(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هسې ما ویل چې تعلیم ښه شی د

[05.Feb.2015 - 19:47]

لیک: ایمل ولي

نه خو مې مسلک حقوق دی، نه خو مې په سیاسي مسایلو، کیسو او بنډارونو دومره سر خلاصیږي او نه کوم خبریال یم چې څوک تر غاړې ونیسم او ریښتیا په دا نن سبا مغلقو جملو او ویوکو مې هم سر نه خلاصیږي چې دا فکر کوم ښه خبره ده، ځکه د ساینس د څانګې له یوه استاده مې اوریدلي وو چې په ساینس کې زیاته پیچلتیا په خپله یوه ستونزه ده چې باید د حل لاره يې بیاموندل شي.

هسې په کلي کې د دیوال خواته ناستو سپین ږیرو کیسې کله کله د پیښیدونکو پیښو پر وړاندې له ځان سره پرتله کوم. د ښوونځی په دریم ټولګي کې وم چې د کلي ملا راته ویل هلکه پام دې وي چې نقل ورکوونکی نقل اخیستونکی دواړه ناکام دي، رشوت ورکوونکی و روشوت احیستونکی دواړه ګنهګار دي، سود ورکوونکی او سود احیستونکی  دواړه ګنهګار دي. هغه وخت د کلي د ملا امام په خبرو باندې په لومړی یوه یې پوهیدم چې نقل ورکول او اخیستل دواړه په ښوونځي کې د ناکامیدو لامل ګرځي. په دا پاتې نورو يې سم نه پوهیدم، یوازې به مې له ځانه سره ویل چې ملا امام دی، د خېټې خو نه غږیږي، خدای چې په څومره لویو لویو کتابونو کې به يې لوستلي وي. نوره به چوپ پاتې شوم.

خبرونو کې راغلي وو چې د ستر جنرال شیر محمد کريمي په شنډولو کې د لويې پکتیا د وکیلانو او بسم الله محمدي لوی لاس وو. رسنیو کې دا هم اوریدل کیږي چې د ولسي جرګې ډیری وکيلان د هیواد په لویو قراردادونو کې هم لاس لري او د دفاع وزارت په قراردادونو کې هم همدا وکیلان لاس لري. داسې هیڅ کوم معقول دلیل مې تر اوسه پورې نه دی تر غوږونو رارسیدلی چې د ستر جنرال د ناکامیدو لپاره د قناعت وړ وي. ځکه دا اته نور وزیرانو ته چې د اعتماد رایه ورکړل شوي ده، ایا دوی په ریښتیا له جنرال صیب څخه لوړ دي او یا کوم خارق العاده کار ترسره کولای شي چې نور وګړي یې نه شي تر سره کولای؟ ښکاره ده چې په نني عصر کې داسې کوم کار څوک نه شي کولای چې د نورو انسانانو د کړنو سره توپیر ولري. دا چې ولې يې نورو ته د اعتماد رايې ورکړي دی، دلیل يې یوازې په لویه کچه د رشوت ورکول او احیستل دي. پوښتنه دا ده چې ولې د ولسي جرګې وکیلان د هیواد په لوټ کولو پسې بډې رانغښتي دي؟ او ایا دا ډول وزیر صیبان چې بنیاد يې په رشوت ایښودل شوی وي، د دې خوار ملت په ګټه به وي؟ غواړم په دوه ټکو کې يې خلاصه کړم.

د موادو په ساینس (Material Science) کې وایې چې د جسم مقاومت د موادو په ترکیب او جوړښت پورې تړلی دی. د هرې مادې کوچنی ذره د اتوم په نوم سره یادیږي. د اتومونو د یو ځای کیدو څخه عناصر منځ ته راځي او د عناصرو د مالیکولونو د یو ځای کیدو څخه مرکبات جوړیږي. په همدې ترتیب سره همدا مرکبات په حاصو شرایطو کې سره یو ځای کیږي او ډول ډول جسمونه ورڅخه لاسته راځې. د ۲۰۱۱ کال د نومبر تر میاشتې پورې ۱۱۸ عناصر پیژندل شوي دي. که خپل شاوحوا محیط ته ښه ځیر شو، وبه ګورو چې د خاورو څخه جوړې شوي ودانی د سمنټو په پرتله اوږد عمر نه لري. مطلب دا چې د کوم شي او یا د کوم چا تداو او بنیاد د کوم ډول موادو په واسطه جوړ شوی وي، راتلونکی به يې هم د همغه موادو په واسطه تعینیږي. داسې وزیران چې تداو يې د بډو او رشوت ورکولو او اخیستلو په واسطه جوړ شوی وي، خپل ټول کارونه به يې هم د همدې رشوتونو په مټ پر مخ ځي. په دې هکله نور چورتونه تاسې ووهی چې راتلونکی دولت څه څه کولای شي؟

دوهم لامل يې بې سوادي درواخله.ما به پحوا ویل چې تعلیم ښه شی دی. اوس يې دلته بیا هم وایم چې “ تعلیم ښه شی دی” د بې سوادی څخه مې مطلب دا نه دی چې د ولسي جرګې وکیلانو صیبانو د تعلیم کچه تر دولسم ټولګي پورې هم نه ده، بلکه غواړم ووایم چې د دومره لوی پوست (د ولسي جرګې وکیل) او تر دولسم ټولګي پورې زده کړې په خپله په بې سوادی دلالت کوي. زه به ددوی د زده کړو په هکله ډیر څه نه وایم هسې هم خوار ولس په خپله شاهد دی. ته وا نشنل (National) ته څوک ناټیوناټیول وایي؟

که وکیل صیبانو لږ د عقل څخه کار اخیستی وی او که په خپله نه پوهیدی، د کوم بل د علم او پوهې خاوند سره يې مشوره کړي وی، اوس به مو ولې د ملي دفاع وزارت لپاره دومره ریښتونی، صادق، ایمان داره او په کار پوه وزیر له لاسه ورکولای.

د قدر وړ خویندو، وروڼو او ملګرو دا خبرې مې ددې لپاره ولیکلې چې هغه متل دی چې وایي “ چې تبر لاستی يې له خپله لاسه نه وی، ونه به ولې غوڅیدای”. خیر دا تیر ځل خو چې هر څه وشول ښه وو که بد، اوس خو اوبه هسې هم له ورخه تیرې دي. راتلونکي ته فکر کول په کار دي؟ ایا بیا به هم همداسې بې سواده وکیلانو ته رایه ورکوو؟ ایا بیا به هم داسې خلکو ته رایه کاروو چې اساس او بنیاد يې په رشوت ورکولو او احیستلو باندې جوړ شوی وي؟ ایا بیا به هم داسې خلکو ته رایه ورکوو چې یو ځل نه بلکې په لس ګونه ځلې مو پلوري؟ نه، هیڅ کله نه.

خوست – افغانستان

د ۲۰۱۵ کال د فبروري پنځمه

 

-
بېرته شاته