(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زېرې مې درباندې (لنډه کېسه)

[12.Jan.2015 - 04:04]

اسيرمنګل

هغوئ چې په دؤ دؤ دکلي لوئې حجرې ته ورلنډ شول ټوپکونه ئې لاسونو کښې وو داسې ښکارېده نن هر څنګه وى چې د خپل تربور فېصله اوکړي خو دې کښې ناڅاپه په يو ناتار ډزې شورو شوې هغوئ ټول دهېبت نه په ځاې ودرېدل چا په وار خطائې دخپل ټوپک بولټ ووهلو او چانه،دهغوئ دمخونو نه داسې لګېده لکه چې دا ډزې په هغوئ شوي وي او ګل افضل ته دهغوئ دارادې دمخکښې نه پته وي خو ډېر زر دحجرې دننه نه دخنداګانو او دمبارکيانو اوازونه پورته شول او دې سره په هغوئ سړې اوبۀ واوړېدې خولې ئې لوندې شوې او ټوپکونه ئې واپس څنګونو ته واچول.
ګل افضل دموره يکي يو وۀ، د هغه دکاکا اختر ګل پوره په شمار يو ولس زامن وو ګل افضل به ايله د دوه نيمو کالو وۀ چې پلار ئې په حق رسېدلے وۀ دا وخت، دهغه دمور شهزادګۍ عمر ايله نورلس کاله وۀ هغې سره په ځوانۍ کښې دکونډېدو غم ضرور وۀ ولې دهغې د خوشحالۍ څه حد هم نه وۀ هغه ديو هلک مور وه او ديو هلک مور، هغې به خپل زوئ سره ډېره زياته مينه کوله دکلي خلقو به وئيل شکر دے چې امير ګل ميرات نه شو هغه که ځواني مرګ هم شو ولې په کاله ئې دګل افضل غوندې ميړۀ پاتې دے خو داسې خبرې په اختر ګل کاکا ښې نۀ لګېدې، ګني هغه څه پردې نه وۀ ولې بيا هم دهغه دا خيال وۀ چې نن مې که د ورور دا وارث نه وې صورت حال به بيخي بدل وۀ
ګل افضل واقعي چې ديادؤلو سړے وۀ شهزادګۍ ورپورې هسې سر نه وسپين کړے هغې خپل ځان خاورې اېرې کړو خو بل خاوند ته ئې غاړه کښېنښوده ګنې اختر ګل کاکا ورباندې ډېرې جرګې کړې وې خو هغې به هر چا ته صفا وئيل،
"پښتنې جونه په ژوند کښې يو ځل وادۀ کوي او بس---------"
ګل افضل دڅرمنو کاروبار کولو نزدې لرې کليو کښې به ئې دڅارو څرمنې په کم قيمت اخستې او په ښار کښې به ئې په ګټه خرڅولې کار ئې ښه په درز کښې روان وۀ لږه موده کښې ئې بلا روپۍ ګټلے وې کلي کښې ئې يو نوم وۀ، دخوار غريب ورباندې ښه کېدله
اختر ګل کاکا دخپل ورارۀ په دې نيک نامۍ خوشحاله نه وۀ غوښتل ئې چې ددۀ په ځاې دې دهغه نوم ولې نه وي دده نه وړاندې که دامير ګل په علاقه کښې يوه پېژندلې نامه وۀ خو هغه داختر ګل ورور وۀ اګر که ددۀ نه په عمر کښې کشر هم وۀ ولې بيا هم خبره دعېب نه وه هغه ددۀ ورور وۀ خو اوس ګل افضل دهغه په سترګو کښې لکه ازغې غړېدو هغه پرونے بچے وۀ، دخپل خاندان دمشرئ دعوى هغه کوله، ولې کردار ګل افضل دومره اوچت کړے وۀ چې اختر ګل کاکا ئې په راغورزؤلو نه پوهېدو هغه به هره ورځ خپلو زامنو ته سپکې سپورې وئيلې
"تاسو ټول او هغه يکي يو، هو سيالي کول ډېره ګرانه خبره ده او بيا دتربور سره"
اختر ګل کاکا زامن دپلار دې خبرو نه تر سپېږمو راغلي وو هغوئ څو څو ځله دګل افضل دمرګ تابيا اوکړه ولې دهغه ښه سړيتوب به دهغوئ لاسونه شل کړل.
دګل افضل په وادۀ اختر ګل کاکا هم خپله شمله نيغه کړې وه خلک به ورتله او هغه ته به ئې د ورارۀ د وادۀ مبارکۍ ورکولې هغه به چې کله په ترس نظر ګل افضل ته وکتل نوهسې به ئې په زړۀ کښې دکرکې او دنفرت يو طوفان پورته شو او د ډېرې پرېشانۍ له کبله به خپل ځائې نه پاڅېدو خو چې کله به ئې دهغه تور بريتو نه دهغه په وينو کښې خړوب وليدل،ايله به ئې زړه قرار وموندو بېرته به کښېناستو څومره به په علاقه کښې چې دګل افضل نوم خورېدو دومره به داختر ګل کاکا په زړۀ داغونه لګېدل.
دګل افضل د واده پوره يو کال شوې وۀ اختر ګل کاکا دعمر اخري پړاؤ کښې وۀ خو کينه ئې دختمېدو نه وۀ يو ورځ ئې ټوپک په خپله راواخستو او خپلو زامنو ته ئې ډېر په قهر ووئيل
"ستاسو غوندې نامړده زامن چې دچا په کور کښې وي د هغوئ سپين ږيري به هر کار په خپله کوي"
داختر ګل کاکا زامن دهغه دې پيغور ته ټينګ نه شول هغوئ ټول پاڅېدل پلار ئې کور کښېنولو ټوپکونه ئې راواخستل او په ګل افضل پسې ډېر په تندۍ راووتل داختر ګل کاکا ايله لاړې تېرې شوې هغه ديو ښه خبر اورېدلو دپاره دکور نه حجرې ته راووتو هغه ته دويرې او دخوشحالۍ له کبله زمکې ځاے نه ورکولو کله به کټ کښې پرېوتو او کله به پاڅېدو يو خوا بل خوا به ئې چکر ووهلو.
چې کله ډزې شورو شوې زړۀ ئې يو ټوپ ووهلو رنګ ئې په بله واوړېدو ټول وجود ئې ګرم شو او د يوې سترې پېښې اوريدو ته غوږ غوږ شو
څه ساعت پس دکلي يوه بوډۍ دحجرې په درشل راننوته او اختر ګل کاکا ته ئې داخوشخبرې واورؤله،
"زېرې مې درباندې، دګل افضل زوئ اوشو"
(اسيرمنګل)
 

 

-
بېرته شاته