(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو په هیواد کې د ډیورنډ کرښې دواړه خواوې

[21.Feb.2015 - 19:43]

سرچینه  ــ  :  لوماند ډیپلوماتیک

لیکوال  ـــ  :  په  اسلام  اباد کې  د بي بي سي  د سیا سي تحلیلونو  او څیړنیزو مسایلو  نامتو  خبریال  اووین بنیټ جونس

ژباړونکي ـــ   :  له  انګلیسي څخه  الماني  ژبې  ته  نامتو خبریال   ښاغلي  نیلس کادرچکه  او له  الماني څخه  پښتو  ژبې  ته  سراج  الحق  ببرک  زی  ځدراڼ

د افغانستان  او پاکستان  ترمنځ  پوله  د انګرېز انو د کولونیالستي  نړیوال  ځواک  لخوا ایستل  شوي  ده . دغه استعماري  کرښه  وچه  د پښتون  ولس او د پښتنو د سیمو ترمنځ  تیریږي .  پښتانه  ملتپال، پښتانه  ولسي  مشران  او پښتانه  طالبان  هر  یو خپلي  موخې  او  لیوالتیاووې  کله  له  یو بل  سره  او کله  هم  د یو بل  پر  ضد تعقیبوي 

د افغانستان  او  پاکستان  د سرحدې سیمو کړکیچ   د اوسنۍ   خونړېو جګړو  سره  نېغ  په  نېغ  تړو لري .                  د افریقا د مالي  هیواد  د تیمبوکتو  ښار  څخه  را نیولي تر کندهاره  جهادي  غورځنګونه، حکومتونه، توکمي  ډلې، په  ځینو مواردو کې  قبیلې  د خپل  سیمه  ییز ځواک  او  په  قدرت  کې د ټولو نه  د مخکېتوب   لپاره  جنګیږي . په  دغه  سیمو کې  هر یو کړکیچ  د پیچلې  سیمه  ییز و ځانګړو  ځانګړتیاوو  څخه  راتوکیدلي  او رامنځ  ته  شويدی  :  د بیلګي  په  ډول  په  یادو سیموکې  قصدآ  بې  پوښتني، په  خپل سر  او  په  سرزورۍ   ډول  نړيوالې  پولې  ایستل  شوي .  د ځواکمنو او کمزورو  اسلامي  غورځنګونو رامنځ  ته  کیدل   (  هغه   غورځنګونه  چې  ترهګر نه  بلل  کیږي )، د بهرنیو  پوځونو  شتون  او یا نشتون،  دلته  دا  مهمه  نه  ده، چې  دوی  (  د لویدیځ   پوځونه  او یا  جهادیان  دي ) او  ورستي  ټکي  د کولونیالیزم  سره  د دوی   ډول  ډول  تاریخي تجربې  دي .

د لویدیځ   حکومتونو  په  اند،  په  دغه  وسله والو کړکیچونو کې  ځینې  کړکیچونه  د نورو  څخه  مهم  دي .

همداسي  لکه  فرانسې  ته  دا  د منلو وړ  نه  وه، چې  د مالي  هیواد  د سخت   دریځو لاس  ته  ور و لویږي . فرانسویانو  په  ښکاره  توګه  د مالي  پر  هیواد باندې  پوځي  یرغل  وکړ .  فرانسویانو بیا  دې  ته  ورته  یو عمل   د سومالیا په   هیواد  کې  ونه کړو .  لویدیځوالو د سومالیا  کړکیچ  ته  قصدآ  پاملرنه  ونه  کړه . تر اوسه  پته  ونه لګیده، چې   دوی  ولې  دغه   وسله وال  کړکیچ  افریقايي اتحاد ته   ورپریښود .

د سوریه  په  اړه   لومړۍ  داسي  ویل  کیدل، په  هر  ډول  چې  وي  باید د القاعدې  مخه  ونیول  شي، تر څو نوره  د سوريې  خاوره  لاندې  نه  کړي .  اما  القاعدې   پورې  تړلي   ډلې  او اسلامي  دولت   همدغه  عمل  تر  سره  کړو .  د ۲۰۱۴  کال  د نوامبر  د میاشتي  په  پیل  کې  ولسمشر  اوباما  د  اسلامي  دولت   ډلې  پر ضد  د هوایې  بریدونو  امر  ورکړ .  ظاهرآ   تر اوسه   د دغو غبرګونون   په  ښودلو سره   هیچ   یو منطقي  پریکړ کوونکي  یا  برخلیک  ټاکونکې   بهیر  را  برسیره  نه  شو.

  یوه  بله  بیلګه، په  یمن کې  د القاعدې  پلویانو  وکولې  شول، په  خلاص لاس  د لویدیځ   په  وړاندې  ترهګریزیو موخې  او  بریدونه  پلان  کړي . د  د غو ترهګرو   ډلو  په  وړاندې   جګړ ه  د امریکې  متحده  ایالاتو لخوا  د یمن  کمزوري  وسله  وال  ځواک  ته   ور وسپارل  شوه . امریکایانو  یواځې   د بي پیلوټه  الوتکو  له  لارې  هوایي  بریدونه   تر سره  کړل .

دې  بیلګو ته  په  کتو سره  د پښتنو سیمې  یا  د پښتنو هیواد  یوه  ځانګړي استسنا یي  خورا مهمه  سیمه   جوړوي .  د جهادیانو  پر  ضد جګړه کې  لویدیځوالو  دولتونو خپل    ټول  موجود  جنګي  قوت  او تکتیکونه  استعمال  کړل  . دوی  ځمکنې  پوځونه استعمال کړل ، هوایې بمبارډونه وکړل، د بي  پیلوته  الوتکو بریدونه  تر سره شول، ځانګړو کړیو ته  بډې   او پیسې  ورکول، ټولنیزه  پروګرامونه  پلې کول، زیربنایي  پروژې  او  پروګرامونه  پلي کول  او همداسې  د دوی  د نورو چارو  په  مدیریت  کې  هیڅ  راز کمښت  نه  لیدل  کیدل، دا ټول  د دې  لپاره   ترسره کیږي، تر څو  پښتانه   تر کنټرل  لاندې   راوستل  شي .

د کوکنارو کروندې  او اتومي  وسلې

څه  شي  او څوک  به  په  څه  ډول  موږ  ته  اوس  په  یمن کې  د دوی  دکړو وړو دغه  توپیري  چلند  تشرح  کړي ؟  

کوم  بریدونه  چې  د پښتنو د  سیمو څخه   طرح   شوي  وو، لکه  د سپتمبر  یولسمې  نیټې  برید، دغو  بریدونو  خپلي  موخې  په  سمه  ټوګه  وویشتلي  .

د دغو  بریدو نو  په  پرتله   کله  چې  په  یمن کې  په  خورا مهارت  سره  ترهګریزه  بریدونه  پلان  شول  او  همدغه  بریدونه  بیا په  ۲۰۱۰ کال  د اکتوبر   په  میاشت  کې  کشف  او شنډ کړل  شول . ( ۱)

د پښتنو هیواد  یا خاوري   ته   د متحده ایالاتو  لیوالتیا  او یا  د برید اصلي  موخه   یواځې  دا نه  وه، چې  د یولسم   سپتمبر  د بریدونو غچ   واخلي . موږ   پوهیږو، چې  ټوله  نړۍ  د کوکنارو د کښت  او کر څخه   ځښته   ډیره  نارامه  ده . د دې  برسیره  رښتونې  او  اصلي  خبري  دا ده، چې  په  دغه سیمه کې  د پاکستاني  اټومي  وسلو یوه  ستره  برخه   ځای   پر ځای  شوي  ده .

د پښتنو  په  سیمو کې  او د پښتنو  د هیواد په  شا خوا  سیمو کې  کړکیچني  او  پيچلي اړیکو  د یو سلو پنځوسو کالونو څخه  را په  د ېخوا  په  پرله  پسې  ټوګه  د نړیوالو  زبرځواکونو  په  پلازمېنو کې  سیاسي، پوځې  چارواکې او سیاسي  څیړونکې  مصروف  ساتلي  دي .  د پښتنو دغه  مهمه  مسئله  نن  واشنګټن ته،  پرون  ماسکو ته  او  له  دې  وړاندې   لندن  ته  ور  په  غاړه  وه  .

په ۱۸۹۳ کال  کې  لویې   بریتانيا  د ډیورنډ کړښه  ویستله،  دوی  غوښتل  له  دې لارې  افغانستان  د برتانوې  هند د شمال  ختیځ  سیمو څخه  بیل  کړي . دغه  کرښه  نن  پاکستان   منلي ده. افغانستان  اصلآ د اکرښه   نه  مني . ځکه  دیورنډ کرښه  پښتون   ولس  یا افغان  ملت  سره  ویشي . پښتانه   اټکل  یو  په  درې   په  افغانستان کې او دوه  په  درې  برخې  په  ( پاکستان )  پښتونخوا کې اوسیږي .

هغه  مهال   دغه  موقتي   کرښه  یا  ډیمرکتیشن   لاین  د یوې  ځانګړي  موخې لپاره  رامنځ  ته  شوه  . د بریتانیا  ښکیلاکګرې  ادارې  سیاسي  چارواکو هیڅ   کله  د پښتنو سیمې  د خپلي امپراتورې  برخه  نه  ده ګڼلي.  بلکې دوی  د پښتنو سیمې  د حایل  یا د بیلونکې سیمې  په  نامه  پیژندلې . دغه  سیمه  د برتانوې  هند  په  ادارې  جوړښت  کې څو ځلې  د حایل سیمې   په  نامه  یاده  شوي  ده . په  همدې  ترتیب  سره انګرېزانو د پښتنو نیولي  شوي  سیمې  د settled areas  ) د ثبات راوړنکې سیمې  په  نامه  هم  یادی کړي  دي  )  او د  ډیورنډ کرښې ته  ورڅیرمه  سیمو ته  د tribal areas    یا  د ( قبا یلي سیمې  ) په  نومو نو  ونومولي  .

د انګرېزانو له  خوا به  د قبایلي  سیمو ځینو سپین ګیرو او قومي  مشرانو ته  پیسې  او رسمې القاب  ورکول  کیدل ، په  بدل  کې  به  دوی  په  سیمه  کې د سولې ساتنه  کوله  او  د دوی  د ټولو څخه  مهمه  دنده   دا وه، چې  د لارو یا د سړکونو  امنیت  خوندې   وساتي  .

د انګرېزي  ښکیلاکګر ځواک  به  له  دې  لارې  خپلي  پوځې  موخې  په  ډیره  کمه  او ارزانه  بیه   تر سره  کولې . دوی   به  تل  دا هڅه  کوله  د خپلي امپراتورۍ   د دغې  څنډې  امنیت  چې  په  هر ډول  وي  خوندې  وساتي .

کله  چې  انګرېزان   وپوهیدل،  چې  د بډو او  پیسو ورکولو  له  لارې  څه   نه  ترلاسه  کیږي .                                             په ۱۹۰۱ کال  کې انګریزانو  دFrontier Crime Regultion   یا  د ایف   سي ار  قانون  رامنځته  کړو.  دغې  قانون   دوه  مهمې  قاعدې   درلودې، د دې  قانون   لارې  به   قبایلې  مشران   جبرآ همکاریو ته  مجبور کیدل .

لومړۍ   دا شونې  وه، چې  ولسې  خلک  به  تر  یوې  نامالومې  مودې  پوري   پرته  له  قضایي  دوعوې  څخه  په بند کې  ساتل  کیدل .دوهم  دا شونې  وه، چې  د ایف  سی ار قانون  له  مخي  به  خلکو ته  ډله  ییز سزاګاني  اورول   کیدي .

 د انګرېز انو ښکیلاکګرو  چارواکو  زر  دې  ته  پام  شو، چې  د ایف  سي ار  قانون   په  قبایلي  سیستم  او قبایلې جوړښتونه   کې  دسیمنټو  په  شان  کارول کیږي .

په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان  له  جوړیدو سره  داسي  تمه  کیده ، چې  دغه  غیر انساني  قانون  به  بدل  شي .  د  تمې خلاف  د پاکستان  نوي  جوړ شوي  دولت  هڅه  وکړه، قبایلي سیمې  او قبایلیان  د انګرېزانو  په  پرتله   لا نور  تر  ظالمونو لاندې   ټینګې  وساتل .  په  ریښتونې   ټوګه  پاکستان  ترنننه   په  دې  ونه  توانید، چې  په  قبایلي سیموکې  بدلون  راولي .  په  پاکستان کې  ترنننه  لکه  د انګرېزانو  په  شان  د قبایلیانو  کورنیو او قبیلو ته  ډله  ییزې  سزاګاني  ورکول  کیږي  او همداسي  د یو مظنون  یا مجرم   د نیولو په  بدل  کې  ټولې  قبیلي  ته سزا ورکول  کیږي .

قبایل  او قبایلي  وګړي  د پاکستان  دولتي  چارواکو ته   له  همدې  امله  لکه  د دوی   مخکنې   انګریز  سیاسي  اجنټانو  په  څیر  ګوري .  ځکه  دوی   پر ازادو قبایلیانو باندې   په  یو بیساري   ډول  خپل  واک  چلوي  او له  دوی  سره  ډیر ظالمانه  چل  چلند کوي .

د مقالې  لیکوال  ښاغلي اوون  بنی  جونس  لیکي : ما ته  په  سرحدي  ایالات    خیبر  پښتونخوا  کې  یوه  پاکستاني اجینټ  په  ډګر  وویل ، ٬٬ په  دغه  سیمه  کې  زه  (  ژباړن   نعوذالله  ) د خدای  ځای  ناستي  یم  ٬٬.

د افغانستان  له  خوا د کابل  مرکزي  حکومت  هیڅ  مهال  دومره  ځواکمن  نه  وو، چې  د قبایلو   قبایلي  وفادارې   ورڅیري  کړي  او  دوی  ځان  ته  رامات  کړي . له  همدې  امله  د کرښې   په  دواړو  خوا وې  کې  خلکو ته   له  اقتصادي  او ټولنیز  پلوه  سترې  تباه کوونکې  پایلې  درلودلي  دي . په  خیبر  پښتونخوا کې ۷۰ سلنه   ښځې نالوستي   پاتي  دي .

دیولسمې  د سپتمبر څخه  را ورسته   په  پښتنې سیمو کې  د اشغال  ځانګړو میتودنو  یوه  خاصه   مانا موندلي .

کله  چې  په 2001کال  د نوامبر میاشت  کې  شمالي  تلوالې  د امریکایانو  په  مرسته  کابل  ونیو، طالبان  او القاعده  له  افغانستان  څخه  وشړل  شول . د دوی  ډیرې   د ډیورند  کرښې  په  بله  غاړه  د پاکستان  ترولکې لاندې  د پښتنو  په  سیمو کې ځانونه  خوندې کړل . همدغه کرښه  د جهادیانو  په  ګټه  پریوتي ده . د واشنګټن، کابل  او اسلام اباد پوځې  ځواکونو  په  پرتله  جهادیان  او قبایلي  جنګیالي   پر ته  له  کوم   خنډ څخه   پر کرښه  تګ  راتګ  کوي .

کله  چې جګړې  دوام  وموند او افغان  طالبانو ځانونه  په  نويو   ډلو کې تنظیم  کړل . د امریکامتحده ایالات   د یوې  ګراني  پوښتني سره  مخامخ  شوه، یا به  د پاکستان  د سیاسي  اجنټانو له  لارې  قبایلي  مشران   د بډو  ورکولو  او یا د ګواښلو له  لارې  دې ته  وهڅول  شي، چې  فراري  طالب  جنګیالي  امریکایانو  ته  بیر ته  وسپاري  او یا به  امریکایان   د دوی  په  وړاندې   زور استعمال کړي .

په  واشنګټن کې  هیچ  چا  دا سي  نه  غوښتل، چې  د ترهګري  ضد جګړې  یوه  مهمه  جبهه  د قبایلي  سیمو  یو شمیر  چارواکو ته  په  لاس  کې  ورکړل  شي. له  همدې امله  داسي   پریکړه  وشوه، چې د متحده ایالاتو سرتیرې  د  افغانستان  په  خاوره کې  به  ځای  پر ځای  کیږي  او د همدې  ځانګړو ځواکونو او د دروڼ الوتکو له  لارې  به  د ډیورنډ کرښې  پر دوواړو خواوو باندې  بریدونه  تر سره  کیږي . د امریکایانو له  دې   پریکړې  سره   د ډیورنډ کړښې  په  دواړو غاړو کې  قومي  مشران  او  ولسي  سپین ګیرې  تر سخت  فشار لاندې  راغلل . دغه  وضیعت   دوی  ته   ډیر ګران  تمام  شو،  دوی  سم  نه  پوهیدل، چې  جهادیانو ته  پناه   او پټنځایونه   ورکړي ؟   او  یا   جهادیان  ونیسې  او  امریکایانو  ته  د پیسو په  بدل کې  وروسپاري ؟ .                                                                                            قومي  مشران  د  دې  ګرانې  پریکړي  سره  دې  ته  هم  مجبور شول، چې  د خپلو سیمه ییزو خپلمنځي  قومي شخړو ته  هم  فکر وکړي .  په  همدې  ترتیب   سره  دوی  د مذهبي او ملتپالو مشرانو ترمنځ  د ټکر ګواښ   په  فکر  کې  هم  شول .

په ۱۹۳۰  مو کالونو  کې ستر  ولسي  روحاني  شخصیت  ایپي فقیر د انګریزانو د ښکیلاک  پر ضد جنګیده .  حاجی میرزاعلی خان  د ډیورنډ کرښې  په  دواړو خواو کې  د  پښتنو او پښتني  ټولني  څخه  دفاع  کوله . دی  په خپله سیمه کې  د یوې  پيښې  په  ترڅ  کې  په  ډراماتیک  ډول   په  یو ستر  ملي شخصیت  بدل  شو.         د تعحب  وړ خبر  دا ده، چې  په  اوسني  وخت  کې  دې  پیښې  ته  ورته  یو بله  حیرانو کې  پيښه  هم  رامنځ  ته  شوي  ده .

له  دې  پیښې څخه  ورسته   ملا محمد عمر  د طالبانو  د غورځنګ  مشر   وټاکل  شو .کله  چې  د سیمه  ییزو توپکمارو  له  خوا   دووې  نجونې  وتښتولي  شوې او ملا عمر   دغه   دووې  نجونې  د بي  عزتي  څخه  وژغورلې، له  همدې  پیښې څخه  ورسته   د طالبانو  غورځنګ  رامنځ  ته  شو.

 په ۱۹۳۶ کال  کې  هغه  مهال  د ایپي فقیر  کرسماتیک  شخصیت  را برسیره  شو، کله  چې  ده  د برتانوې  هند  د یوې  محکمې  د پریکړي  په  وړاندې احتجاج  وکړ  . د محکمې د  پریکړې  سره سم  د یوې ۱۵ لس کلني  انجلي  وده  له  یو مسلمان  سړی سره  فسخه  اعلان  شو. د هندې کورنې  انجلي  ته  اجازه  نه  وه، چې د  خپل  قانوني میړه سره   یو ځای  واوسي . ځکه  انجلي  په  پنځلس کلني کې اسلام  قبول  کړي  وو . ایپي فقیر د خپلو خلکو  د قهر جنو احساساتو  څخه  ګټه  واخیسته، ده   په  ځای  ناستي،  بي حرکته  او بې تفاوته   قبایلي ځواکوانه  يې پاڅون  او یووالې ته  وهڅول . دی   ډیر  ژر  په  دې  بریالي شو، چې د افغانستان  او  برتانوې  هند  له  پښتنو څخه  یو  څو زره  کسیزه  لښګر  تیار کړي .

ایپي  فقیر په  لومړۍ سرکې  د مذهبي او اسلامي تبلیغاتو  له  لارې  مسلمانان   دېته  تیارول، چې  د نړۍ  پای  را نږدې  شوي  دی، که  غواړي  چې  جنت  ولاړ ل  شي، نو  ځانونه   ور ته چمتو کړي .  عامو خلکو  د ده  په  خبر  باندې  باور درلود .  د ده  پلویانو په   دې  باور  وو، چې  ایپي فقیر  له  اسرارو  څخه  ډک  یو روحانی انسان   دی .  عامو خلکو د ده  پر عالي کرکتر  باندې  ډیر  ټینګ  باور  درلود.  خلک  په  دې  باور وو، چې  میرزاعلي  خان  غیر طبعیي توانمندي  او ځانګړي  قابلیتونه  لري .  خلکو  داسي  فکر کاوه،  چې  فقیر کولي شي  ناروغ  سړی   بیرته  روغولي  شي او یا  دی  کولي شي  دانګریزانو د الوتکو  څخه  را غورځولي  شوي  بمونه  په   کاغذونو  باندې  واړوي . انګریزانو  به   د الوتکو  له  لارې  پر قبایلي سیمو باندې  کله  بمونه  او کله   د پرو پاګنډې  پاڼې  را غورځولي .

کله  چې  په ۱۹۴۷ کال  کې  پاکستان  رامنځ  ته  شو، ایپي  فقیر  نور نشو کولې  د اسلام   په  نامه  د نوی  رامنځ  ته  شوي  دولت   د اسلامي  دلایلو له  لارې  تر پوښتني  لاندې  راولي . ده  په  نوي  پاکستان  کې  خپل  اوپوزسیون  ته  ملتپال  غږ  وکړو .ايپي فقیر   ویل،  ٬٬ داسي  مالومیږي،  چې  موږ   پښتانه   لا  تراوسه  د برتانوي  هند له  استعمار ه  نه یو وتلي .  پښتنو ته  په   نوی  پاکستان   کې  هیڅ  برخه  نه  ده  ورکړل  شوي  او  دوی  ته  هیڅ   په  لاس   نه  دي  ورغلي  ٬٬ .

فقیر ایپي  د پښتنو د ملتپال  ستر مشر خان  عبدا لغفار خان   سره  یو اتحاد رامنځ  ته  کړو .

کله  چې  انګرېزانو د هند له  نیمې  وچې څخه  وتل  پیل کړل، د پښتنو  په  سیمو کې د انګرېزانو  د استعمار او ښکیلاک   پر ضد ستر  مبلغ  او کرسماتیک  شخصیت   غفار خان  ته  د پاڅون   ډیره  زمینه  مساعده  شوه .

انګرېزانو  د پښتنو ملتپالو سره  په  ننني  خیبر  پښتونخوا  کې  د یوې  ټولپښتني  په  ترڅ  کې  یو ستره  دوکه    یا خیانت  وکړو .

ملتپال  پښتانه  د طالبانو په  وړاندې 

خان  عبدالغفار خان د انګرېزانو څخه  په  کلکه  غوښتنه  وکړه، په  ټولپښتنه  کې  یواځې  د هند او پاکستان  ترمنځ   له انتخاب  سره  مخالفت  دی ، ټولپښتنه  یواځې د هند او پاکستان  ترمنځ  باید نه  وي، بلکې  په  ټولپښتنه کې  دریم  الترنتیف  د یو خپلواک   دولت  د پښتونخوا  په  نامه   هم  باید  ولیکل  شي .  هممهاله  د کابل  حکومت   د څلورم  حالت  غوښتنه  وکړه،   پښتونخوا  باید له  افغانستان  سره  بیر ته  یو ځای  شي .

په  هند کې  د برتانوې   هند ورستي  وایسراي  لارد لویز مونتبیټن  په  هماغه  لومړنۍ  دوه  الترنتیفونو باندې  اکتفأ وکړه  او په  ټولپښتنه  کې  یواځې  د هند یا  پاکستان  انتخاب  ته  اجازه  ورکړه .

خان  عبدالغفار خان  له  همدې  امله  د ټولپښتني  سره   پریکون  اعلان   وکړ . د پریکون   د اعلان  سره سم  ۴۵ سلنه  څخه   ډیر وګړو  په  ټولپښتنه  کې  برخه  وانه  خیسته . هغو کسانو  چې  په  ټولپښتنه  کې  برخه  واخیسته دوی  مجبور شول   ۹۹ سلنه  پاکستان  ته  راې   ورکړي .

د پښتنو  ملتپال  غورځنګ  ړنګ  نشو او دا غورځنګ  تر اوسه  په  پښتنو کې  شتون  لري .

لیکوال  لیکې، چې  دی  په  خپله  لس کاله  مخکې  په  خیبر پښتونخوا  کې  د زروګونو تنو سرخ   پوشانو  په  یوه  ستره  غونده  کې  برخه  واخیسته . دا د عوامي نیشنل  ګوند ( اې  این  پي )  یو لاریون   وو.  دغه  ګوند مستقیمآ د خدایي خدمتګار غورځنګ  څخه  رامنځ  ته  شوي  دی، چې لارښود  او بنسټ  ایښودونکي  خان   عبدالغفار خان  دی  . نن  د عوامي  نیشنل  ګوند د خان  عبدالغفارخان   د لمسي  اسفندیار ولي  خان  له  خوا    اداره  او رهبري  کیږي .  ده  اوس  مهال   خپله  مبارزه   قصدآ  او  په  ویښه   ټوګه  یواځې   د لا  نور  سیمیزه  اوتونومي  یا سیمه ییزه  خپلواکۍ لپاره   منحصره  کړي  ده  .

ځکه  د بیلتونپالني غوښتني  په  پاکستان  کې منع   دي، اما  په  دې  خبره  کې  هیڅ  څوک  شک  نه  لري، چې  د پښتنو د یووالي او د پښتنو خپلواکې  هڅې  روانې  دي  اوڅنګه  چې موقع   ورته  برابره  شي،  د پښتنو یووالي   به   په  خپله  رامنځ  ته کیږي .

له  یوې  خوا سړی  کولي  شي  داسي  وانګیري، چې  اې  این  پي  یو  بې مانا  او بې اغیزه   سیمه  ییزه  ګوند دی، ځکه  دغه  ګوند د پاکستان  په  ملي شورا  یا   ولسي  جرګه  کې  دوه  غړي  لري  او  له   بلې  خوا سړی کولي  شي  دلیل  راوړي  او  ووایي، چې  د نورو ګوندونو  په  پرتله   دغه  ګوند  د هیواد یو خورا  مهم   سیاسي  ګوند دی، ځګه  دغه  ګوند  یو  خور ا  پر مختللي، لیبرال ، ازاد موقف  او  سیاست  لري  او  د طالبانو  په  وړاندې   یو  ښکاره  اپوزیسیوني  سیاست  لري .

په  داسي  حال  کې  چې  په  پاکستان  کې  نور  ټول   ګوندونه  او سیاسي ځواکونه  د جهادیانو سره  په  پټه  او ښکاره   همکاري  کوي  او  اې  این  پي  په  دې  بر خه  کې  هیڅ   راز   جوړ جاړي  ته  تیار  نه  دی . دغه  ګوند خپل   دې   ډول  سیاست  ته  یوه  ستر  بیه  هم   ورکوي .

پاکستاني  طالبان  په  ډیره  بې  رحمې  سره  د عوامي  نیشنل ګوند پر مشرانو باندې  بریدونه  کوي . ورسته  له هغې  چې  د ګوند مهم  کدرونه  او  مشران  د طالبانو له  خوا  ووژل   شول .  په ۲۰۱۳  کال  کې  اې  این  پي  په  خلکو کې  خپل  ملاتړ  ورو رور  له  لاسه   ورکړو .  عامو خلکو  فکر کاوه، چې  دغه  ګوند به  دوی  ته  په  اسلام  اباد  کې  هیڅ  څه  تر لاسه  نه  کړي .

د مذهبي  تندلار  په  وړاندې  د اې این  پي  یواځینې  مبارزه  د مرکزي  حکومت  له  خوا  لا نور   ټکول  کیږي . مرکزي  حکومت  سخته  ویر ه لري، چې  اې  این  پي  د پاکستان  د ځمکنې  بشپړتیا  لپاره یو ستر ګواښ  دی .

که  څه  هم  اسلام  اباد  باید په  لومړۍ  پړاو کې  د سخت  دریزو څخه   وویریږي، جهادیانو  د پاکستان   د ځمکنۍ بشپړتیا   ته  واقعآ  ستر  ګواښ   پیښ کړي  دی .

د پښتنو ملتپالو  د یووالي  موخو  ته  تل   دوه   نه لیری کیدونکي  خنډونه  ولاړ   دي .

 لومړی خنډ :  د پښتنو  هیواد  په  دوو دولتونو کې  ویشل  شوي  دی . ملتپال  پښتانه   هیڅکله  نه  غواړي  د خپل  هیواد  د یوې  برخې څخه  لاس  په  سر  شي .  په عین  وخت  کې  دغه   کړکیچ   د کشمیر کړکیچ  سره ورته والي  لری .  هلته  د کشمیري  ملتپالو  د ّ خپلواکۍ  هڅو  مخه   لاین  اف  کنټرل  نیولي  یا دغه کرښه  د دوی  د هڅو  په  منځ  کې   یو خنډ ګرځیدلي . کشمیر ي  ملتپال  هم  د هند او پاکستان  څخه  خپلواکۍ  او خلاصون  غواړي . دلته   د ډیورنډ کرښې  د پښتنو ملتپالو  د یو جلا  خپلواک  پښتني  دولت   خوب   مخه  نیولي  ده .

دویم  خنډ :  په  دې  کړکیچ  کې  د اسلام اباد  حکومت  په  دې  توانیدلي  دی، چې  پښتنو د بیلتونپالو  مشرانو  او فعالینو  سره  همکاري   وکړي . دوی  د پښتنو د ځینو مخوورو کورنیو څخه  ځینې کسان   په  وسله وال   پوځ  کې  په  لوړ و لوړو   پوستونو کې   ګمارلي  دی . دوی ته  د حکومت  په  ادارې  سیستم  کې  یوه اندازه  برخه  ورکړل  شوي  ده . پاکستان  کې  پښتانه  د  پوځ  او ملکې  ادارو   په  جګو  جګو پوستونو  او رتبو کې  ګمارلي  شوي  دي .  دوی ته  د خپلواکۍ  بیه   ډیره  لوړه  پریوځي . کومه  بیه  چې  اکثرو  خلکو د خپلواکۍ  لپاره  په  ځان منلي  ده . په  همدې تر تیب  سره  په  کراچي کې  سوداګر  پښتانه   به  ډیر  څه  له  لاسه  ورکړي .

له  دې  ټولو خبرو  او زیانو سره  سره   اکثریت   پښتون  ولس  به  خامخا  د مذهبي  سخت  دریځو مشرانو  په  پرتله  خپل  ملاتړ  د پښتنو ملتپالو  څخه  اعلان  کړي، تر هغي  چې  دوی   په  دې  نا پایه  پردې  لعنتي  جګړه  کې  د یو نندار چې  رول  ولوبوي .

د پاکستان  ترجوړیدو پوري  په  درسته  پښتنه  ټولنه  کې  پښتانه  قومي مشران  او  پښتانه  خانان  بر لاسې  وو. دا  مهاله  ملایان  په  پښتنه  ټولنه  کې  نالوستي  خلک  ګنل کیدل .  پښتنه  ټولنه کې  ملایانو  اقتدار د قومي مشرانو او خانانو په  پرتله  ډیر  لږ  وه او لږ   ښه  نوم  او  واک  خاوندان  وو.  په  ټولنه  کې  د ملایانو   مهمې  چارې   په   جوماتونو کې  امامت ، د لمونځونه  ادا کول ، د نکاح  مراسم اجرا کول  او د مړی  د خښونې  په  مراسموکې  به  خامخا  دوی  ګدون  درلود.

په  دې  ورستیو لسو کالونو کې  د  ډیورنډ  کرښې  په  دواړو  غاړو کې  قومي  مشرانو د خپلو  لیوتیاوو او موخو  د فاع  لپاره  قومي  لښکرې  منظمي کړي  دي  . دغه  قومي  لښکرې   د طالبانو  د ځواکونو  په  وړاندې  هم   استعمال  شوې .  هر هغه  حکومت  چې  د طالبانو  پر ضد  جګړه  کې   ښکیل  وو،  هغه  هڅه  کړي  تر څو  د قومونو  او قبایلو   وفادار ي ځانته   راخپله  کړي .  دغه  سیاست  په  ډیر قوي  احتمال  سره  ناسم  او  متضاد ووخوت ، ځکه   له  یوې   خوا دغې  سیاست  قومي جوړښتونه   په ناسم  تینګ کړل  او  له  بلې خوا د  ټولنیرو او اقتصادي  ودې   په  لاره  کې خڼد وګرځیدو.  د دې  برسیره   په  اوږدمهاله  موده کې  دغهي سیاست د جهادیانو  د نویو  پلویانو  او سرتیرو   په  راجلبولو کې  مرسته  کوله .

  دا خبره  تر  ډیره  بریده  یقیني  بریښي، هغو کسانو چې   په  افغانستان  او پاکستان  کې  د طالبانو   په  د رامنځ  ته کولو او تقویه کولو کې مرسته کړي،   د دوی  یوه  اصلي  موخه  په  دې  انقلابي  ستراتیجکۍ  ټکي  باندې  راڅرخیده،چې  له  دې  لارې  د پښتني  ټولنې  او د پښتنو  قومي  جوړښتونه  او ارزښتونه  له  بیخه   او بنیاد څخه  ویستل  شي .

په  دې  ورستیو لسو کالونو کې  پاکستاني  طالبانو د۱۰۰۰  څخه  ډیر  قومي  مشران  او سپین ګیري  وژلي  دی .

د پښتنو  په  سیمو کې د توکمیزو،مذهبونو او  قومي  جوړښتونو څیړل   او راسپړل  کوم  اسان  کار  نه  دی .  موږ به  دلته   د بیلګې  په  ډول  د حقاني  شبکې  مشر  جلال  الدین  حقاني،  چې  د حقاني  شبکي  بنسټ  ایښودونکې  او مشر  دی  را وسپړو .

دغي  جنګي  ویره  اچوونکې  دلې  په  دې  ورستیو ۴۰  کالونو  له   ډول  ډول  جهادې  تنظیمونو  لکه  د القاعدې له  ډلې  او  د افغان  او پاکستاني  طالبانو سره  همکاري کړي  ده . د حقاني شبکې  د پاکستان  له  حکومتونو او د متحده عربي اماراتو سره  هم  همکاري  کړي  ده . کله  نا کله  د حقاني  شبکې  د دې  ځواکونو  ترمنځ  منځګړتوب   هم  کړي  دی .  دغه  ډله  په  افغانستان  کې د شوروي  اتحاد او امریکایي سرتیرو په  وړاندې   له بریاوو سره   جنګیدلي ده .  جلال الدین  حقاني خپلې  نظامي  او پوځې  چارې  ته  مالي  مصارف    د نړیوالو  سوداګریو له  لارې  تر لاسه  کوي . د  حقاني شبکه  د زړو اوسپینو  د سوداګړي  څخه  نیولي   بیا  ان  د یرغمل  نیولو  او تښتونې  څخه  هم خپلي  پیسې  ترلاسه کوي . د یوې  محدودي  مودې  پوري  دوی  خپل  شخصي  هوایي  ډګر  هم  درلود.  د حقاني   دوه  ځامن  د امریکایي  بي  پيلوته الوتکو  له  لارې  وژل   شوي  دي . یو زوي  یي  د امریکایي سرتیرو له  خوا د افغانستان  په  ختیځ  کې  وژل  شوي  او د حقاني  څلورم   زوي  تیر کال  په  اسلام اباد  کې   په  یوه  ګونګه  پیښه کې،  چې  په  سر او پای   باندې  هیڅ   څوک  پوه  نشول   ووژل  شو.

د  لومړۍ  برخي  پای

-
بېرته شاته