(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خبري د مسلماني او عمل ددي په ضد

[07.Jan.2015 - 19:38]

لیک: محمد نعيم كاكړ

په پاكستان كښې ځينې اسلامي ګوندونه چى دوي سياست په بشپړه ډول د اسلام په نامه كوي او پارليمان  ته ، وزراتونو ته سفارتونو ته هم د اسلام د سپيڅلي نامه ځايونه رسوي خوچى كله دوي ودهغه څوكيو ته ورسيږي دوى حكومت ته هم ورسيدل خو دومره څه يې ونه كړو چې څوك دا ووائي چى دا ګوندو چى د اسلام په نامه يې د ولس څخه رائي راوړي دي خو كړه وړه يې په بشپړه د عام سياسي ګوندو وارو دي عجبه خو داده چى دهغه مذهبى ګوندونه دهغه سيمو څخه رائي او ووټ ترلاسه كوي چيرى چى پښتانه ميشت دي د پاته پاكستان هم دهغه مذهبي ګوندوته په پارليمان كښې د يوې او دوې څوكي دوي د پاكستان په تاريخ كښې نه دي ګټلې كه يوار دوه دوي ته داسي موقعه په لاس ورغلى هم ده دوي دولس سره په كړو ژمنو كله هم عمل نه دي كړي يوه خواته ددهغه مذهبي ګوندونه چى وسيكو لر سياسي ګوندونه د كركي په سترګو ګوري او د مسلمان په سترګه كه ورته ګوري هم خو په ډير ټيټ نظرورته كتل كيږي د هغه اسلامي ګوندونه چى د حكومت د جوړولو وخت راشي هغه هم په بلوچستان او خيبرپښتونخوا كښې نودوي هم ددهغه سيكولر سياسى ګوندو سره په ګډه حكومت جوړه وي چى دا وخت هم جوړدي خو دوي وساداره او سپيڅلۍ ولس ته څه جواب لري ددي پوښتنه څوك ددوي څخه نه شې كولې

پاكستان چى نزدې اته شپته كاله دمخه جوړشو او د ملك د بيلو بيلو قامونه په سرهم ددي دپاره جوړشو چى دلته به ددوي دين او مذهب خوندي وي دهرقام دود دستور ژبه تاريخ او كلتوربه خوندي وي د اسلام په نامه خو دوي د پاكستان سره يوځائي كيږي خوخپل دود دستور ژبه تاريخ ته په څه زيان نه ورسږي بلكې دهرقام وارزښتونو به نه يواځي ځغورنه كيږي بلكې وده به هم وركول كيږي چى په دي كښې يو ډول مذهبي خنډهم نه شته كه وي نوبه په نړۍ كښې د هرقام او سيمي په نامه نزدې پنځوس ملكونه د مسلمانانو نه وي چى هر مسلمان قام په خپل نامه ږغ كوي او په خپل نامه باندي يادسيږي خو په پاكستان كښې دميشتو قامونو د ژبو دودوستور كلتور تاريخ سره څه وشو هغه ځموږ او ستاسو په مخ كښې دي دلته هغه د زراؤ زراؤ كلو ژبى دودنه كلتور تاريخ تر پښو لاندي كيږي د مورنيو ژبو به ځائى باندي ودوي ته انګريږي ژبه ورته ويل كيږي او داسې چاپيريال يې په دې ملك كښې جوړكړي دي چى دبا درارانو دهغه ژبه وزده كولو ته هره كورني ليواله ده كه خواردي كه شتمن دي هر سړى داهڅه كوي چى ځوي او اولاده يې انګريزي ژبه زده كړي نه ودوي ته د مورني ژبى د زده كولو اړنياشته نه دارو ژبى د زده كولو څخه حجت ورته شته هم دهغه مذهبي ګوندونه چې په حكومت كښې راشې دوي هم هرڅه هغه ډول (ASITIS) روان ساتي بلكې هم ددهغه مذهبي ګوندواو لادونه په انګريزي لوړو ښو وښځيو كښې زده كړي كوي چى پتلون يې اغوستي وي ودوي ته خوندوركوي.

په پاكستان كښې د ميشته نورو قامو ذكرنه كوم يواځي دپښتنو خبره كوم چى هم ددوي په رايو او ووټو باندي ديو وحكومتي څوكيوته هروخت رسيدلي دي د پښتنو د ژبې د وددستور كلتور تاريخ سره څه كيږي دا د چاڅخه پټه خبره نه ده پښتانه ودوي او دستور ژبې او كلتورته چى د لومړى ورځي څخه كوم زيان رسيدلې دي هغه ټولوته څرګنددي نور زيانونه خوزه دلته نه چيړم خو د دوى د كلتور د ګډوډلو دپاره چى دتيزى نيمى پيړي څخه څه روان دي هغه څرګنده ثبوت د پښتوهغه فلمان دي چى په پاكستان كښې جوړيږي اوبياپه خيبرپښتو نخوا كوټه (سويلى پښتونخوا) افغانستان او خليج په عربى ملكو كښې ښكاره كول كيږى پخوا به انګريزي فلمونه خلګونه كتل ددي كبله چى په هغه كښې ډير لڅوالي اوبى شرمي ښكاره كول كيږي خو دپښتو فلمان چى د كومي ورځي څخه جوړول شرو شوي دي ورځ تربلي ولوڅتوب اوبى شرمي ته روان دي او دومره لوڅ اوبر بنډدي چى انګريزى فلمونه هيڅ هم نه ورت ښكاره كيږي او هر څوك د كلو كلو څخه په دي خبردي خوولكه څوك باك هم په كښې وئي پاكستان چى اسلامى جمهوري ملك هم دي او د فلمانو د څارلو او سلسله كولو ځان ته بيله څانګه لري زه نه شم ويلى چي دوي ولي ودي پښتو فلمانو ته د لوڅتوب او بى شرمى اجازه وركړي ده په كاروو چى د هغه ادارې داسى چاته اجازه وركولى چى هغه د اسلامي اخلاقياتو په چوكاټ كښې وي ولي چى ددوي دنده هم دا وي دهغه چارواكي چى په لاهور كښې دفتردي يابه په اسلام آباد كښې وي آيا دوي ته نه ده څرګنده ده چى د پښتنو دود اوكلچرڅه دي؟ پښتنو هغه كوم څوك دي چى انجوني يې نيكرا غوندي او دناولده كسانو په منځ كښې ګډاوي كوي يانور بى شرمه او لوڅ حركتونه كوي ودهغه څارونكو ته د دنده ورسپارل شوې ده چې دوي وداسې فلمانو اجازه وركړي چى په كومه ژبه كښې وي د هغه قام استاځيتوب وكړي دهغه درناوي وكړي او دهغه قام كردار دود دستور ژبه تاريخ د نړۍ ولسونوته وړاندي كړي نه دا چى د يوه قام بدنامى وكړي بخريتوب او لوځتوب يې نوروته وړاندې كړي چى هغه د پښتانه قام سره يو ډول اړه نه لري وداسي عمل ته موږ خيانت ووايو كه د پښتانه په ضد باندي د سازش نوم وركړو خوددي د څنګه په دي هر سړي خبردي چى پښتون بشپړه قام ډير باپرده او په اسلام باندي مين قام دي يو پښتون هم نه غواړي چى دهغه لور يا خوردي د پښتانه ننګ داسي ليلام كړي لكه په فلمانو كښې چي نيلاميږي خوپه دهغه پښتو فلمانو كښې چى څوك ښځى كاركوي هغه بازاري ښځي دي چى پښتو يې هم نه د زده خو څومره د خواښتي خبره ده چى د پښتنو دود دستور كلتور او د ژوند چارى په بازاري ښځوپه نړۍ باندي پيژندل كيږي تردي لوئى د شرم ځائى دادي چى په پښتو فلمانو كښې چى كوم ستوري با ايكتران كاركوي هم ددوي په موټو دپښتنو كلتور او نوم په بازاري ښځو ليلاميږي او دوي ورسره ملګري وي داځكه چى دوي د روپو د ګټلو دهغه آسانه لاره نيولۍ او پيدا كړي ده د پيسو دګټلو لاري نور هم شته خوڅوك د بشپړه قام عزت داسي نه ليلاموي يابيا هغه شاعران دي چى داسي شاعري كوي چى هغه ترفلم څارونكو جوړونكو كاركونكو څخه زياته پړه دي پښتون په دهغه ځايه كاروكښې كله هم نه شې ورنزدي كيدي نه شوويلى چى دوي پښتانه دي كه څوك دي؟ ولى ډير څوك په پښتنو ننوتي دي اود پښتنو په نامه د پښتون هرڅه تخريب كوي.

پښتو په شاعري كښې د نړۍ څو ژبو څخه يوه ژبه ده چى د نړۍ د لويو ژبو څخه يوه ده او هغه اوچت شاعران لري چى هر پښتون وياړ باندي كوي بلكى په نړۍ كښې د ډيرو پښتنو شاعرانو كلام په نورو ژبو كښې ژباړه شوي دى خوڅوك چى په پښتو د هغه بازاري اولوڅه شاعري كوي داسي چاته موږ پښتانه شاعران ويلى شوي؟ او دا چى ځموږ د لوړو شاعرانو وارو احانوته به عذاب نه رسيږي دويم دا چى پښتانه ډير لرغوني تاريخ كلتور دو دونه او ډير ننګياليان او باتوران لري چى په نړۍ كښې ډير لږ ساري نه ليدل كيږي آيا د هغه څوك چى د پښتو فلمونه جوړه وي دوي يې پخپل تاريخ په خپلو ننګيالانو پښتنو په دود او كلتورنه شې جوړه وي چى دوي ښه وايسيږي او خپل تاريخ هم نړۍ والوته ورښكاره كړي هم يې خپل ولس ته خونه شم ويلي چى دوي ته موږ پښتانه هم ويلى كه يا؟ يا دوى هم رښتنې پښتانه دي كه نوردي چى ځموږ هرڅه سره ګډه ول غواړي..؟

زه د پښتنو د قام پرستو ګوندوپه عمل باندي حريان يم چى ديو په وارو وارو په حكومت كښې راغلي دي او دوي دخپل قامي ارزښتونو د خوندي ساتلو داوي داره هم دي خو دوي كله هم په دي اړه څه نه دي كړي ددي سره سره چى د پښتو دفلمانو په ضد باندي ډيرى ليكنۍ كيږي آيا دوي هم دوه مخي سياست كوي په كار خو دا ووچي دهغه قام پرستانو په اسلام آباد كښې د دهغه ناوړه عمل په ضد ږغ پورته كړي وي او هغه څهري يې بربنډي كړي وي څوك چى د نورو په دودونو كلتورونو ژبو او تاريخ باندي لوبي كوي تردي نوره خواښنونكي خبره دا ده چى هغه مذهبى ګوندونه چى د ډيره وخته څخه په خيبرپښتونخوا كښې په يواځى سره حكومت كوي يايې د نورو په مرسته په حكومت كښې برخه لري دوي په دهغه دومره وخت كښې په دي نه دي خبرچى د پښتو په فلمانو كښې څه روان دي و داسي فلمانوته څوك و وجدان خاوند اجازه وركوي شي او بيا په مسلمانى كښې داسي لوڅوالي اجازه لري اسلام خو وښځي ته څومره لورځائى وركړي دي هغه هم په پرده كښې نوڅنګه يو مذهبى ګوند چى دهغه ټول سياست په اسلام ګرځي هغه څنګه دهغه لوځيتوب بى شرمى دځغملى شې او د داسي فلمانو په ټولنه څنګه اغيزي كيږى ځماپه اندكه اسلامي ګوندونه چى په واك او اختيار كښې هم وي او دوي دهغه لوځتوب مخ نوي نه كوي دوي د اسلام په چوكاټ كښې د سرغړونى مسئول دي او دوي هم په هغه ليكوكني ولاړ دي څوك چى داسي فلمو اجازه وركوي او دوي دوه مخى سياست كوي.

-
بېرته شاته