(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د يوې لويې هستۍ تلين

[10.Feb.2015 - 22:10]

لیک: عبدلهادي هادي
خامه خوله، يتيم او د ليلې وچموری هلک وم، له يون او نورو ملګرو سره د خوشال بابا کلنۍ مشاعرې ته تللی وم، مشاعره شانداره وه، د قبایلو وزير ښاغلی سليمان لايق، د سياسي بېرو غړی دستګير پنجشېری او اجمل خټک له نورو مشرانو سره په اول کتار کې ناست وو، اناونسر ستېج ته وبللم، پښې مې رېږدېدې، زړه مې بې واره ټوپونه وهل او وېرې اخیستی وم، د دومره خلکو او بيا غټانو مخکې شعر ويل راته اسانه، نه وو. 
شاید ناست خلک راباندې پوه وو چې د روحيې راکولو له پاره يې ښه ډېر لاسونه راته وپړکول. ستېج ته چې ورسېدم ځان مې لکه نوی په آذان راغلی چرګ راببر کړ، غږ مې هم ښه راپنډ کړ او شعر مې داسې پيل کړ:
د انقلاب د سرو شيبو ملګرو
سپېرو سپېرو مګر درنو ملګرو

د دې بيت تر لوستلو وروسته سخت لاسونه راته وپړېکېدل او اوه ځله ارواښاد اجمل خټک او پنجشېري صيب دا بيت راباندې تکرار کړ، روحيه مې واخیسته لکه ملا يې چې راتړلې وي، چۍ له ستېجه راکوز شوم لومړی پنجشېري صيب غېږ کې ونيولم، ويې نازولم او خپل دفتر ته يې وروبللم ورپسې اجمل خټک غيږ راکړه دومره يې غټ کړم او دومره يې ونازولم چې اندازه يې نه وه، چې ورنه رخصتېدم نو راته کړه يې چې هادي صيب وروسته له دې به خامخا هره هفته زما کورته راځې او شعرونه به هم درسره راوړې . دا لومړی ځل وو چې له خپل نوم سره مې د صيب وروستاړی اورېده، پر ځان وياړېدم او سخت خوشاله وم.
د پنجشېري صيب دفتر ته چې ورغلم نو سخت يې ونازولم، جالبه دا وه چې ډېره روانه او ښکلې پښتو يې ویله، چې راوتم دومره ډير کتابونه يې راکړل چې مجبوره شو د کتابونو د ليږدولو له پاره مې په خپل تور ضد مرمي مرسدس کې ورسوي، بله ورځ اجمل بابا ته ورغلم، حجره کې يې زوی ایمل جان له بلا نورو میلمنو سره ناست وو، وروسته ده هم تشريف راوړ، او زما په ليدو اول ماته راتېر شو، غېږ کې يې ونيولم او په ډېرو ښو صفاتو يې نورو ته ورمعرفي کړم. تر همدې کتنې وروسته تر هغو چې اجمل خټک بېرته اکوړې ته ستنېده تقریبن هره هفته ورسره ناست یم، د ده هر نوی شعر مې اورېدلی او خپل هر نوی شعر مې ور اورولی دی، په دې ټوله موده کې مې د اجمل بابا په رويه او برخورد کې تغير نه دی لیدلی، په وار وار داسې شوي چې ورغلی یم، نور ډير میلمانه حتی مشهورې سياسي څېرې به ناستې وې، ایمل جان به ټولو ته ويل چې اجمل بابا نشته يا يې صحت ښه نه دی تاسو سره نه شي ليدلی، مګر زما په مورد کې يې ورته ویلي وو چې که هر څنګه وي دی به ګورم، ډېر ځله خو به چې ناروغ او په بستر کې پروت وو هم کټ ته به يې ودرېدم، وبه مې ليد، خبرې به مو وکړې، حتی شعر به يې رانه واورېده او بيا به ترې راستون شوم.
پښتونخوا ته د بابا تر تلو وروسته خدای حالات داسې راوستل چې زه هم د نورو جنګ ځپليو او لالهاندو افغانانو په يوه کاروان کې پېښور ته ولېږدېدم، لومړی د ازاخيلو کمپ او وروسته ښار کې دېره شوم، بدې ورځې را اخیستي وو، چرتونه مو خراب او حالت مو د ليدو نه وو، موده پس د استاد خالق رشيد او جان بټ په مرسته له بي بي سي سره په کار بوخت شوم،اخبارونو کې مې لوستي او له دوستانو اورېدلي وو چې خټک صيب دا وخت د پاکستان د صدراعظم لوی سلاکار، سناتور او د نشنل عوامي پارټي مشر دی خو د لیدو تکل مې يې ځکه نه وو کړی چې ما وېل :
چېرته عزیز خان چېرته فقير عبدالرحمان
يوه ورځ ښاغلی قسيم حسن آبرون چې هغه هم بدې ورځې را اخیستی وو، د کار په لټه زموږ دفتر ته راغی، زه يې چې وليدم نو راته يې وویل چې زه اکوړه کمپ کې اوسم او کله کله خټک صيب ته ورځم، هر وار ستا خاصه پوښتنه رانه کوي او دا يې دنده راسپارلې چې ستا د مړي ژوندي او بوختيا احوال ورکړم.
ما بيا هم د سياسي مشرانو په باب د معمولې بد بينۍ له کبله ځان پر پوه نه کړ، هفته لا تېره نه وه چې خټک صيب خپله په سپينه ږيره تېليفون راوکړ،ورغلم، لکه د کابل يې دلته هم حجره له میلمنو ډکه وه، ایمل ورسره مصروف وو او خپله خټک صيب نه وو راوتلی، زما له ورتګه چې خبر شو خپله په زهير ځان راووت، مخې ته ورپاڅېدم، لکه د پلار يې په غېږه کې ونيولم، اوښکې يې د قابو نه وې، او په ژړغوني غږ يې بيا هم د خپل لطف له مخې ناستو میلمنو ته ډېر غټ ور وپېژندم، هغوی ته يې عذر وکړ چې د ناستې نه يم او زه يې له لاسه نيولی له ځان سره کور ته ننویستم. يو نیم شعر مې ورته وویلې او د ده مې هم واورېدل. زهير شوی وو،کابل يې ياداوه، افغانان او افغان ليکوال يې يادول او په لپو لپو يې ژړل. سره له دې چې دلته د موقف په لحاظ په مراتبو تر کابله لوړ وو خو هغه د کابل دربار يې نه وو. غرمه يې ایسار کړم او د ده پر محقر دسترخوان مو ګوله نیمه تېره کړه.
تر دې وروسته به چې هر ځل نوښار او اکوړې ته ورتېر شوم د خټک صيب پوښتنه مې کوله او هیڅکله مې د ده په برخورد کې توپير ونه لیده.
کال دوه وروسته يې د چارصدې له مطلبي خانانو سره ورانه شوه،بلور برادرانو ، ان خپله ارواښاد ولي خان، اسفندیار او ... نه زړه چاودی وو او ګيلې يې درلودې خو نه داسې چې دا ګيلې دې مطبوعاتو ته راووځي او د نورو مجلسونه دې تاوده کړي. ایمل نه به لکه تل خوشاله وو خو میرویس يې ښوده چې لاړو ملا شو، اوس نه یم خبر خو هغه وخت ميرویس نه رښتيا ببره بلا جوړه شوې وه او تر نامه ږيره يې وه.ناروغي مې يې هم وليده او چې کابل د اوسېدا شو او زه بېرته کابل ته تللم نو يو ځل خپله ورغلم يو ځل يې ډوډۍ ته وروغوښتم، ما د پېښور د خدای په امانۍ شعر لیکلی وو او ورته ومې وايه، ناروغ پروت وو او د شعر هر بیت يې بيا تکراراوه او ژړل يې، په ژړا ورنه رخصت شوم.
کابل کې مې اړیکه ورسره پرې وه،استرالیا ته چې راغلم په دويم کال مې يې د مرګ واورېدل، د یوه اصيل افغان، د افغانانو په غم د يوه ماڼيجن مشر او خپل محسن په مرګ مې ښه ډېر وژړل، غومډه مو ورته ونيوه او استراليا ميشتي افغان سوداګر انور خان د خټک صيب د يوه ناچاپ اثر دچاپ وعده وکړه خو بيا زه د ژوند سرګردانيو پسې په مخه کړم او هغه هر څه پاتې شول. 
نن مې د ګران همیم پر وال ولوستل چې د دغه ستر شخصيت او لوی اروا شاعر تلين دی، خپل وس او مساپرۍ ته مې وکتل نا امېدي راته ودرېده، هيڅ مو هم له وسه نه دي پوره ګنې پر پښتو ژبه او پښتنو د اجمل بابا ډېر حقونه دي، موږ پښتانه به ډېرو ته د بابا توب پټکي ور په سر کړو، ډېر به ستوري او لمرونه ونوموو خو که د سياست تورې ورېځې لږ اخوا شوې ټول به دا ومني چې په پښتو او پښتنو کې به غني، لایق او اجمل په ګرانه بيا تکرار شي. ستر لایق ته دې الله ج سل کاله نور عمر ورکړي او غني او اجمل دې خدای ج وبښي، آمین.

-
بېرته شاته