(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

برنا کریمی ته د اعتماد رایه ستره جفا

[12.Jan.2015 - 20:07]

برنا کریمی ته د اعتماد رایه، هیواد سره ستره جفا

اتل ستانکزی

څو کاله مخکې مو د لرو او بر پښتنو لپاره د یوې پروژې د پیلولو په موخه کار پیل کړی وو او د څو تنو بهرنیو همکارانو سره په ګډه مو تصمیم و نیو چه باید د سیمه ایزو ارګانونو له مشر او یا هم له معین ه یې وګورو چه بلاخره له برنا کریمی (د سیمه ایزو ارګانونو معین) سره د کتنې ورځ او وخت و ټاکل شول.

په ټاکلی نېټه او وخت سیمه ایزو ارګانونو ته ورغلو او د جلساتو په خونه کې د محترم برنا کریمی په تمه کیناستو چه څو شېبو کې یو یو کس چه هزارګۍ څهره یې درلوده او عینکې یې په سترګو وې راغی او له روغبړ او بزنس کارټونو له تبادلې وروسته پوه شوم چه همدا برنا کریمی ده.

ناسته له لنډو تشریفاتی خبرو وروسته په اصلی موضوع خبرې پیل شوې خو کله چه پوه شو د دې سترې پروژې اصلی ګټه اخیستونکې به یې یواځې پښتانه وی نو سمدلاسه یې څهره کې بدلون راغی او پوښتنه یې وکړه چه ولې پښتنو ته ؟؟؟؟ او بیا د پولې هغه غاړه (د ډیورنډ نه اخوا) ټول پښتانه پاکستانی دی او بیا دې خوا یې ټول طالبان!!!!!!!

ما کوښښ وکړ په منطقی دلایلو ورته قناعت ورکړم او و یې پوهوم چه دا یوه لړۍ مونږ دوه میاشتې مخکې پیل کړې او له زیاتو وزیرانو او والیانو له لیدنې وروسته له ده جناب سره ګورو چه ټولو نورو ددې پروژې ستاینه کړې او د همکاریو ژمنه یې کړی ده………. خو زه لا په دې پوه نه وم چه د ښاغلی برنا اصلی ستونزه له پښتنو سره ده!

په ډیره تنده لهجه یې زما ځواب راکړ او ده داسې فکر کړی وو چه زه به غلی شم او د ده خبرې او چټل نظر به تائید کړم خو بالعکس زما هم له توند برخورد سره مخ شو.

زما او د برنا کریمی خبرې ډیر بې خونده شوې چه زما بهرنیو همکارانو سمدلاسه مداخله وکړه او د ناستې د پای ته رسولو لپاره اوچت شول او بلاخره له ناستې ووتلو.

مونږ موټر ته وختلو او د خپل دفتر ته را روان شولو خو ټول چپ ناست وو او هیچ چاه هم له خپګانه د خبرو توان نه درلود…… کابو ډیر وخت تیر شو او مونږ خپل دفتر نه نژدې شولو، زمونږ یوه بهرنی همکار په ډیر تعجب پوښتنه وکړه:

  • د برنا کریمی ستونزه له پښتنو سره څه ده؟؟؟؟

  • زه خو ورته ځواب نه لرم؟؟؟ (ما ورغبرګه کړه)

  • نو دا څنګه کیدای شی چه د یوه حکومت یوه اداره یو څه وایی او بله اداره یې بل څه وایی؟؟ وزیر یو څنګه او معین یې بل څه؟؟؟ (ده وویل)

  • زه خو له غصې او خپګانه بیا هم کوم ځواب نلرم! (ما لنډ ځواب ورکړ)

نو دغسې پښتون دښمنه شخص ته اعتماد رائه ورکول د افغانستان سره یوه جفا ده او تاریخی خیانت ده. ما خپل مسؤلیت  ادا کړ چه خپل وکیلان د دې کیرغیړنې څهرې له اصلیته خبر کړم نور نو تاسو او وجدان مو!!!!

اتل ستانکزی

کابل  - افغانستان

-
بېرته شاته