(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

موږ ته د خدائي خدمتګارو پیغامونه

[10.Feb.2015 - 20:34]

لیک: څېړندوی عبدالغفور لېوال 

خدایي خدمتګار څوک وو او موږ څوک یو ، راځئ دابه سره په لنډو وپېژنو :

لومړی به خدایي خدمتګار ددې غورځنګ دبنسټوال ارواښاد باچاخان له خپلې ژبې وپېژنو ( لنډیز) :

(په ۱۹۲۹ کې چې موږ له لاهور څخه راستانه شو نو په اتمانزوکې مو لویه جلسه وکړه ، په جلسه کې مې خلکو ته وویل : تاسو خو ویده یاست ، سړي خو لاڅه کوئ، چې دهېندوانو ښځې هم رابېداره شوې او له خپلو سړیو سره یوځای دملک دازادۍ جدوجهدکوي … زما خبرو پرخلکو اغیز وکړ، سبا ته زموږ دکلي یوشمېرځوانان راغلل ، چې راځئ یو جماعت جوړ کړو ، ما ورته په دې اړه دبیا بیا فکرکولو سپارښتنه وکړه ،خو دوی هرراز سرښندنې ته چمتو وو، په درېیم ځل چې راغلل نو ما ورته وویل چې دخدای دمخلوق دخدمت لپاره دراپاڅېدلو پښتنو په جماعت به داسې نوم ږدو چې دپښتنو په ذهن کې دخدای لپاره دخدمت خیال پیداشي ، ځکه له دوی سره خو دخپلو خلکو دخدمت خیال هسې هم نشته ، دشپې زما ذهن ته دخدايي خدمتګار نوم راغی او سبا ته دټولو همدا نوم خوښ شو . چې وروسته یې په پښتنو کې بشپړ اثر رسوخ پیدا کړ…) ( زما ژوند اوجدوجهد۳۵۶-۳۵۸ مخونه ) .

موږ څوک یو ؟
دخدايي خدمتګارو دتحریک ترجوړېدو نږدې یوه پېړۍ وروسته دهماغه بابا زوزات چې لاهم دوه پریوه لاره نه ځو ، وږي ، بربنډ ، نالوستي ، متشدد ، دسیمې او نړۍ دزورورو ترپښو لاندې دل شوي ، وران ویجاړ، احتیاج، سوالګر او دپردیو په لاس ، ټوپک او اشاره دخپلو وروڼو او خویندو وژونکي او خپل کورورانونکي وګړي ، چې دهغې زمانې افغان شعور ته هم بېرته نه شو وررسېدلای .

هغه ولس چې له تاریخي پلوه په دوه درې ټوټو ویشل شوی وو ، خو اوس به دنړۍ داسې هېواد کم پیدا شي ، چې زموږ کډوال نه وي په کې پراته ، هغه ولس چې له سوري شېرشاه اوسترخوشاله نیولې تر باچاخان پورې یې ډیر مشران دیووالي ،خپلواکۍ ، پوهې او پرمختګ په ارمان زاره چاودي خاورو ته تللي دي .
زه غواړم همداسې یوه ولس ته دخدايي خدمتګارو لرغونی پیغام په همدې ننني دوزخ کې یوځل بیا تکرار کړم ، ګوندې دهاغو مېړنیو له نیت ، ارادې ، او موخې یې زده کړای شو . هسې هم زما له نظره تاریخ پرته له دې چې موږ پند ترې واخلو ، زده کړه ورڅخه وکړو او پر بنسټ یې خپله راتلونکې جوړه کړای شو ، بل هېڅ ارزښت او ویاړ نه شي ګڼل کېدای .
اوسني افغانان او د ملي مشرۍ تشه :
زموږ دلروبرو افغانانو یوه اوسمهالې ستونزه دداسې ملي مشرۍ تشه ده ، چې دکړکېچ پر مهال دیوه لوی اکثریت دراخوځولو وس ولري او دمثبت بدلون رامنځته کولو په لوري یې رهبري کړای شي .
خدایي خدمتګارو دهمداسې یوې مشرۍ درامنځته کولو تاریخي هڅه پیل کړې وه .
خو دوی ته مشري دپاچاهي په مانا نه وه ، بلکې دولس درهبرۍ او له بدمرغۍ څخه دژغورنې دهڅې په مانا وه : باچاخان دملي مشرۍ تعریف لاپخوا کړی و:
(( داتاسو چې زما دبادشاهي چغې وهئ ، نو چې داتحریک موږ شروع کړی دی ، داخو دباچايۍ دپاره نه دی ، چې زه باید بادشاه شم .
اوکه چیرې تاسو ما بادشاه کړئ نو اول خو په اسلام کې باچايي نه شته او بل داچې ستاسو به خاورې په سر شي او زما به مزې وي .
نو تاسو پوه شئ ، چې نه ما او نه بل خپل باچا کړئ .
موږ باچایان جوړول نه غواړو ، باچایانو ته موضرورت نشته .
زموږ به یو مشر وي او دقوم په رایه او مرضا او مشوره به وي او هغه سړی به وي ، چې هغه نیک او ایمانداراو دقوم او ملک خیرخواه وي . تکلیفونه او قرباني او ډیر خدمت یې دقام او ملک کړی وي او چې ددې مشرۍ اهلیت او پوهه هم په کې وي . )) جدوجهد ۵۲۷ م .
تاسو ولیدل چې پاچاخان دخپل تحریک یوهدف داباله ، چې افغانان دیوې ملي مشرۍ خاوندان شي ، داسې یوه مشري ، چې باداري نه، بلکې دقوم خدمت وکړای شي .

بابا دملي مشرۍ دتشې ارمان یوبل ځای هم کړی دی :
(( خلک وايي پښتون ترقي ونه کړه او په ورانو لارو روان شوی دی . لیکن حقیقت دادی ، چې پښتنو ته چا سمه لاره ښودلې ده ؟ چا ورانو نه منع کړي دي او دوی منع شوي نه دي ؟
هی افسوس دنورو قومونو په شان ددوی غمخور نه شته ، ددوی شپون نه شته ، ځکه خو یې شرمښان خوري او ماتوي .)) جدوجهد ۳۱۷م
عجیبه داده چې تر دې ارمانه نیمه پېړۍ وروسته لاهم زموږ شپون نه شته او لامو هم شرمښان خوري او ماتوي

ټولیز ټيټ شعور :
هم دخدايي خدمتګارو په وړاندې او حتا نن زموږ دنسل په وړاندې دپرمختګ پرلار یو لوی خنډدجمعي شعور ټیټه کچه ده . یا خو خپل دوست ودوښمن نه شو پېژندلای ، چې ناوخته یې وپېژنو له هغه څخه دځان ساتلو پر نومهالو وسایلو نه پوهیږو او تر ټولو بده یې لادا چې لاهم دپوهې ، زده کړې او موډرنیزم په ارزښتونو نه یو خبر ، ډیر ځله دخپلو خلکو دانساني ژوند دشرایطو دښه کولو وسایل او لارې چارې کفر ګڼو . خدايي خدمتګارو په دې اړه څه فکر کاوه ؟

(( سیاسي شعور په یوه قوم کې داسمانه نه راځي .
او چې په کومو قومونو کې دسیاسي شعور خلک پیدا شي نو خپل قوم پسې وګرځي ، هغوی کې سیاسي شعور پيداکړي .

مسلمانان ډیرښه قوم دی ، خو په هغوی کې داسې خلک تر اوسه پورې پیداشوي نه دي .
تاسې دهندوانو او مسلمانانو دې لیډرانو ته فکر وکړئ .
دهندوانو مشران او لیډران قوم پرست دي ، خو دمسلمانانومشران او لیډران خان بهادران او خان صاحبان وي . )) زما ژوند او جدو جهد ۴۲۷ مخ .

له خپلواکۍ سره زموږ چلند:
خدايي خدمتګار تحریک پوهېده ، چې دخپلواکۍ ترګټلو یې ساتل ارزښتمن دي . ښايي دا خبره به دهمدې روښانتیايي غورځنګ موندنه وي ، چې افغانانو تل دجګړې میدان ګټلی دی ، خو دسیاست هغه یې بایللی دی .

باچا خان ویلي وو :
(( زما دولس تاریخ دګټو او دمېړانې دکیسو څخه ډک دی . ولې دلته کمی هم شته . هغه داچې دډیرو قربانیو ورکولو نه وروسته هغه څه چې ترلاسه شوي دي ، هغه خپلوکې ددوښمنیو اوذاتي حسد په وجه بایلل شوي دي، دوی ته تل خپلو کې دبې اتفاقۍ په وجه تاوان رسېدلی دی ، بهرنی قوت په دوی بریالی شوی نه دی ، ایا څوک دجنګ په میدان کې ددوی مخه وهلای شي؟ )) ایکنات سوران ، حضرت باچا خان ، ژوند او فلسفه ۵۵
د دې زړې کیسې برخې برخې مو څو څو ځله وازمویلې ، له انګریزانو څخه بری مو یوځل اوبو یووړ ، له روسانو څخه ګټلی دجنګ بری مو بل ځل دخپلو خلکو دوینو په سیلاو کې لاهو کړ.

دباچا خان داپوښتنه همدا اوس هم ددې هېواد دخلکو په ذهنونو کې انګازې کوي ، چې ولې دروسانو ترشړلو وروسته لاپسې ډیر ووژل شو ، لوټ شو ، وران شو ، وسوزیدو او تر ننه مو همدا حال دی ، چې روس مو ویوست پنجابی، عرب ، چین او چیچین راننوتل ، چې هغوی ولاړ ل شپږ دیرش نور راغلل ؟ او اوس هم له ځانه سره پوښتنه کوو : آیا موږ خپلواک یو ؟

دافغان انسان بې ارزښته وینه ، بې ارزښته ژوند :

پاچاخان اودخدايي خدمتګارو ډیر روښانفکره غړي ، دې ته متوجه شوي وو ،چې دافغانانو دتباهۍ ، غلامۍ او وروسته پاتې والي لوی لامل دادی چې دخپلوخلکو وینه ورته ارزښت نه لري ، پردي یې ځکه وژني ، چې دوی سره یوبل وژني . پر دغې سیمه دلومړي ځل لپاره دیوه سیاسي غورځنګ له لوري دانسان وژلو غندنه او په دې اړه دخلکو دذهنیت دروښانولو هڅه هم خدایي خدمتګارو راپیل کړې ده :

له بابا به یې واورو :
اې پښتنو وروڼو !   یو کافر خپل ورور وژني ؟
تاسو چې ځان ته مسلمان وايئ بیا ولې یو پښتون بل پښتون وژنئ؟     ج ج ۳۱۶
موږ چې ځانته مسلمانان وایو او پښتانه یو ، موږ دې خپل پښتون مسلمان ورور وژنو ، شرموو او مخبري دې پرې کوو. دعاوکړئ ، چې موږ ته خدای پاک پوهه او علم راکړي .
۳۱۷جج
خو خدای خبر چې ولې ، لاهم ددغه ستر افغان دعا نه ده قبوله شوې ، ځکه تر ننه ، هو تر همدې یویشتمې پېړۍ پورې موږ یوبل وژنو او ښه پریمانه یې وژنو ، پاکستان ، ایران انګریز ،امریکا ، روس او بل اوبل مو پر اوږ وټوپکونه ایښي او ډزې کوي ، خو په کې لویږي زموږ زلمي ، په وینو لړل کیږي ، زموږ بېخبره ولس او خلک.
پردي به مو ترهغو وژني ، چې موږ یوبل وژنو .
له خپلې نیمايي هستۍسره زموږ چلند :
دپښتنو دغیرت ټول زور دښځو ، تربور او پرمختګ په وړاندې راټول شوی دی ، هغه پښتون ډیر غیرتي ګڼل کیږي ، چې ښځه یې تریوسلوشلو پردولاندې پټه کړې وي او دټیکري پيڅکه یې ان ډاکتر هم نه شي لیدلای ، نرپښتون هغه دی ، چې خپل تربور ووژني او ذلیل یې کړي او ترټولو خیرن ، محروم ، وروسته پاتې او له موډرنیزم سره وران پښتون ترټولو باغیرته ګڼو .

خدايي خدمتګارو دغیرت ددې زاړه مفهوم په وړاندې دپاڅون هوډ وکړ ، خو موږ ورڅخه تر ننه ځوریږو :

بابا ویلي وو :
به غیر دښځو نه یوقوم ترقي نه شي کولای ، ولې چې زموږ دکوراو بچو ټول پرورش دهغوی په لاس کې دی او زموږ دګاډي چې کومې دوه پایې دي یو سړی او بله ښځه ده نو تاسو په خپله خیال وکړئ ، چې یوه پایه پنچر وي نو ګاډی به څنګه ولاړ شي ؟

بل ځای یې ویلي وو :
زما خیال ورځ په ورځ دجینکو تعلیم او تربیت طرف ته زیاتیږي . ولې چې زه داخبره دقوم دپاره خطرناکه ګڼم ، چې هلکانو له خو دې تعلیم ورکړی شي او جینکۍ دې دعلم نه محرومې پاته شي .
چې ددې نتیجه به داوي چې زموږ هلکان خو به اول جاهلانو ښځو سره ودونه نه کوي او که چیرې وهم کړي ، نو اکثر به یې کور سمون نه خوري او همیشه به په کې کشمکش وي .
چې ددې نه زموږ ملک او قوم ته دیو لوی نقصان رسېدو اندیښنه ده .
لیکونه ، لومړۍ برخه ۱۵ مخ
بابا ډیر ځله دوړو نجونو له ورکولو څخه سر ټکولی دی ، او له دې یې شکایت درلوده چې نیمايي توان مو دکور دتورو تنبو شاته کینولی دی .
دا تراژیکه کومیډي لاهم روانه ده ، لاهم له ښځو سره تاوتریخوالی دخبرونو سرټکی دی او له زده کړې څخه خو یې لرې ساتل دغیرت معیار ګڼل کیږي .

هېواد وداني :
باچا خان او خدایي خدمتګارو داموندلې وه ، چې دافغان ولس دژغورنې راز په خپل لاس ددوی دملک په ودانۍ کې دی . له خپلو اقتصادي سرچینو څخه کار اخیستل او پرخپل توان او امکاناتو تکیه یې ورښووله . زموږ دا ستونزه نن لاپسې ښکروره شوې ده ، هغه وخت خو مو لا په دودیزو اشرونو خپلې ویالې او لارې جوړولې اوس دهغو دابادۍ لپاره هم امریکا او انګریز ته په تمه یو ، دکور دشا لښتي هم باید موسسه پاک کړي او دکورخځلې هم که بل څوک راو باسي ډیره ښه به وي .
بابا خپل کارونه خپله کول ، ما یې یوه ویډیو ولیدله ،چې په کې بابا هند ته ورسېده ، له الوتکې چې کوز شو ، دهند دلومړۍ وزیرې په ګډون نیمايي سرکاراو په زرګونو خلک ورته هوايي ډګرته راغلي وو ، سم چې دالوتکې له دروازې راووت دتشریفاتو مامورینو ورمنډه کړه ، له بابا سره دهغه دجامو او اړتیاوو یو کوچنی پنډوکی و، چې په سپین ټوکر کې غوټه شوی و، مامورینو ترې اخیسته خو بابا ورنه کړ ، راکوز شو ، داځل کوم وزیروروړاندې شو ، هغه ته یې هم ورنه کړ ، دفلم بله صحنه په دولتي مېلمستون کې وه چې بابا هلته بوول کېده ، تروروستیوشیبو يې خپلې جامې ترڅنګ نیولې وې . موږ خو لا یوکوچني ریاست ګوټي ته نه یو رسېدلي ، چې دګاډي دروازه په بل پرانیزو او لکه ناوې په ډېرو نخرو راکوزیږو .
دایوازې اخلاقي لوړتیا نه وه ، بلکې بابا غوښتل داخلک پر خپلو پښو ددرېدلو چل زده کړي : بابا اصلي غیرت داګاڼه چې خپل ملک او خپل هېواد ودان کړو، معاصر غیرت همدا دی ، هغه ویل :

اې پښتنو ! ستاسو کور وران شوی دی راپاڅئ او خپل کور بېرته ودان کړئ ! او داخبره یاده لرئ ، چې تاسو دیوه باتور نسل سره تعلق لرئ ! ایکنات سوارن ۴۰

بې تمې ټولنیز سیاسي کار :
ښايي په نړۍ کې به لږ ولسونه دافغانانو په څېروي ، چې دخپل ګډ برخلیک لپاره خپلخوښی او داوطلب کارته یې ملاوې ماتې وي ، دځان ژغورنې، هېواد ژغورنې ،یوبل ته دمرستې ، بې اجورې او بې تنخواګډه هڅه چې ټول چاپېریال یې هوسا شي ، نه یې پخوا پېژنده او نه هم نن ارزښت ورکوي . دخدايي خدمتګارۍ درامنځته کېدو یولامل دهمدې تشې ډکول و : باچاخان وايي :
موږ پښتانه خدایي کار او خدمت هغه کار او خدمت ته وایو ، چې بې دکومې تمې ، غرض او اجرت نه دخدای دپاره کوو، او خدای خو خدمت ته ضرورت نه لري ، دخدای دمخلوق خدمت دخدای خدمت دی . جج ۳۵۶

ښايي خدايي خدمتګار لومړني افغاني غورځنګ و، چې دې باورته ورسېده : ترهغې چې ټولنه هوسا نه شي ، فرد نه شي هوسا کېدای .
نن هم له هماغې ځانځانۍ څخه ځوریږو ، هغوی چې پيسې ، زور ، پوهه یا صلاحیت لري ، په هماغومره ګټه یې بسیاینه کړې ، چې دده او دکورنۍ ژوند یې پر ې وشي ، نوریې که ګاونډی ناروغ او هېوادوال وږی او وزګار و، دی دمسئولت احساس نه کوي .
خدایي خدمتګارو دټولنیزې رفاه عملي چوکاټ او فکر وړاندې کړ ، خو موږ ترننه عملي نه شوکړای .

هویت او پېژاند
خدايي خدمتګار غورځنګ دخپل ولس د پوپنا کېدو پیل دا ګڼلی و، چې هویت ، ژبه اوپېژاند یې ورڅخه ولوټل شي . دوی لیدل چې چاپېریال یې دانګریزي کېدو خواته روان دی او نسل په نسل یې ژبه یا انګریزي کیږي یا اردو کیږي او یاهم نورې حاکمې سیمه ییزې ژبې ورڅخه میدان ګټي . ښايي همدا جاذبه به وه چې دهغه مهال ګڼ لیکوال ، شاعران ، رسنوال او فرهنګیان ورسره ملګري شول . همدوی اجمل خټک غوندې شاعر،مهدي شاه پاچاغوندې کیسه لیکوال او دوی ته ورته ستر نومونه وروزل او دپښتو ادبیاتو یوخورا ځواکمن نسل ته یې دراهسکېدو لاره هواره کړه .
لسیزې لسیزې وروسته زموږ دهویت ، ژبې او فرهنګ دژغورلو هڅې لاهم دومره نه دي پیاوړې شوې ، چې دیوه پیاوړي ملت په توګه زموږ دبشپړې ویښتیا ، روښانتیا او ژغورنې لامل شي . موږ دژبې محدوده لاهم په شعر او کیسه کې ساتلې ده او دنوې ټکنالوژۍ ، ساینس ، پوهنتون ، ادارې ، سیاست ، تولید او اقتصاد ترافغاني کېدو پورې مو نه ده ورپراخه کړې .
ماته خو په علمي، ساینسي او سیاسي اقتصادي برخه کې خپله ژبه هماغومره خواره ښکاري ، چې باچاخان ته دخدایي خدمتګارو دغورځنګ دراپيلیدو په کلونو کې ښکاریده ؛ هغه فرماییلي وو :
حقیقت دادی چې دغه وخت په پښتو کې هیڅ نه وو، او نه پښتودچا یاده وه او پښتون قوم دومره ناپوهه ، نادانه و، چې داخپله ژبه ورته سپکه ښکارېده . او چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه ترې ورکه شي نوورک شي . جج ۳۳۴

ټوپک که قلم ؟
دافغانانو لویه ستونزه داده چې دهر ټولنیز درد دارو په جګړه کې ويني ، دهرې ستونزې حل ورته ټوپک ښکاري ، پردیو یرغلګرو ته خو یې نېغ نېغ کوي ، خو په کورکې یې په تربور باندې هم ورسیخ کړي او په کوټه کې خپله ښځه هم پرې ګواښي . داهغه ولس دی ، چې لا هم ټوپک ورته ناموس ښکاري او دټوپک او ټوپکوال په ستاینه کې یې ښې پریمانه لنډۍ او سندرې هم خوندي کړې دي .
نن ، چې دټوپک زمانه تېره شوې ده او نړۍ هرکار دقلم ، پوهې او تکنالوژۍ په زور کوي ، پښتون لالا همدا کرغېړن وژونکی دغاړې ګاڼه کړی دی او لروبر یې کوي .
د خدايي خدمتګارو دې ته پام و، ځکه یې ویلي وو:
((نن ورځې د پښتنو لپاره دټوپک ضرورت نه شته دی . بلکې دقلم ضرورت دی ، ولې چې زموږ دملک آزادي به په ټوپک نه وي ، بلکې په قلم به وي. لیکونه اوله برخه ۴۳مخ
زموږ له بې اتفاقۍ نیولې ، تر ولږې ، محرومیت او نورو سلو ټولنیزو ناروغیو پورې ټولې دخدايي خدمتګار و له خوا پېژندل شوې وې ، علمي او عملي نسخې یې ورته رامنځته کړې وې ، خو زموږ په حال ژړا په کارده ،چې دخدایي خدمتګارو درې نسله مو را سترشول ، زاړه او مړه شول ، خو زموږ ناسم عادتونه بدل نه شول او نن هم کټ مټ له هماغو زاولنو ټپونو ځوریږو، چې خدایي خدمتګارو یې د درملنې هڅه کړې وه .
دومره پېغامونه یې راته پریښي دي ، اوس نو موږ ته بویه چې څه ورسره کوو،

باباخو په ښکاره ویلي و :
لابه یو کیږو ، ګنې ورکیږو !
(بدلون اوونيزه دوهمه ګڼه)

-
بېرته شاته