(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خاص كونړ د ولسوالۍ د ښوونې او روزنې چارې

د 1357 ل كال د ثور د انقلاب څخه راپه دېخوا د 1368 ل كال پورې، چې هېواد عمومي ادارې د سره ښكېلاك سره د جهاد له امله لړزانده وې او د مقابلې ميدان ګرم و، نو په دې مهال د ټول هېواد ښوونه او روزنه ټكنۍ شوې وه، چې اغېزه يې د هېواد لر او بر ته رسېدلې وه. د هېواد دننه ښوونځي ټول ويجاړ شوي وو او د زده كړې بهير يا بيخي ورك شوى و او يا ې ايله سيورى _هغه هم خړ_ معلومېده چې د څښتن تعالى په پېرزوينه د جهاد په برياليتوب بېرته د دويم ځل لپاره په ښوونه او روزنه كې ساه وغړېده، خو متاسفانه چې بشپړ صحت يې لا د بېلا بېلو نظامونو په وجود كې نه و موندلى يانې د مركزي دولت د ادارې د نشتوالي له امله يوه ځانګړي نصاب وجود نه درلوده. د "1380" ل كال راپه دېخوا، چې ښوونه او روزنه تر اوږدې وقفې وروسته يوه اندازه لږه راوغړېده، نو د ښوونې او روزنې په تشكيلاتي جوړښت كې هم يو څه تغيير تر سترګو كېږي، چې عملاً يې د بېلګې په ډول د خاص كونړ ولسوالۍ د ښوونې او روزنې په چارو كې ستاسې مخ ته وړاندې كوو. د كميت له پلوه د خاص كونړ په ولسوالۍ كې د 85_1386 ل تعليمي كال له مخې ښه پرمختګ شوى دى، چې په دې ولسوالۍ كې د ښوونځيو شمېر "20" ته رسېږي. يو نوى نوښت، چې په اوسنۍ ښوونه او روزنه كې ليدل كېږي او د يادولو وړ دى، هغه دا دى چې ولاياتو ته د ښوونې او روزنې د وزارت په سلسله د رياست تشكيل او همدا شان په ولسواليو كې د ښوونې او روزنې مديريت تشكيل او تاسيس شوى دى، چې د مديريت په سر كې يو امر د مدير په توګه، يو تن اداري مامور، يو تن تحويلدار، يو تن ملازم او دوه تنه د نظارت غړي لري، چې د ولسواليو د ښوونې او روزنې او د مركز د ښوونې او روزنې د رياست ترېمنځ ارتباطي پل دى. د خاص كونړ د ولسوالۍ د ښوونې او روزنې د مديريت د 85_1386 ل تعليمي كال د احصايې له مخې دا ولسوالۍ "20" شل ښوونځي لري، چې "3" درې ليسې )ثانوي(، ښوونځي، "1"يوه ديني مدرسه، "14" څوارلس ابتدايي ښوونځي او "2" دوه منځني ښوونځي لري. دوه د ذكور لېسې )ثانوي( ښوونځي او يوه لېسه د اناثو لري. همدا ډول د ذكر شوي تعليمي كال د احصايې له مخې "5" پېنځه ابتدايي ښوونځي د نسوانو لپاره او "9" نهه ابتدايي ښوونځي د ذكورو لپاره تشكيل شوي دي، چې د همدې 85_1386 تعليمي ل كال له مخې يې د زده كوونكيو شمېر "9002" نهه زره او دوه تنو ته رسېږي، چې له دغې جملې څخه يې "6048" تنه هلكان او "2804" تنه نجونې زده كوونكي په درس بوخت دي. ددغو ټولو زده كوونكيو تدريسي بهير د "251" تنه ښووكيو له خوا پرمخ وړل كېږي، چې له دغې جملې څخه "6" تنه يې ښځينه ښوونكي دي او "245" دوه سوه پېنځه څلوېښت نور يې نارينه ښوونكي دي. همدا شان ښوونې او روزنې ته د منسوب پرسونل يوه برخه يې "18" تنه مامورين او "73" تنه اجيران تشكيلوي. د خاص كونړ ولسوالۍ د موسمي وېش له پلوه د يخي هوا )سرد سير( برخې او د تودې ګرمسير هوا برخې لري، چې له شلو "20" ښوونځيو څخه يې "5" پېنځه د يخ موسم لرونكي ښوونځي او پاتې "15" پېنځلس يې د تودې سيمې ښوونځي نومول شوي دي. د ثبت او سجله پلوه ټول "20" ښوونځي دولتي ښوونځي دي، چې شخصي ښوونيزې ادارې دلته وجود نه لري. د ځاى او تعمير له مخې "8" اته ښوونځي تعميرونه لري او پاتې "12" دولس يې د شنه اسمان لاندې د تودو او سړو باوجود په خپلو زده كړو بوخت دي. ځاى لري، خو تعميرونه نه لري. لكه څنګه چې دمخه وويل شول د كميت له مخې د ښوونې او روزنې په برخه كې يو څه بدلون تر سترګو كېږي، چې مثبتې خوا ته قدم وهي، خو له بده مرغه چې كيفيت يې لكه څنګه چې لازم وي، هغه شانته نه برېښي. په كيفيت كې وروسته والى يې د ځينو عواملو اغېزه بللى شو، لكه د تعميرونو نشتوالى، د درسي كتابونو كمښت، د زده كوونكيو لپاره د مېز او چوكۍ نشتوالى، د لابراتوارونو، كتابتونونو، درسي لوازمو، درسي موادو، ورزشي لوبغالو او مسلكي ښوونكيو نشتوالى او نور په دې برخه كې د زيات پام وړ عوامل دي، چې د ښوونې او روزنې په كيفيت كې يې د پرمختګ قدم سوكه كړى دى. نو په دې تړاو زموږ غوښتنه له اړونده چارواكيو څخه دا ده، چې په دې برخه كې د زيات خدمت كولو وياړ ترلاسه كړي او د خپل زورېدلي ولس او د راتلونكي نسل ستونزې او مشكلات ورحل او لنډ كړي. بل وړانديز مو دا دى، چې چارواكي دې په دې ولس رحم وكړي او هغه څه دې نه وايي، چې نه يې كوي. مطلب مې له هغه غوړو او زېړو ژمنو څخه دى، چې چارواكي يې د دولتي مامورينو او په تېره بيا د ښوونې او روزنې له پرسونل )ښوونكيو( سره يې كوي، چې كله بيا د حساب د تصفيې وخت راشي، د ټول كال د ژمنو قيمت ايله دوه درې سوه افغانۍ وټاكي، چې په اصطلاح په هغه انتظار هم نه ارزي. كه په رڼو الفاظو دغه ژمنې له يوې خوا نه د مطبوعاتو مخ تور او د رسنيو ژبه غوړوي، خو له بل پلوه زموږ راتلونكى نسل هم په چل او فريب روږدى كوي. ددې بحث لړۍ به په همدغه سپوره غوندې ګېله او د چارواكيو په دې غوړو وعدو راونغاړم. - بېرته شاته