور د خپله سره  مړه كړه، رښتيا خبره ده چې د زور زياتي وژني او تشدد كښې څومره افغانان پښتانه وژلي يا يې وژني او څومره ناورين چې په دهغه خاوره راوستي دي دا ظلم په نړۍ كښې ساري نه لري نو ځكه دنده او مسئوليت هم د دوي دي چې هغه ټولي چاري ولټوي او په كار يې راوړي چې نه يواځي خپل ټاټوبي د رواني خونړۍ اوږدو پيښو څخه وځغوري بلكې كوم را روان ناورين دي د هغه مخ نوي وكړي او ددې دپاره چې هر څه د دوي دلاسه كيږي دهغه څخه ځان ونه سپموي او د نړۍ ولسونه ودي ته راوبولي چې د دوي سره مرسته وكړي او خپل حكمرانان ودي ته اړكړي چې د خپلو ګټو دپاره دي نړۍ د ناورين سره نه مخامخ كيږي..؟
​اوس چې په افغانستان كښې په سيمه كښې ټولي څهري بربنډي شوي او هر چاته دا څرګنده شوي ده چې څوك څوك دي او دوي د چا په ملاتړ افغانان او پښتانه د تېري نيمي پيړي څخه وژني هر څه يې ور وران كړي دي دا وخت چې كومي ډول ډول ناخوالي و دوي ته ورپيښ دي ددې مخ نوي هم يواځي يواځي د ولس په زور د منځ څخه وړي شې ولكه هغه هره ناخواله وي افغانان پښتانه چې د طالب او تهره ګر يا القائده په نامه د تېرو څوارلس كلو څخه د ناتار سره مخامخ كړي دي هم د دوي په نامه زور زياتوب و خپل اوج ته رسيدلي دي څنګه به د خپل ټاټوبي د نور ناورين څخه وځغورل شې..؟
دا پوښتنه بايد هر افغان پښتون په دي خبره غور وكړي بيا د خپلو ملګرو هيواد والو د سيمي او د نړۍ والو ولسونو پوري ورسوي موږ ټولو وليدو چې څوارلس كاله د نړۍ په درځنو درځنو ملكو په مليونو لښكري ۲ افغانستان كښې پاته شول او د كوم كار دپاره چې دوي راغلي وو چې سوله او امنيت راولي آيا دوي سوله او امنيت راوستي كه نور يې امنيت ګډوډ كړي..؟ دوي چې كومي ژمنې په كال ۲۰۰۱ء كښې په بون كښې كړي وي هغه تر سره كړي..؟ څرګنده خبره ده چې ځواب يې نادي بلكې كه دا وويل شې دا به راته څرګنده شې چې دوي په افغانستان كښې نوره هر اړخيزه ګډوډي رامخ ته كړه كه څه هم دوي به نور كارونه كړي وي خو دوي ددې دپاره افغانستان ته راغلي وو چې دوي به لومړي سوله راولي بيا به دوي نور كارونه مخ ته وړي اوس پوښتنه داده چې دوي سوله او امنيت راوستي..؟څورلس كاله دمخه افغانانو كښې زياترو و دوي ته هر كلي ويلي وو خو دوي په دي نه وو خبر چې دوي به تر پخوا هم د بې امنيتي سره مخامخ كيږي...؟
​هغه افغانان چې په يوه او بل نامه چې په جګړو كښې بوخت دي په كاردي چې دوي داخبروو پېتلي چې دا جګړي اوس ځموږ دوراني بڼه كړي ده د دوي په نامه نور جګړي كوي چې خپلي ګټي ترلاسه كړي او افغانستان وران كړي تراوسه چې هر څه وشو هغه خو وشول ددې وروسته چې څه را روان دي هغه بږنونكي دي په كاردي چې دهغه را روان ناورين څخه خپل ولس او خپل ټاټوبي وځغورو خو دا هغه وخت كيدي شې چې د جګړه خوښونكو څخه ځان بېل كړو او د خپل ولس سره و دريږو او هغه څه وكړو چې هغه ځموږ د ولس او خاوري په ګټه وي هم د دوي نوم دي چې نور ښاماران يې د جګړي دپاره ګاروي كه دوي ځان ځيني بېل كړي بيا نه شې كولي چې د دوي په نامه جګړه كوي دهغه جګړه خوښونكو و موږ ته يو داسې ناورين جوړ كړي دي چې هره ډله هر سړي يې يو د بل په درولي دي او داسې سره راګير كړي دي چې يواځي د خپل د وژني يا زيان په رسولو سوچ وكړي نور هم څه ځيني پاته وي سوله او امنيت اسلام خوښ كړي ده په كاردي چې موږ هم دهغه لار خپله كړو اوس چې هر څوك وژل كيږي يا جګړه ورسره كيږي هغه خو ځموږ خپلوروروي خو باندنيانو چې كوم چل ځموږ په خاورو جوړ كړي دي هغه يو بل سوړ جنګ پيل كيدو په حال كښې دي چې وروسته به په توده جګړه بدليږي چي دا هر څه به هم ځموږ په خاوره وي نو هر څوك ددې څخه اټكل كوي شې...؟ ځموږ دوراني تياري يوه يوه نيمه پيړي د مخه شوي وه چې دوي د لوئي لوبى يا (GREATGAME) نوم وركړي وو ددې تر سره كولو دپاره تر ټولو زياته د اسلام سپيڅلي نوم ګار شوي دي چې اوس دوي ګټه ځيني اخلي په كاردي چې د دوي د لاس څخه د اسلام نوم راوباسو او نړۍ والو ته دا ږغ ورسوو چې اسلام د جګړي او تهره ګري نوم ه دي بلكې د سولي بشر دوستي او امنيت نوم دي ددې ژوندي بيلګه د سه شنبي په ورځ د پيښور په سوه ښوونځي كښې ټولي نړۍ وليده چې د تحريك طالبان په نامه اووه جنګياليان و يوه ښوونځي ته د ورځي په رڼا كښې د مليشيا په جامو كښې ورننووتل.بريد كونكي چې ځانونه د اسلام لښكر ګڼې مسلمان دي او كوم زده كونكي ځلميان چې دوي ووژل يا ژوبل كړل هغه هم مسلمانان دي اوس دهغه بريد كونكي چې ووژل شول دوي د شهادت په نامه دا كار وكړي او ماشومانو ته څه نوم وركړو.
​ماشوم او ځلمي چې لوئي څښتن په دوي روزه هم نه د فرض كړي او د نړۍ هر مذهب د سپين سري سپين ږيري  او د ښځي او ماشوم دنه وژلو حكم كړي دي نو دوي څنګه په مرميو يو مخ دهغه بې وزلي وژني ددې سره سره چي اسلام د بشر د وژني په كلكه مخ نوي كړي دي رښتيا خبره داده چې دهغه ښامارانو د ټول بشر په زياته بيا د مسلمانانو سره داسې چل وكړي چې دوي يې يو د بل په وژنه سره وپارول او چاپيريال يې داسې ورته ګډوډ كړي چې د دښمن او تشدد په چپه يې هيڅ نه په كښې پريښوول چې دهغه ژوندي بيلګه د پيښور د آرمي پبلك سكول ده چې هر سړي حريان ورته پاته دي كه د نړۍ ولسونه را پورته نه شول او خپل خپل حكمرانان يې د دهغه بشر وژونكو او د نړۍ د پوه پناه كولو څخه نه راوګرځول نو د كائنات دهغه مځكه به په باروتو دوي سره سر كوټه كړي چې  بشر په بشپړه ​كباب كړي نو ددې دپاره په كاردي چې نړۍ وال ولسونه بشر د دهغه ناورين څخه وځغوري.

- بېرته شاته