(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.12.14د شاعرۍ حوا د غني خان تر کیڼې...

د شاعرۍ حوا د غني خان تر کیڼې پوښتۍ لاندې  

څوک دې ماته ووايي   * څرنګې شیدا شي څوک

څوک چې چاته وخاندي *ولې په خاندا شي څوک

ماته موسکو سترګو کې * ښکلې دلربا ووې

ولې څوک زړه و بایلي * څرنګې شیدا شي څوک

څوک چې چاته وخاندي* ولې په خندا شي څوک

 29.12.2014: زما په فکر زما په خیال د دې زرینې او موسیدونکي ولې لټون د غني خان د شاعرۍ ښکلې او زړه را ښکونکې فلسفه ده . غني خان ددې ولې تر ځواب نه په لټون خوشحاله دی . همدغه لټون دی چې ددوی شاعرۍ یې لکه دریاب روانه ساتلې ده . هو دا منم چې غني خان ته به ډیر خلک فلسفي وايي ، خو ماته تر ټولو لویه او خوندوره فلسفه د غني خان د شاعرۍ نااشنا او یو ډول ځانګړی خوند و رنګ دی . د غني خان شاعري ماته داسې اېسېدلې لکه پر سړي چې ښاپېرۍ میّنه شي ، د ځمکې په فضا کې درته داسې عجیبې نا آشنا خبرې و کړي چې له بل چا دي په یوه داسې انداز نه وي اورېدلې . د غني د شاعرۍ تر بلې هرې فلسفې نه مې د دوی شاعرانه اخلاص خوښ دی . غني خان چې د شاعر تعریف کوي نو د سړي سخت زړه ته پریوځي ، د سړي زړه له خواږه درده درته وايي : الله همداسې ده .

غني بابا وايي : شاعر هغه حیوان دی چې پر وجود یې څرمنه نه شته ، که مازې د اغزي څوکه ور ورسیږي چیغې او کړیکې یې دنیا په سر واخلي . او که نرۍ د خوشحالۍ وږمه پې ولګیږي باغ باغ شي.
د شعر د یوه مین لوستونکي په حیث راته دا شاعرانه اخلاص تر لویو نه لویه فلسفه ده . دا ماشومانه مینه او دا ماشومانه صداقت د ښکلا له پاره یوه لویه او جادوګره پرانستې غېږه لري . پر همدې تعریف د غني خان شاعرۍ ډېره صادقه او برابره خیژي .
د پښتو نثر شیرین بیانه لیکوال ماسټر عبدالکریم د غني خان د شاعرۍ په اړه وايي :
میرزا غالب او رابندرنات ټاګور په لاره روان وو . غني په مخه ورغی . غالب او ټاګور یو بل ته سره وکتل . د ماسټر عبدالکریم مطلب ښايي دا وي چې د غني د خیال ښایست ته غالب او ټاګور دواړه حیران شول ، یا هم دا چې دوی خپل رنګونه په غني کې هم ولیدل . لیکوال په پاس خبره پسې وروسته وايي :
ـ غني د خیام مستۍ ته د غالب بې باکي ا و د رابندرنات ټاګور رنګینې ورکړه نو د غني د پنجرې چغار ترې جوړ شو .
خو زما خپل ذوق ماته وايي چې د غني د شعر او د خیال پنجره د پښتانه رباب او ستار په تارونو اوبدل شوې ،د ننه په کې دده د خپل زړګي مارغه ناست دی چې په پښتني رنګ نغمې غږوي . ماته د خپل ذوق او خپلې سلیقې په رڼا کې د غني خان شاعري د شاعرانه کیف یوه داسې خوږه دنیا ښکاري چې تږی زړه په خوشبو او سُرور خړوبوي . دا صحیح ده چې غني خان به د دنیا ملکونه لیدلي او هلته به یې زده کړې کړې وي که یې له نورو رنګ هم اخیستی وي خو پښتني رنګ یې دومره غالب دی چې د نورو رنګونه په کې حل شوي دي . هو د خیام غوندې مست به وي خو دا مستې یې هم د خپل انداز ده.
د غالب غوندې رند او بې باکه به وي خو په دې بې باکۍ کې یې هم پښتني استغنا ښکاري . که د ټاګور غوندې رنګيني په کې وي ، سمه ده یو نیم پړک به یې پې لګیدلی وي خو دا رنګیني یې د ټاګور له سرودونو را تراشلې نه ده . غني خان که د ښکلا په لټون په هر څومره مضطربو لارو تللی د اطمینان پر ګودرونو ور پېښ شوی دی .
په کعبه کې مې ونه موند *په جومات کې رانه ورک شو
خدای مې زړه کې را پیدا شو
* چې مې مخ د یار کړو ښکل
غني خان په ډېره ماشومانه مینه د کایناتو خالق خپل رب ته جانان وايي : اې زما ربه جانانه
غنی خان تل له خپل جانان سره اوسېدلی ، ډېر بختور دی او چېرې هم بې خدایه بې جانانه شوی نه دی .
پاس د خیام ، غالب او ټاګور ذکر وشو . پخواني لوی خلک په خپلو برخو کې پر راتلونکو مینانو خامخا اثر ښندي . د خیام ، غالب او ټاګور اثر که وي هم خو د غني خان خپل رنګ دومره غالب دی چې د نورو رنګونه یې په خپل رنګ اړولي دی .
وايي چې حضرت آدم علیه سلام د جنت له ټولو نعمتونو ، خوشحالیو او ښکلاوو سره سره څه نا څه مضطرب ؤ . د همدې اضطراب په وجه په جنت کې خوب یووړ . ددوی له کیڼې پوښتۍ حضرت بي بي حوا پیدا شوه . حضرت آدم علیه سلام چې کله له خوبه را ویښ شو په خپل څنګ کې یې یوه ښکلې ښځه ولیده . په حیرانۍ یې پوښتنه ترې وکړه : ته څوک یې ؟ حوا بي بي موسکه شوه ویې ویل : زه حوا یم ستا ملګرې . د حوا موسکا د آدم په زړه کې کېناسته . یو نه تشریح کیدونکی خوند او اطمینان یې په زړه او روح کې غځونې وکړې .
د غني خان شاعري د پاس کیسې د تعبیر په رڼا کې داسې راته ښکاري چې ددوی تر کیڼې پوښتې لاندې یعنې زړه نه را ټوکېدلې شاعري ده . ددوی د خپل زړه له درزا ډکه ښکاري ځکه خو نورو زړونو ته هم د خوند و رنګ درزا او کیف لېږدوي . که لږه نوره هم دا خبره خلاصه کړم ویلی شم چې د غني خان دشاعرۍ حوا ددوی تر کیڼې پوښتې لاندې ددوی له زړه نه را زیږېدلې ده .
زه د غني خان د شاعرۍ یو مین لوستونکی یم . هغه مهال چې زلمکی وم په افغانستان کې د اضطراب ، درد او مهاجرتونو موسم ؤ . زمونږ کلی غره ته مهاجر شوی ؤ . غرونه او ځنګلونه زمونږ له پاره لکه د مدینې انصار ؤ . د غرونو انصارو ونو دومره مینه راکوله چې آن زمونږ تبرونه یې پر ځان منل . ما به کله کله زمونږ له غرونو اخوا د وزیرستان بازارونه په اوښ لرګي او نورې کراې وړې . له ها خوا به مې د چای ، ګوړې ، اوړو غوړیو …. تر څنګ یو نیم د شعر کتاب هم اخیست . یو بختور سفر داسې هم راغی چې ما په اول ځل د غني خان کلیات پیدا کړی ؤ . دې کتاب زما په روح کې د هیجان او سُرور سمندر روان کړی ؤ . حیران دې ته وم چې د غني د شاعۍ په معنی سم نه رسېدم خو خوند مې ترې ډېر اخیسته . په زړه کې مې ویل چې ګوندې یو وخت یې په معنی هم و پوهیږم . بس هغه مهال راته د غني خان شاعري داسې برېښېده لکه سره او ژېړ ګلابونه . په رنګ او خوشبو یې مست وم خو له دې ناخبره چې د همدې سرو او ژیړو ګلابونو په پاڼو کې به نور څه اثر نغښتی وي . سره او ژېړ ګلابونه مې ځکه وویل چې یو وخت زما کورګی هم مهاجر شو . پېښور ته راغلم او په ناصرباغ کمپ کې مې یو غریبانه کور هم واخیست . ژوند تېرېده یوه ورځ غرمه مهال مې له پېښور راډیو نه د غني خان دمرګ خبر واورېد .
ودردېدم . نیت مې وکړ چې د غني خان وروستي دیدن ته ځان ورسوم . په منډه له ناصرباغ نه د پېښور ښار ته او بیا له هغه ځایه نېغ چارسدې ته روان شوم . چارسدې ته داسې وخت ورسېدم چې دمازیګر ژېړی لمر په غرغره ؤ . زه په منډه د چارسدې د لویې هدیرې پلو روان وم چې په دې کې ډلې ډلې خلک له هدیرې د کورونو خواته روان وو . ما له یوې ډلې د غني خان د جنازې پوښتنه وکړه . هغوی راته وویل چې الله دې یې وبښي د غني بابا جنازه خاورو ته وسپارله شوه . زما په سترګو کې اوښکې راغلې او زړه نازړه د چارسدې بازار ته را وګرځېدم . د غني بابا وروستی دیدن مې لوی ارمان شو . د چارسدې په بازار کې مې د ددوو ګلابونو نیالګي واخیستل . د مهاجرت کورته مې راوړل . هلته مې دواړه ګلابونه کېنول . نه پوهېږم په هماغه شپه ؤ کله ورپسې په بله شپه مې د غني بابا په یاد یو شعر ولیکه . شعر مې د غني بابا د هغه مشهور غزل په لیکه لیکلی ؤ :
ټکڼه غرمه د لېونو د ګرځېدو دی وخت
لړۍ تروږمۍ د یار د سترګو د لېدو دی وخت

هغه د ګلابونو نیالګي چې د ناصرباغ د کور په انګړ کې مې کېنولي وو ښه به مې پالل . دار راته د غني خان د یو دوې نښې ښکارېدل . څه موده وروسته دواړه ګلابونه رسېدلي او ګل شوي وو . عجیبه ؤ دا یو یې سور او دا بل یې ژېړ ګلاب ؤ . چې دا لیدل به مې غني خان به مې زړه ته راته . اوس مې لږ لږ پر دې هم پر دې هم سر خلاصیږي چې د غني خان د شاعرۍ د سرو او ژېړو ګلابونو له رنګ او خوشبو سره د ژوند نورې ډېرې خبرې پټې دي چې که را وسپړل شي د کینې او کرکې د لا علاجه مرضونو دارو درمان به شي . لنډه دا چې د غني خان شاعرې د نړۍ د نورو لویو شاعرانو په شان د انساني مینې د دردونو درمانګره ده . الله دې دا خپل لېونی مین غني خان و بښي . آمین

De Ghani Khan Shaeree:   Written by Pir Mohammad Karwan

- بېرته شاته