(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قا ضي عطاءالله خان ۶۲ تلین

[16.Feb.2015 - 16:17]

سبا د فببروري اووه لسمه نیټه د ستر پښتون مبارز او خدایی خدمتګار او تا ریخپوه او دحضرت پاچاخان علیه الرحمه دنږدې ملګرو ارواښاد قا ضي عطاءالله خان ۶۲ تلین دی .دادي په لنډه توګه ددغه ستر شخصیت په اړوند تاسو ته لنډ معلومات وړاندې کوم.
ډاکټر لطیف یاد
(د پښتونخوا پښتنو خپل اتلان مه هیروئ !)
دخدایۍ خدمتګار دغورځنګ( تحریک ) غړی او 
(دپښتنو دتاریخ ) لیکوال قاضي عطاءالله خان
ستر عالم ، تاریخپوه او قانونپوه ارواښاد قاضي عطاءالله خان په ۱۸۹۵ زیږدیزکا ل کې دپښتونخوا مرګز پيښور دلنډي ارباب په کلي کې زیږیدلی دی . نوموړی دستر مذهبي عالم قاضي نصرالله خان زوی او په خټه خلیل پښتون دی.قاضی صیب خپلې لومړنۍ زده کړې دخپل کلي په مدرسه کې تر سره کړي دي.وروسته یې دپيښور په میشن سکول(ښوونځي) کې یې داخله کړې او کله یې چې ښوونځي پای ته ورساوه نو تر څوارلسم ټولګي پورې یې خپلې زده کړې په پیښور کې وکړې .وروسته دعلیګړ مسلم یو نیورسټي ( پو هنتون) ته لاړ او هلته یې په ۱۹۱۸ زیږدیز کال په قانون کې خپله لوړه ډیګري تر لاسه کړه .کله چې دعلیګړ نه راستون شو نو په ۱۹۱۹ زیږدیز کال کې يې په چارسده کې دبا چا خان(سر حدی ګاندهي فخر افغان خان عبدالغفار خان ) سره وکتل او په ۱۹۲۵ کال دانجمن اصلاح افغانیه غړی شو. ده وروسته باچاخان ته د خدایي خد متګار د غو رځنګ یا تحریک دجوړولوبلنه ورکړه چې دغه غورځنګ په ۱۹۲۹ زیږدیز کال کې جوړشو.
قاضی صیب په ۱۹۳۹ زیږدیز کال د پیر نګیانو له خو ا دپنځو کلونو لپاره په دې جرم په جیل کې واچول شو چې دپښتنو دحقوقو دتر لاسه کولو لپاره یې مبارزه او جد وجهد کاوه.

کله چې په ۱۹۳۷ زیږدیزکال کانګریس ټاکنې( انتخابات) وګټل نو دی 
Legislative Assembly
( ممبر او دډاکټر خان صیب په کابینه کې دمالیې وزیر وټاکل شو.په ۱۹۴۶ زیږدیز کال چې کانګریس د دویم ځل لپاره انتخابات وګټل نو دی دډاکټر خان په کابینه کې دښوونې (ایجوکیشن) وزیرشو.
دهند او پاکستان تر بیلیدو وروسته کله چې د۱۹۴۷ کال داګسټ دمیاشتې په ۱۴ نیټه پاکستان جوړشونوباچا خان ، قاضي عطاءالله خان او دخدایی خدمتګارو دغور ځنګ نور مشران دقیوم خان د مسلم لیګ دحکومت په دوران کې جیلو نو ته واچول شول.قیوم خان د خدایی خدمتګارو دغورځنګ پر غړو ډیر ظلمونه وکړل . قیوم خان، قاضی صیب لو مړی ددیره اسماعیل خان جیل ته ولیږه او وروسته بیا دحیدرآباد جیل ته واستول شو .دنیکه مرغه ده دحیدر آباد په جیل کې په پښتو ژبې د( دپښتنو تاریخ ) په څلورو ټوکونو ( جلدو) کې ولیکه.دقاضی صیب دغه کتاب په کابل کې د افغانستان دعلو اکیډیمۍ له خوا په کابل کې په دوو ټوکو ( جلدونو ) کې په ۱۹۷۶ زیږدیز کا ل کې چاپ شوی دي .
ورو سته بیا دی دبلو چستان دمچ جیل ته ولیږل شو .په جیلخانه کې دده روغتیایی حالت ورځ په ورځ خرابیده او دډاکټرانو معایناتو دا وښودله چې دی د(وینو په سرطان ) اخته دی . خوسره له دې هم په جیل کې د قیوم خان له خوا پر ده دومره پا بندي لګول شوې وه چې د دوا او ډاکټر نه بې برخې او محروم ساتل شوی و. وروسته چې دمرګ پولې ته نږدې شو نو دی یې دلاهور د میو روغتون ته ولیږه او هلته د۱۹۵۲ زیږدیز کال دفبر ورۍ دمیاشتې په ۱۷ نیټه وفات شو .
دده اروا دې ښاده وي !

-
بېرته شاته