(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهند دګجرات دایالت دجوناګړ دسیمې پښتانه

[10.Jan.2015 - 19:21]

دهند دګجرات دایالت دجوناګړ دسیمې پښتانه بابي نوابان 

لیک: ډاکټر لطیف یاد
زموږ پښت پو هان ( نسب پيژندونکي) د بابي يا با بيانو قبيله دپښتنود غر غښت د ټو لنيز ګروپ پورې تړي٠
د پښتني شجرو له مخې بابي څلور زامن درلودل چې ميرزی،سرو، عزرائيل او کتوزی نو ميدل چې ميرزی په شلو خيلو،يحيی زيو او حيدرزيو او کتوزي په ياسين زيو، ادريس زيو او صايب زيو با ندې ويشل شوي دي٠ د تا ريخ حيات افغا ني په قول چې د مخزن افغاني نه يې روايت کړی دی وايي چې بابي په پيل کې په خپلو څلورو زا منو با ندې د څلورو سپيڅلو او مقر بو پر ښتو(ملائکو) نومونه ايښي وو ،چې نورو پښتنو هغه ملامت کړاو هغه هم د هغوی نو مو نه بدل کړل، خو يوازې د عزرا ئيل نوم په خپل پخواني حالت تر او سه هم پاتي دی٠ 
بابيان په کند هار ٠کندز،کلات نصير خان او د سهيلي پښتو نخوا په بوري،چمن او د کوئيټې په شا بو نو مي کلي کې مېشته دي٠د پاکستان دسنده ايالت په مر کز کر اچۍ کې هم يو شمير با بيان استو ګنه لري ٠ همداراز د هندو ستان دګجرات ايالت په جو ناګړه کې هم بابيان استو ګنه لري او د1747 ميلادي کال نه تر 1948ميلادي کا ل پوري با بيانو د جو ناګړه په سيمه کې يو پښتني ر ياست درلود٠
ډپټي حيات خان په خپل مشهور اثر تاريخ حيات افغاني کې چې په اردو ژبه کښل شوی او وروسته په انګريزي او بيا په کابل کې په پښتو تر جمه او چاپ شوی دی دبابي پښتنو په اړوند داسي ليکلي دي:" بابيان په کند هار او کلات نصير خان کې ډير با همته سو داګران دي او د خپل غوره سلوک اونرم چال چلند په و جه د ښه ژو ند څښتنان او اکثره يې شتمن دي٠همداراز ددغې قبيلې خلک په ميړانه کې هم ښه شهرت لري". 
دبابيانو دستور کټ مټ نورو ګاونډي پښتني قبيلو ته ورته دی٠
د روسي نا متو اتنو ګر افر ستا نيشفسکي داتنو ګرا فيکو معلو ما تو پر بنسټ د شلمې پيړۍ په لو مړۍ نيما يي کې دبابيانو شمير په افغا نستان او سهيلي پښتو نخواکې ٨٥ زره تنه ښودل شوې دی٠بابيان ډير ښه شا عران، ليکو الان او هنر مندان لري چې یو هم پکې دشهید عبدالمجیدخان بابي نوم ا خیستلای شو چې دکندهار ولایت داطلاعاتو او فرهنګ رئیس و٠په او سني وخت کې لطيف جان بابی د پښتو ژبې لیکوال او موسیقي پوه دی٠ د هندوستان د جو نا ګړه د پجود د سيمي نواب او د هندي،ار دو او ګجراتي ژبو مشهور شاعر عما دالدين خان بابي چې په رسوا مظلوم سره هم متخلص و په ٢٠٠٨ ميلادي کال داپريل په ٢٤ نيټه يې له دې فا ني نړۍ نه ستر ګي پټې کړې٠ همداراز د هند دسينما فلمي اداکاره پروين بابي١٩٤٩-٢٠٠٥ ميلادي هم بابي پښتنه او د جو نا ګړه د بابي پټانانو(پښتنو) په کو رنۍ پورې يې اړه در لوده٠
د هندوستان د ګجر ات ايالت د جونا ګړه دسيمي
بابي نوابان:
د جو ناګړه سيمه چې د هند دګجرات په ايالت کې مو قعيت لري يوه تا ريخي او پخوانۍ سيمه ده چې د سنسکرت په پخوانيو او زړو متو نو کې يې ذکر او يا دونه شوې ده٠په دغه ښار کې ډيرې لر غو ني کلا ګاني او تا ريخي ودانۍ شته چې د معمارۍ د هنر له مخې د ډير اهميت وړ ګڼل کيږي٠ پر دغې سيمې باندې مو ريانو،سلونکيانو،مغولو،افغا نا نو او انګريزانو واکمني چلولې ده، خو دلته زموږ د بحث مو ضوع هغه پښتا نه با بيان دي چې پر دغه سيمه يې تقريبا ٢٠٠ کلونه واک درلود٠ د پښتنو بابي نوا بانو د جملې نه لا نديني نوابان در پيژنو٠ بايد وويل شي چې دغو بابي نو ابانو ته خانجي هم وايې ،ځکه چې هند يان په مجموع کې افغانان او په تيره بيا پښتانه يا پټها نان ته خان صا حب او خا نجي هم وايي٠
١- نواب بهادرخان بابي:
نواب بهادرخان د صلابت خان زوې، دصفدر خان لمسی او د جعفر خان کړ وسی دی ٠ويل کيږي چې ددوی کورنۍپه اصل کې له کند هاره د جو نا ګړه سيمې ته تللي او هوري ميشته شوي دي٠ نواب بهادر خان با بی د هندوستان د مغو لي واکمنۍ په وخت کې د پو هې او ميړ نتوب په وجه د ديوان خطاب تر لا سه کړ او دګجرات په ايالت کې دوې سيمې ده ته د جا ګير په تو ګه ور کړل شوې٠ده همداراز ده د احمد اباد د حا کمانو سره هم ډيرې ښې اړيکي در لودې ، همدا وجه وه چې دوی ورته د بيرم ګام ،بيجا پور او بار ها رچه سيمي د اجارې په تو ګه ور کړې٠ نواب بهادر خان بابي د مهارا شټرا د پو نې د پيشوا سره هم دو ستانه اړيکې ټينګې کړې وېاو د پيشوا له خوا هم ده ته د سر بلند خان لقب ور کړل شوی و٠
د نواب بهادرخان بابي دنوابۍ په وخت کې يوبل بابي پښتون ته چې کمال الدين خان بابی نو ميد د بالاجي راؤ له خوا په ګجرات کې د پيران پتن،بړنګر،بيس نګر،سمي، مينچور، تهراد، بيجا پور او کمرالو سيمي د جا ګير په تو ګه ور کړل شوې٠
په ١٨٠٢ زیږدیز کال هغه وخت چې پيلاجي نومي د جو نا ګړه د نيو لو پريکړه وکړه،نو نواب بها در خان با بي دخپلې پو هې او تد بير په و جه د هغه سره سو له و کړه٠نو موړی نواب په ١٨٠٢ ميلادي کال کې له دې فاني نړۍ نه ستر ګي پټي کړي٠
٢- نواب مها بت خان بابي:
نواب مهابت خان د نواب بهادر خان زوی دی او هغه وخت يې چې لا پلار نواب بهادر خان بابی ژوندی و نو ده ته يې د نوابې دنده او چارې ور سپارلې وې٠دده دنوابۍ په وخت کې يو تن چې جګنات جهاله نو ميد او يوه اندازه پو ځي ځواک يې تر لاسه کړی و،دنواب مها بت خان په سيمه کې يې په لاس وهنو لاس پورې کړ، خو نواب مهابت خان نو موړی تنبيه او غو ږو نه يې ور تاو کړل، چې بيا وروسته جګنات نو می د پور بندر سيمي ته وتښتيد او دا هغه وخت وچې ا نګر يزانو د اوړيسا سيمه د نواب سراج الدوله نه نيولې وه او ابدالي احمد شاه بابا د مر هټه وو د ځو اکو نو سره په جګړې بو خت و٠
نواب مهابت خان په ١٨١٨ مزیږدیز کال کې د يوه تن له خوا چې ځان يې مسلمان عرب ګا ڼه ونيول شو او داوپر کو ټ په کلاکې بندي شو،خو کله چې د نواب مهابت خان اکا، نواب کمال الدين خان بابي له دې پېښې خبر شو د پيران پټن له سيمې يې لښکرې راټولې کړې او پر مظفر خان باندې چې د نواب مهابت خان پر ځاې ټاکل شوی و بريد وکړ او نواب مهابت خان يې له بنده و ژغوره او د نواب صاحب د خور خا وند شها مت خان بابې چې د شيخ ميا يلاول سره بندي و د ديوان جي په مر سته خو شي کړ٠
نواب مهابت خان د خپلې نوابۍ په و خت کې ډيرې سيمې ونيولې چې د هغو د جملې نه د کو تيا نه تلاجه او د منګلور د کلاوو نيول دي٠ همداراز نواب مهابت خان هغه کسانو ته هم سزا ورکړه چې د ماليې د ور کو لو نه به يې سر غړ ونه کو له او دها لار جهالا،اراود او د کچ د سيمو د خلکو شتمنۍ به يې لو ټولې٠ نواب مها بت خان د ديوان جي په مر سته د بابر پاواړ په نا مه هغه لو ټمارې ډلې هم و ځپلي چې دنا ګهر،کا تهياوار او لا ونګ پر سيمو يې بر يد ونه کول٠
نواب مهابت خان بابي د منګلور پر سيمې له دې کبله بريد وکړ چې د پټبن د پر ګني خلکو ده ته شکايت وکړ چې د سو ترا پالارا د سيمې جا ګير دار چاند پټني له لاسه پوزې ته راغلي دي،نو هماغه و چې نواب مهابت خان امر وکړ چې د سو ترا پالارا کلا دې فتحه شي او هما غه و چې د يوې ميا شتې په تر څ کې يې نو موړې کلا ونيوله، خو چاند پټني په عذر او زاريو لاس پورې کړ،وروسته يې نو موړې کلا ور خوشې کړه او چاند پټني د ګورکهه مد هي سيمې ته و تښتيد٠
تر دې سو بې وروسته نواب مهابت خان بابي د اولکه دوارکان د کلا دنيو لو هوډ وکړ٠ دا داسي کلکه،پياوړې او پخه کلاوه چې تر اوسه پورې يې څوک په نيو لو نه و بر يالي شوي٠نواب مهابت خان بابي د غه کلا په ډيرې ميړانې ونيوله او هغه شتمني او لوټ شوي ما لو نه چې د ځينو لوټمارانو له خوا دعر بو په سمندرګې اودمسقط په سواحلو کې دعر بو، سند هيانواو پر نګيانو نه لوټ شوي وو او په دې کلا کې مو جو دوو د نواب صا حب لاس ته ورغلل٠تر دغې سو بې ورو سته نواب مهابت خان په ١٨٣١ ميلادي کال کې له دې فاني نړۍ نه دتل له پاره ستر ګې پټې کړې٠ لنډه داچې دنواب م هابت خان د خپلې سپيڅلتيا او زړورتوب په وجه د ټو لو خلکو په زړونو کې ځای درلود٠ 
٣-نواب حامدخان بابي:
نواب حامد خان بابي د نواب مها بت خان ځوی و٠کله چې يې پلار وفات شو نو دی په جو ناګړه کې نه و او کله چې د خپل پلار له مړ ينې خبر شو نو ډير ژر يې ځان جو نا ګړ ه ته را ورساوه ٠دده مور سبحان کنور نو ميد له او هغه وخت چې نو موړی د جو ناګړه د سيمې دنوبۍ پر ګدۍ کښيناست نو ا ته کلن و٠ په دغه وخت کې يو شمير جا ګيردارانو لکه عبدل خان بابي او مختارخان با بي د بغا وت جنډې پو رته کړې ،خو وروسته نواب حامد خان بابي پر هغوی پر يد وکړ او د بفتهلي پر کلا يې چې قبضه کړې وه هغه يې بير ته ځينې ونيو له٠ په دغه وخت کې د پو نې دپيشوا يو تن صوبدار چې امرت راؤ نو ميد د ماليې دراټو لولو په پلمه ددوی پر سيمې ير غل وکړ،خو وروسته ددوی تر مينځ سوله وشوه او امرت راؤ احمد اباد ته لاړ څو په هما غه ځای کې د يوه عرب له لاسه ووژل شو٠
تر هغه وروسته نواب حامد خان بابي د واګهر پر سيمې بريد وکړ او دنسوه کلا يې ونيو له او د ډيرو سو غا تونو او غنيمتو نو سره جو نا ګړه ته ور ستون شو٠همداراز نو مو ړی د امريلي کلا هم ونيوله او جيو راجي سالم ته يې ما تې ور کړه او شيخ ميا قا ضي نو مي چې د منګلور په سيمه کې يې د فساد اورونه بل کړي وو تنبيه کړ، خو وروسته نواب دهغه ټو لې ګناوې وبخښلې٠ همداراز دنواب حا مد خان بابي د نوابۍ په وخت کې ديوړه، خا ګيسري،دلواړهاو دادنه پياوړې کلا ګانې هم فتحه شوې٠
نواب حامد خان بابی يو پراخ نظره انسان و٠ ده دټولو مذ هبو نو پيروانو او لارويانو ته درناوی کا وه او دهندوانو دهو لي او ديوالي په جشنونو کې به يې ګډون کاوه٠
دنواب حامد خان بابي او دده د مخا لفينو تر مينځ ډيرې جګړې وشوې چې په دغو جګړو کې نواب حامد خان بابي ډيرې سوبي کړي دي چې ددغو سو بو په لړ کې د لا ندنيو کلا ګا نو نيول شا مل دي٠
دسوترا پاراه،کيسوج،ماليه او کو تيانه د کلاوو فتحه٠
نواب حامد خان بابي په ١٨٦٧ ميلادي کال کې وفات شو٠ده ٣٦ کاله،درې ميا شتي او پنځه ورځې نوابي وکړه٠دی يو غريب پا لونکی او دښو کړو وړو څښتن و٠ دسيمي خلک پرې ډير ګران وو او تل به يې د هغوی مر ستې ته ور دانګل٠ 
٤- نواب بهادر خان بابی:
نو موړی دنواب حامد خان بابي زوې واو په ١٨٥١ کال کې دکنور بائي له بطنه و زيږيد٠دي اتلس کلنو چې دجو ناګړه دسيمې دنوابۍ پر ګدۍ کښيناست او دا هغه وخت وچې انګر يزان د امر يلې او کو ړي نار سيمې لاندې کړې وې٠په ١٨٦٩ ميلادي کال کې په ګجرات کې کاختي راغله ځکه چې بارانونه نه وو اوريدلي او ډير خلک دلوږې له لاسه مړه شول٠همداراز په١٨٧٥ ميلادي کال کې په ګجرات کې سخته زلزله وشوه چې ډير خلک پکې سټ او تبا ه شول٠له بلې خوا انګرېزي پو ځونو خپل پر مختک ته ادا مه ورکوله،څو په ١٨٨٦ ميلادي کال يې بيلسن نومی انګريز د جونا ګړه دسيمې نا ظم وټاکه٠
نواب بهادر خان بابي په ١٨٩٦ زیږدیز کال کې د٤٥ کلونو په عمر وفات شو٠ 
تر نواب بهادر خان بابي وروسته نواب محمد رسول خان بابي ١٨٩٢- ١٩١١ او ورپسي نواب محمد محبت خان١١٩٤٨ -۱۹۱۱پورې د جو ناګړه دسيمي پښتانه نوابان وو،چې د هند تر خپلواکۍ وروسته١٩٤٧ زیږیدیز پورې ددغې نوابۍ ټغر هم مخ په ټو ليدو شو٠
په لاندې ډول دهند دګجرات ایالت دجوناګړ دسیمې دپښتنو بابي نوابانو ا نځورونه لیدلای شئ !
ډاکټر لطیف یاد
دهند دګجرات دایالت دجوناګړ دسیمې پښتانه بابي نوابان :

په لاندې ډول دهند دګجرات ایالت دجوناګړ دسیمې دپښتنو بابي نوابانو ا نځورونه لیدلای شئ

-
بېرته شاته