(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داعشلیوډ

[04.Feb.2015 - 13:23]

د هالیوډ او بالیوډ نومونه به مو ډېر اوریدلی وي، خو ما چې په دې وروستیو کې د داعشلیوډ سینما یو څو فلمونه وکتل، دا راته معلومه شوه، چې بالیو‌ډ او هالیوډ په ټول عمر کې هم په داعشلیوډ پسې رسیدلی نه شي.
د بالیوډي فلمونو ډېرې کیسې د دوو میینانو پر ژوند را څرخي، چې یو به په کې لویه قرباني ورکوي، خو دا قرباني فقط یو تمثیل وي. هالیوډ د خیالي او ساینس فکشن فلمونو په جوړولو کې مخکې دی، خو دا کیسې هم خیالي او له واقیعت څخه لرې دي. په دې فلمونو کې په تمثیلي شکل د یو څو شیبو لپاره انسانان وژل کیږي، خو په داعلیشوډ کې هر څه رښتیا دي، دلته له انسانانو سرونه پرې کیږي، سوځل کیږي او له همدې صحنو فلمونه جوړیږي، چې بیا ټولې نړۍ ته په ډېر فخر سره ښودل کیږي.
په ظاهره خو د دې فلم ډایریکټر د دې فلم مرکزي لوبغاړی ښودل کیږي، خو اصلي ډایریکټران او پروډیوسران یې نور خلک دي، هغه خلک چې نړۍ یې انحصار کړې او غواړي د وحشت او دهشت له لارې په خلکو راج وچلوي.
د دې فلمونه سناریو کلونه مخکې ولیکل شوه. لومړنی فلم یې د مجاهدین په نوم جوړ کړ. مجاهدینو په فلم کې ښه نقش ادا کړ، دوی د فلم هره صحنه په ډېر جدیت سره ولوبوله او ښې بدمعاشۍ یې په کې وکړې. دغه فلم که څه هم د افغانانو په ضرر تمام شو، خو پروډیوسران، ډایریکټران او نور تخنیکي ټیم د مجاهدینو له واقعي تمثیل څخه ‌ډېر خوشاله و. د مجاهدینو د فلم له کامیابیدو وروسته د طالبانو د فلم کار پیل شو. دا فلم هم په زړه پوری ؤ، ډېرې ښې صحنې او خوندورې قوارې په کې وې، خو جالبیت یې په دې کې ؤ، چې د فلم مرکزي کرکټر تر اخره په فلم کې پټ مخ لوبیده او د مجاهدینو له فلم سره یې توپیر دا و، چې د فلم زیات لوبغاړي یې تر هغوی سخت دریځي و. دا فلم هم د پروډیوسرانو په خوښه ختم شو، خو ډایرکټران وايي نه؛ د دې فلم دویمه برخه هم باید جوړه شي، چې حاضر دمه یې کار روان دی. د طالبانو د فلم د لومړۍ برخې له ختمیدو وروسته د فلم ډایرکټرانو وپتیله، چې داسې یو فلم باید جوړ کړي، چې یوازې د یوې سیمې لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره وي. دوی په اسانۍ سره د خپل نوي فلم لپاره لوبغاړي پیدا کړل. د فلم نوم القاعده کیښودل شو. د فلم ډېرې صحنې په افغانستان او پاکستان کې ثبت شوې، خو یوازې یوه صحنه یې په نیویارک کې ثبت شوه، چې په همدې سبب د فلم جوړونکو ته دا فلم الفایده ثابت شو. دوی وکولی شو، له دې لارې د نړۍ ډېرو هیوادونو ته لاره پیدا کړي.
کله چې د فلم مرکزي لوبغاړی اسامه بن لادن ظاهراً ووژل شو، نو دلته بیا د فلم د ډایرکټرانو او پروډیوسرانو ترمنځ لانجه شوه. ډایرکټرانو غوښتل چې د فلم دویمه برخه هم جوړه کړي، خو پروډیوسرانو ویل، چې فلم باید ختم شي او پر ځای یې باید یو بل فلم جوړ شي. دوی دا لانجه شاته پریښوده او د یوه نوي فلم د جوړولو تکل یې وکړ.
دا چې په اوسنۍ نړۍ کې ډیری ځوانان او خلک اکشن او جنګی فلمونه خوښوي، نو دوی هم فکر وکړ، چې همداسې یو فلم باید جوړ شي. د فلم په سناریو کې لیکل شوي، چې لوبغاړي یې باید د رحم په نوم څه ونه پیژني او یوازې مرګ او مرګ یې په سترګو کې وي. د فلم نوم داعش دی او مهمې صحنې یې په عراق کې ثبتیږي، دا چې د مجاهدینو او القاعدې فلم په افغانستان او پاکستان کې نتیجه ورکړه، نو ډایرکټران یې غواړي، چې د دې فلم یو څه صحنې په افغانستان کې هم ثبت کړي.
په سیمه کې د دې فلمونو د بازار د ګرمېدو له وجې امکان لري، چې ډېر داسې فلمونه جوړ شي. یوازینی توپیر به په کې دا وي، چې په هر نوي فلم کې به له پخواني فلم څخه زیات اکشن او وحشت وي.
دا چې زموږ په هېواد کې د خلکو پوه کمه ده، یا بیخي نشته او بله دا چې خلک بېکاره دي، نو په ډېرې اسانۍ سره دې ته تیاریږي، چې په فلم کې رول ولوبوي.
د فلمونو جوړیدو ته پاکستاني لوبغاړي هم ډېر خوشاله دي، ځکه یو څه روپۍ یې جیب ته ورځي، خو افغانان بیا دومره غیرتي او نران خلک دي، چې په مفته په دې فلمونو کې ډیره ښه اداکاري کوي.
دا ټولې خبرې مې ځکه وکړي، چې نن مې د داعشیانو یوه ویډیو وکتله، په ویډیو کې یې یوه اُردونی پیلوټ را نیولی او سوځاوه یې. د داعشیانو ناکردو ته حیران پاتې شوم.
په اوسنۍ نړۍ کې څومره چې ظلمونه چې امریکا کوي، نیم یې هم داعش نه شي کولی، خو ما یوه ورځ هم ونه لیدل، چې امریکایانو دې په دې شکل د خپله ظلمونه ویډیو کړې وه. د داعش پر ډلې د اسلامي دولت نوم کېښودل او بیا د هالیوډ په سطح د خپلو وحشتونو د ویډیوګانو جوړول، د اسلام بدنامولو او د مسلمان د وحشي کولو یوه ډېره لویه پروژه ده. زموږ لیکوال او لارښود قشر ته بویه، چې په دغسې وخت کې دې خاموشي نه اختیاروي. دا ضروري خبره ده، چې موږ خپل بې سواده او کم فهمه وطنوال په دغسې وحشي لوبو کې له لوبیدو را وګرځوو. کنه امکان لري، چې زموږ د مضر احتیاط له وجې به زموږ همدا ساده وطنوال بیرته د خپلو خلکو او وطن پر ضد استعمال شي.
یا ربه توفیق!  https://m.facebook.com/profile.php?id=1431332477078371&slog=65&seq=783589814&rk=34&fbtype=274

 

-
بېرته شاته