(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو معاصر شعر اوپه هغه كې ښځينه عنصر

[02.Feb.2015 - 19:53]

لیکم. الف. كرگر     -   لندن، د فبروري لومړی نيټه ۲٠۱۵   د «لمر اوباران» ټولگه كې

 څو ورځي دمخه زما كوچنۍ پنځه كلنه لمسی «اوستا» چې په دروازه كې ولاړه وه· لاس يې د تنبې او درشايي په درز كې ايښې وو يو چا ورته وويل «له دروازې لاس ليرې كړه كه دروازه پورې شي دسړي لاس چيچي»· اوستا سم له واره په ژړا شوه. كله چې ترې د ژړا سبب وپوښتل شو· هغې وويل: زه خو سړی نه يم، زه جينۍ يم ما ته دې ولې سړی وويلي؟ ما دا خبره په غور واوريده. هغه مهال مې څه ونه ويل خو اوس يي له څو نورو مثالونو سره له تاسو سره شريكوم. څو مياشتې تر مخه په اريانا تلويزيون كې يو اعلان خپريدلو. په اعلان كې يو ه لور چې پلار ته پيسې استوي، پلار يې ورته وايي، «دخترم تو دختر من نيستې بلكه پسرم من هستی». داسې ورته كيسه په پارلمان كې هم تيره شوې. دپارلمان يوه ښځينه غړې چې دخلكو نماينده گي كوي دېوې قضيې په اړوند دپيغور په ډول وايي چې «دغه كسان بايد نور ټيكری پر سر كړي٬ يعنې ښځې شي. څومره دشرم خبره ده چې ان دپارلمان يوه غړې په دې نه پوهيږي چې ټيكری څومره دعزت اووقار سمبول دی. پښتنې ميرمنې چې په جگړه كې ټيكری خلكو ته ونيسی نو وايي دټيكرې په درنښت يې له جنگه لاس واخيست. خو زموږ د پارلمان غړې يې دپيغور له پاره كاروي.

خبره دا ده چی زموږ فرهنگ هم عجيب اوغريب عناصر لري، په نوي نسل كې دشعوراوماهيت پيژندنې له زاويې يو ستر بدلون راغلی گورو. هغه دا چې ماشومه نجلۍ غوره بولي چې نجلي ورته وويل شي نه داسې چې دهلك، ميړه، نارينه، زوی او اتل خطاب ورته وشي·

زموږ په فرهنگ كې داسې ډير عبارتونه شته چې وايي: فلانۍ ډېره نره ښځه ده· هغه پخپله ميړه ده· دهغې دميړنتوب اونارينتوب له وجهې دا كار وشو. اوداسي نور.... خو كه دبشريت مبدا ته پام وكو هلته هم ښځه دومره محكومه نه وه اونه ده بلكې د اختيار جوگه ده:

په اسطوروي لحاظ كه بې بې حوا نه وای نو هابيل اوقابيل به چيرې وای. په تورات كې راغلي دي، « وآدم زن خودرا حوا نام نهاد، زيرا كه اومادرجميع زندگانست» ( بخش افرينش ص ۲)همدا راز كه بې بې مريم نه وای نو روح القدس به چاته ورغلی واې اوعيسی به چا زيږولی وای؟ دمتي روايت دی: «... و اوپسرې خواهد زاييد ونام اورا عيسی خواهي نهاد، زيرا كه اوامت خويش را ازگناهانشان خواهد رهانيد. (عهد جديد ·انجيل ص۱٠۸۵متي )

دكارل گوستايونگ دسترو څيړنو څخه يو هم دټولنيز تحت الشعور كشف دی هغه په اساطيرو باندې حساب كوي او وايي چې دا د بشري تفكر لرغوني زړبيلگې د ي چې د دوې په جمعي تحت الشعور كې يې ځای نيولي دی· نوموړی د انسان په رواني تشريح كې په دې باور دی چې ښځينه عنصر دنارينه په تحت الشعور كې هماغه زنانه عنصر دی اونرينه عنصر په ښځينه تحت الشعوركې نرينه عنصر دی. چې دا ذاتا موجود دي· ددغه عناصرو موجوديت د ښځينه شخصيت اونرينه شخصيت د انډول ساتونكي دي. دا دروني دوه گوني په واقعيت كې د دوه جنسيتي شخصيت په توگه راڅرگنديږي· په منځنيو پيړيو كې يو شمير پوهانو دا ثابته كړه چې زموږ غده يې جوړښت مشترك عناصر لري· يعني هم نرينه اوهم ښځينه· باور داسي وو چې په هر نارينه كې يوه ښځه موجوده ده اوپه هره ښځه كې يو نارينه وجود لري· چې دې ښځينه عنصر ته انيما ااونرينه عنصر ته انيموس وايي·

اوس دپورتنۍ توضيح په بنياد بيرته خپلو خبرو ته راگرځو· دا به منو چي زموږ فرهنگ يو «نرواكی» یا مرد سالار فرهنگ دی· كيدای شي ځيني ساده گان پري ووياړي خو د نويو ټكو زده كړه په پام كې ساتل په كار دي بايد دخپل وجود نيمه برخه يا ښځينه عنصر هير نه كړو.

تر اوسه ارزښتي سانسور او د نرواكی فرهنگ لاسبري ددې سبب شوی چې په شعور ي توگه ښځينه عنصر په شعر اوادب كې ډير څرگند نه شي· البته په لاشعوري اوناخوداگاه توگه يې زيات مثالونه لرو په تيره په لنډيو كې چې د خدای بخښلي استاد مجروح مقاله يې ښه څرگندوونكي ده· اوهغه په خپله مقاله كې چې په لنډيو يې كښلي ډيرو مهمو مسايلو ته اشاره كړې ده·

يوه بله كيسه را ياده شوه:

يو وخت كله چې په پيښور كې ووم اود بی بی سی په «نوي كور نوی ژوند» كې مې د دايركتر اوليكوال په توگه كار كاوه، هلته هم يوه شاعره وه چې حسينه گل تنها نوميده· دريكاردنگ په ورځو كې به راديو ته راتلله اوهلته به يې خپل شعرونه هم ويل· دهغې له شعرونو سره اشنا شوم دا ټولگه يې بيا په پيښور كې چاپ شوه· ډير ځله مې غوښتل چې په دې اړوند چې اوس دا مقاله كاږم څه وليكم خو كتاب مي بيا پيدا نه كړ· د هغه كتاب نه وروسته چې نوم يې وو «خو ته خبري كوه دا د راديو دايركتر عمر ناصر ته خطاب هم وو، چې هغه به په ريكاردنگ كې مصروف وو خو حسينه گل به شعر وايه·

له هغه نه وروسته اوس يوه بله ټولگه زيږيدلي ده· دا «لمر اوباران» نوميږي· په اسطوره پيژندنه كې غالباً باران تل دځمكي اوداسمان ترمنځ د تړاو ميوه ده · دمثال په توگه په اليوزي مذهب كې راغلي دي چې وروسته له هغه چې هر څه داوبو په وسيله پاك شول· له اسمانه وغوښتل شول چې « باران واوروي » اودا له يو بل سره د خدايانو ترمنځ مقدس پيوند وو . په دې ترتيب كولی شو باران د ستونزو د يوازيني حل سمبول وبولو·

له نيكه مرغه د «لمر اوباران» ټولگه د داسې انسان هستونه ده · چې زړورتوب لري· نه وايم يونارينتوب· بلكې داسی ميرمن چې په جرأت خپله خبره كولی شي اود خپل هويت اوشخصيت د پيژندنې اوورپيژندنې هنداره ده·

سهيلا حسرت نظيمي په خپل ښځينه هويت وياړي· په ښځينه هويت اودهغي په عظمت په ژوره اوخلاقه مانا پوهيدلې ده· دښځينه هويت دسكې بل مخ عاطفه، ترحم، مينه،عشق، موروالی اولور والی دی او دا ټول احساسات په يوه تن اويو كالبد كې څومره خوند كوي· كه په انسان كې دا هويت نه وي اويا دا عناصر ترې ليرې كړو نو انسان نه شو ورته ويلي· دلته ده چې دتوماس هابس خبره صدق كوي چې «انسان دانسان ليوه دی. كله چې داستايوگسكي وايي چې «...دوزخ ديو انسان له پاره دبل انسان په تن كې دی· نو سم د واره ددې ځانگړنو په نشتون كې موجود چې پورته مو ويل د نورو انسانانو له پاره دوزخ هم جوړوي· بې مينې، بې عاطفې، بې احساسه، دموروالي دميني محرومه انسان نو نورڅه وي يوازې اوسني جنگ سالاران، توپك ماران يې ژوندی مثال كيدای شی· ځكه چې د دوې غريزه لا صيقل شوې نه ده ټولنيزه ماخذه لا پر دوي مسلطه نه ده نو څه وي ؟ دانسان اوحيوان توپير په همدې ې دی·

دپښتو د شعر يوه ډيره څرگنده ځانگړنه دا ده چې د نرينه له خوا له ښځې اوپيغلې سره دمينې له اظهار نه ډك دی· نارينه د زلفو په ستايلو بوخت دی· دښځينه اندام په ستايلو بوخت دی· سترگې يې ستايي،غړی يې ستايي٬ قد يې ستايي رفتار اوتگ يې ستايي اوداسي نور·

خو كه همدغه يادوشويو مسايلو ته پام وكړو او بيا د «لمر اوباران» ټولگه را واخلو نو په هغې كې څه نا څه دسكې بل اړخ ليدلی شو. دلته يوه ښځه يوه پيغله يوه نجلۍ اويوه مور ده چې خپل ملگري ته د مينې اومحبت اظهار كوي اوله دې وراخوا ځي·

په دې جونگ كې چې لمر دی · لمر چې رڼا ده · روښنايي ده دژوند اوحيات دسمسورتيا سرچينه ده · خپل اغيز لري · باران دی چې دايو بل الهی موهبت دی ·

دچا په قهر ، چوي ځمكه ،پكې ننوزم

په مهربانه خندا وځي سر اوچت له خاكه

دا اختيار له اختياره چيرې تيښته كوي؟

غښتلی واك رانه وتلی دی بالكل له واكه

شاعره چې څه وايي په صداقت اورښتينواله يې وايي· په پورته شعر كې رښتينواله ده· ژوند رنگين دی د ژوند د حالاتو تنوع بيخي زياته ده·

په ټوكو ټوكو دې جگړه شي بيا خپه وو دواړه

لږ وځي ته له چاري،هم لږه شم زه بې باكه

زه په دې تبصره نه كوم· په ياد مې دې چې يو وخت دلاتيني امريكا يو ډير مشهور ليكوال اود «سل كاله يواځيتوب» د اثر اليكوال مسكو ته لاړ اوله گرباچف سره يې ملاقات وكړ · گرباچف ورته وويل ما ستا اثر لوستۍ دی· ستا اثر لوستونكي ته ورښیي چې دنيا څومره رنگينه اومتنوع اړخونه لري·

شاعر ه د اشنا په شعر كې وايي :

پلو كې ټولومه ستا دورځې ديدنونه

ماښام دې ښكلومه ياره ستړې قدمونه

نشه شمه، خماره شم اوپريوزمه ستا غيږ كې

ښايسته چې راته گورې ستا د دوه سترگو جامونه

هگل وايي: «ډېر لوړ اوعالي شی هغه د نه ويلو څه نه دي، لكه چې وايي شاعر له هغه څه نه ډېر ژور فكر كوي څه چې په شعر كې يې څرگندوي· خو دهغه اثار د هغو ډيرو ښو څيزونو نماينده گي كوي چې د شاعر په وجود كي وي· خو شاعر يوازې هغه څه ته چې دهغه په دننې وجود كې پاتې كيږي اود ويلو وړ نه وي، نه دي· بلكې لوستل كيدای يا ويل كيدای شي.

يا داچې وايي:

خړ خړ راته گورې چوپه خوله يې اوس

هيله نيازبينه دې اوس نشته دی

تا د عمري مينې لوړه كړې وه

نور تيښته له دې نه دې اوس نشته دی.

دفرويد د ارواپوهنيز نظر له مخې د اوديپ عقده په نرينه جنس كې وي او د دې نظر له مخي هلك له پلار سره دومره مينه نه ښيي بلكې له مور سره ډيره مينه جوتوي. دا اوږد تفصيل غواړي چې د دې مقالي له حوصلي بهر ده· خو په نجلۍ كې بيا د «اليكترا» غوټه وي چې له پلاره سره مينه جوتوي اوله پلاره سره رغبت ښیي· د «لمر اوباران» په تولگه كې هم يو شعر پلارته شته· دا شعر دوه پيغامونه لري· يو څرگند اوبل يې تحت الشعوري اونا څرگند هغه دی· په څرگند پيغام كې شاعره له پلار سره مخامخ ده اوهغه ته وايي چې زه لور يم· زه د وهلو نه يم· په واقعيت كې شاعره په دې شعر كې دټولنيز ماحول لاسبری نظام غندي او د پلار په كركتر كې دټولنيز نظام سره چمبړ ده· سره له دې چې دهغې مينه چې د شاعر په تحت الشعور كې ځای لري اواليكترا يې دې ته واداره كوي چې خپله خبره ورته وكړي· خو په تحت الشعوري توگه شاعر له پلاره سره يو سوځنده مينه هم لري· دهغې دا مينه نوموړې دې ته رابولي چې پلارمخاطب كړي· دپلار د ناخودآگاه كتاب پاڼې واړوي اوهغه موږ ته قرائت كړي·

پلاره !

پلاره! مه مې وهه لاس ونیسه

زه خو انسان یم، د وهلو نه یم

زه دې اولاد یم، د رټلو نه یم

زه دې په مینه لویه کړې یمه

څه که نجلی یم او هلک نه یمه

ستا د وجود ذره ذره یمه زه

څه که بل کور ته د ورتګ یمه زه

ها؛ دې په یاد دی چې زما غږ شو په تا؟

«کور کې دې لور پیدا شوه...»

د لر او برو ګاونډیو په خوله

«وی ، وی...» د ویر پیدا شوه...

خو تا به هر چا ته موسکا کوله

ويل به دې ········

په دې شعر باندې له ارواپوهنيزې زاويي ډېري خبري كيدای شي·

دا بل شعر، دا غزل د فورم په لحاظ غزليز فورم زيات دی

ته مې خوښ يې

ته مې خوښ یی

جانانه کړیدلی ځوریدلی می ته خوښ یی

د مینې په غمونو لمبیدلی می ته خوښ یی

هوس د وصالونو دی له دواړو سترګو څاڅی

د هجر په وختونو ځوریدلی می ته خوښ یی

دردونه چی د مینی دم په دم په تا وریږی

همداسې په دردونو ژړیدلی می ته خوښ یی

ژړا دې آذانونه د سهار شی راته یاره

وږمو د سباوون نه بوییدلی می ته خوښ یی

یوه خندا چی زړه کی خوشحالی درته پیدا کړی

د ساه هره لمحه کی خندیدلی می ته خوښ یی

چې ستړی او ستومانه شې په غلا راته کتل کړې

بیا پټ د ونې شاته موسکیدلی مې ته خوښ یی.

 

دلته دمينې اظهار دښځينه ستوني نه توپير لري چې····

يا په دې ازاد شعر كې چې حيا نوميږي

ته می په مخه کی وی...

ته راته څنګ کی می وی...

ستا د وجود خوله زما په تن وه...

ستا ریږدیدا زما د زړه په سر وه

حیا می سترګو کی وه

هم شرمیدلی ومه

هم مسیدلی ومه...

ما وی...

ما وی چی هر یو به پوهیږی...

تا به زما د اوږد نظر

په اوږدو لارو

زما په سترګو وینی

تا به زما په څنګ کی وینی

تا به زما په شرمیدلو سترګو کی له ورایه ګوری

ستا په مطلب به پوه وی

ما به ستا هر یوه کلام کی اوری

ځکه خو هر یوه

حیران حیران کتلې راته

هم یی خندلې راته

هم خو کیدای شی

چې انداز او ستا کلام یی خوښ وو

ستا په هر شعر کی الهام یی خو ښ وو

ما هسی زړه خوښاوه

ما هسی زړه خوښاوه

۰۷.۰۴.۲۰۱۲

سهیلا حسرت نظیمی

د «لمر اوباران» شعرونه د ژوند د تجربو شعرونه هم دي· دانساني جدال، د مينې اوقهر، دعشق اوخپگان شعرونه هم دي·

زموږ د ټولني لاسبري اوحاكم فرهنگ ښځه محكومه كړې ده· چې بايد د مينې اظهار ونه شي كړای· دا ځكه چې هغه د ننگ، ناموس، عفت اوحيا سمبول دی· دې توكو له هغې اختيار اخيستی دی· مينه كول د ښځي له پاره تابو گرزيدلي ان له خپل ژوند شريك سره دا اظهار منع دی· ښځه يوازې د اړ اومجبور موجود په توگه اظهار كولی شي خوكه دهغې تحت الشعور د اظهار ډگر پيدا كړي· دمنډو پياوړي نيلي به په كې ستړي شي خو د تحت الشعور نه راوتلی سيند غورځنگ به ارام نه شي·

خو د «لمر اوباران» شاعرې د ښځو د ذهن زولنې ماتي كړي دي· هغه پخپله هم وايي اونورو ته ېي هم وايي چې تاسو د يو بشپړ وجود اوتن اوشخصيت په توگه دمينې اوعشق اظهار كولی شئ تاسې اختيار لرئ اودا اختيار ستاسو طبيعي حق دی· كه نارينه پياوړی اوانسان دی· نو دهغه پياوړتيا اوانسانيت په هغه جوهر كې ده چې دهغه په روح اوروان كې يې ځای نيولی دی· اوهغه ښځينه عنصردی·

دفورم له مخې په «لمر اوباران» كې زياتره شعرونه دغزل په بڼه دي· خو د آزاد شعر نمونې هم زياتې دي· په نظمونو كې هم كيسه ويل كيزي· چې بيا هم هماغه ياد شوی عنصر په كي ځليږي·

ځينې غزلې د قافيو او وزن په اړوند يو څه ستونز ي لري· دشاعرې له خلاقيت نه جوتيږي چې د هغې دراك اوچالاك ذهن اوحافظه د دې وس لري اوكولی شي چې په راتلونكې كې دا ستونزه هواره كړي· د تصوير اوعاطفي اړخونو اوشعريت ته يې نوره هم پاملرنه په كار ده· 

-
بېرته شاته