(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه سری خوسکی اوکه ...

[28.Jan.2015 - 21:53]

دوه سری خوسکی اوکه دوه سري وکیلان؟
وایی یو کلیوال کروندګردخوښی نه په جامو کې نه ځاییده اوخپلې غوا ته یی شپې اوورځې شمیرلې چې ګني دیوه ښکلي اوګلالي خوسکې اویاخوسۍ خاوند به شي.دخداې کړه وودکروندګرغوا،یودوه سری خوسکی وزیږاوه اودکروندګرټوله کورنی نیږدي وه له ویري له خپله کوره وتیښتي بې له ځنډه دهغوپه څنګ کې یوه سپین ږیري  بوډاځان ورورساوه اود دوه سري خوسکي په لیدلوهک پک پاتې شوخودخپل ګاونډي کورنۍ ته یی ډاډورکړاوورته یی وویل اندیښنه مه کوی داعجیبه نړۍ ده راز،رازپیښې په کې رامنځته کیږي غوره داده چې دکلي مولاصاحب راوغواړواود دوه سري خوسکي په اړه یی نظراوګروهه وپوښتو.کلیوال کروندګربې له ځنډه دکلي مولاته ورغی اودخپلې غواله ننګیدویی خبرکړمولاصاحب خوشاله شوچې ګني اوورږوته یی بللی دی .
کروندګرد دوه سري خوسي په هکله مولاته خپله اندیښنه څرګنده کړه اودهغه لیدواود ده دپریکړې په موخه یی مولاصاحب خپل کورته له ځانه سره بوته.کله چې مولاصاحب دکروندګرپه کورکې دوه سری خوسکی ولید  ولاحول ولاقوته وویل اوکروندګرته یی  مخ ورواړوه دغي ته عجیب الحلقه وایی اوته مه خواشینی کیږه دا دوه سری خوسکی داکمال لري چې یو سربه یی دلښتي یوه غاړه اوبل سربه یی دلښتي بله غاړه خوري اوپه دواړوغاړوکې به خپله خیټه مړوي.
کله مې چې په ولسي جرګه کې دکاندیدوزیرانودباوردرایوداخیستنې بهیردرسنیوله لاري ولید ډیری وکیلان دهغه کروندګردوه سري خوسکي دي چې دلښتیود دواړوغاړوپه خوړلوکې دتخصص اوپراخې تجربې پوړي ته رسیدلي چې پړسیدلي خیټې به یی اخیروچوي.
اوپه افغان اولس دی خدای ورحمیږي امین یا رب العالمین.
 پریږده چې خړسیلاب مې یوسي          په لامبوزن اشنا مې ډیره نازیدمه
بسم الله اکبري هالینډ
۲۸-۰۱-۲۰۱۵

-
بېرته شاته