(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عالمي طاقتو په جګړوکي دپښتون تاوانونه

[17.Jan.2015 - 16:56]

لیک: حزب الله پښتونيار

نن په نړۍ کې تر ودانۍ، ابادۍ او پرمختګ  شل ځله زيات رقم په تخريب، پر شاتګ او بربادۍ باندي لګيژيپه مجموعي توګه ١ ټريلين ډالرپه نړى کښې يو بل په وېره ولو، خوژولو، برباده ولو او په جنګي تياريو خرسېژيدا وخت په نړى کښي ٣٠ زره نيو کليايې بمونه موجوده ديد موجوده بمونو د دهماکې قوت د هېروشېما دراېټومک بم لس لکه وار زيات دۍ. د يو اندازې مطابق دا وخت په نړى کي دومره اسلحه موجوده ده چي هر انسان سو وار وژلې شيجنګى جنونيت دومره زيات شوې د ى چي په نړى کښي د هر لک ابادى دپاره خالي ٨٥ ډاکټران او ٥٥٦ فوجيان ديپر هر فوجي له کاله ٢٠ زره امريکي ډالره خرسېژي او پرهر لوستونکي خالي ٣٨٠ ډالره لګيژي. بلي خوا ته د تيرو ٣٥ کلو راهيسې ده دوه سوپر طاقتو نو امريکه او سويت يونين اووس موجوده د نړې د غټو قوتو د جګړو مېدان د پښتون وطن زړه وګرذېدى. ددې سره د نړى زيات جنګي بجټ،  ارمز ټيکنالوجي، نيوکليايې بمونه، برين واشنګ ليټرېچرمېډيا او نصابونه، سازشي تهيورياني، د دېشتګردانو جوړولو کارخانې، د غټو قوتو په خپل مفاد کي د دشمنانو اېجادولو استازو سره دومره اسلحه زموژ وطن ته راله چي د يواندازې مطابق زموژد ټولني هر سړۍ در دوه سوه وار زيات وژلې شيد ويم عالمي جنګ په اخر کښي د جاپان پر ٢ شارو هېروشېما او ناګاساکي دوه اټومک بمونه امريکې وغورزول چي په نتيجه کښي ١٢٩،٠٠٠ کسان مړه شول لېکن زموژ په وطن کي د تيرو ٣٥ کلو راهيسې د بمونو او مختلفه اسلحو په وجه در جاپان در حملو   سه ١٩ زله زيات کسان مړه شوي دي. ددي جګړوسه خالي زموږ تير او روان نسل نشو تباه بلکې راروان څو نسلوچي  تر وسه پېدا شوي ندي پداغه قيامتونوکې بې ژوند ويد انساني تباهى سره يې د انفراسټرکچر، زراعت، اقتصاديات، ټولنيزي ادارې، د قام جسماني وجود علمي او زهني وسايل يې پداسي انداز تباه کړو چي برته يې سرګرمه فعاله کېدل در ٥٠ کاله مخکي ناممکنه ده او د نړې در پرمختليلي اولسو څه يې ٧٠ کاله شاته وغورزولوبلي خوا ته يې د وطن د مزکو په زړو او په سينو کي داسي سرنګان کشېښودل او د بالايه د خوا سه يې داسي ميزايلونه او بريدون پر تس کړل چي د ټوله وطن وجود يې و زکندن ته راوارسوى.   په راروانو وختو کښي په  پښتون وطن کي د غټو قوتو په مينځ کښي دداسي نيو کليايې جنګ خدشات هم موجوده دي چي ټوله پښتون ختم کړي.

      پخوانى او روانو جګړو زموږ د قوم ځوان زهنو نه په تقليد، وېره کي د ساتلو بعد په داسي لېوني او جنوني خيالونو پېوند کړو او ورسره يې پر سترګو د تيارو ډکه داسي پرده راکشته کړه چې خپل په وطن کي بې پر انسانو ماتم جوړولو پسته جشن هم پر جوړ کړى او دنورو ماتمونو دپاره بې ځانونه چمتو کړل. په دغه پردو جنګو کښي د زهني شکست خوړل بعد د طاقتورو قوتونو په اسلحو، تخريبي امداد، د اولس په زهن کښي د خودکش حملې کولو لپاره په جلوزى کيمپ کښي د عبدلله عظام د جهادي پوهنتون قيام، د قام د بربادۍ ټرېننګ سېټران او د انساني قتل عام ټکنالوجي د وطن نړولو  اولس دوژلو فن ته زروار زياته پر مختګ ورکړدغه انسان وژلو او تخريبي فن د قام پر ژوند مکمله توګه قيامت راوستلو پسته يې د راتلونکي هره لار د هېدرو په هواله کړه٣٠ لکه پښتانه افغانان يې د وژلو بعد د خاورو شمه کړل،  ٧٠ لکه يې په ګولې سروي سروي او ټپيان يې کړل، نيم اولس يې د دماغي ناروغيانو رنځوره کړى، در ٨٠ لکو يې زيات په خالي لاسو بې وطنه کړل او په پردو ملکوکښي يې  څوکيداران کړل،  تر نيماى زيات افغانستان ٢٤ زره کلو باندې يې د محشر جوړولو پسته ونړولد غټو شاروپرلوړو بلډنګانو کفن واغوستل شو او ملبې يې په ډورى کښي کښېښول شوېزرعې مزکي ٥٠ فيصده مړې شوې او د تخمونو پر ځاى يې سرنګان پکښي اېښول شروع شود ابپاشي نظام ٢٥ فيصده برباد شوټولنيز او سياسي ادارووجود  بې وسه شو او دا رکم د د مرګ په لار شو چي ژوندون يي د ټوله اولس پاسېدل غوښت چي ناممکنه وهفوجي طاقت، سياسي تنظيمونه، پوهنتونونه اود مېډيا د حالاتو په زلزلو کښي ساه وختلهانفراسټرکچر يې په دومره ستره کچه د بمونو په قېد کي رالى چي ټوله شارونه، روډونه، پلونه او پر کورونو  يې طوفانونه  راوستلد انساني قتل عام سره يې د وطن ټوله ځلمۍ وجود سروى سروى کړى او د دفاع طاقت يې په ځنځيرونو وتړى.
      
د ٢٠٠٢ پسته يې پر افغانستان د بربادى تسلط قايمه ولو وروسته ډېر زيات جنګي وسايل محکومي پښتونخو ته را ټرانسفر کړل دلتې هم د پښتون په خوږ او خوشحاله ژوند وور ولګاوه او د محکومه  پښتون قسمت يې هم د دېشتګردى په جهنمي اور ور وسوه زىتر٢٠٠٥ بيا تر ٢٠١٤ پوري خالي په خېبر پښتونخوا او فاټا کښي يې٣١،٣٠٠ پښتانه وه وږلداغه رنګه په جنوبي پښتونخو او کراچي کښې هم په زرګونو پښتانه مړه شول، ٦٠٠ سوه قبائلي، او قومي مشران په ډېر ناترسى قتل شول او ٨٠٠ سوه خالي د اې اين پي کارکونکو ځانونه له لاسه ورکړلد سوات په اپرېشن کښي ٢٣ لکه پښتانه د ځورولو وروسته  بې کوره شول او د ملک په بېلابيلو سيمو کښي مهاجر شولاو وس د وزرستان ضرب عضب اپرېشن د اچانک اعلان بعد يو دم په خالي لاسو، بې سامانه  او په خراب اقتصادي حالت کښي ١٠ لکه کسان راوه وتل او بې کوره شول چي تر وسه د ملک په مختلفه علاقو کښي په ډېر زلت او مصيبتو کښي د ژوند بدې ورځي تيره ويددې سره بې شمېره پښتون، ليکوالان، صحافيان، سياسيان، پرفېسران، ډاکټران اوفنکارانو باندي د بمونو حملې وشوي، اغوا شول اوتشدد پر وشو چې په نتيجه کښي دوى وطن پرېشوى او ټولنه د با ښعوري طبقې او خپل د ضرورت د خلګو سه خالي پاته شوه چي وس ټولنه ورځ په ورځ په جهالت او په مرګونو کښي پرمختګ کوي.
   
په خېبر پښتونخوا کښي مالاکنډ ډيوژن او بلخصوص سوات د سياحت دپاره ډېر په زړه پوري ځاى وه او د نړۍ د بېلابيلو ملکونو څه په ډېر زيات تعداد کښي خلګ ورته راتللولي چي سوات د جنتي منظرو او د حسن د پسرلي ما سوايې ځان ته بېل تهذيب او تارخ هم لريسوات د مختلفه قسمو سياحت دپاره اهم ځاۍ دىپدې کښي د اېډوانچر، لوبو او کلتوري سياحت شتهددې سره  پکښي، ابشارونه، ګلېشېر، نهرونه، پراخ جنګلونه اود قدرتي حسن پارکونه شته چي د ږمي او ګرمى دواړو موسمونولپاره ښه ځاۍ دىدلته ٨٥٥ هوټلان او رسټورنټ ول چي زياتره د سوات په دوزخي حلاتو کښي ونړېدل او بند شولګورنمنټ د يو اندزې وايې چي هوټل انډسټري او سياحت ته خالي ٢٠٠٧ بيا تر ٢٠٠٩ پوري ٦٠ بيلينه تاوان رسېدلې دى او سياحت ته در لمخه ٩٠ فيصده کم خلګ رازي.
    
بلي خوا ته زراعت چي زموږد اولس در ګردو خاص اقتصادي سرګرمي وه او په خاص توګه د سوات ٨٠ فيصدو خلګو روزګار ورسره تړلى وه چي د سوات په اپرېشن او وحشتناکه حالاتو کښي د دوه کالو دپاره بېخي زيات تباه شونېشنل اګريکلچر سينټر ليکي چي په ملک کښي ٤٨ فيصده فروټ  خېبر پښتونخوا او په خاصه توګه سوات يې پېدا کوي چي د دېشتګردي په جنګ کښي شنه فصلونه هم خراب شو، کموالى پکښي رالۍاو د تباهى پرلار روان شود پاکستان فائنانس منسټري وايي "د تر هګرې په جنګ کښي ملک ته ٢،٠٨٣ بيلينه تاوان رسېدلى دى" اودا تاوان زياتره د پښتون پر مزکه شوې دىد پښتون انفراسټرکچر، ټولنيز ادارې، زراعت، سياحت او د ژوند هره برخه د زوال پر لار شوې ده.
    
جديد اسلحو، نوي جنګي تکنيکو، هوايې بمبارى، ځان مرګي بريدونه او بمونو د استعمال څه ډيري خطرناکه ناروغياني پېدا شوي ديد روغتيا نړېواله سازمان وايې" په افغانستان کښي په سلو کښي در شپېتو څه زيات او په محکومه پښتونخوا کښي په سلو کښي دېرش کسان له رواني جګړي له وجي په بېلابيلو ناروغيانو کښي مشکل ژوند تيره ويپدي مرګهيزو نا روغيانو کښي، کېنسر، پېدائشي کشنيان معذوره او ناروغه پېدا کېدل، لېونتوب، د ځان وژني فکر کول، وېره ،خفګان،  له ځانه او له ټولني نفرت کول ديداسي ناروغياني زياتره ټولني ته ستونزي پېدا کوي او د نورو خلګودمرګ سبب ګرزيزياتره کورنۍ، قومي اوقبائلي بدياني او جګړي داسي رنځورانو رامنځ ته کړي دي چي په نتيجه کښي يې زياته اولس په خپلو کښي په جګړواو په دښمنى اخته کړې دىبل لور ته زموږ د ټولني زياتره ښځي پداسي خوږمن حالاتو کښي ژوند تېره وي له هري خوا بېشمېره خطرو او فشاروسره لاس په ګريوان ديد ښځو روحي ناروغيو وجوهات هم ډير زيات ديزياتره ناروغياني د مهاجرتونو، دخپلوانو کورنۍ او په خاصه ټوګه خپل ځامون او مړونه له لاسه ورکول او وحشي ماحول زموژ د سړو په زهنو کښي دومره وحشت پېدا کړې چي د خپل کور پر ښځو هر وخت بي ځيه ظلم او زياتوب ورسره کويتخريبي او د انسان وژني کلتورله و جي جګړود خلګو په زهنو کښي داسي کور جوړ کړې او تشدد يې دومري زيات کړې که  سړي  د کور دباندي د تشدد کولو موقع نکړي پېدا بيا د خپل کور پر ښځو زهني او جسماني تشدد شروع کړيزهني تشدد د ښکنځلو، غصې، خښم، کرکي او د ښځو سه د مينځي په توګه کار اخستلو په صورت کښي پر کويجسماني تشدد د وهلو ټکولو په صورت کښي پر کويروانو جګړو په ټولنه کښي د دشمنى کلتور دومره زيات کړى چي بېخي زياتي قبيلې يو د بله څه په بدو اخته ديدغه بد ى او دښمنى اکثره د ښځو په بدو ور کولو کښي حل شي. دغه دوزخي حالاتو زموږ د اولس نر او ښځي دواړه په ژوند کښي د مرګ و خولې ته درولي دي.
      
د پښتون قوم عقل ورړندولو، د ښعورور وژلو،  پوهه ورزخمي کولو،  ځلمي او دفاعي خيالونه  په زولنوور تړلو لپاره يې په پوره ټوګه د علم سه د بدى کولو لپاره منظم وحشي قوتونه تيار کړل شول چي ټوله اولس په عقل مړ ښي او د ژوند په قبرستان کښي خپل په قبرو کښي خاموشه پاته شيد پښتون په علمي مرکزونو يې د نړې په تاريخ کښي اول وار داسي ظلم او درندګي يې  وکړه چي په ټوله وطن کښي يې په ګولۍ زخمي زخمي او په ځان مرګي برېدونو يې د ټوله مرکزونو ړڼا قتله کړهورسره يې په ټوله وطن کښي د تورو تيارو ورېځي وخورولې. وس د نږدې څو کلو د علمي ادارو د تباهى رپورټ دا رکم دىيو اين سکيورټي کونسل ښيې " چي تر ٢٠٠٦ سه بيا ٢٠١١ پوري خالي په افغانستان کښي پر ١٤٧٦ سکولونو بريدونه ښوي دي" پدې کښي ځيني مکمله تباه شوي دي او نورو ته زيات تاوانونه رسېدلي ديپه محکومه پښتونخوا او فاټا کښي د ٢٠٠٧سه بيا تر وسه پر علمي ادارو ٨٣٩ بريدونه شوي دي چي يو ١٨٥ پکښي مکمله په ملبو بدل شوي دي او نورو ته لوى تاوانونه رسېدلي ديايسو ورځي مخکي د پېښور ارمي پبلک سکول باندي د نړي په تاريخ کښي در ګردو لويه او حشتناکه حمله وشوه چي ١٥٠ لواستنکي کي شهيدان شول او په سونو کي ټپيان شولعالمي قوتونه او زموږ ګاونډيان پښتون خپل د مفاداتو په جنګ کښي د انساني ټيکنالوجي او وسائل په تو ګه د استعمالولو لپاره داسي ناپاکه ارادې هم لري چي د پښتون وطن اغه ټولي ودانې او ادارې تباه کړي د کم سه چي پښتون ته ړڼا، لوړ فکرونه، دفاعي ښعور، مزاحمتي سوچ او د ژوندون د ابادي دپاره ژوندي تصورات ور ملاويږي. او مکمله يې په عقلي توګه قتله وي.
    
د دومري ستري انساني، وطني،تهزيبې او قدرتي وسائلو د تباهى بعد هم زموږ په وطن کښي تر پرمختګ شپېته وار زيات رقم پر پرشاتګ، بربادى او د جنګ مړې سکروټو په تازه کېدو کښي انويسټ کيږيکه عالمي قوتو او ګاونډيانو خپل د مفاداتو او دښمني د پا للو لپاره په وطن کې جنګ نور هم تود او روان وساتى، نو ددې سه د دويم عالمي جنګ په رکم د اېټمي او نيو کليايې بمو د استعمال خدشات هم موجوده دي او په نتيجه کښي بې ټوله پښتوم قام او تهزيب له خارو لاندي شيد وطن سره به غرونه هم لوټي لوټي شي.

-
بېرته شاته