(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان د ولسي جرګې د غړیو څخه پوښتنې

ښاغلوو، د افغانستان د ولسي جرګې استازو! ستاسو به یاد وي چې څه دپاسه یو کال د مخه مو د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ښاغلی سپنتا د اساسي قانون د ۹۲ مې مادې د غوښتنو او د ولسي جرګې د داخلي طرزالعمل سره سم غونډې ته د استیضاح لپاره غوښتلی و چې په پای کې د ولسي جرګې په وړاندې د سپنتا ځوابونه د ولسي جرګې د غوڅ ډیره کي وکیلانو د قناعت وړ ونه ګرځېدل او په پایله کې ښاغلي سپنتا ته د نه باور (عدم اعتماد) رایه ورکړل شوه. خو، ښاغلي کرزي دځینو مصلحتونو په اساس چې نوموړی ورسره پوره عادت لري د ولسي جرګې پریکړه ناقانونه وبلله او د اساسي قانون د غوښتنو په خلاف یې سترې محکمې ته محول کړه، ځکه د افغانستان ستره محکمه د افغانستان په اساسي قانون د څارنې او کنترول محکمه نه بلکه یوازې د اساسي قانون سره د قوانینو او تقنیني فرمانونو او نړیوالو لوزنامو او میثاقونومطابقت څیړي. همدارنګه ستره محکمه د اساسي قانون او نورو قوانینو او تقنیني فرمانونو د تفسیر واک لري، نه په وزیر باندې د ولسي جرګې د نه باور د رایې څېړل او تفسیرول. لنډه داچې ولسي جرګې ددوهم ځل لپاره د ښاغلي سپنتا د نه باور رایه وڅیړله او خپله پخوانۍ پریکړه یې یو ځل بیا تائید او تصویب کړه. همدارراز د ولسي جرګې مصلحتي ریس یونس قانونی او یوشمیر زیاتو وکیلانو د خبري رسنیو سره د خپلو پریکړو د قانوني والي او د سپنتا په ګوښه کېدلو ټینګار وکړ خو، دا دې د یو کال څخه زیات وخت په تیریدلو سره ښاغلی سپنتا د وزارت په چوکۍ میخ کړی ناست دی او ولسي جرګې یې هم په هکله ګونګه روژه نیولې ده. دلته ځما پوښتنې د ولسي جرګې د ښاغلو وکیلانو څخه دادي: الف: ایا ښاغلي سپتنا ته مو د اساسي قانون په خلاف د نه باور وټ ورکړی؟ که چیرې ستاسو پریکړه قانوني وي نو بیا ولې یې د عملي کولو په هکله چوپ پاتې شوئ؟ ب: داسې اوازې او ګنګوسې دي چې یوشمېر وکیلانو د سپنتا په مسله کې ددولت او حتا د یو بهرني هېواد څخه، چې سپنتا یې د استخباراتو سره نژدې اړېکې لري، پیسې او نور امتیازات تر لاسه کړي دي. ایا دا اوازې او ګنګوسې تر کومه ځایه رښتیا دي؟ هیله لرم چې ښاغلي وکیلان ځما دغه وړو پوښتنو ته قناعت کوونکي ځوابونه ورکړي تر څو ګرانو هېوادوالو ته حقایق څرګند شي. په درناوی - بېرته شاته