(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که د ښوونځیوسوځول همداسې ...

[12.Feb.2015 - 20:55]

لیک: خالد تکل
په افغانستان کې د بېلابېلو دولت ضد ډلو لخوا د ښوونځیو سوځول او له ښوونځیو د مورچې په توګه کار اخېستل کومه نوې او هيښېنده خبره نه ده.
خو د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال د عامه ځایونو (ښوونځي، کيلینکونه، جوماتونه، سړکونه، پلونه، د اوبو سربندونه…) ویجاړول او په اوس وخت کې د دې بنسټونو ویجاړول توپیر سره لري.
ها وخت ښوونځي په دې موخه سوځول کېدل چې ګواکې په دغو ښوونځیو کې کفري عقاید او د خلکو د بېلارې کېدو لپاره تدریس کېږي او افغانان د ګمراهۍ خواته کشول کېږي.
د دغه ناسم باور پر وړاندې زموږ جاهلو هېوادوالو ټوپک ته لاس کړی او د  علم د دغو بنسټونو ویجاړېدل پیل شول.
دا واضح خبره ده چې کومه سیمه ښوونځی ونه لري، نو اوسېدونکي به یې جاهل پاتې شي او دا جهالت به کلونه کلونه په ټولنه کې ريښې وغځوي او دوام به وکړي.
په ظاهرا اوسمهال داسې نه محسوسېږي، چې ګواکې ښوونځي او نور عامه ځایونه په دې موخه سوځول او پر بمونو الوځول کېږي، چې دلته کفري عقاید تدرېسېږي؛ بلکې اوس ښوونځي د دې لپاره سوځول کېږي، چې جنګي ډلې پر دولت فشار راوړي چې پر دولت خپلې غوښتنې ومني.
دلته چې (افغانستان) بېلابېلې ډلې د دولت پر ضد جنګ کوي ځینې د ښوونځیو سوځول د ځانګړو موخو لپاره کوي، خو ځینې بیا د ښوونځیو په سوځول کې د خپل لاس لرل ردوي او د ښوونځيو سوځوونکو دا فعل غندي.
په دې وروستیو کې په ختیځو دوو ولایتونو (ننګرهار او کونړ) کې د ښوونځيو او کیلینیکونو سوځول تازه پېښې دي. په کونړ کې د کیلینیک او ښوونځي تر سوځولو وروسته د دولت یوې مخالفې وسله والې ډلې دغه عمل غندلی او ویل يې دي چې دوی ښوونځي او نور عامه ځایونه نه سوځوي.
خو په ننګرهار کې بیا د ښوونځي د سوځېدلو لامل دا دی چې دولت د وسله والو ځینې کسان نیولي دي او وسله والو د فشار د یوې الې په توګه ښوونځي سوځولي دي، چې د دوی نیول شوي ملګري ور خوشې کړي.
پخوا که زده کوونکو دا هیله لرله چې یوه ورځ به تړلي ښوونځي پرانېستل شي او دوی به خپلو درسونو ته ځي، خو د ښوونځیو د سوځولو وروستۍ بېلګې دا څرګندوی چې اوس هغه هیله هم خاورې شوه، ځکه د زده کړې مرکزونه له منځه یوړل شول او کوم وخت چې په  یوه سیمه کې د زده کړې لپاره ځانګړی ځای وجود ونه لري، نه زده کوونکي په لېوالتیا ورځي او نه زده کړه اغېزمنه تمامېږي.
که ټولنه څومره له علم او پوهې محرومه پاتې شي، په هماغه کچه به د جنګ او جګړې ډګر تود پاتې شي او جګړه به کلونه کلونه دوام وکړي.
اوسنی نسل چې ددولت پر ضد جنګېږي، دا هماغه نسل دی چې د شوروي اتحاد د یرغل او له هغه هم ور ها خوا وختونو کې له زده کړې محروم پاتې شول او اوس ورته وژنې او وران کارونه د ګس لاس کار ښکاري.
په تېر کلونو کې د تړلو ښوونځیو د پرانېستې لپاره قومي مخورو او ځینو منځلارو خلکو هڅې وکړي او هڅو يې رنګ راوړ، خو د ښوونځیو د سوځولو او له زدکړو د محرومولو تازه هڅې او بېلګې د اندېښنې وړ دي.
دولت ته پکار ده چې د دې ستونزې د هواري لپاره یا هم همدغه قومي مخور منځګړي کړي او یا پخپله په یوې داسې تګلارې کار وکړي، چې همدغه سرنوشت سازه مسله له هر ډول خطر او ګواښ څخه خوندي کړي.

 

-
بېرته شاته