(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پنج پيرمولانا ـ د طالبانو امارت اود پښتنو...

[05.Jan.2015 - 19:11]

د پنج پيرمولانا ـ د طالبانو امارت اود پښتنو په درشل د مفکورې جگړه

لیک: رحمان بونیری 

 اتم جماعت زده کوؤنکي محمدمعظم ايله شونډه شنه شوې وه چې په شپاړسم دسبمر د پېښور په آرمي پبلک سکول کې ورله طالبانو تنکۍ سينه په گولو غلبېل کړه . هغه نه يواځې يو ډېر ښه طالب علم ؤ ، ولې د خپل کلتور ، وطن او موسيقۍ سره يي هم ډېره مينه لرله او چې کله به خپل کلي ته لاړو نود خپل خوږ ملگري محمد منعم نه به يي فرمائش کوؤ چې په خپل خوږ غږ ورته يوه سندره واوروي . هغه چې به د سکول نه په چوټۍ لاړو نو منعم به ورته په طمع ناست ؤ ، چې د پېښور د ښکلاگانو قېصې ترې واوري او بيا به دواړه ملگري د کلي په خړو پړو کوڅو کې په منډو منډو لرې د پټو پُولو په ښکلاگانو کې دمارغانو په شان الوتل . منعم به ورته په خپل خوږ غږ کې ټپه کوله ...

 د ميني يو ټولگی عالم دی ...... د بېلتانه سره د شام پورې پوځونه 

او منعم به ورته خوشحالېدلو - د شپاړشم دسمبر په ماسپخين منعم د کلي هغه بل پلو ته دسړک په غاړه ناست ؤ چې چا پری دبیلتون اواز اوکړود وړوکي منعم دخلې نه دومره په زوره کريکه اووته چې د نيم کلوميټر په فاصله کې د مذهب اسلام د سخت دريزه ديوبندي مکتبه فکر د پنج پير مدرسه که هم واوریدل شوه 

منعم د شپږم جماعت طالب علم دی او په خپلو ملگرو کې د وړوکي سردار علي ټکر په نوم مشهور دی - د منعم سردارعلي ټکر خوښ دی او هم د هغه په طرز د سندرو او نظمونو وئيلو هڅه کوي . تېره اوونۍ د پښتو ژبې وتلی شاعر، محقق او نقاد شيرين يار يوسفزئ د منعم د کلي په سفر ؤ چې چا د منعم د خوږ اواز نه خبر کړو . يوسفزي د منعم نه د سردارعلي ټکر وئيل شوی نظم (لټون) په خپل موبائيل کې ريکارډ کړلو او په فېس بک يي خپور کړو . خو نه په فېس بک دغه ويډيو کتونکو او نه يوسفزي ته دا پته وه چې وړوکي منعم له په ورکوټوالي کې بېلتون په زړه کې ټک ورکړی او د ملگري په جداکېدلو يي غټې غټې سترگې د اوښکو نه تشې شوي دي 

اسفنديارخان وايي هغه تل د وطن سره د ميني سندرې خوښې کړي ، د پخوا راهسې د باچاخان د فلسفې عدم تشدد پېروکار دی او د سردارعلي ټکر په غږ مئېن دی . اسفنديارخان وايي د ټکر په سندرو کې د ياد شوي وطن په سينه اُور پورې شوی دی ، وطن يي برباديږي . هغه تپوس کوي، داسې ولې کيږي؟ تنکي بچي يي ولې قتليږي ؟ اسفنديارخان وايي د هغه د بچوړو گناه څه ده؟ د وطن سره مينه کول ؟ او د وطن د مينې سندرې وئيل ؟ اسفنديارخان پوښتنه کوي که د وطن د خلقو کلتور او ادب سره مينه کول گناه ده نو دغه گناه هغه کړې وه ، او تل به يي کوي ، وايي که په دغه گناه يي نسلونه قتليږي خو د وطن سره به يي مينه لا سېوا کيږي .

ذوالفقارعلي د پاکستان په پوځ کې نوکر دی او وايي په شپاړسم دسمبر د خپل پوځي يونټ سره د افغانستان په پوله د کوهِ سفېد په مورچه کې ؤ چې د زوي د شهادت نه خبر شو . ذوالفقار وايي چې خپل کلي ته راورسېدو نو د زوي گور يي تيار ؤ . بس اخري ديدار يي وکړو او د زوي جنازه يي پورته کړه ذوالفقار وايي په تېر اختر کې يې خپل زوي ته په زېرزيرکتل او سوچ يي کوؤ چې بس په څو کالو کې به ورله واده کوي ذوالفقار د زوي مرگ د ځان او خپلې کورنۍ دپاره اعزاز گڼي او وايي زوي يې شهيد شوی دی ، ذوالفقار د قران شريف يو ايت لولي ، چې مطلب يي دی ... د شهيدانو په پلارانو راغلي ازمائشونه د خدائي پاک د لُوري دي .

ښاغلی يوسفزی وايي چې د معظم دُعا له ورغلو نو ورته چا ووئيل چې د اما او کما خلقو حاضرۍ او خواخوږۍ وکړې ، خو د نزدې مدرسو نا . نه خو دُعا ته څوک ورغلي او نه چا د دغه ظلم خلاف خبره کړې . يوسفزی وايي داسې گڼي د پښتنو په ټولنه کې يوه ليکه راښکل شوې ، دپښتون قام د سخت دريزۍ په لاره د تللو يومنظم کوشش روان دی . د شيرين يار سره ويره مل ده چې د پښتنو وطن او کلتور سره مينه لرونکي بچي به  نور هم وژل کيږي يوسفزی وايي ددغه خلقو​ ارادې خطرناکې دي . شيرين يار وايي د پښتنو خلاف دغه سازش د اسماعيل برېلوي نه راواخله تر د سوات د فضل الله او دعربو د اسامه نه راواخله تر د صوابۍ پورې لړۍ په لړۍ را روان دی .

د صوابۍ د پنج پير مدرسه

د منعم او معظم کلی کډۍ د پنج پير د مدرسې نه د يو نيم کلوميټر په فاصله کې دی . په پنج پير کې د اسلام د سخت دريزه ديوبند مکتبه فکر لويه مدرسه ده چې د سعودي عربستان د وهابي سلفي فکرسره تړون لري . د مدرسې جوړؤنکی د سيمي يو پښتون مشرمولانا طاهر ؤ ، مولانا د نورو هېوادونو نه علاوه د سعودي عربستان په مکه کې هم زده کړې کړې وې او په کال 1939م کې يې د پنج پير مدرسه جوړه کړه . دا وخت د مدرسې د خېبرپښتونخوا نه علاوه په قبائيلي سيمو فاټا او گڼ شمېر نورو سيمو کې څانگې دي . د ديوبند مکتبه فکر مننونکي په قبرونو مزارونه جوړول ، هلته دعاگانې غوښتل شرک گڼي د پاکستان د غېرقانونه دهشت گرد گرځول شوي تنظيم تحريک طالبان موجوده امير مولانا فضل الله په گډون د دغه تنظيم ټول غړي د ديوبند مکتبه فکر مننونکي دي او بلواسطه يا بلاواسطه د پنج پير د مدرسې شاگردان پاتې شوي دي .

د تنظيم اشاعت التوحيد  و السنت امير مولانا طيّب

مولانا طيّب د مولانا طاهر زوی دی او د پنج پيرد مدرسې موجوده مشر او د تنظيم اشاعت التوحيد  والسنت نړيواله امير دی . د مولانا يو ورور مېجر عامر په پوځ کې افسر ؤ . مېجر عامرد پوځ په لاس رسېدونکو افسرانو کې شمار کېدلو ، او د موجوده ښي اړخيزه واکمن نوازشريف ملگری دی .

مولانا طاهر ما سره د مرکې په مهال وئيلي . مني چې د پاکستان طالبان د هغويي د مدرسې د فکر مننونکي دي خو وايي چاته يي د هېواد خلاف د جگړې تربيت نه دی ورکړی . مولانا د طالبانو د پاکستان د رياست خلاف د جگړې په تپوس روڼ ځواب نه ورکوي ، خو تکراروي د ائين او نظام خلاف جگړه نه غواړي .

مولانا وايي که دويي د معظم لاس نېوه نه وي کړي نو کېدی شي چې د معظم پلار د چا لاس نيوي ته نه وي ورغلی او دا دستور دی چې يو نه ورځي نو بيا ورله بل هم نه ورځي . خو وايي د پېښور په آرمي پبلک سکول کې د ماشومانو وژلو د پېښې غندنه کوي . مولانا وايي په مدرسه کې يي د هلکانو نه علاوه جينکۍ هم سبقونه وايي . مولانا په خپلو لُوڼو هم دنياوي زدکړې کړي دي خو وايي که لور يي نوکري کوي نو دا به يي د زُوم دله توب وي ، وايي د ښځې ځائي کور او د خاوند خدمت دی .

ډاکټر محمد تقي

ډاکټر محمد تقي په امريکه کې مېشت دی او دپاکستان د پېښور سره یې تعلق دی- ښاغلی تقي په انگریزۍ ورځپانه ډيلي ټائمز کې کالم ليکي او دسيمې په چارو ژور نظر ساتي- ډاکټر واېي چې د اویائیم په لسيزه کې د پنج پير مدرسې د عروج په دور کې د مدرسې گڼ طالبان په افغانستان کې د سلفي امارت په پراخه کولو کې بوخت وو چې مشري یې شیخ جميل الرحمان کوله-  جميل الرحمان د استاد سیاف نزدی ملگری ؤ او دسعودي عربستان نه به ورته مرستې ورکول کیدلې – ډاکټر صیب تپوس کوي چې کومه مدرسه د ټوپک، تورې. توپ ، ټينک او جگړې تربيت ورکوي؟ 

د پښتنو تپوس

په شپاړسم دسمبر په پېښور کې د سکول د 134 ماشومانو د طالبانو په حمله کې د وژل کېدلو وروستو په ظاهره د پاکستان طاقتوره پوځ او وزيراعظم نوازشريف ډېر غُصه ښکاري او د دهشتگردۍ خلاف اخري جگړه کول غواړي خو منعم او په لکونو پښتانه بچي په خپلو غم ځپلو سترگو کې دا تپوس لري چې تر څو د هېواد په ائين کې بدلون نه وي شوی ، د هېواد د دفاعي رياست مفکوره بدله شوي نه وي تر څو په تعليمي نظام کې د کرکې خورؤلو بابونه ختم شوي نه وي ترهغې جگړه نه شي ختمېدلی .

داسې ښکاري د پښتنو بچي اوس دپوځ او حکومت په تشو لوظونو اوطالبانو ته  په دړکو ورکولو تېروتلو ته تيار نه دي . د هغو په ذهن کې وس دا خبره ډېره رڼه ښکاري چې د دفاعي رياست په مفکوره کې پښتون قوم د خشاک په توگه استعمال شوې او سخت دريزه مفکوره يې د کور تر درشله رسېدلې ده .  

-
بېرته شاته