(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په لوى افغانستان کې دټول پښتون وژنه

[18.Feb.2015 - 19:36]

ډاکټر فضل ربي ساپي

تقریباً د څلورو لسیریزو کلونو را په دی خوا په ټول لوي افغانستان/ لویه پښتونخوا کې یعنې د امو څخه نیولې تر اباسین،کراچۍ او تر بحرعرب پورې د پښتنو ټول وژنه دیو منظم پروګرام د مخې روانه ده. دا ټول وژنه نه یواځې د پښتنو مشرانو باندې عملي کیږي، بلکه بیشماره تنکي تنکي ما شوم ، ښځې زاړه او ځوانان هم په مسلسل ډول وژل کیږي.
په لکونو خلک بې کوره شوي، کورونه او کلي یې وران او ویجاړ شوي دي.
او سني وخت کې دډیورند د کرښې دواړو خواوو ته ، د ځینو دا خیلي او ملي دوشمنانو له خوا دامریکا او ناتو الوتکو ته کورونه، کلي، حتا عادي غونډې، جنا زې او ودونه ورته په نښه کوي او په ډیره بې رحما نیو بمبا ریویې دمنځه وړي.
دبا دغیس نه نیولې تر سوات، مومند، باجوړ، کراچۍ، خیبر او وزیرستان پورې
یوه د پښتنو کورنۍ په ارامه ژوند نه شي کولی.
په دی روانه پښتون وژنه کې ،نه یواځې عادي خلک ، بلکه د پښتنو علما، پوهان
مشران او ملي تاجران او همداسې په زرګونو ښوونکي او استادان ووژل شول او
وژل کیږي. هره ورځ یې ښوونځي سوزول کیږي، په زرګونو ماشومان د زده کړې نه
پاتی کیږي. کله جې دغه ماشومان په دی حالاتو کې رالوی شي، نو بیا یې په جنګونو اخته کړي.
ایا څوک شته چې ددی نسل دایندې غم وخوری؟ او څوک دي چې ددغه جګړو مخه ونیسي؟
ایازمونږ دغه سیاسي مشران، سیاسي ګوندونه او ټولنې، عالمان او روشنفکران ولې چپ پا تي دي؟ ایا دا د افغانستان ننی دولت د دی توان لري چې خپل ولس د د ی ظلم او تیري
څخه وژغوري؟ زما په فکر نه.، ولي چې د د ولت زورور خلک خپله د دی جنا یت، خیانت او پښتون وژني مدعیا ن دي.
زمونږ د ملت دا خلي او خارجي دوشمنان او د دوی پلا نونه
امریکا او نور غربیان غواړي چې دلوي افغانستان په خاوره کې دمنځني اسیا دخزانو لاس ته راوړلو دپاره لاره جوړه کړي. متا سفا نه چې د دی پلا ن په عملی کولو کې ور سره زمونږ ځینی خرڅ شوي مشرا ن دخپل ولس په تا وان مرسته کوي.
ایران غواړی چې دخپلو ځینو هم ژبو او شیعه مزهبو په ملا تړ، کوم چې په لوي افغانستان کې میشت دي، زمونږ پښتني او افغاني د و دونه ، بلخصوص د ملت ملي او رسمي ژبه پښتو د منځه یوسي او خپل ایراني کلچر او خپله ژبه په مونږتطبیق کړی او هغه ورځ هم لری نه ده چې په پا ی کې راته دغلامۍ ځنځیر را په غاړه کړي.
ډپاکستان هدف ټولو ته معلوم دی چې د دیو رند کرښه په پښتو/ افعان باندی د پولي یعنې سرحد په نا مه په رسمیت بیژندل غواړي. او دی لا ره کې دهیڅ ډول قربانیو نه ډه ډه نه کوي. ددی پلا ن د د عملي کولو د پا ره ور سره زمونږ د ولس ملي خاینا نو مرسته کړی او کویې. د دی ثبوت د پا ره تا سو ته هغه دو کو مینټ وړاندی کومه چې افغان خپلواک په فیسبوک کې نشر کړی ده :

http://pashtoonkhwa.com/upload/Rabi Sapi.jpg

دا وا قعیتونه، دا د دی ثبوت دی چې زمونږ ولس دا خلي دوشمنا نو د لو ي خطر سره مخ کړی دی. دا حقا یق با ید هم ځا نته هم ولس تور په ګوته کړو، چې د روسا نو یر غل په افغانستان بې له خپلو افغانا نو د ملاتړ امکان نه در لوده.
همدا سی دامریکا او ناتو یرغل په افغانستان باندی او د اوسنی حالات، روزانه ټولنیر وژنه ،په نني دولت کې دا قلیتونو زور واکي ، هم د دغه داخلي او ملي خاینا نو د خیا نت او جنا یت نتیجه ده. دی ملی خاینانو همیشه بلخصوص په دی وروستیو دیارلس کلونو کې دبهرنیو ملکونو د ګټو دپاره او دهغوی دپلانونو دعملي کولو دپاره موقع برابرکړی اوبرا بره وي.�
ًپه بل غشي ټوپک هیڅ ویشتلی نه یم
که ویشتلی یم خو بیا پخپل ټوپک یم [نوشال بابا]
او دا مونږ چې دا نیوکی او فریا د کوو، او دغه چې وایو مونږ سره په رښتینې دملت درد دی، نو که رښتیا ووایو، نو مونږ کومه میړانه کړی ده. په مونږ کې هم د بی اتفا قۍ، تربګنۍ او بد بینۍ اور بل دی. ښه خو به دا وي چې مونږ دخپلو ځینو مشرانو خبرې واورو او عمل پری وکړو، لکه څنګ چې با چانان وایې:
یا به یو کیږو ګنی ورکیږو
یعنی دا حقیقت لری نه دی چې مونږ د ورکیدو په حا لا ت کې یو. خو یو متل دی چې وای: که غر لوړ دی نو په سر یې لار شته. یعنی د هر مشکل دپا ره دحل امکا نا ت پیدا کیږي، خو دا دی پورې تړلی ده، چې ایا مونږ حقیقتاً ، دزړه دصدقه، په اخلاص سره او
بې له کومې طمع دخپل ملت خدمت ته تیار یو او که نه؟
که څوک دچوکیو ، یا دوزاتونو اویا فقط دشخصي ګټو دپا ره مبارزه کول غواړي،نووای چې دا وړۍ به شړۍ نه شي.
مونږ کولی شو چې دپښتون/آفغان د ملي یووالی حس او ملي غرور د دی لاندی عواملو په عملي کولو بیرته راژوندي کړو:
۱.مونږ باید خپل ملي مشران،میرویس نیکه او احمد شاه بابا، کومو چې دلوي افغانستان/
لوی پښتونخوابنسټ ایښودلی دی، دټول ملت له خوا په مناسب ډول نما ځله وشي، اوپه ټولو رسمي دفترونو او په نورو رسمي ځایونو کې ددوی عکسونه وزړول شي.
مونږ او تا سی دا باید په کله وغندو چې د افغانستان په رسمي دفتروکې دملي خاین احمدشاه مسعود عکسونه زړول کیږی او دملي مشر پشان د هغه کلیره نما ځل کیږي.
دوهم.مونږ با ید خپل پښتون ملت ته په کم نظر ونه ګورو:
پښتون/افغان ً دملت نوم دی، دقوم نوم نه دی
پښتون/افغان ملت هغه لوی او تاریخي ملت چې دزرګونو کلونو را پدی خوا داسیا په زړه کې پروت دی.دغه پښتون ملت د ډیرو زیاتو مشهورواو لویو قامونو څخه منځ ته راغلی دی. ځینی دغه قامونه تاسو هیواد والوته معرفی کوم لکه:
ساپي، مومند،اپریدي،خټک، يوسیفزي،اورکزي،وزیر،مسعود، خوږیاڼي،شینواري،بارکزي،پوپلزي،الکوزي،نورزي،کاکړ،آڅکزي،ماموند،سالارزي،وردګ،سلیمانخیل،وتمانخیل،ځاځي،ځدراڼ،منګل،بنګښ، دوړ،ادړ،تره کي،خروټي،احمد زي
هوتک او ځینی نور واړه قامونه، چې له سلونه زیات په لوی افغانستان کې میشت دي.
نو تاسو او ټول هیوادوال باید په دی پوه شي، چې پښتون دقام او قبیلې نه ډیر لوی او ډیر ستر دی. دا نوم دومره کوچنی نه دی چې په یو محدود نظر ورته وکتل شي. پښتنو په نظرکې غلجي او دراني هم هغه نومونه دي،چې هر یوه ډیر لوی لوی قامونه په غیږ کې نیولي دي او لمن یې دقام له لمنې نه ډیره پراخه ده.
نو پښتون خو په هیڅ ډول دومره نشي کوچنی کیدای،چې څوک ورته قام ووایې او دځینو وړو قامونو په قطار کې راولي.
پښتون هغه ملت دی چې ټول لوی او واړه قامونه یې له بدخشان، میمنی او هرات څخه نیولې تر کشمیراو بحر عرب پورې په غرونو،ډاګونو،ښارونو، درو او ناونوکې میشت دي.
نو دلته زمونږ ادب او لیکوال ارواښاد استاد ګل پاچا الفت وایې : که دغومره مختلف او متعد د قامونه ونه ګڼو او�
پښتون/افغان دملت نوم ونه بولو،نو ډیری لویې هستۍ ته به
په کم نظر ګورو او لویه ګناه به کوو.
پښتون او افغان هغه دوه لفظونه دي،چې دمانا سر او بر دې خوا، هغه خوایې لکه دیوې تلې دوه پلي یو برابردي او هیڅ زیات او کم په کې نه شته، هماغه شان،چې پښتون/افغان دقام نوم نه دی،د ملت نوم دی، دپښتون/افغان اطلاق اټکل هم پر یوه ملت باندې کیږي او دا دوه لفظونه یو دبل ترجمه ده. نو که څوک پښتون/افغان هم لکه ازبک، هزاره، تکمن له څو قامونونه یو قام حسابوي نو دغه راز سهوه او دغه شان اشتباه یوه لویه سیاسي ګناه ده، چې څوک یې نه شي عفوه کولی
دریم. پښتو باید زمونږ ملي، رسمي، دفتري او د تدریس ژبه شي.
پخپله مورنۍ ژبه تعلیم مونږ نه یواځې دپوهې او علم خاوندان کولی شي، بلکه دا یو ملي یووالي ته لاره پرانستلی شي، ټولنه پیاوړې اود وطن اقتصاد وده کولی شي. په سیا ست کې ولس د ځان ملګری کولی شي، پرمختګ او هوسا ژوند یې په نصیب کیدای شي.
څلورم.: ملي خاینان او وطن خرڅونکي باید وپیژنو او ددوی دسیاسي او اجتماعي ټا ثیراتو څخه خپل ولس وژغورو.
پنځم.: دملي ګټو دپاره باید شخصي ګټې شاته کړو.
شپږم.: په خپلو منځو کې په صداقت او رښتینولۍ سره ورور ولي او عزیز ولي ټینګه کړو، اتفاق او اتحاد وکړو. بې له یوالي به زمونږ دسر نویشت پا ی په لا ندی وي.
دا ډیره یوه دپند کیسه ده، نو باید چې ډیر په غور سره یې ولولۍ.:
دوزیرو یوه سپین ږیرې یوه انګلیسي، په نا مه توربرون ته ، چې دبنو په سیمه کې په کال ۱۸۷۰
په شاوځواکې رسمي دنده سرته رسوله، کړی وه، چې دده دکتا ب څخه پوهان ډاکټرحبیب الله تږي،
په خپله لیکنه کې ٍ دمشرق په اسمان کې دمغرب ستوريٍ ته را نقل کړی او نورو لیکوالانو هم په خپلو
لیکنوکې نشر کړی ده.:
وای چې دوه مارانو په یوه لوي ځنګل کې ژوند کاوه. ددی دوه مارانو څخه یوه مار یو سر لرلو او سل یې لکۍ لرلې. دوهم مار بیا سل سرونه لرل او یوه یې لکۍ وه.
یوه ورځ ځنګله اور واخیست او دواړو مارانو غوښتل چې په منډه ترې ووزي، ځکه چې داور سرې لمبي چې اسمان ته رسیدې ګام په ګام ورنیزدې کیدې او هره شیبه ددی احتمال موجود وچې دواړه تورې ایرې شي.
کوم مار چې یو سر لرلو او سل لکۍ، هغه ته تراټ او صحیح سلامت دځنګله نه ووت. ځکه څنګه چې سر روان شو نو لکیو هم منډې ور پسې وهلې .
مګر کوم مار چې سل سرونه لرل او یوه لکۍ،نو هغه له ځنګله نه ونه شو وتلی. ځکه هر سر ِغوښتل چې یوه ځانته او بیله لا ره لاړ شي. په پا ی کې دغه مار په سرو لمبو کې ستي او تورې ایرې شو.

-
بېرته شاته