(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تکل لکۍ

[05.Jan.2015 - 23:12]

لیک:اسيرمنګل
سپے هم عجيبه ځناور دے دۀ باندې چې کله د ويرے حالت خو رشي نو خپله لکۍ په پښو کښې ننباسي داړې چينګي کړي اؤ د ميدان نه دتيښتې رؤ ګودر لټوي کله چې چا سره مينه کوي نو سمدستي خپله لکۍ په مزه مزه خوزوي ولې د قهر او دغصې حالت کښې خپله لکۍ په شاراواړه وي کونډه ئې کړي اؤ يوي زبردستي حملې ته تيار شي داسې وخت کښې سپي ته نزدے ورتلل دخطرې نه خالي نه وي زۀ اکثر چې دوئ سره اتفاقا مخامخ کيږم نو دخولې نه ئې زيات دلکۍ جائزه اخلم اؤ ډېر په اسانۍ سره ئې دخير او شر په فلسفه اورسم
د ټولو نه خطرناکه لکۍ دلړم وي اؤ ددې نه هر څوک ځان په ډډه کوي ولې دټولو نه خوږه لکۍ دڅاروي وي چې قصابان ئې خپلو نزدې ملګرو ته ساتي که بيا تاسو خامخا دلړم لکۍ کتل غواړې نو خدائ مې د يو دفتر په بابو ور پېښ کړه او چې لا مو څه کار هم ورسره بانډه وي بيا راشه که تؤديږې چې کوم ميز ته ورځې هر يو به لکه دلړم کونډه ناست وي
دخره لکۍ او دلکۍ تاوؤل هم په روزمره ژوند کښې په کار راځي خو دشاعرانو به څه وائې سم دم نوم به ئې وي چې ځان سره به دتخلص لکۍ ولګؤي او بيا ځنې شاعران خو په دې حقله دومره مخکښې لاړ شي چې هډو په لکۍ ئې ترس نه راځي ډېر په تاترسۍ يوه خوښوي او بله غوڅوي
دسپي لکۍ سره مونږ ځينو خلقو ته تشبيه هم ورکوو او وايو، يره پلانے سړے لکه دسپې دلکۍ کوږ دے"------ نپوهيرم چې په دې کښې به څومره وزن وي ولې دايو حقيقت ضرور دے چې دسپي لکۍ چاسمه نه ده ليدلے اؤ چې به چا ددۀ سورے اوشي نو بس هغه بيا په خپله ئې پېښې شورو کړي او چې يو ځل کوږ شي نو لکه دسپي دلکۍ دسميدو نوم نه اخلي،
تاسو به دپښتونخوا په ځينو کلو کښې داسې سپي هم ليدلے وي چې دهغوئ لکۍ سره سره غوږونه هم غيب وي ددې وجه دا وي چې دسپونه غير ضروري ډار او ويره اوځي او په دشمن نيغ ورځي داسې سپي چې کوتري وي لکۍ اؤ غوږونه ورنه ديوا پريشن په ذريعه غوڅ کړے شي اؤ بيا په اور کښې د دورتؤلو نه پس هم به دغه کوتري دميلمستا په توګه وخوړلے شي ماهرين وائي چې داسې سپي بيا دومره تکړه وي چې په خپل ځان هم ايله نه کوي وجه ئې دا بيانوي چې هغه دخپل ځان غوښې خوړلي وي
لکۍ دپښتونخوا ديوې مشهورې علاقې نوم هم دے چې په کومه کښې مروت خوره وره وسيږي ددې توري اوريدو سره سم د ادبي خلقو په مازغو کښې ښاغلے عبدالرحيم محذوب او پروفيسر رحمت الله درد خوزيدل راخوزيدل شورو کړي چې د ړومبي د "زيړ ګلونو" يه وږمو سړے تازه اؤ دوئم د غزل په تغزل نشه نشه شي ولي کله چې د دوئ شاته څوک ښه ځير شي نو ډاکټر سيد چراغ حسين شاه، عمر دارز مروت او پروفيسر قاسم محمود سره د بلا ډېر وکتابونو ولاړ ليدلے شي چې دکومو د ادبي خدمت درزهر چرته خور دے تاسو به حيران وئ چې دا قاسم محمود لا څوک دے ؟ خو زه تاسو زيات په تياره کښې ساتل نه غواړم دا هم هاغه قاسم بنوي دے چا چې تخلص زما په خيال هغه وخت دځان نه وشکؤلو چې کله لکۍ ته حکومت دضلعې درجه ورکړه اړ دبنو نه ئې جدا کړه 
ځنې خلک کله داسې يوه خبره يا يو کار اوکړي چې هغه په ټولنه کښې څوک نه خوښوي نو مشران ورته دنصيحت په توګه داسې ضرور وائي، يره څه سرلکۍ خو ورله کوئ کنه،----- مطلب دا دے چې دهرې خبرې اؤ دهر کار دپاره دسر نه علاوه څه نه څه لکۍ هم پکار ده دغه وجه ده چې ډارون هم حضرت انسان دبيزو يو مترقي شکل ګڼي اؤ دا دعوى‌‌ کوي چې دسړي روستنۍ برخه کښې اوس هم دلکۍ نخښه شته، هغه بيله خبره څوک ئې مني اؤ که نه، ولې هر سړے په خپله ددې مشاهده هم کؤلے شي خو چې کله هغه شاته ډېر په احتياط لاس يوسي لکۍ يوازې دسپي نه وي بلکه داسې څاروې به نه وي چې الله تعالي ورله دغه نعمت نه وي ورکړے نعمت مې ورته ځکه ووې چې څاروي دلکۍ نه بلا ډېر کارونه اخلي
غاروي يو داسې ځناور دے چې خپله لکۍ دوسلې په توګه استعمالوي چې کله خطره وي نو په خپله لکۍ داسې ګوزار کوي چې دچوکې درد به درنه هير کړي مار سره ئې چې جنګ شي نو هم دلکۍ په زور ئې بې ځانه کړي او اخر چې مړ ئې کړي اؤ که چرته لنګه بزه ورباندې پېښه شي نو تيونه ورته داسې تش کړي لکه چې ټوله شپه خپل بچي رودلي وي
ولې دې ټولو کښې بې ضرره لکۍ د بانګي ماما ده يعني دچرګ لکۍ، چې کومه دپښتو يوه زړه اؤ عامه اصطلاح ده دچرګ لکۍ دهغه چا دپاره استعماليږي چې څوک اِبنُ الوقت وي زما نه سازوي وخت سره داسې بدليږي لکه څنګه چې دچرګ لکۍ د هوا سره خوځي چې په کوم طرف دهوا زور وي، هم هاغه لور ته سلامي ولاړه وي اؤ دغه سړے داسې وي چې چرته ئې ښه وي هلته ئې شپه وي په انګريزۍ کښې دې دپاره د ټرن کوټ (Turn coat)اصطلاح پکارولے شي
دغه خاصيت دمازديګر په ګل کښې هم وي چې دچا دوئيم نوم نمر پرست دے چې کوم طرف ته دنمر پرست دے چې کوم طرف ته دنمر سترګه وي هم هاغه لور ته به ددۀ مشاده کږه وي ولې تروسه پورې چا هم ابن الوقت سړي ته دمازديګر ګل يا نمر پرست نه دي وئيلي نپوهيږم چې په دې کښې څه منطق دے؟
خو اوس زمونږ په ملک کښې دسياسي جګوټيټوله کبله د چرګ لکۍ ډيرې زياتې شوي دي کوم طرف ته چې داقتدار هوا وي، نو هم هاغه لور ته دغه لکۍ هم خوځي راخوځي ولې اوس زمانه بدله ده هر سړے هوښيار دے نيغ په نيغه څوک خفه کوي نه خپله خبره په کنايو اؤ اشارو کښې کوي او بيا دچرګ لکۍ خو داسې اصطلاح ده چې په دې خو جټ سړے هم پوهيږي.
مړه خو ددې سياست مدارانو به څه وائې ددې مثال هم دهېر جنې آئينې وي چې څوک ورنه مخامخ ودريږي هم دهغه سړي انځور راکاږي اؤ چې دهغه نه مخکښې ئې څوک ليدلے وي هغه ئې له ياده ويستے وي دغه حال دښکلي ښکلي اؤ نازک مزاجه خلکو هم وي درويش درانے خو هسې نه وائي
زما جانان لکه هينداره حافظه نه لري
اوس اوس ورځپاڼو داسې خلکو دپاره يوه نوي اصطلاح لوټه ايجاد کړې ده چې کومه دپنجاب د ثقافت عکاسې کوي خو اوس دټولو يوه شريکه اصطلاح ګرځيدلے ده لکه څنګه چې طالبان د طالب جمع او خالص دپښتو تورے دے ولې نن سبا دې توري يو نړوېوال حثيت ترلاسه کړے دے اؤ حقيقت دا دے چې ددې دومره زيات تشهير اوشو چې هر څوک ئې دخپلې ژبې ټکے ګڼي دغسې دپښتنو نه هم اوس دچرګ لکۍ بيخي هيره شوې ده اؤ که سړے لږ سوچ اوکړي نو خبره اسانه هم شوه ځکه چې دکومې سيمې ممبر نه لوټه جوړه شوے وي هغوئ زر زر داحتجاج په توګه لوټه بردار جلوس وباسي اؤ خپل زړونه په تشو لوټو يخ کړي ځکه چې ډکه لوټه خو ممبر څخه وي اؤ هغه سره ليده کاتۀ خوبه که خير وي په راروانو ټول ټاکنو کښې کيږي چې کله ئې لوټه بالکل تشه شوې وي اؤ دا ليده کاتۀ به داسې نه وي چې ګنې دعلاقې وسيدونکي به ورته مخ تور کړي او په خرۀ به ئې سور کړي بلکه ښاغلے ممبر صيب به دي، لوټا ازم يا لوټا کريسي، ته دسر سره سره داسې لکۍ هم ولګوي چې لوئ وړۀ بۀ ورته د زړۀ داخلاصه نارې اوکړې زنده باد، زنده باد، لوټا خان، نۀ، نۀ،
موتبر خان زنده باد،
(اسيرمنګل)

-
بېرته شاته