(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملي وحدت د ګړنګ پر غاړه

[10.Jan.2015 - 17:02]

 لیک: ډاکتر ځلاند 

هیوادونه د ملي وحدت د جوړښت یا ارزښت له مخې رامنځته کیږيد هیواد د رامنځته کیدو او پرمختګ د پاره د ملت په کچه د ارزښتونو او ګټو ګډ تفاهم شرط دید وروسته پاتې هیوادونو ستره ستونزه د ملي ګټو د تعریف تتوالی، د ملي ارزښتونو کم رنګه کیدل او د ملي یووالې په وړاندې د سترو خنډونو شتون دینوموړي هیوادونه د کورنیو جګړو، استعمار او د بهرنیو هیوادونو د لاس وهنو په لومه کې په اسانې سره بند پاتې کیږيله بده مرغه،  افغانستان له تیرو څلورو لسیزو را هیسې د ملي ګټو، ملي ارزښتونو، ارضي تمامیت او ملي حاکمیت د تعریف او شتون له کمرنګۍ او ماتیدا سره مخ شوی هیواد دید افغانستان دښمنان د افغان هیواد د ستونزو او ماتیدونکو جوړښتونو نسبتا ښه مطالعه لري، په افغانستان کې د  قومونو، ژبو، مذهب او فرهنګي ویش ته په کتو د معاصر افغانستان دښمنانو پدې ټولو برخو کې افغان ذهنیت د پخوا په پرتله څو چنده زیات ویشلی او مغشوش کړی دی

په تیره یوه لسیزه کې، په ځانګړي توګه د بون په دسیسه کې د قدرت ویش د پښتون، تاجک او هزاره تر منځ د همدې مطالعي او دسیسي یوه کرغیړنه پیلامه وهپه سلګونو میلیونه ډالره،  په سلګونه پیاوړې روزل شوي استخباراتي او نظامي (کورني او بهرنيځواکونه،  په سلګونه نړیوال او افغاني کدرونه، مدني جوړښتونه، رسنۍ او سیاسي جوړښتونه ټول  په کار واچول شول، تر څو ددې ویش د رامنځته  کیدو او لا ژوریدو دپاره اګاهانه او نا اګاهانه کار وکړي.
په تیره یوه لسیزه کې د ټاکنو تر نامه لاندې تش په نامه ډرامه او بیا د ټاکنو له لارې د واک د انتقال پښتون، تاجک، ازبک او هزاره تهپروسه هم یوه له دهغو نیمګړو طرحو څخه وه تر څو افغان ملت پرې وویشينوی حکومت چې د وروستیو ټاکنو د پایلو په خلاف رامنځته شوی، په اصل کې د ملي وحدت نه بلکې د ملي وحدت د ارزښتونو او بنسټونو په خلاف جوړه شوي دسیسه ده، چې له پیل سره سم یې د اساسي قانون حیثت تر سوال لاندې راوست.
د نوي حکومت بدرنګه څېره د بون له غونډې را پدیخوا ترسیم کیدی شوای، خو دې انځور کښلو ژور فکر، سیاسي تعهد او په روانه غمیزه د درد احساس ته اړتیا لرله، چې له بده مرغه زمونږ په سیاستوالو کې نه ترسترګو کیږيسیاست له فرصتونو د معقولې استفادې په مانا ده، کله چې په سیاستوالو یا حاکمه ډله کې د پېښو د مدیریت او وړاندوینې وړتیا موجوده نه وي، هلته هر څه د بخت، ناسمو اټکلونو او بلاخره له ستونزو څخه نویو ستونزو ته د رسیدا په مانا تعبیر کیږيد حکومتونو په وجودي فلسفه کې تر ټولو مهم ارزښت هغه د مشروعیت د لرلو یا نلرو ارزښت دیپه ولسواکو حکومتونو کې د حکومت مشروعیت له لاندې سرچینو یا لارو څخه تر لاسه کیږي:
    •    
د ټاکنو له پروسې،
    •    د قانون له حاکیمیت،
    •    یا هم د قانوني مراجعو د جوړښت او طرحو څخه  تر لاسه کیدی شي.
له بده مرغه، نوي حکومت د ملي وحدت تر نامه لاندې د پورته ټولو سرچینو په خلاف خپل شتون اعلان کړ، له دې امله یې د مشروعیت کچه بیخې ټیټه ده.
که په ریښتا سره زمونږ موجوده حکومت د ولسواکۍ د نظام یو برخه وي، نو په ولسواکۍ کې لکه څنګه چې پورته ذکر شو، د ټاکنو ، د قانون د حاکیمیت ، د قانوني مراجعو د تفسیر او بلاخره د تصمیم نیونکو پروسو له لارې د حکومت د رامنځته کیدو مشر سرچینې په کار اچول کیږيد ملي وحدت تر نامه لاندې کوم جوړښت چې موږ ډنډوره کوو، په ولسواکۍ کې د مشروعیت کومه دریڅه نلري.
 
نو ځکه د نوي حکومت د ړنګیدو ویره باید ډیره هښونکي یا حیرانونکي نه وي، خو د نوي حکومت سره د ملي وحدتد ارزښت پیوند ډیر د اندیښنې وړ دید ملي وحدت تر نامه لاندې د ازبکو نوي ملیشي، د ټلوالې زور واکي او د رورا بکر او د فدرالیزم د ملاتړو خپلسري ملاقاتونه او دسیسې وار د مخه ملي وحدت د ګړنګ پر غاړه درولی دی، که روان سیاسي بحران لږ نور وغځیده، کیدی شي د ملي وحدت ارزښت مو لدې ګړنګه وغورځينو ځکه خو افغان سیاستوالو، روڼ اندو او ملتپالو ته په کار دی چې ژر په یو ټغر را ټول شي، د پورته ذکر شویو اندیښنو شننه او ځیرنه وکړئد حل لار یې په سوله کې ده، کنه بیا به په تللو اوبو پسې بیلچه ګرځوو
یا ربه توفیق

-
بېرته شاته