(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.12.14دکریملین ماڼۍ اوسپینه ماڼۍ دافغانانو

26.12.2014 : دکریملین ماڼۍ اوسپینه ماڼۍ دافغانانو دناپایه ناورین څلي!
کابوڅلویښت کاله کیږي چې دنړی سترو اومستکبروزبرځواکونودخپلوستراتیژیکواوشیطاني موخو لپاره دافغانستان بې وزله خوپه هیواد،خپلواکی اوملي نوامیسومین ولسونه دخونړی اوبې رحمه جګړې داورپه لمبوکې را ایسارکړیدي.اوداباتور،میړنی ملت ېې داسې ټوټې،ټوټې اوپاشلی دی چې دروانې زړه بوږنوونکي جګړې دپایته رسولوهیلي ېې په ناهیلیواوتشوخیالونوبدلي شوي اوله بده مرغه دافغانستان دبریمن اوغیرتمن ولس اودهغه دبرمیال،ویاړلي تاریخ اولرغوني ټاټوبي ړنګولو ته ګني داسرافیل شپیلۍ په غږیدوده.
دلرغوني اریانا،خراسان اواوسني افغانستان تیره اوږده ماضي اوتاریخ د دغه هیواد دباتوروولسونوپه وینولړلی اوخړوب شویدی اودزماني په بیلابیلوپړاوونوکې د دي خاوري سره وروڼوملیتونودپردیودیرغلونوپه وړاندې لکه غرونه دریدلي دي اوپه سپیڅلي ملي روحیه اوکلک پیوستون ېې خپل رزمي اووروګلویزسنګرونه په یوه اراده پیاوړي اونه ماتیدونکي ساتلي دي .نوزموږتاریخي دوښمنانوتل داسي مذبوحانه اوکرغیړنې هڅې ترسره کړي څوزموږدوروڼوولسونواودهغودمشرانوپه منځ کې د دوښمنی اونفاق تخمونه وشیندي اوپه دي شیطاني دسیسواوښکیلاکګروپلانونوکې ېې خپلې نقشی په بري سره پلي کړیدي.
کریملین ماڼی واکداران چی دنړیوال دسترځواک په نیشه کې لاهووودخپل سترهیواد په جنوب ګاونډکې تل دخپلواستعماري اولاسبري په هڅوکې وواودافغانستان دوخت ګوندي اودولتي مشرانوترمنځ ېې دپرچمي اوخلقي په نومونوسیاسي لوبه تشدیداوتوده وساتله اوهیڅکله ېې دهغوپه منځ کې دروغ نیتی اودرښتیني ملګرتیا اوګوندي سیاسي یووالي روحیه رامنځته نه کړه په پوره اوښکاره سپین سترګی دپرچمیانوسیاسي سلاکاران پرچمي اوبیا دخلقیانوسلاکاران خلقي ووچې دهغې په پایله کې هیڅکله هم دګوند دمشرتابه نیولي بیا دګوندترلیکوپوري ګوندي یووالی تامین اوتحکیم نه شو.
کریملین ماڼۍ یواځی د دغودووملګروډلوپه منځ کې بې باوریواوتربګنیوته په لمن وهلوبسنه ونه کړه بلکې دهغودمشرانوپه منځ کې ېې هم دبدګمانیواودوښمنیوهڅې پیل کړي داستاد اوشاګرد ترمنځ ېې غرونه ،غرونه ستونځي اوهدفمندي سیاسي دسیسي په بري سره پلي کړې اودافغانستان دسیاسي زعامت انحصاراوټاکنه دکریملين دماڼۍ په تدبیراوواک کې پریوته اودسطرنج په ګوندي لوبه کې ېې په اسانی سره دکیش اومات واګي په لاس کې وه.  
پرځای ېې ویلي چې کب له سره خوسا کیږي رښتیاهم دافغانستان دخلک دیموکراتیک ګوند اودولت ته له سراومشرتابه څخه خونړی غمیزې اوسترې ستونزي ورپیښې شوی.ګوندي وحدت دړې وړې اوګوندي دواړه ډلې دسخت تقابل،تخاصم اویوبل دامحا،سپکاوي اوله منځه وړلوپه تکل کې شوی دګوند دمشرتابه غوښنه برخه له هیوادڅخه بهردسفیرانود دپلوماتیک چترلاندې وشړل شول دګوند ارشدکادرونه اودلیکوډیری غړي دپلچرخي په زندان کې بندیان اوله بده مرغه په زرګونوتنه په خورابې رحمی اوقساوت ووژل شول اوپه هغوسربیره دخلک دجناح دسرسړي اومبارزي سټې اونورپه لسګونولسګونوخلکیان ووژل شول دغه غمګین اوخونړی سریال لازیاتې څیړنې اوسپړنې ته اړه لري دلیکنې دلنډیزپه موخه دهاواناپه کنفرانس کې دنورمحمدتره کي په مشرتابه دګوندي اودولتې دلوړپوړوچارواکوسفریادونه کوم چی افغانستان یی دستروبدلونونو،ناخوالواوسیاسي شخړوسره مخامخ کړاودهغه سناریودکریملین دماڼۍ دفرعوني واکمن بریژنیف اوکې،جې،بې داستخباراتولوړپوړوجنرالانوپه لاسونولادمخه چمتوشوي اومسکو ته دافغاني ګوندي اودولتي مشرانوپه راتګ سره ېې دهغه په پلي کیدولاس پوري کړدکریملین دانټرناسیونالیزم هژمونی په وړاندې    څرګنده ده چې افغاني پلاوي دروسانوپه اصطلاح داوچین خرشواوچین خرشویانی ډیر ښه ډیر ښه پرته به په دغوسیاسي مذاکراتوکې چې ببرک کارمل هم په کې بالقوه حضوردرلود نورڅه ویلي وي کریملین په لوی لاس دګوند دمشرتابه په اذهانوکې دلاستروکرکواوبدګومانیوتخم وشینده اودافغانستان دنوي بدلون په وړاندی ېې سیمه ییزاونړیوال تهاجم اوجګړه بابیزه وګڼله چې ښاېې دابه دهغوراتلونکوستراتیژکوتزاري پلانونودتحقق خوبونه اوتکلونه وي .
دکریملین دټولوخبرواترواوپریکړولړۍ په کابل کې دحفیظ الله امین له خبرتیاڅخه پټه نه وه اوپه نوموړي پلاوي کې دهغه نیږدې ملګرواوخواخوږوګډون درلود.
نورمحدتره کي په ماسکوکې افغاني محصلینوته  په پوره زړورتوب اوڅرګندوټکوکې هراړخیزه وینا واوروله
اودهغه په ترڅ کې ېې دګوند دن نه ستونزوپه نغوته اوډاګه کولو سره وویل چې دګوند په اډانه کې دسرطان یوي دانې ریښې ځغلولي اوهغه باید وایستل شي دهغه نیغه اشاره حفیظ ا لله امین ته وه خو دنوم اخیستلوڅخه ېې ډډه وکړه اوهمدارازېې دهاوانا اومسکودسفردسیاسي ارزښت اولاسته راوړنو په اړه هراړخیزمعلوما ت وړاندې کړل.
دسفر په اړوند ټول کړه وړه اومعلومات په بشپړه توګه دامین په واک کې په سفرکې دهغه دملګروله خواورکړشوي اودهغه ذهنیت سخت مخدوش شوی اولادمخه داحظاراتواوکمین نیولوپه تکل کې و.
دنورمحمدتره کي اوورسره پلاوي الوتکه کله چې دکابل هواېې ډګرته راورسیده دالوتکې پیلوټ ته دډګرپه ځغل لیکه کې دکیناستواجازه ورنه کړای شوه پیلوټ دبیا ارتفاع په نیولوسره دهواېې ډګرپرشاوخوادوه اضطراري دورې ووهلي خودمسکوله خوا امین ته دسره چراغ په ورکولوسره الوتکي دکیناستوچانس ترلاسه اوګوندي پلاوی کابل ته راورسید دسختوامنیتي تدابیرو سره سره تشریفاتي مراسم ساړه وو ګوندي اودولتي مشرنورمحمدتره کی اوورسره ملګري دخلکو کورارګ ماڼۍ ته راورسید اوبې له ځنډه دشوروي اتحاد  دلوی سفیرپه شیطاني منځګړیتوب دتره کي اوامین ترمنځ غوسه ناکې اوله عقدوډکې خبرې پیل شوی اودکریملین دسناریوسره سم خونړي ټکرونه رامنځته اودافغانستان ځوان دولت ېې دستروملي اونړیوالوکړکیچونوسره مخامخ کړد دي لیکنې لیکوال ته دراډیوافغانستان دمشرتابه له خوا دنده وسپارل شوه چې دنورمحمدتره کي دماسکوتاریخي وینا ادیت،تنظیم اوخپرولوته چمتوکړم دشپې په مهال مې دراپورتاژپه ادیت دخپل تخنیکي همکارپه مرسته پیل وکړچې ناببره دمرکزي سټوډیوپه لیکه خبر راکړشوچې دوینا دثبت اوخپاروي پروګرام باید ودرول شي ماهسې وانګیرله چې ښاېې زه به دازمایښت لاندې وم درواني اندیښنې او ویري سربیره مې دراپورتاژثبت ته دوام ورکړشیبه وروسته یووسله وال سرتیری ستودیوته ران نووت اوپوځي ځیږه لهجه ېې زه اوزماتخنیکي همکارله سټوډیوڅخه په وتلواړکړواودمرکزي درو ازې له لارې مې ځان دفترته راورساوه اوداطلاعاتولوی مدیرمحمدحسن نایرچې خورا نا ارامه ښکاریده راته وویل چې دګوند په مشرتابه کې ګودتا ترسره شوي او حالاتوډراماتیک بدلون موندلی دی باید درادیوپه دن نه کې منتظرپاتې شواودوتلو اجازه هم نه لروموږټول دیو نامعلوم سرنوشت په ټال ځنګیدو چې دګوند دمرکزي کمیټې دپریکړي خبر راورسید چې دګوندي اودولتي دندوڅخه دناروغۍ په پلمه دنورمحمدتره  کي دګوښه کیدواوپرځای ېې دحفیظ الله امین دټاکل کیدوپه اړه وخوجالبه داوه چې نوکریوال ویاند دهغه له لوستلوڅخه ډډه وکړه چې له لږ ځنډ وروسته خیال محمد کټوازی راډیوته راغی اودهغه په دستورپورتنی خبرخپورکړای شواوموږته ېې ډاډ راکړچې خپلوکورونوته به ورسول شی
که څه هم دراډیوپه چاپیریال کې دخال خال ډزواوازونه اوریدل کیدل موږتر ناوخته په راډیوکې پاتې شوواوپه سبادقانونیت،عدالت اومصوونیت ترشعارلاندې دحفیظ الله امین دهژمونی دیکتاتوری دورپیل شواودخپلوسیاسي مخالیفینوپه له منځه وړلوېې لاس پوري کړاودلعل پاچا ځدراڼ وسله وال پاڅون په خورابې رحمی سره وټکول شو پیاوړی سیاسی مبارز داکټر کریم زرغون او د هغه ملګری د پلچرخی په پولیګون کی اعدام شول دثورانقلاب له پیله ېې دټولومرګ ژوبلي پړه دنورمحمد تره کي اودهغه دملګروپه غاړه ورواچول شوه اودزرګونوزرګونووژل شویوافغانانونوم لړونه دکورنیوچارووزارت په دیوالونوراوځړول شول اوپه لوی لاس دافغانستان دن نه اوبهردوښمنانوته دسختوتبلیغاتواوتخریب زمینه برابره شوه اودافغان ولس ملیوني پرګنې په ویره اواضطراب کې پریوتې اودټولوانساني موازینواوافغاني ن نګ اوارزښتونوپرخلاف په هیواد کې دسیاسي غورځنګونودسرلاري اورښتیني موسس نورمحمدتره کي بې رحمانه وژنې اوپه سرویږدي دتربت کیدوله امله ډیری روڼ اندي اوسیاسیون سخت خواشیني اوویره کې ولویدل اوهیچا دخوندیتوب احساس نه کاوه .
داټولي پیښي دکریملین ترپوښښ لاندې اګاهانه ترسره کیدي اوله بلې خوا سیمه ییزواونړیوالودوښمنانوهم په افغانستان کې دنووبدلونونودناکامی اوخونړیوجګړودرامنځته کولوپه موخه پراخې تخریبي هڅې اوتبلیغات پیل کړل اودافغانستان دځوان انقلابي دولت پرضد ېې په ټول هیوادکې په جګړواوورانیو لاس پوري کړ.
دحفیظ الله امین دواکمنی دوره دسقاودزوی حبیب الله کلکاني له واکمنی څخه  هم لنډه وه اودکریملین ماڼۍ سره پوځ هغه ته خونړی پای کیښود اودشوروي اتحاد دبلوسګرپوځ دټانکونو په بدرګه ببرک کارمل دګوندي اودولتي واک په ګدۍ کیناست اودثورانقلاب نوي بشپړتیاېې پړاوپیل شواوافغانستان دنړیوالوستروځواکونودښکر په ښکرکیدواوخونړیوجګړودمخربووسلودازمایښت په جنګي تیاترواوښت
 
ببرک کارمل پخپله رادیوېې وینا کې حفیظ الله امین دمیرغضب،سترفاشیست اودامریکا دجاسوس په نومولوپه سختوټکووغانده اوهیوادوالوته ېې دهغه دخونړۍ اوطاغوتي واکمنی دپایته رسیدو له کبله مبارکي وویله اوپه ټول هیوادکې ېې عمومي عفوه اوبښنه اعلان اودزرګونوزرګونوبندیانودخوشي کیدوفرمان خپورشواوپه مرکزکې دپلچرخي له زندان اوباستیل څخه دزرګونوپه شمیربندیان ازاد کړای شول.
دانوي بدلونونه دویجاړوونکي توپان دپیښیدوهوسا شیبو ته ورته وواودافغانستان پراخوپه ازادی مینوپرګنودشوروي اتحادپوځي تیری اودهغودبلوسګرولښکرونظامي حضورپه وړاندې خپله ژوره کرکه څرګنده اودهیوادپریښو دلوته په ډله ییزه توګه اړشول
له بلي خوادامرېکا دمتحده ایالاتوپه مشرتابه ګرده لویدیزوځواکونو،سیمه ییزي ارتجاع،دپاکستان تورمخي نظامیګردولت اوڅارګرې بدنامې ادارې،دایران مرتجع اخوندي دولت اوعربي لاسپوڅوشیخانودافغانستان داشغال په نامه دافغاني مجاهدینوپه تمویل،تسلیح پوځي اوچریکي روزنه لاس پوري کړاوپراخ اړخیزه افغان وژونکي اوورانوونکي جګړه پیل کړه اوفغانستان دنړیوالوستروښکیلاکګروځواکونودزورازماییني خونړي ډګروګرځید.دسپیني ماڼی په چورلټ ډول وپتییله چې دافغانانودسرونوپه بیه په ویتنام کې دخپلي تاریخي ماتې غچ واخلي اوروسانوته افغانستان په ویتنام بدل کړي .دپاکستان پوځي دیکتاتورجنرال ضیا الحق اوای،ایس،ای څارګري اداري دهندتوده سمندرته درسیدوپه پلمه غوږکڼوونکي تبلیغات پیل اوپه دي ډول دسعودي اوخلیجي شیخانواودلودیزونړیوالوبانکونودډالروخزانې پرې راماتې اوپه افغانستان کې دخونړۍ جګړي دلا اشتعال اوپراخولوکرغیړنې نقشې ېې په کارواچولي.
همدارازدهیوادپه دن نه کې دشوروي اتحاد اشغالګروپوځونودافغانستان څخه د دفاع په پلمه دهیوادپه سرحدي پښتنو میشته سیموکې دخپلودرنواومدرنومخربووسلوپه کارولو،کلواوبانډوپه بې رحمانه بمبارولوسره افغان ولس په وینوکې ولمباوه بې وزله عام ولسونه اوپراخې پرګنې د دواړولوروله خوا په وژلواوناپایه مرګ ژوبلي محکوم اودخپلوکورونواوکلوپریښودوته اړشول.
د دي سره جوخت دسویتیزم شعارموډ ګرځیدلی اوسویتیست کیدل یوسترافتخارودشوروي پوځونوپه مټ د دوستی نوي بشپړتیاېې پړاوستره لاسته راوړنه اوبې ساری بدیل بلل کیده اودتبلیغاتوماشین هغه ته اړم و.په همدي موخه دکریملین ماڼۍ چارواکودخپل پوځي بلوسې دتوجیه لپاره دپراودا،ایزوستیا ورځپاڼواودتاس اژانس دمسلکي ماهروخبریالانویوسترپلاوی کابل ته راواستاوه څودانتي پروپاګند دپالیسی په تکتیک دپښتنودویاړلي اوسترمشرخان عبدالغفارخان چې همدامهال په ن نګرهارولایت کې استوګن وتاییدي نظرواخلي اوبیاېې په پراخه کچه دخپلورسنیو له لارې خپورکړي پلاوی کابل ته راورسیداون نګرهارته دتګ پلان جوړشوپه همدې وخت کې هم زه دراډیوتلویزیون خبریال وم.په هغه الوتکه کې چې دشوروي اتحاد دوخت صدراعظم خروشچف دافغانستان ټولواک اعلیحضرت محمد ظاهرشاه  ته دشخصي سفرونو،میلوچړچواوساعتیریولپاره ورکړیوه نوموړي مطبوعاتي پلاوي په داسې حال کې دکونړونووالي جنرال قادرمیاخیل،پوهاند مجاوراحمدزیار،اکبرکرګردباختراژانس خبریال اوعکاس اودلیکني لیکوال په کې ګډون درلود دن نګرهارپه لوروالوتواوپه همدې ولایت کې دپاچا خان کور ته چې هلته دقومونو،قبایلواوسرحدونوچارو وزیرفیض محمد مسود هم حضوردرلود ورسیدو.پاچاخان په همدي شپواوورځوکې په هند کې له تداوی وروسته جلال اباد ته راستون شوی واوپه یوه کلیوالي خړپړکټ کې ېې یوه سرویږدي ته ډډه لګولي وه اودسرپه اشاره ېې ټولو میلمنوته ستړي مه شي وویله. ورسره جوخت دهغه میلمه پال د ډاکتردسپارښتنې له کبله چې دزیاتوخبرو توان نه لري دمرکې دنه کولومعذرت وړاندې کړدمطبوعاتي پلاوي دمکر رټینګار سره سره پاچاخان حاضرنه شو چې مرکه وکړي په همدي شیبه کې دهغه ژورعقیدت اوپخې سپیڅلي میني له کبله چې له کوچنیوالي له وخته مې د ده دنامتوشخصیت سره لرله په ډیردرنښت دهغه دکټ دبازوپه څنګ کې کیناستم اود ده مبارک لاس مې دزړه په مینه ښکل اوپه سترګوکیښوداودلاس دپیرزویني په تودوخه مې دزړه تږی کښت خړوباوه.پاچاخان ډیرپخواکالونه چې زه کوچنی وم زموږ کلي ته راغلی اوزماد کا کا سناتورعلي جان صبری میلمه اوهم نیږدې ملګری ومقاله مې ورته لوستي اوزه ېې نازولی وم .هغه خپلي درنې اوبې ساري خواخوږیوډکې سترګې راواړولي اودځای ځایګې پوښتنه ېې راځیني وکړه ماهم بې له ډیله په لنډوجملوکې ځان وروپیژانده اودخپل کاکا له وفاته مې خبرکړاوماته ېې فاتحه اوتسلیت راکړ.په همدې مهال یوه روسي خبریال په خبروکې راودانګل وېې ویل پاچاخان دافغان خبریال سره خبري کوي اوموږ چې له ماسکوه راغلي یوحاضر نه دی زموږ یوي پوښتنې ته ځواب راکړي .
پاچاخان ته خبري وژباړل شوی په کټ کې وخوځیده اوبالښت ته ېې ډډه ولګوله اوخبریال ته ېې وویل له ما څه تپوس لری اوڅه واېې؟
روسی خبریال بې له ځنډه خپله پوښتنه داسې وړاندې کړه.
پاچاخان تاسوخبریاست چې دشوروي اتحاد لښکرې په افغانستان کې حضور لري افغان شوروي دوستي نوي پړاوته اوښتي چې د دوستی دنوي بشپړتیاېې پړاو په نوم یادیږي تاسودغه دوستي څه ډول ارزوی؟
پاچا خان ژوره سا واخیسته اوسرېې وخوځاوه اوروسي خبریال ته ېې په ځواب کې وویل:.
زموږدبې وزله خوغیرتي پښتنوپه کلواوبانډو،کورونواوګوډلود ناپام بمونه اوري د درنووسلو،ټینکونواوجهازونوبمباری پرې روانې دي زموږمیندی،خویندی اوپښتني پیغلي سرسرتوره له خپلوکورونووځي یبلي پښي په غرونورغونوکې بهرته ځغلي اوته ورته د دوستی تکاملي پړاوواېې کومه دوستي اوکوم تکامل.ډیره دحیرانتیاخبره اودافسوس ځای دی.
دپاچاخان دزړورتوب اوافغاني شهامت په زغرده ځواب دروسي پلاوي په خولوکې لاړې وچې ،رنګونه ېې زیړاولکه دصحراډبرې سپیره شخ پاتې شول اوځوړندسرونه دپاچاخان له کوره راووتل اویوه بې ساري چوپتیا خوره وه
دفخرافغان خبرې دکاڼې کرښې وې ځکه روسانوته کلونه وروسته داپه ډاګه شوه چې دابشپړتیاېې پړاوروسانوته ویجاړتیاېې پړاووګرځید اودشوروي سوسیالیستي نړیواله امپراتوري دړې وړې اووپاشل شوه اود دغه نړیوال سترځواک په راپرې وتوسره دنړی سیاسي نقشه بدله اونړی یوقطبي شوه دبرلین استعماري دیوال ونړید اودالمان دسترملت ترمنځه دلویدیځ اوختیځ په نومونود دوښمنی ورسته اوتوره نقشه دتاریخ کندې ته دابد لپاره ولویده.المان داروپاپه لویه وچه کې دافغانانودستروسرښندنوپه بیه دنوي ژونداونوي ځواک سا واخیسته.دهغه په څنګ کې دامریکا هغه ستروستراتیژیکو پلانونوته چې کانټییل شیپ یانې اوبه په قوطي کې اچول په نوم یادیږي درسیدوپه درشل کې دي د دغه پخوانی پالیسی له مخې شوروي اتحا د باید دچم ګاونډ له لوري داسې ایسارشي لکه اوبه په قطي کې.دوارسادپوځي ځواک اوپخواني سوسیالیستي کمپ له منځه تلل،سترشوروي اتحاد په روسیه بدلیدل،اوکراین بالقوه اوب الفعل ځواکمن پوتانسیل اودلویدیځ دهغه په سر کې له امریکا سره دهغه ګډه ستراتیژیکه دوستي اوپه دې وروسته مهال کې دامنیتي تړون له مخې په افغانستان کې دامریکا نظامي ستراتیژیک حضورامریکا خپلو موخوته دافغانانوداوږدي غمیزې اوسرښندنې په بیه ورسیدل خوله بده مرغه سپینه ماڼۍ هم لکه دکریملین ماڼۍ په افغانستان کې دریښتیني ټیکاواوملي جوړجاړي په اړه خیرن نیت لري اودروغ نیتی اوبې الایشه دوستی په هکله ېې افغانان په شک کې اچولي دي یوه څرګنده بیلګه ېې د ښاغلي کیري په لاس دافغانستان دروانو ټا کنوڅخه دبیزو ټپ جورول او په یوه ارګ کې د دیموکراسی پر ځای د فیفټی کراسی له مخی د دوو پاچاهانو ګومارل او نصبول دی.
نوربیا....
بسم ا لله اکبري هالنډ

 

- بېرته شاته