(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مورنيو ژبو ارزښت د ژبو نړۍ واله ورځ

[20.Feb.2015 - 19:26]

لیک: عبدالجباركاكړ

كه څه هم د مورنيو ژبو په ارزښت موږ ډېر څه ليكلي دي او ډېر څه به مي ويلي وي خو اوس چې يوواربيا ۲۱م فروري را روانه ده او د بنګاليانو په سرشندنه چې د خپلې مورني ژبي دپاره يې وكړي او نړۍ والو پاملرنه يې ودي ته را واړوله چې دوي په يوه بيه او قيمت باندي ودي ته تيار نه دي چې د دوي مورني ژبه بنګالي دي بې ارزښته شې او د دوي د مورني ژبي په ځائي دي د نورو زورځواكو ژبه په دوي بندي وتپل شې دا ځكه چې دا د دوي بشري حق وو او دي چې خپلې زده كړي په مورني ژبه وكړي د خپل ژوند ټولي چاري په خپله مورني ژبه مخ ته يو شې ځكه چې بنګالي پخپله يو قام وو او ژبه يې هم ډېر په مخ تللې وه او دوي ته د باچاخان د وينا سره س دا ورته څرګنده وه كه دوي خپله ژبه شاته كړه نو به خپل ټول ټول قامي ارزښتونه نه دلاسه وركړي هم د دوي دهغه سرشندنه وه چې نن يې خپل قام دهغه ځائي ته را ورساوي هغه څوك چې ددې دپاره شهيدان شول په رښتيا هم هغه د بنګاليانو اتلان دي بلكې د ټولو نړۍ والو لارښودان دي ځكه په ۲۱م فروري دهغه ورځ په نړۍ واله كچه بندي لمانځل كيږي او ځموږ په ګډون ټوله نړۍ وال و دوي ته د راښت په سترګه ګوري هم دا ددوي شهادت او سرشندني وي چې نن ځپلي قامونه او خپلي ژبي و نړۍ والو ته په ګوته كيږي او دوي خپل ږغ پورته كوي.

            ځموږ ګرانه مورني ژبه پښتو هم د پيړيو پيړيو څخه د زورځواكو تر ښكيلاك لاندي ده چې د هري خوا ځپل كيږي نه يواځي عام وګړي يې په مخالفت كښې ولاړدي بلكې حكومتو دهغه وخته څخه داهڅه كړي ده چې پښتو پښتو پاته نه شې او ددې وشاته سياستونه كار كوي كه ګاونډي هيوادونه دي يا كه نور زبرځواك دي د پښتو مخ نوي يې كړي دي د موغلو دور به پريږدو د انګريزانو لخوا چې كومي ناندري د پښتو سره وشوي هغه نن هر چاته څرګندي دي كله چې انګريزان دلته حاكمان وو نو دوي د هيچا څخه دومره خار او ويره نه لرله لكه د پښتانه څخه چې لرله او د تاريخ ليكلي پاڼي چې دوي خپله ليكلي دي دا هر څه څرګندونه انګريزانو چې په وارو وارو د خپلو لاس پوڅو چې هغه هم افغانان وو او مرسته د هند د مسلمانانو هندوانو سكهانو مرهټو او نورو ورسره وه چې د وخت د افغانستان د سيې او سازشو ته دوام وركړي خو ماته يې په وارو وارو وخوړله خو چې په دهغه د سيسو كښې پاته راغلي نو بيا شيطاني چلول پېل كړي چې يوه خواته اسلام د خپلو ناوړو ګټو دپاره ګار كړي او بلې خواته يې په زوره تاريخي افغانستان نيمګړي كړي او د ډيورنډ كرښه يې د پښتنو په ځكه راواسته انګريزانو چې كوم پښتانه بيله ددې چې دوي خوښه او رائي واخلي د افغانستان څخه يې رابېل كړل داهڅه يې وكړه چې په بشپړه ډول ددې رابېل شووپښتنو اړيكي د ډيورنډ د پورته پښتنو سره وښيكيزي نو ددې دپاره يې پښتو و ښوونځي ته پري نه ښوده ولي چې بيا به د دوي اړيكي د خپلو پښتو سره ددې لاري ټينګي شې دادي دهغه قام كړني چې ځان ته يو مذهب او د نړۍ ستر قام ګڼې خو د جرمني د نامتو فلاسفر ښاغلي پنټشي داخبره په سلو كښې سل په ځائي ده چې انګريز د نړۍ تر ټولو شيطان قام دي او د خپلو ګټو دپاره هر څه كولو ته همه وخت تيار وي هم دهغه د دوي ناوړه ګټي دي چې تر نن ورځي پښتون او پښتو خواره ده او د ښكيلاك سره مخامخ ده خو چې كله انګريزان ولاړو او د دوي ځائي ناستي د يوه نوي ملك په ګدي كښيناستونو دوي هم دهغه انګريزانو لاره خپله كړه دوي ته بل غم ورولويدي دوي دا اټكل وكړي كه چيري موږ په مورنيو ژبو زده كونكو ته زده كړي وركړو دا به  ودي ملك ته زيان ورسوي او د پاكستان چې كوم ووالي دي هغه به رچي رچي شې نو ځكه چې د سيندي ژبي په چپه نور ټولي ژبي د كوټولو داره يې هڅي رواني كړي او نن هم دوام لري او د پاكستان د اوسينو ناخوالو او ګډوډيو د علتونه څخه يو لوئي علت هم دادي چې نه يواځي په دي ملك كښې ژبي ځپل كيږي بلكې د دوي دود كلتور تاريخ او ثقافت ورانول كيږي بلكې د منځ څخه د وړولو دپاره په ډېره لويه  كچه دهغه ناپوهان شپه او ورځ لګيادي په زياته بيا د پښتو ژبي د پښتنو دوياړونو سره ډېر جبر كيږي پښتانه چې ځان ته لرغوني وياړونه دودونه رواجو او په ځانګړي ډول لرغوني او ځانګړي تاريخ ادب او شعر او شاعري لري ددي د مخ نوي هڅي رواني دي ځكه چې نن يو پښتون زده كونكي خپل شاعر او اديب نه پيژني خو مرزا غالب مرتقي ميرعلامه اقبال او نور د نورو ژبو سړي ډېر ښه پيژني هم دا ډول يې د خپل تاريخ څخه بيګانګي ده.

            انګريزانو په خپله ولكه كښې پښانه ته بېله پيژندګلوي وركوله او د افغانستان څخه بېل ساتل ځكه اردو او پارسي يې په ښوونځيو او نورو چارو كښې ورته رامخ ته كړه او دا نورو لالاګانور ډه بډه په دي ملك كښې اردو او انګريزي ورته ودروله چې ددې لاري به د دهغه مورني ژبو ځائي هم دهغه دوي ژبي ونيسي خو دا غير فطري عمل چنداني ګټه نه ورته وكړه په زياته بيا په پښتنو كښې ځكه چې د حكومتونو د زور زياتي او مخ نوي سره سره پښتو د خپلو اتلانو شاعرانو او اديبانو په موټي خپله ژبه دومره مخ ته يووړه چې مخالفين كه هغه په دننه كښې وو يا په ګاونډ كښې ګوته په غاښ ورته پاته شول ځكه چې د وي په لويه كچه د ډېره وخته څخه داهڅه كړي وه چې د پښتو د څنګه پښتون هم د منځ څخه وباسي خو د دوي دهغه شومي غوښتني هغه وخت د خاورو سره خاوري شوي چې په نړۍ كښې معلوماتي ټيكنالوجي (I.T) بدلون تو انقلاب رامخ ته شو چې نه يواځي د قامونو ترمنځ تناونه رالنډ شول بلكې هغه غير فطري پولي هم دمنځ څخه يووړل چي زورځواكو را استلي چې ژوندي بيلګه يې د دواړو اكمانو يو هيواد كيدل هم دا ډول په منځني آسيا كښې وشول دا ځكه د قدرت او فطرت و مخ ته يو څه هم ځان نه شې نيولي او تاريخ د داسې پيښو ډك دي چې ژوندي بيلګه يې پخپله لويه برتانيه ( GREAT BARTIN) ده چې په پاچاهي يې لمر نه پټيدي خو نن د پاكستان د يوه ايالت برابره ده خو بېرته هم ولسونه د تاريخ څخه زده كړي نه كوي.

            خو د پارسي ژبي متل دي چې ارواښا د خان عبدالولي خان به ډېر غبرګاوي چې هر كه دا ناكند كندنادان ليكن باز خرابي يې سيار نن په پاكستان كښې ځيني پوهان او د عقل خاوندان په دي پوه شوي دي چې څنګه ليكن بازخرابي يې بسيار نن په پاكستان كښې ځيني پوهان او د عقل خاوندان په د پوه شوي دي چې ځكه چې نړۍ والو عالمانو ژب پوهانو او د نفسياتو پيژندونكو ډېر پخوا داخبره كړي وه چې و زده كونكو ته زده كړي په مورني ژبه وركول حتمي او لازمي اړيني دي ولي چې يو ماشوم چې د لومړۍ زده كړه د بل په ژبه كوي هغه زده كونكي په زده كړو كښې وده نه شې كوي او ددي د څنګه نور ډېر زيانونه چې هر اړخيزه دي لري خو داسې كسان په پاكستان كښې اوس هم ډېر لږ دي ځكه چې په پاكستان كښې د ميشته قامونو د ژبو دود كلتور تاريخ او نورو ارزښتونو په ضد د ډېروخته څخه كار شوي دي او يو سوچ (MIND SET)جوړ شوي دي چې څوك دهغه غوښتني كوي هغه ته غدار د ملك دښمن او د كافر نوم وركول كيږي او د تشدد سره هم مخامخ كيدي شي خو چې څوك په رښتيا او حقيقت ايمان لري او د خپلې بشري حق څخه نه لاس په سر كيږي هغه په داسې بيځايه خبرو كښې باك نه وهي ځكه چې دوي هر وخت په ليك شعر او ويناو كښې خپل دريځ څخه نه په شاء كيږي.

            اوس چي د مورنيو ژبو نړۍ واله ورځ را روانه ده په كاردي چې خپل ږغ نه يواځي نور اوچت وكړو بلكې و هر ماشوم ته دي لومړي زده كړي په مورني ژبه وركول شې بلكې و هر ماشوم ته د خپل تاريخ دود كلتور رواجونه د څنګه د ادب او شاعري زده كړ هم ورته په ښوونځيو كښې وركول كيږي حكومت دي د ملك ټولو مورنيو ژبو د پرمختيا او ودي دپاره غوټي او فنډونه ورته بېل كړي، د ۱۸م آئيني بدلون وروسته د زده كړو او تعليم چاري و ايالتو ته ورسپارل شوي دي په كاردي چې ايالتي حكومتونه دهغه دنده په خپل لاس كښې واخلي او داسې چاته د مورنيو ژبو او اړونده چاري و داسې چاته وسپاري چي هغه د مورنيو ژبو او اړونده چارو په ارزښت پوهيږي نه هغه چاته چې هغه د خپلې مورني ژبي د خپل دود دستور كلتور او تاريخ سره بيګانه وي بلكې خپل هر څه يې د انګريزانو او انګريزي ژبه يې خپله مورني ژبه جوړه كړي نه و داسې چاته دهغه لويه دنده او مسئوليت په لاس نه وركوي لكه د خيبرپښتونخوا اعلا وزير ښاغلي پرويز خټك څوك چې د خپلې مورني ژبي څخه نه يواځي بيګانه شوي دي بلكې د پښتو څخه كركه هم كوي ځكه چې نوموړي ويلي وو چي وده ته د پښتو په اړه خبره كيږي نو دده په سر ورته درد شي څومره نارك سر دي..؟ د بده مرغه د پاكستان حكمرانان چي څنګه سوچ او مائنډسيټ لري هغه د ملك د ګټي په ځائي د زيان سوب جوړيږي چي ژوندي بيلګه يې هغه  بيځايه هڅه ده چي په بنګاليانو باندي د بلې ژبي د تپلو هڅي وكړي چې پايله يې څرګنده شوه ددې سره سره چې دوي تر ټولو زيات د پاكستان ملاتړي وو..

-
بېرته شاته