(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا په مکتبونو کې ټوپک ساتل ...

[21.Jan.2015 - 07:51]

د پښتونخوا په مکتبونو کې ټوپک ساتل جايز خو د باچاخان سبق لوستل متنازعه

لیک: خان زمان کاکړ
شلم جنورۍ د فخرِ افغان باچاخان د تلين ورځ ده، غواړو په جنګ ځپلي پښتون وطن کې د عدم تشدد له دې لويې فکري او تاريخي سرچينې سره روان رياستي برخورد ته په يوه نوې حواله وګورو. 
د يو اوسني فرمان له مخي د پاکستان د خېبر پښتونخوا ايالتي حکومت استادانو ته اجازه ورکړې چې د خپل امنيت دپاره له ځان سره په ښوونځيو کې وسله ساتلی شي. د ايالت لومړي وزير تسليم کړې ده چې تر دېرشو زرو زياتو سکولونو ته سيکوريټي ورکول ممکن نه ده. دا پرېکړه د پېښور د ښوونځي د خونړۍ پېښې وروسته په داسې حال کې شوې چې د پاکستاني رياست پر امنيتي رول ولاړې پوښتنې نورې هم ټينګې شوي دي. 
هم دې د تحريکِ انصاف او جماعتِ اسلامي حکومت په درسي نصاب کې د باچاخان پر سبق سخت خښم ښوولی وو، دا سبق يې متنازعه ګڼلی او له کتابونو د ايستلو اعلان يې کړی وو. د پاکستان په ټوله رياستي او هم درسي بيانيه کې د باچاخان ذکر د يو غدار په توګه شوی او دده په مقابله کې پر خشونت او سرزوري يقين لرونکي کريکټرونه په ډېره افسانوي توګه ايډيالز کړل شوي دي. دا کار په څه ناپامي سره نه کېږي بلکې ددې کار په شا يوه منظمه رياستي پاليسي پاته شوې ده. 
دوه ټکو ته بايد چې جدي پاملرنه وشي، يو په کومو مکتبونو کې چې استادانو ته د باچاخان نوم اخيستل يوه متنازعه مسئله وه په هغو مکتبونو کې اوس استادانو ته کلاشنکوفونه ګرځول قانوني دي او بل په دې پرېکړه رياست ډېر په آسانه د خلکو د امنيت ساتلو کار د خلکو په غاړه کړ او ځان يې د امنيت د ساتلو له قانوني مسووليت څخه خلاص کړ. 
تېر کال په هنګو کې يو محصل اعتزاز حسن يو ځانمرګی بريدګر ښوونځي ته د ننوتلو په وخت په غېږ کې ونيو، ځان يې قربان کړ خو د ښوونځي د نورو ماشومانو ژوند يې خوندي کړ، څو شپې وړاندې چې د اعتزاز شهيد لومړی تلين لمانځل کېده نو د پاکستان دولت، رسنيو او ځينو سياسي ګوندونو د دا پېغام خور کړ، " که د پېښور په آرمي پبلک سکول کې يو اعتزاز وای نو تر ۱۳۰ زيات ماشومان به نه وژل کېدل، موږ ته د اعتزاز غوندې "مېړني" ماشومان پکار دي او اعتزاز بايد "قامي اتل او رول ماډل" وګڼل شي،" دا يو داسې سوچ دی چې د امنيت مسووليت د رياست له غاړې اړوي او د پښتنو ماشومانو ته تبليغ کېږي چې دوی بايد د ځانمرګو د نيولو لپاره راووځي، که دا کار د اعتزاز غوندې ماشومانو وي نو بيا د پاکستان د دې دومره لوی پوځ او دومره لويي پوځي بوديجې جواز څه دی؟ ولې دې د امنيت د قانوني متعلقه ادارې پر ځای د امنيت ساتلو دپاره رضا کاران تيار کړل شي؟ که يو ماشوم پخپله په مکتب کې د خپل امنيت د ساتلو مسوول دی نو بيا د مکتب پر بام ولاړ د پاکستان بېرغ د څه نخښه ده؟ 
څوک چې له پښتنو "رضاکاران" جوړوي، ولې يې د خپل فطري سياسي حق استعمال ته نه هڅوي؟ داسې څوک چې هغه ځانمرګی په غېږ کې د نيولو جرت لري نو د خپلې دندې د تر سره کولو څخه غافل يا منکر پوځ ولې تر ګريوان نه شي نيولی؟ زما يقين دی چې که د ځانمرګو د مقابلې دپاره د تيارولو پر ځای که خلک يو داسې سياسي عمل ته تيار کړل شي چې د خپل وجود د بقاء په ډېر جايز حق قانع شي او د اصلي دښمن د پېژندلو توان ولري نو له دې روانې لويې قامي سرخوږۍ به په آسانه نجات حاصل کړل شي. موږ وينو چې په ډېره نامحسوسه خو سازشي طريقه پښتانه وګړي داسې کارونو ته هڅول کېږي چې هډو د دوی کارونه دي نه. په نورو آسانه ټکو، امنيت ساتل د رياست د سيکوريټي ادارو مسووليت دی، دا نه د اعتزاز مسووليت دی او نه د کوم استاد! فرض کړه که سيکوريټي ادارې د امنيت په ساتلو کې ناکامې دي او خلک مجبور دي چې خپل امنيت په خپله وساتي نو دې خلکو ته پکار ده چې د ځانمرګو تر تښتولو مخکې د ځانمرګو په مخ کې ناکامې ادارې له خپلې خاورې وتښتوي. خو خلکو ته داسې يو سبق نه د دوی سياستدان ورکوي او نه د دوی استاد! تر څو چې د باچاخان د سبق پر لوستلو او يادولو بنديز وي نو خلک به پر ورکو تورو لارو مري، غلامان به مري. 
ماشومان- ماشومان وي، ماشومانو ته بايد د ماشومتوب چانس ورکول شي، له هغوی د "مېړنتوب" کار اخيستل د تاريخ بدترينه ګناه ده، ماشومانو ته په درسي کتابونو کې د نورو هيوادونو د فتح کولو "مېړنتوب" ښوول او د ځانمرګو د مقابلې د "مېړنتوب" درس ورکول د پاکستاني رياست يوه بنيادي پاليسي پاته شوې ده، ددې پاليسي نتيجه دا ده چې نه يوازې زموږ له ماشومانو خپل ماشومتوب وتروړل شو بلکې په ټول ژوند کې پر ورکو تورو لارو داسې ورک شول، داسې مړه شول، داسې پړه شول چې نه يې قاتل په ګوته شو او نه يې د امنيت پر مسوول چا ګوته پورته شوه. ولې سړی هېره کړي هم دا درسي کتابونه دي چې د قتل و قتال له افسانو ډک دي، ولې دې د اوسنۍ ترهګرۍ په وده کې د پاکستان د تعليمي نظام يو لوی رول له نظره واچول شي، له تېرې يوې لسيزې په پښتونخوا کې پر ښوونځيو د روانو ترهګرو بريدونو داسې تجزيه انتهايي برسېرنه او ګمراه کُنه ده چې پکې ترهګر او ښوونځي د يو او بل ضد ولاړ ښکاري. رښتيا خبره دا ده چې هم دا ښوونځي ترهګرو ته نظرياتي تومنه ورکوي او د داسې يو سوچ جرړې وهي چې په ټولنه کې د توندرو عناصرو لپاره ګنجايش کم ساتلی او د هغوی خلاف مزاحمت پنځولی شي. د دې ښوونځيو په درسي نصاب کې هډو داسې څه شته نه چې ترهګرو ته ګواښ جوړ کړي او هغوی يې د خپل کار په مخ کې خنډ وګڼي، د تعليم د حق او د تعليم دپاره د مبارزې د ملاتړ کولو برسېره زه شکمن يم چې د پښتنو دنيا په يو مکتب، په يو کتاب او يو استاد بدلېدلی شي، د پښتنو د دنيا په ورانولو کې چې د رياست اساسي رسمي ادارو لکه پوځ، پارلمان، عدليې او افسرشاهي کوم رول لوبولی دی د تعليمي ادارو رول له دغو نورو ادارو ډېر بدل نه دی پاته شوی بلکې په ډېرو حوالو، په ټولنيزه کچه د تعليمي ادارو رول تر دې نورو ادارو په نظرياتي لحاظ ډېرې ناوړې اغېزې لرونکی پاته شوی دی. 
رښتيا بايد ووئيل شي، په پښتونخوا کې مکتبونه د رڼا منارې نه بلکې د تيارو مرکزونه دي او دا هم بايد ومنل شي چې د سرزورۍ او خشونت لپاره د نظرياتي نهال خانو کار هم له دې مکتبونو اخيستل کېږي. زه هر وخت له دې لبراله دريځ سره په مسئله کې پاته شوی يم چې مذهبي مدرسه د جهالت او شر علامت ګڼي او تعليمي اداره د پوهې او امن ضمانت!! په حقيقت کې د جنګ او جارحيت د ماحول په پېدا کولو کې د پاکستان د تعليمي ادارې رول تر مذهبي مدرسه زيات موثر پاته شوی دی. "په هر کلي کې ښوونځی، هر بچی په ښوونځي کې او په هر ښوونځي کې استاد" له نعرې سره بې له يو پراخ وضاحته اختلاف ښايي پر ډېرو ذهنونو بد پريوځي خو دا پوښتنه کول پکار ده چې څنګه ښوونځی، د چا ښوونځي، څنګه استاد او څوک استاد؟ ولې موږ دا څرګند حقيقت له پامه غورځوو چې په پښتونخوا کې د خواندګۍ او قامي سياسي شعور تر منځ څه راست تناسب نه دی پاته شوی. د لوست د کچې له زياتېدلو سره د پښتنو د بدمرغيو کچه راټيټه شوې نه ده. طالبان که ښوونځي په نخښه کوي نو هغوی جوماتونه هم نه دي پرېيښي. ښوونځي له دې وجې نه په نخښه کېږي چې هغوی طالبانو ته څه نظرياتي ګواښ جوړوي بلکې د ويرې او ترهې د خورولو لپاره پر هره ولسي ساحه يرغل د طالبانو د پراخ سياست تاکتيکي برخه ده، اکثره خلکو دا پوښتنه وکړه چې آخر د پېښور د آرمي پبلک سکول ماشومانو څه ګناه کړې وه چې ترهګرو په دومره ناترسي سره شهيدان کړل؟ پر دې پوښتنه دا پوښتنه راپورته کېدلی شي چې په بازارونو، جوماتونو، جنازو او جنجونه کې چې په زرګونه انسانان وژل شوي دي هغوی بيا ګناهګاران وو؟ نور بايد ځانونه له دې لبرالو او اخلاقي پوښتنو څخه راپورته کړو او د "ګناه" د پوښتنې پر ځای د "سياست" پوښتنې ته متوجه شو. د قامي سياست د پوښتنې ځواب د باچاخان په سبق کې موندل کېږي خو دا سبق نه په مکتب کې لوستل جايز دی او نه يې د نن په پښتون قام پرست سياست کې د درستې تشريح څه صلاحيت موجود دی. مکتب پردی دی، په پردي مکتب کې د باچاخان پر سبق بنديز جواز لري خو پښتانه د خپل نغري پر غاړه او د خپل کور پر غولي په شريکه دا سبق يو او بل ته تېرولی، تشريح کولی او د اوسمهال د غوښتنو مطابق په نوي انداز څېړلی شي.
د پاکستاني رياست لپاره د باچاخان سبق ځکه متنازعه دی چې د دې سبق په رڼا کې د لوستونکو په ذهنونو کې د آزادۍ ګټلو زڼي راټوکېږي، د خپلې خاورې آزادي، قامي آزادي، د خپلو وسايلو آزادي، معاشي آزادي، جمهوري آزادي، له جارحيت او جهالته آزادي او له هر ډول استعماره آزادي!! آخر پاکستان ولې داسې سبق برداشت کړي او ولې دې څوک له پاکستانه د داسې سبق د برداشتولو غوښتنه وکړي؟ 
کوم رياست چې تر اوسه د باچاخان سبق زغمولو ته تيار نه دی،هم له هغه رياسته اوس زموږ ډېری "خپل" خلک دا تمه لري چې د پېښور د ښوونځي له خونړۍ پېښې وروسته به د ترهګرو په ختمولو کې سنجيده ګامونه اخلي، په دې تمه کې پټه ناپوهي ترهګر څه "غېر رياستي" وګړي ثابتوي. بايد ووايم چې د پاکستان په رياستي پاليسي کې بدلون يوازې هغه وخت ممکن دی چې ټول خلک د هغو ټولو آزاديو له غوښتنې لاس په سر شي چې د باچاخان د سبق د لوستلو په رڼا کې يې لاس ته راوړل د سړي انساني، قامي او سياسي فريضه ګرځي. 
د محکومو قامونو لپاره د پوهې مقصد قامي سياسي شعور دی، له پردي مکتبه د کاغذ يوه ټوټه سند د هيڅ ډول خلاصون ضمانت نه شي ورکولی، له پردۍ تعليمي ادارې يو پښتون سړی هر وخت داسې راوځي لکه اندېش شمس القمر چې وايي؛ 
هغه سړي جغرافيه او تاريخ دواړه ټاپ کړل
هغه سړي د باچاخان او سردرياب څه نه وې
(خان زمان کاکړ سياسي مبصر، شاعر او نقاد دی، علمي دلچسپي يې د ټولنيزو علومو په هغه برخه کې ده چې د محکومې طبقې له ژوند، تاريخ، کلتور او سياست سره تعلق لري) 
Twitter: @khanzamankakar

-
بېرته شاته