(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بیا کډې بارېږي

[14.Feb.2015 - 17:47]

لیک: نورالبشر نوید

د پښتونخوا څخه افغانان بیا په کډه روان دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یو این ایچ سي ار) په وړاندې بیا کتارونه ولاړ دي. ماشومان د میندو په غېږو کې وېرېدلي، حیران، پریشان ګوري، له لاسونو نیولې پښې ابلې ماشومان له مور او پلار په وړه ژبه پوښتنه کوي:

موږ چرته روان یُو؟

مور او پلار ورته په اوچه خوله ځواب ورکوي:

موږ خپل وطن ته ځو!

ماشومان په ډېرې حیرانتیا بیا پوښتنه وکړي:

ولې دا زموږ وطن نه دی!؟

هېڅ یو مور او پلار سره د خپلو ماشومانو د دې پوښتنې ځواب نشته.

هر څوک خپلو اولادونو ته دروغجن، ملامته، خجل پاتې شو ځکه چې هر چا خپلو اولادونو ته ویلي دي:

لر او بر یو افغان دی، موږ ټول د یو مخ سترګې او د یو وجود هډونه یو. زموږ ژبه، مذهب، کلتور، تاریخ، تهذیب، تمدن یو دي. زموږ په سینه ډیورنډ اوږده کرښه راښکله خو د سینې لاندې زړه يې نیم نکړې شو.

دا خبرې ادې ګانو، باباګانو خپلو اولادونو ته کړې دي ځکه خو دا ماشومان دلته خوشحاله وو. د کچه ګړۍ نه واخله د ازاخیلو، شمشتو او د نورو کیمپونو هاغه ماشومان چې اوس د بهرنیو ملکونو په رنګینو ماښامونو کې ژوند کوي خو د پښتونخوا د خاورې بوی ترې هیر نه دی.

که د کابل د یخو واورو په یخو بادونو کې ګرځي خو د پښتونخوا د کیمپونو د تاودو ریګونو تاوده بادونه ورته یاد دي.

د پښتونخوا کومه کوڅه نه ده چې دوی پکې ګرځېدلي نه دي. کوم بازار نه دی چې دوی پکې ژوند نه دی بایللی!؟

په هره لاره هر ګټ پیر د افغانانو نقشونه شته، که د پښتونخوا پاخه سیمټي دیوالونه دي، که د کچه کورونو د خټو دیوالونه دي، د افغان ماشومانو د وړو وړو ګوتو لیکونه يې دا غمازې کوي چې دا د افغانانو مسکن و.

دا ماشومان ځکه وايي:

پښتونخوا زموږ کور دی!

خو له بده مرغه د شپاړسم دسمبر واقعې افغانان د ۹/۱۱ د سانحې پشان په دویم ځل وځورول، دواړو سانحو او واقعو کې افغانان نېغ په نېغه شامل نه وو. د افغانستان خاوره د پردي جنګ لپاره استعمال شوې ده. دا د دیرشو کالو د وینو هغه لوبه ده چې نن هم روانه ده.

د پښتونخوا څخه د افغانانو د وتلو دا کیسه څه نوې نه ده خو په روان مهال چې د افغان کډوالو سره د پښتونخوا د پولیسو کومه رویه ده، دا طریقه نه پښتو ده، نه مذهب دی، نه اخلاقي او انساني طریقه ده.

د پیښور پولیس هسې هم په بوټي کې بلا غواړي، د کومې ورځې نه چې صوبايي چارواکو اعلامیه جاري کړې چې افغانان دې زموږ له خاورې ووځي نو د پولیسو دنده او کاروبار ګرم شوې دی، نه افغانان په بازارونو کې ګرځېدو ته پرېدي، نه یې روزګار ته پرېدي، نه په کورونو کې د اوسېدو اجازه ورکوي.

هره ورځ داسې داسې واقعې کېږي چې د افغانانو عزت، حرمت او د پښتنې احساس لپاره درد او تکلیف دی.

په دغه لړ کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي د پاکستان چارواکو او سیاسي مشرانو سره ارتباط نیولی دی. هغوی ته به يې د دې طریقو او ستونزو شکایت هم کړی وي.

دا وخت چې افغانان په کومه بنده کوڅه کې اودرولې شوي دي باید چې انساني، مذهبي، اخلاقي، پښتنې او د ګاونډي توب هره جذبه او احساس پکار راوستې شي او د افغانانو د رخصتۍ په مهال چې کوم سپکاوی کېږی، دا دې بند کړی شي ځکه چې هېڅوک له خپل کور څوک میلمانه په دغه طریقه نه رخصتوي.

په دې لړ کې ماته د افغانانو د واپسۍ هغه زمانه را یاده شوه چې پاکستان انصارو ته د څوارلس کلن جهاد مبارکي ورکوله او وطن ته یې رخصتول.

اوس یې راته د پاک افغان دوستۍ بسونه په سترګو کې غړېږي چې افغانان په داسې حال د پښتونخوا څخه لاړ شي او په افغانستان کې د پاک افغان دوستۍ بسونو ته ګوري نو څه فکر به کوي!؟

چې د پاک افغان دوستۍ په نوم د روښان فکره د نظر د خاوندانو ویناګانو او لیکنو او د تړون لاس لیکونو ته افغانان وګوري، نو هغوی له به څوک څه ځواب ورکوي چې پاک افغان دوستي دې ته وايي؟

چې د انساني حقونو، د مدني ټولنې د سیکولر، قام پرستو ګوندونو د خاموشۍ بندې دروازې افغانان وډبوي نو دننه به څه ځواب راځي؟ هم دا چې دا به وايي:

موږ اوده یُو!

په دې هکله یوه ټوکه را یاده شوه. یوې سوالګرې په کوڅه کې آواز وکړو خیر راکړې ایماندارو، د کور نه ورته ځواب راغی، موږ اوده یُو، سوالګرې د بهر نه غږ وکړو چې تاسو ویښ وې نو څه مو راکړي وو!

زموږ د لر او بر یو افغان چغو وهونکو هر افغان ته د یولسم سپتمبر په تناظر کې د اسامه او د ملا عمر پشان کتلي دي حالانکې ډیر وړاندې ما لیکلي وو چې طالب به پښتون وي خو هر پښتون طالب نه دی!

خو افغانان د پردۍ ګناه عذاب تېروي، دا دومره اوږده سزا ده چې اوسه پورې ختمه نشوه، د پاکستان پولیسان د غضب پریښتې دي، هغوی ته هر افغان ګناهنګار ښکاري.

دا وخت د پولیسانو د ړوند قانون د لاسه بی شمېره افغانان د اسنادو نه لرلو په جرم د پېښور د لویې جیل دننه بندیوان دي.

څو ورځې وړاندې د جلال آباد څخه یو افغان شاعر د ورور دپاره پېښور ته راغی چې پولیسو د اسنادو نه لرلو په جرم نیولی و، هغه چې د ورور د پاره راغلو نو پخپله د پولیس په پنجه کې ګیر شو. په پنځه سوه روپې یې ترې ځان خلاص کړو، د میلمه افغان وینا ده چې په ورځ کې دوه ځله مې په زر کالدارو ځان بچ کړو.

دا خو یوه اورېدلې واقعه ده، داسې ډېرې واقعې دي چې شوي دي او اوس هم کېږي. دا هغه واقعات دي چې افغانان ورسره د دیرشو کلونو راهیسې بلد دی، که د نړۍ په لرې هیواد کې څوک د افغان ‎څخه وپوښتي، ته په پاکستان کې د ټولو نه زیات د چا نه تنګ وې نو هغه به وړومبې دا وايي:

موږ د پاکستان د پولیسو نه امان غواړو!

-
بېرته شاته