(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دباچاخان دلیک دخلیق په نوم

[21.Jan.2015 - 00:10]

له زندان څخه د فخر افغان خان عبدالغفارخان بابا د یوه لیک نمونه:
خان عبدالغفارخان (فخر افغان، پاچا خان) په خپل يوه تاريخي ليک کې د ( ۱۹۳۵ م) د می په پنځه ويشتمه چې د سابرمني، سنټرل جيل احمدآباد څخه د حکيم عبدالخالق خليق په نامه ليکلی دی داسې کاږي:
)خوږه خليقه خوشاله اوسې،
السلام عليکم و رحمت الله و برکاته
د بمبيي نه د جدا کيدو په وخت کې ما له تا سره وعده کړې وه چې زما په خيال کې هر وخت ستاسو متعلق څه خبر راشي نو تاسو به پرې خبروم، ليکن ژر تر ژره ګرفتار شوم. جيل خانه کې مې هم ته ياد وې او خدايي خدمتګار مې هم هير نه وو ليکن داسې څه خيال مې پېدا شوي نه وو چې تاسو ته مې ليکلي وای. تاسو به زما د قيد په حقيقت رسيدلي وی، زما جرم صرف دومره وو چې ما د سرحد او د خدايي خدمتګارو متعلق خلکو ته لږ غوندې حالات څرګند کړي وو. د هندوستان د خلکو د سرحد او خدايي خدمتګارو سره دومره مينه او محبت دی چې زه په خپله دوره هرې صوبې ته تللی يم، نو د خلکو اوله مطالبه دا وه چې موږ ته د سرحد او خدايي خدمتګارو د تحريک حقيقت بيان کړه. خير دې کې به خير وي، د الله تعالی هر کار د خير دی، ولې مونږ پرې نه پوهېږو ځکه چې موږ ظاهر بين يو. لږ غوندې ظاهري تکليف چې را باندې راشي نو بيا مو وار خطا وي. زه په خپل قيد خفه نه يم ولې چې څه وخت زه بهر شوم نو ما ته دا خبره ښه ښکاريده چې زه خو بهر يم او زما بعضې خدايي خدمتګاران وروڼه دې په جيل خانه کې وي او ما صرف دا خبره د خپل ځان د پاره ښه نه ګڼله. خدايي خدمتګارانو وروڼو چې د جيلخانو بې اتفاقۍ ، بهر ځان سره راوړې وې، هغه يې پرېښودې که لا هغه شان پکښې اخته دي؟ که چيرې په صداقت سره يې دا بد عادتونه پرې نه ښودل او رښتيني خدايي خدمتګاران نه شول، نو دا ټولې قربانۍ به په سيند لاهو شي او اوچت شوی پښتون به بيا پريوځي ولې چې زموږ د کاميابۍ راز په رښتيني خدايي حدمتګارانو کې دی. زه چې کله دې جيل ته راغلی يم نو همېشه ناجوړه يم، ولې چې ددې ځای آب او هوا په ما صافه نه ده. بل زه يوازې يم، داسې يو سړی نشته چې تبادله خيالات ورسره وکړم. زما په خيالاتو که چيرې زه سرحد يا پنجاب ته بدل شم نو شايد چې ښه شم ليکن د پنجاب او سرحد حکومتونو زما د اخیستو نه انکار وکړ او تر اوسه پورې دې حکومت هم زه بلې جيلخانی ته بدل نه کړم. تاسو زما څه فکر مه کوي ، خپل کار کوئ، که چيری الله تعالی زما د وجود نه د خپل مخلوق خدمت اخېستل منظور وي نو ما له به صحت هم راکړي. دا د هغه طرف نه په ما يو بل ازمايش دی. تاسو راته دعا کوی چې ما پکښې الله تعالی کامياب کړي او ما له صبر او استقبال راکړي. زه قيدي يم، زه هر چاته خط ليکلی نه شم ولې چې زما خپل اختيار نه دی. دا خط زما ټولو خدايې خدمتګارو ته ښکاره کړئ او زما ډير سلامونه ورته وواياست. زه همېشه تاسو ته دعا کوم او اميد دی چې تاسو به هم په هره جمعه کې ماته دعا کوی چې الله تعالی ما ددې لايق کړي چې زه د هغه د مخلوق خدمت وکړی شم او ماته روغ او ښه صحت راکړي. آمين فقط ستا ورور عبدالغفار).

 

-
بېرته شاته