(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کومه دنده سپېڅلې ده؟

[28.Feb.2015 - 18:41]

لیک:اجمل روهي

څو کاله وړاندې تر ډيرو کلونو مساپرۍ وروسته کلي ته ولاړم. ښکلې هوا، شنه فصلونه، ارامه فضا د دوستانو ليدل هر څه له خونده ډک وو.د سهار تر لمانځه او سبا ناري وروسته د سيمې نايي هم د خپل بکسک او سامانو سره راورسيد. کوربه غوښتل خپل ويښتان او ږيره جوړ کړي.  که څه هم ما له راتګ يوه ورځ مخکې ويښتان جوړ کړي وو خو بيا يې هم زه اړ ايستم چې ويښتان جوړ کړم؛ ويل يې اورميږ دې ببر دی لږ بايد جوړ شي.

نايي چې پوه شو، له بهر نه راغلی يم په احتياط سره يې لږه بياتي وغچوله او د سټايل په بدلون کې يې ډيره هڅه ونکړه او زما د خبرې پخلی يې وکړ، چې جوړولو ته يې ډيره اړتيا نشته.

د ويښتانو تر کمولو وروسته، چای راورسيد. کوربه رانه د دندو پوښتنه وکړه، چې څه کار وبار کوم. ما په ځواب کې ورته وويل، چې کوم کار کې قسمت وي هماغه کوو خو اکثره شاقه غوندي دي، هلته به کم بهرنيان وي، چې کوم ښه پوست ورته ورسيږي!

کوربه سمدلاسه په خندا پوښتنه وکړه، چې دا سګ شويي (د سپي ميځلو کار) څنګه دی، وايي ډير افغانان دا کار کوي؟!

ما ورته په خندا ځواب ورکړ، چې دا خو ښه د ګټې کار دی خو د دې لپاره  زده کړې او تعيلم ته اړتيا ده!

هغه بيا په خندا پيل وکړ او ويې ويل: نو دې ته څه تعلیم په کار دی، خو سپی دی مينځه يې!

ما ورته وويل: نه هلته هر کار چې کوې، بايد په هماغه برخه کې زده کړې وکړې، له تا نه امتحان اخلي او سند باید تر لاسه کړې؛ څه افغانستان خو ندی. دغه کارونه زیاتره دوی په خپله کوي، ښه عايدات لري.

بيا يې وپوښتل: ښه نو تا کوم کارونه کړي دي؟؟؟

ما ورته وويل، چې زه به يوه کيسه درته وکړم، چې ستا اصلي پوښتنه ځواب شي. بيا مې ورته وویل:

هغه مهال، چې په کابل کې جګړې پيل شوې، نو زموږ کورنۍ هم د ډيرو نورو په څېر د وطن پرېښودو ته اړ شوه. جرمني ته مو په ډيره سختۍ او پورونو سره ځان ورسولو. د کار پيدا کول هم اسانه نه و، ځکه ژبه مو دومره نه وه زده. خو بالاخره مې يو کار پيدا کړ. ارواښاد پلار مې هغه وخت لا ژوندی و، او زه ورغلم د اجازې غوښتنه مې ترې کوله، چې پيدا شوی کار وکړم او کنه.

پلار جان مې بې له دې، چې د کار د نوعيت په هکله پوښتنه وکړي وويل:بچو! کارونه دوه ډوله دي، يو مشروع او يو هم نامشروع! هغه چې نامشروع دي، پوهيږم چې ته يې هسې هم نه کوې، او هغه چې مشروع دي هغه هم دوه ډوله دي؛ يو هغه دي، چې ستا روغتيا ته زیان رسوي او يو هغه دي، چې نه يې رسوي.  که داسې کار وي، چې ستا صحت ته زيان نه رسوي، نو بسم الله کوه.

کوربه، چې زما پلار ته ډير عقيدت درلود، خبرو ته جدي غوږ نيولی و او د تمسخر خندا نښې يې په مخ کې ورو ورو راکميدلې.

د نايي په څېره کې مې لږه خوشالي وليده، نو د زياتو خوشالولو لپاره مې وويل:

ګوره دا استاذ چې کوم کار کوي، دا يو کمال دی او داسې فرض کړه، چې دا کار ده نه کولی او بل څوک هم نه حاضريدلی، نو موږ به مجبور شوي وای چې پخپله دا کمال زده کړو.

کوربه چې ډير دينداره سړی و، د ده په څېره کې مې د کړې پوښتنه په هکله د پښيمانۍ نښې وليدې.

د دې لپاره چې خپله خبره مې د کاڼي کرښه ګرځولي وي نو ورته مې وويل: رسول الله مبارک هم کارونه کول، اوښې يې هم لوشلي دي، خو فکر نه کوم موږ تاسې کې څوک حاضر شي، چې کومه ورځ په کور کې ميرمن ناروغه وي غوا ورته ولوشو؟!

دا خبره مې هم د کليوالو په اصطلاح وروشړله، چې زموږ د افغانانو غرور ډير دی خو هيڅ هم خپل نلرو، ستا کالي، بوټان، پګړۍ او ټول نور شيان له بهر نه راغلي خو بيا هم موږ په کار کولو شرميږو!!!

کوربه د دې لپاره، چې زما د زياتو نورو خبرو مخنيوی يې کړي وي، نايي ته ورمخ کړ او ترې ويې پوښتل: د ده خبرو کې ته څه وايې؟

نايي، چې ښايي په لومړي ځل يې په ژوند کې  دندې ته په درنه سترګه کتل شوي، په ژړغوني او ټيټ اواز سره وويل: قسم دی، ډيرې ښې خبرې يې وکړې

د نايي سترګو ته مې چې پام شو، نو عجيبه ځلا يې درلوده!!!

ما هم په زړه کې د قناعت او خوشالۍ احساس وکړ.

نايي دې خدای وبخښي له دې نړۍ تللی، خو د ډيرو خلکو سرونه به يې ورسم کړي وي.

 

کابل، د ۲۰۱۵ ز کال د فبروري ۲۶ مه.

 
-
بېرته شاته