(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سیاسي ګوندونه، ګټې او زیانونه

[07.Feb.2015 - 15:56]

لیک: صبغت الله عاطف

سياسي ګوندونه په يوه منظم چوکاټ کې دهغو خلکو راټولېدل دي ، چې ګډه سياسي مفکوره او ارمان ولري.

سیاسي ګوندونه د یوه دیموکراتیک هېواد په ترقۍ او پرمختګ کې خورا ډېر اهمیت لري، دا چې دیموکراتیک هېوادونه د خلکو پر رایه منځته راځي نو د خلکو رایه او نظر پکې خاص اهمیت لري.بل اړخ ته سیال ګوندونه د هغه نفوذ پر اساس چې په ولس کې یې لري پر حکومت د فشار یوه غښتلې وسیله ده.

گوندونه د يوه ولسواک نظام ستنې بلل کيږي.

هغه هېوادونه چې سیاسي ګوندونه پکې پیاوړي دي د دیموکراسۍ د پلي کېدو او د ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره ښه زمینه برابروي ، او همدارنګه هر ګوند هڅه کوي چې نسبت خپل مخالف ته د ولس په منځ کې ډېر محبوبیت ولري، چې دغه سالم رقابت د ټولنې د بهبود او پرمختګ لامل ګرځي، هغه ګوندونه چې د ټاکنو په پایله کې بریالي کیږي، او زیاتې څوکۍ خپلوي ، نهایي کوښښ کوي چې کړنې یې خپلو پلویانو او ټول ولس ته د منلو وړ و اوسي ، ترڅنګ یې هغه ګوندونه چې ماتې یې خوړلي په راتلوونکي کې په دولت کې د سیاسي موقف او ځای د خپلولو لپاره  هر اړخیزه مبارزه کوي.

د حکومت کورنۍ ، بهرنۍ پالیسي او روابط په غور څاري او په نظام کې هره نیمګړتیا ولس ته ور په ګوته کوي  خو کله هم نه پرېږدي چې د دوی ترمنځ دغه سالم رقابت او سیالي دې د هېواد ګټې وننګوي،ځکه دوی په خپلو مرام نامو او اساس نامو کې خپل هېواد ته د وفادارۍ ژمنه کړې او د همداسې یوې مبارزې پر اساس یې ولسې ملاتړ تر لاسه کړی وي.

په یوه هېواد کې د سیاسي ګوندونو په نه شتون سره حاکمه اداره د هیڅ تر ډېره بریده د ویرې او ډار احساس نه کوي،ځکه چې له دوی د پوښتنې کولو اړخ کمزوری وي او خپله ټوله کورنۍ او بهرنۍ پالیسي د خپلو ګټو او خپل واک د دوام لپاره عیاروي.ځکه یو غیر منسجم  ولس په اسانۍ خپل غږ نه شي پورته کولی او تر ډېره یې حقونه تر پښو لاندې کیږي.

نو په دې اساس د یوه دیموکراتیک هېواد لپاره د سیاسي بانفوذه ګوندونو شتون د ستون فقرات حیثیت لري.

هغه هېوادونه چې سیاسي مخالفې ډلې یې کمزورې او سیاسي ګوندونو ته د  فعالیت اجازه نه ورکوي یو ډول انارشي او دیکتاتوري حاکمه وي د امریکا په څېر په یوه لویه ټولنه کې خاص خو پیاوړي سیاسي ګوندونه شتون لري ، دغه ګوندونه له خورا ډېر نفوذ څخه برخمن دي ، او ریښې یې د نړۍ نورو هېوادونه ته هم غزولي دي . د دوی ترمنځ سالمه سیالي ددې باعث شوې چې ټاکنې او نورې ډېرې چارې په منظمه توګه وړاندې ځي.

داسې هم نه ده چې ګوندونه د یوې ټولنې لپاره زیانونه له ځانه سر نه لري. کله چې په یوه ګوند کې مهم غړي او یا رهبران له ټاکل شوي تګلارې اصولو څخه پښه اړوي او د ګډې مفکورې پر ځای شخصي هغه تعقیب کړي  نو د ټولنې لپاره هم بد عواقب لري.

د ډیری کمزورو ګوندونو رهبران د مالي تمویل او په نورو برخو کې د ګوند د پایښت او تقویې لپاره په نورو هېوادونه او استخباراتي کړیو باندې تکیه کوي ، په حقیقت کې دا راز ګوندونه په یو هېواد کې د هغه چا د ګټو ممثلین دي چې له چا مرسته ترلاسه کوي.

د ګوندونو د مشرانو له خوا دا ډول معاملې او د خلکو پر سر سودا پرته له دې چې د ګوند غړو ته معلومات وشي په ډېره مرموزه توګه ترسره کیږي ، په ښکاره د هغه هېواد او کړیو پر خلاف ناري وهي خو په حقیقت کې یې هغوی د خپلو بادارانو په توګه منلي وي.

زمونږ هېواد افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې سیاسي ګوندونو پکې ښه نتیجه نه ده ورکړې،  دلته دوو یا دریو پر ځای له سلو اوښتي ګوندونه تش په نوم شتون لري، خو هیڅکله هم دغو ګوندونو په لویه کچه د ولس باور نه دی خپل کړی.

ځینې  ګوندونه خو د یوې پروژې په بڼه د یو خاص وخت او سیزن لپاره د عدلیې له وزارت څخه د جواز په اخیستو رامنځته شوي خو کله چې هغه پروژه خلاصیږي ګوند هم د خلکو له سترګو پنا شي.

دغه ګوندونه د ټاکنو پر وخت را څرګند شي د نمایشي غونډو په ترسره کولو سره یو څه خلک په ځان راټول کړي او مشران یې غواړي د کوم کاندید لپاره ځان مهم او بانفوذه ثابت کړي ، تر څو د کاندید پام راجلب او امتیازات ترلاسه کړي، چې دا هیڅکله هم د ګوندونو له ډول او شان سره نه ښایي.

دلته ډېر وخت د سیاسي ګوندونو مشران خپلو اساس نامو او مرام نامو ته وفادار نه دي مشران یې د ګوند له نفوذ څخه په استفادې د ګوند د تګلارو او ګټو پر ځای خپلې شخصي ګټې تعقیبوي ، او د ګوند پر واک یې  یو ډول انحصار رامنځته کړی وي او خپل حق یې ګڼي.

چې په داسې ډول سره یو ګوند فلج بلل کیږي او هیڅکله هم د یو ګوند په توګه د فعالیت هیله ورڅخه نه شي کیدای، او ټولنې ته یې د خیر پر ځای شر ډېر دی.

په افغانستان کې د ډیری ګوندونو تګ لاره او اساس نامه له یو بل سره یو ډول ده خو د ګوند لپاره دا مهمه ده چې د یوې جلا مرام نامې او مفکوري خلک پکې راټول شوي وي نو پدې اساس اوس مهال اړتیا محسوسیږي چې ډیری دغه ګوندونه د اساسي قانون سره سم منحل اعلان شي او یا دا چې هغه ګوندونه چې یو ډول مفکوره او اهداف لري باید یوالی وکړي او له یو له یو بل سره یو ځای شي.

دا چې د ګوندونو  شتون د یوې دیموکراتیکې ټولنې لپاره د اړتیا اساسي ټکی دی  نو په خپله اوسنی نظام باید د ګوندونو د تقویې لپاره لاس په کار شي .

-
بېرته شاته